په نجم المدارس کښې ادب پالنه
![](https://mashal.org/media/bakhtani.jpg)
پروفیسور عبدالله بختانې « خدمتگار »
مولوی محمد « سعید افغاني » ، لس کاله د نجم المدارس د مدرسی مدیریت کړی او د ننګرهار د اد بي شاعرانه ويښ چاپیر یال د هډی په تاریخي کلي کښی او سیدلی دی ، چیرته چه د هیواد د مشهور عـالم مولانا نجم الدین اخونزاده ( هډی صاحب ) مزار دی .
مولوی سعید افغاني د مدرسی شاګردان لیکوالي ، شعراو ادب ته هم تشویقول او هغـوی روزل . د د ه په توجه او پالنه به د ننګرهار د ورځپاڼي او مجلــي پاڼي د نجم المدارس د شاګـردانو او استادانو په مقالو او شعـرونو ډکیدلی .
په دغه وخت کښی مولوی سعید افغاني د ( النجم ) په نامه ، د مدرسی لپاره ، په پښتو ژبه ، یوه اوه نیزه قلمي جریده هم چلوله چه مسوؤلیت یی د ده په غاړه وه .
د دی جریدی لومـړی ګڼه د ( ۱۳۳۷ هجري شمسي ) کال د میزان په ۳۰ مه خپره شوی ده . دا ګڼه او ځیني نوری ګڼی یی هم دا اوس زمونږ په لاس کښی دی او د قلمي جریدو ډیر ه ښه بیلګه ده .
په نجم المدارس کښی د مولوی سعید افغاني د مدیریت وخت هغو کلونو پوری ارتباط لری چه د ویښ زلمیانو ډله خوره شوی وه ، مګر ؛ د هغو مرام لا د لیکوالی په ډګر کښی او د لیکوالو په ذهن او ضمیر باندی نفوذ او تسلط درلود .
د پښتنواو بلو څو ورونو دملي آزادی د سرنوشت د ټاکلو موضوع د ورځې موضوع وه. د ننګرهار په ادبي چاپیریال ، د ننګرهار په ورځپاڼه او مجله کښی او د نجم المدارس په مدرسه کښی د غو خبرو څرګند ځای درلود .
د مولوی سعید افغاني په برکت په نوموړی مدرسه کښی د لیکوالی کار ښه رونق وموند ، په دغو وختونو کښی زه هـم د ننګرهار د مجلي مدیر او د ورخپاڼي مرستیال وم او په نجم المدارس کښی می د ادب ، شاعری او لیکوالې له انکشاف سره مرسته کوله .
زما ښه په یاد دی چه په ملایانو کښی چه به چا خط زده کاوه ، نو د ځینو طالبانو او ملایانو له خوا به د « مهمل » په نامه یا دیده او « دعلم طالب » به نه بلل کیده .
د دغسی کسانو په باب به تل دوی ویل : « ورک یی کــړه ، مهمل سړی دی ، خط یادوی .. » دا د پردو ، په تیره بیا د انګریزی استعمار او امپر یالیزم دپټو سازمانوو شفاهی زهر ښندلو ، بد تبلیغ او غلط پروپاګند تاثیر وچه زمونز مذهبي دیني عالمان به یی له خط او کتابت او په دی وسیله له ملی ادب او اولسی سیاست نه لیری ساتل .
همدارنګه د خط او لیکوالی نه زده کول ، د دی سبب کیدل چه ددینی عالمانو فعالیت ، کار او مشغولیت یوازی په تدریس ، موعظو او امامت او کله لا په دم او دعاء چف او کف منحصر شی .
د لیکنی او تالیف مهم او اساسی علـمي کار تری پاته شي او دیني يو هنې زیات او منظم پر مخ تګ او انکشاف ونه کړی .
په دغسی ټولنو او وختونو کښی د مولوی سعید افغاني په شان فاضلو پوهانو قدر وړ ملي ، اجتماعي او فرهنګي خدمتونه سرته رسولی دی.
نو موړی به هڅه کوله چه د مدرسی د طالبانو تر مینځ د شعر او ادب کار او سرګرمی زیاته شې . لیکني وشی ، او د مدرسی په جریره او دننګرهار په مجله او ورڅپاڼه کښی خپري شی . کنفرانسونه جوړ شی …
پخپله ده به هم د ننګرهار ورځپاني او مجلی ته ډیري ښی مقالې لیکلي . په دغو مقالو کښی « ننګرهارته یوه کتنه » دیادولو وړ ده .
بله مقاله یی د « لغمان » د تاریخي پیښو او اوسني وضعی په باره کښی ده چې ماهم ور باندی تبصره لیکلي وه .
همدا رنګه د ننګرهار ددیني عالمانو د پيژندنې په لړ کښی د ده یوه په زړه پورې تحقیقي مقاله خپره شوی ده . په دی مقاله کښې دهغه وخت د ننګرهار د ولایت « اوسنی ننګرهار ، کونړ او لغمان ولایتونه » دیني عالمان معرفی شوی دی .
عبدالله بختانې « خدمتگار »
خیرخانه مینه ــ کابل