آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

«
»

ټاليباني جهاد؛ د خوست بريد څه ثابت کړل؟

په داسې حال کې چې د روژې مبارکې مياشت اړوند د ولسمشر غني د سوله ييز پېغام د ورکولو لا يو ساعت پوره نه و چې د انسانيت، مسلمانيت، اسلاميت او افغانيت دښمنانو يو ځل بيا خپل وحشت وښود او په لسګونو مسلمانان يې شهيدان کړل. د روژې مبارکې مياشتې په لومړۍ ورځ په خوست ولایت کې یوه ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۸ کسان شهيدان کړي او ۶ نور یې ټپيان کړي دي. د راپورونو له مخې په ټپیانو کې کوچنیان هم شامل دي. وسله والو طالبانو د خپل ترسره کړي وحشت مسوولیت منلی او ادعا کوي چې برید کې یې د کمپاین په نوم هغه ځانګړي ځواکونه په نښه کړي دي چې امریکايي پوځیانو سره مرسته کوي. دا خونوړی بريد په داسې مهال ترسره کيږي چې له دې بريد ايله څو شېبې وړاندې افغان ولسمشر په یوه ټلویزیوني وینا کې له مخالفو وسلوالو وغوښتل چې روژې ته د درناوي په ډول له جګړې لاس واخلي.

دا لومړی ځل نه دی چې وسله وال طالبان او د دين دښمنان د لسګونو بې ګناه افغانانو په وينو لاسونه سره کوي؛ بلکې له وړاندې هم په څو چنده له دغې بريد ډير بوږنوونکي بريدونه ترسره شوي دي. خو پوښتنه دلته مطرح کيږي، هغوی چې ځانونه د دين کوترې بولي او خپلې کرغيړنې جګړې ته د سپيڅلي جهاد نوم ورکوي؛ د کوم اسلامي حکم له مخې د بې ګناه وګړي وژل ځان ته روا بولي؟

دا حقيقت دی چې اسلام يو مبارک او د ترحم دين دی، په اسلام کې د هر چا او هر شي خپل حقوق معلوم دي او هغه څوک چې له چا څخه د نوموړي حق اخلي؛ د اسلام له مخې ظالم دی او د خپل عمل سزا به خامخا ويني. د دين سترې سرچينې قران کريم د دغه حقيقت په بيانولو کې چې اسلام د سولې، رحمت، پخلاينې او دوستی دين دى، د بقرې سورې په ۲۰۸ ايت کې فرمايلي، اى هغو کسانو چې ايمان مو راوړى دى ټول په سولې او پخلاينې کې راشئ او له شيطانه پيروي مه کوئ چې هغه  تاسو ښکاره دښمن دى. نو همدغې قرآني اصل ته په کتو د خوست د تيرې ورځې بريد څو خبرې ثابتې کړې.

يو دا چې په افغانستان کې روانه جګړه چې عامل يې وسله وال طالب دی؛ نه يواځې دا چې د اسلام له هيڅ اصل سره اړخ نه لګوي؛ بلکې له الهي احکامو ښکاره سرغړونه او د اسلام بدنامونه ده. ځکه د اسلام سپيڅلی دين چې د کفارو په مقابل کې يې د ځانګړو اصولو په درلودلو او شرايطو په وړاندې کولو سره جهاد پر مسلمانانو فرض ګرځولی دی؛ په هيڅ ځای کې د بې ګناه وګړو وژنه نه يواځې چې روا نه ده ګرځولې بلکې د يو بې ګناه وګړي وژونکی يې د ټولې نړۍ وژونکی بللی دی. اسلام ډير مبارک دي دی، د هر فرضي حکم لپاره يې ځانګړي اصول او شرايط وړاندې کړي دي. اسلام د کفارو په مقابل کې د جهاد حکم کوي خو دا يې هيڅکله نه دي ويلي چې د روژې په مبارکه مياشت کې دې هغه څوک ووژل شي چې د خدای د رضا ترلاسه کولو لپاره يې روژه په خوله وي.

د اسلام مبارک دين د سولې، ورورولۍ او د ترحم دين دی، هيڅلکه په وحشت او بربريت حکم نه کوي، هغوی چې د خپلو شخصي موخو او يا د بل بادار د خوشالولو لپاره حتی د رب په لاره کې سپيڅلي جهاد ته هم راووځي نو جګړه يې وحشت او ظلم بولي او عاملين يې ابدي دوزخيان بولي. پس ويلای شو چې د خوست د تيرې ورځې بريد وښوده چې په افغانستان کې روانه جګړه يواځې د نورو د موخو لپاره ترسره کيږي او هيڅ ډول اسلامي، انساني او اصولي اړخ نه لري. دغه جګړه يوه کرغېړنه جګړه ده چې قرباني يې افغان ولس ورکوي خو ګټه يې روسي، پاکستاني، ايراني او  نورو کړيو ته رسيږي.

دويم دا چې دغې بريد يو ځل بيا له ټاليبي جهاديانو پرده پورته کړه او د دوی اصليت يې ښه په واضحو ټکو خلکو ته وښود چې دوی يواځې د خپل پنجابي، روسي او ايراني بادار امر پر ځای کوي، ولو که د بادار امر يې له اسلام، قرآن او الهي حکم سره هم په ټکر کې وي نو دوی يې پر ځای کولو ته ژمن دي. دغې د خوست د تيرې ورځې بريد ثابته کړه چې ټاليباتو ته به اوس ملا فضلو ډيزلي، ايراني ملا او يا هم روسي پير د روژې په مبارکه مياشت کې د ډير وحشت او ډيرې وينې توينې په مقابل کې د ډيرو حورو ورکولو ژمنه کړي وي. اوس به ټاليب هم خپل اعظمي هڅه کوي څو د پخوا په پرتله دوه برابره خپل وحشت زيات کړي او خپل روسي، پنجابي، ايراني او نور باداران خوښ وساتي. اوس له دغې بريد وروسته به ټاليب جهاديان د روسي، ايراني او پاکستاني حورو سره د پاکستان په هيرا منډوی يا د روسيې په مسکو کې ښه غومبر شروع کړي.

په پای کې د خوست د دتیرې ورځې بريد او له دې وړاندې په ټول افغانستان کې د وحشي ترهګرو په ټولو بريدونو کې شهيدان شويو افغانانو ته د رب له درګاه د فردوس جنت غوښتنه او ټپيانو ته د عاجلې شفا غوښتنه کوو.

لیکنه : خوشحال آصفي