خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

په سوړ ژمي کې تاوده جنګونه؛ ننګرهار بيا سور تنور شو

په داسې حال کې چې دفاع وزارت وايي، داعش ترهګره ډله یې په ننګرهار کې ځپلې؛ تيره ورځ داعش وسله والو په کوټ کې د ولسي خلکو لسګونه کورونه وسوځول. داعش ترهګرو په کوټ ولسوالۍ کې د سیمه ایزو خلکو لسګونه کورونه سوځولي چې بیا یې اندېښنې راپارولي دي. کوټ، اچین، نازیان او هسکه مینه او پچیراګام د ننګرهار هغه ولسوالۍ دي چې د داعش پکې کله کله په ولسي خلکو بریدونه کوي، یا کورونه ورسوځوي او یا یې یرغمل نیسي. څو ورځې وړاندې د کوټ په ولسوالۍ کې داعش وسلوالو په لسګونه کورونه سوزولي چې بیا یې اندښنې راپارولي.

بل لور ته راپورونه وايې داعشيانو ننکرهار کې ۱۳ عالمان له ځان سره بيولي دي. د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايې، د برمتې دغه پېښه د يکشنبې په ورځ سهار نهه بجې د هسکې مېنې ولسوالۍ د شپولې سيمه کې رامنځته شوې. د نوموړي په وينا ياده سيمه کې په يوه مدرسه کې ازموينه اخيستل کېده چې داعشيانو ۱۳ ديني عالمان چې مدرسه کې ښوونکي و له ځان سره بېولي دي. دا لومړی ځل نه دی چې داعش په ننګرهار کې ديني عالمان په نښه کوي بلکې د ننګرهار د شينوارو د ديني عالمانو د شورا مشر په وينا، په دې ولايت کې دغې وسله والې ډلې د خپل حضور د تير ميلادي کال تر نومبر مياشت پورې ۳۶ ديني عالمان وژلي دي.

په ورته مهال د افغانستان دفاع وزارت بيا وايې چې داعش ترهګره ډله یې په ننګرهار کې ځپلې خو خلاص سرحد د داعش د تېښتې او نورو وسله والو لپاره د فعالیت زمینه برابره کړې ده. د افغان ځواکونو تر څنګ بهرنیو ځواکونو هم د داعش پر وړاندې زیات عملیات وکړل، خو داسې ښکاري چې دې عملیاتو سمه پایله نه ده ورکړې او هر کله د دې ګواښ شته چې داعش په یو شمېر سیمو بریدونه وکړي او د عملیاتو تر فشار وروسته بیا په شا شي.

اوس اصلي پوښتنه دا ده په داسې حال کې چې حکومت او بهرني امنيتي ځواکونه د داعش پر خلاف پراخ عمليات ترسره کړي او ورته د پراخې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي؛ دغلته داعش ولې نه په ګونډو کيږي؟ څنګه له عملياتو وروسته بيا ځلي پيدا شي؟ ستونزه د امنيتي چارواکو د عملياتو په بڼه کې ده او که داعش وسله وال پيريان دي چې د عملياتو پر مهال ورک او وروسته بيا سر راپورته کړي؟

په ننګرهار کې د تيرو دوو کلونو د داعش ترهګرې ډلې وحشت د اوج تر کچې رسيدلی دی. د ننګرهار د شينوارو د ديني عالمانو د شورا مشر پر وينا، په دې ولايت کې داعش وسله والې ډلې د خپل حضور پرمهال د تير ميلادي کال تر نومبر مياشت پورې ۳۶ ديني عالمان وژلي دي. تنکي ځوانان او د ولس مخور يې په بمونو الوځولي دي، نوي زيږيدلي ماشومان يې په منځ دوه پړکه کړي دي، د خلکو ميرمنې يې له ځانه سره برمته بيولي دي، واده کړيو خلکو ته يې ويلي چې خپلې نکاګانې له سره وتړي او همدا څو ورځې وړاندې يې د هغو کسانو کورونو ته اور اچولى چې له دوی سره يې بيعت نه دى کړى. هلته خلک د دغې ډلې له بربريته په تنګ شوي او د خپلو کورونو پريښودو ته اړ شوي دي چې داعشيانو يې کورونو ته اور ورته کړی دی.

که څه هم د بهرنيو امنيتي ځواکونو په ګډون افغان امنيتي ځواکونو د داعشيانو پر خلاف پراخ عمليات ترسره کړي دي خو دا چې له عملياتو وروسته  بيا ځلي دغه ډله سر راپورته کوي؛ ډير دليلونه لري. لوی او عمده دليل يې دلته په ننګرهار کې د امنيتي ځواکونو د شمير کموالی دی چې له عملياتو وروسته په يواځې ځان د يادو سيمو د ساتلو توان نه لري. همدارانګه د ځايې امنيتي چارواکو ناغيړي سبب شوې چې دغه ډله د خلکو په مالونو او کورونو قبضه واچوي. که امنيتي ځواکونه په وخت د کلي ولس او پاڅون کوونکو مرستې ته ځان ورسوي؛ داعش نه شي کولی چې له لاسه وتلې سيمې بيرته ونيسي. او بل لوی دليل يې له ننګرهار سره د پاکستان سرحدي سيمه ده چې د عملياتو پر مهال داعش وسله وال ترهګر هلته پناه وړي او له عملياتو وروسته بيرته د خلکو په کورونو راسم شي. حکومت بايد پورته يادې شوې نيمګړتياوې له منځه يوسي څو د ننګرهار بيچاره ولس د داعش له وحشته وساتل شي.

لیکنه : خوشحال آصفي