آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

«
»

پاکستان دې اصلاح شي؛ کنې تاوان به وکړي

دا هغه موضوع ده چې د افغانستان او پاکستان اړوند د امريکا د نوې ستراتيزۍ د اعلان پر مهال ورته ټرمپ اشاره وکړه. له کابو اووه مياشتيني انتظار وروسته نن د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان اړوند خپله نوې ستراتيژي اعلان کړه. ټرمپ په خپله نوې ستراتېژۍ کې هغه څه وويل؛ کوم چې افغان حکومت او افغان ولس يې غوښتنه کوله. ولسمشر ټرمپ زياته کړه که پاکستان له امریکا سره د تروریزم پر ضد درېږي ګټه به وکړي او کنې تاوان ویني. نوموړي د افغانستان او پاکستان خطر جدي وباله او پاکستان یې د تروریستانو پناهځای ياد  کړ. ده د هند ستاینه وکړه چې له افغانستان سره یې د ملیاردونو ډالرو مرسته کړې خو پاکستان ته یې خبرداری ورکړ چې امریکا په ملیاردونو ډالر ورکړل خو خاوره یې د تروریستانو پناهځای دی.

همدارنګه ټرمپ يادونه وکړه چې غوښتل يې له افغانستانه ټول ځواکونه وباسي خو په سپینه ماڼۍ کې له مشورو وروسته څرګنده شوه چې که له افغانستانه ځواکونه وباسي د ۲۰۰۱ د سپټمبر پېښه به بیا تکرار شي او القاعده او داعش به په دغه هیواد کې مرکزونه جوړ کړي. ده افغانستان ته د لېږل کېدونکو قواوو شمېر اعلان نه کړ ځکه چې د ده په وینا نه غواړي چې دښمن یې پر پلان پوی شي.

ټرمپ د دې تر څنګ چې پاکستان، القاعده، طالب او داعش ته واضيحه پيغامونه درلودل؛ د  افغان حکومت له غوږو يې هم خبره تيره کړه. ټرمپ وویل چې د افغانانو لپاره دولت جوړونه نه کوي او نور د پخوا په شان په دې پسې نه ګرځي چې افغانانو څه ډول سیستم غواړي. ده افغان حکومت ته په اشارې وويل د افغانستان ملاتړ به نامحدود نه وي خو سپین چک هم افغانستان ته نه ورکوي.

د افغانستان او پاکستان اړوند د ټرمپ په دغې ستراتيژۍ کې څو ټکي ډير مهم ول. يو دا چې د افغانستان د ستونزې حل يې د پاکستان اصلاح پورې وتړلو. او دا هغه څه دي چې هم افغان حکومت او هم ولس يې له وړاندې ناري وهي. سمده ده چې د افغانستان مساله دوه کورني او بهرني اړخونه لري، خو د کورني اړخ په نسبت يې بهرنی اړخ ډير پياوړی دی چې تر شاه يې د پاکستان لاس دی. پاکستان دی چې د افغانستان په جګړه او بربادۍ کې خپله ګټه ويني، پاکستان دی چې د افغانستان د جګړې له ګټې خپل پوځ تمويلوي، پاکستان دی چې د طالب پر مټ يې په افغانستان کې د جګړې اور بل ساتلی دی او همدا پاکستان دی چې ورځ تر بلې مو د حکومت د کمزوري کولو او په مقابل کې يې د ولسي غبرګون د راپورته کولو په هڅه کې دی.

همدغو ټکو ته په کتو افغان حکومت، سياسيونو او ولس تمه درلوده چې د افغانستان د مسالې د حل لپاره دې په پاکستان فشار زيات شي. او همدغې موضوع ته نن ټرمپ په خپلې ستراتيژۍ کې ځای ورکړی و. که څه هم ټرمپ په ښکاره ټکو ونه ويل چې که پاکستان اصلاح نه شي نو څه به يې په مقابل کې وکړي خو پاکستان ته په اشارې يې وويل چې که اصلاح نه شي نو تاوان به وکړي. د پاکستان له تاوان څخه يې هدف پر دغه هيواد د امريکا لخوا په کلني ډول د ميلونو ډالرو بندېدل، پوځي او نظامي مرستې بندېدل، د ناټو د ملاتړو هيوادونو ليسته د پاکستان بهر کول او په دغه هيواد کې دننه د ترهګرو د ځالو په نښه کول دي. او دا هغه څه دي چې افغانان يې له وړاندې نه غوښتونکي و.

د ټرمپ په خبرو کې بله مهمه مساله په افغانستان کې د طالب او داعش د لمنځه وړلو لپاره په افغان پوځ پانګونه وه. ټرمپ يادونه وکړه چې د طالب، داعش او القاعدې سره په مبارزه کې به لوی پېټی په افغانانو او د دغه هیواد پر پیاوړي ځواک وي. د ټرمپ له دغو څرګندونو داسې ښکاري چې نوموړی به په راتلونکې کې د افغان ځمکني او هوايې امنيتي ځواکونو د روزنې، سلا مشورې او تجهيز لپاره به نور امريکايې سرتيري افغانستان ته راواستوي. د ټرمپ اشاره دې ته وه چې افغان امنيتي ځواکونه به په پياوړي تجهيز سمبال کړي. د افغانستان هوايې ځواک به پياوړی کړي او طالب او القاعده به د افغان امنيتي ځواکونو پر مټ له منځه وړي.

په ټوله کې د افغانستان لپاره د امريکا د متحده ايالتونو نوې ستراتيژي هغه څه په بر کې نيسې چې له وړاندې يې افغان حکومت، ولس او سياسيونو هيله درلوده. خو اوس افغان حکومت ته په کار ده چې د پاکستان په اړوند لا هم جديت ته پاملرنه وکړي، د پاکستان د هر عمل په مقابل کې بايد متقابل عمل ترسره شي او د پاکستان په هيڅ راز ژمنه دې باور نه کوي؛ تر هغې چې د ژمنې د عملي کولو ضمانت يې نه وي کړی او يا يې خپلې پخوانۍ ژمنې په عمل کې نه وي ثابتې کړې. همدارنګه کورني خپلمنځي اختلافات دې څنډې ته کړي او شريک دښمن په مقابل کې دې لاسونه سره يو کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي