آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

«
»

پاکستان د ترهګرو په ليست کې شامل شو؛ خو آيا اصلاح به شي ؟

وروسته له ډير انتظاره بلاخره پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوونکو هيوادونو په ليست کې شامل شو. د ولسمشر غني يو وياند نجيب الله آزاد پر خپله فيسبوک پاڼه ويلي چې د امریکا متحدو ایالتونو پاکستان د هغو هیوادونو او سیمو په لیست کې شامل کړ چې تروریستانو ته خوندي پناهځایونه ورکوي. د ښاغلي آزاد پر وينا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي«پاکستان د افغان طالبانو یا حقاني شبکې په ضد د پام وړ اقدام نه دی کړی؛ خو ددغه هیواد د هغو هڅو ملاتړ يې کړی چې دا دوې ډلې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر ته حاضروي.

خو بل لور ته پاکستان د حقاني شبکې په تړا و د امریکا تور بیا رد کړ. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه کلنی رپوټ رد کړ، چې پکې يې ویلي د طالبانو او حقاني شبکې پټنځي پاکستان کې دي. د دغه وزارت ویاند نفیس ذکریا ادعا کړې، چې د افغان طالبانو حقاني شبکه او نورې وسلوالې ډلې د دوی له غاړې افغانستان ته اوښتې او وايي، اوس يې پټنځايونه په پاکستان کې نه بلکې په افغانستان کې دننه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او نړيوالو کارپوهانو سربيره، پخپله ځينې پاکستاني شنونکو او چارواکو هم په ځلونو اعتراف کړی دی چې د وسله والو طالبانو او ترهګرو مرکزونه په پاکستان کې دي او دوی پرې پراخ نفوذ لري. څه د پاسه يو کال وړاندې د پاکستان د صدراعظم د نړېوالو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز په واشنګټن کې پخپله اعتراف کړی و چې، د طالب مشرانو کورونه او کورنۍ په پاکستان کې دي. له دې وړاندې د پاکستان کودتايې ولسمشر پرويز مشرف هم په ځلونو اعتراف کړی چې وسله وال طالبان دوی رامنځته کړي  او ملاتړ يې کوي.

اوس پوښتنه دلته پيدا کيږي چې پاکستان ولې د امريکا تورونه په کلکه ردوي په داسې حال کې چې امريکا د پاکستان يو له مهمو ملاتړ کوونکو څخه ده؟ پاکستان په چا ډاډه دی چې له خپل پخواني بادار سره ښکرې جنګوي؟

آيا د امریکا لخوا پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوونکو هيوادونو په ليست کې شاملول به د افغانستان او ترهګرو په خلاف د پاکستان پاليسي بدله کړي؟ آيا پاکستان به اصلاح شي؟

لومړی: پاکستان ځکه اوس له فيلانو سره ټانټې ژوي چې اوس يې د پخواني بادار (امريکا) بديل پيدا کړی دی. پاکستان اوس د امريکا پروا نه ساتي ځکه چې په امريکا د پاکستان ضدي څېرې ډونالډ ټرمپ له ولسمشر کيدو راهيسې خپل ځان د امریکا په سياست کې يوې څنډه کې ويني. پاکستان پوه شوی چې نور يې له امريکا سره يارانه دوام نشي کولی نو ځکه يې د امريکا له سيالانو روسيه او چين سره يارانه شروع کړې ده. روسيه د پاکستان لپاره ځکه د امريکا غوره بديل کيدلی شي چې له يوې خوا امريکا او روسيه خپل منځي اختلاف لري او له بل لوري د امريکا پر ضد روسيې په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره اړيکې پيدا کړي دي. همدلته دی چې د پاکستان او روسيې ګټې په افغانستان کې يو شان شوې او د دواړو هيوادونو تر منځ د يارانې باب پرانيستل شو. همدا دی چې اوس پاکستان هم د روسيې او چين په ډاډ له امريکا سره ډغرې وهي پرې د امريکا لخوا هر وارد شوی تور په کلکه رودي.

دويم: د پاکستان، روسيې او چين مثلث؛ د امریکا په مقابل کې د پاکستان د سرزورۍ او سرکشۍ لامل دی. اوس که امريکا هر څومره پاکستان ته ګواښ کوي نو پاکستان ته يې پروا نه ورځي ځکه په سيمه کې اوس روسيه او چين د پاکستان کلک ملګري دي. کلونه کيږي چې افغان حکومت او شنونکو تر څنګ ځينې مشهورې نړيوالې څېرې د ترهګرو هيوادونو په ليست کې د پاکستان د شاملولو غوښتنه کوي خو امریکا هيڅ اقدام نه کاوه. خو کله چې امريکا ته پته ولګيده چې پاکستان او له څادر نه پښې اوباسلې دي نو د ترهګرو هيوادونو په ليست کې يې شامل کړ. اوس ډير ناوخته دی چې امريکا پاکستان د ترهګرو هيوادونو په ليست کې شاملوي. ځکه په سيمه کې اوس پاکستان د ځانله لپاره روسيه او چين پيدا کړي دي چې سره ګټې او اهداف يې یو دي. د امريکا لخوا پاکستان د ترهګرو هيوادونو په ليست کې شاملول ښه کار دی خو بې وخته دی. کاش دا اقدام هغه وخت شوی وای چې پاکستان په انزوا کې راګير و د ملاتړ لپاره يې هيڅوک نه درلودل.

لیکنه : خوشحال آصفي