آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

«
»

يو بل ستر شرم؛ مرګونې چوپتیا پاکستان زړور کړ

په وروستيو څو ورځو کې : ۱ــ پاکستان په دغه هيواد کې د لعل شهباز قلندر په زيارت کې د ترسره شوي خونړي بريد پړه په داسې حال کې پر افغان لوري واچوله؛ چې د بريد د ترسره کولو مسوليت داعش ډلې پر غاړه اخيستی او داعش هغه بې رحمه ترهګره ډله ده چې له پاکستان يې په افغانستان کې له خلکو ‌ډيره قرباني اخيستې ده. د پاکستان د پوځ مشر د دغې بريد د غچ اخيستلو ګواښ وکړ.

۲ــ پاکستان له افغانستان سره د تورخم لاره د مسافرو پر مخ وتړله چې له امله يې په سلګونو هغو افغانانو ته چې له مجبورۍ پاکستان ته تلل، ناروغان ورسره و، سپين ږيري ورسره و او ميرمنې او کوچنيان ورسره و. له تيرو څو ورځو راهيسې په سلګونو افغانان د کرښې هاخوا او دېخوا بند پاتې دي.

۳ــ د پاکستاني ملېشو لخوا د افغانستان په خيتځ ننګرهار او کونړ کې د راکټي بريدونو باران وشو چې له امله يې د  ۳ سوو څخه زیاتې کورنۍ بې ځایه شوي او څلور ګلالي کوچني ماشومان ټپیان شوي دي. په ځينو راپورونو کې راځي چې يوه مور او دوه ماشومان د دغو راکټي بريدونو له امله شهيدان شوي دي.

۴ــ د پاکستان د کودتايې ولسمشر پرويز بې شرمانه اعتراف وکړ چې په افغانستان کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت د تضعيف لپاره يې وسله واله ډله طالبان وروزل. مشرف دا اعتراف هم کړی چې له ۲۰۰۱ کال وروسته د پاکستان پوځ او استخباراتو يو ځل بيا طالبان سره متحد، منسجم او مسلح کړل. دی وايې مونږ ته د داسې چا اړتيا وه چې د افغان حکومت پر خلاف وجنګيږي او همدلته وه چې زمونږ کار نتيجه ورکړه.

۵ــ تر ټولو بد او افغان حکومت ته ستر شرم دا چې دپاکستان د نواز شریف حکومت په رسمي ډول دهغه هیواد پوځ ته په افغان خاوره کې دننه د عملیاتو کولو اختیار ورکړی دی. دا خبره د هغه هیواد د خزانې وفاقي وزیر اسحق ډار کړې ده. ډار د پاکستان د سنا مجلس ته ویلي چې په پاکستان کې په اوسنیو ترهګریزو پیښو کې د افغانستان خاوره استعمال شوی ده او د ټولو ثبوتونو د ترلاسه کولو وروسته پوځ ته د ترهګرو پر ضد په افغانستان کې، د عملیاتو اختیار ورکړل شوی دی. که څه هم افغان حکومت د پاکستان د ياد ا قدام په اړه تر دې مهال مناسب غبرګون نه دی ښوولی خو ولس ټول د يو داسې شخص په تمه دي چې پر پاکستان د ولسي بريد غږ وکړي او ټول ولس په ګډه پاکستان ته په خپله ځواب ورکړي.

که څه هم پاکستان تل پر افغان خاوره ښکاره تيری کړی او افغان حکومت يې په اړه مرګونې چوپتيا غوره کړې ده خو پورته ياد شوي پنځه موارد هغه څه دي چې پاکستاني حکومت يواځې په تيرو څو ورځو کې د افغانستان اړوند ترسره کړي دي. اوس اساسي پوښتنه دا ده چې دغه هيواد چا او څه شي دومره زړور کړ چې آن په افغان خاوره کې د عملياتو کولو هوډ يې کړی دی؟

د حکومت ناغيړي او د پاکستان په ښکاره تيريو مرګونې چوپتيا، د افغانستان له لوري په ملګرو ملتونو کې له افغانستانه سمه استازولي نه کيدل، په داسې حال کې چې له افغانستان سره امريکا امنيتي هوکړه ليک هم لري چې پر اساس يې امريکا مکلفه ده چې پر افغانستان د تيري پر مهال له افغانستان سره ودريږي او پيدا شوی ګواښ له منځه یوسي خو بيا هم افغانستان کې د پاکستان په تيريو د امريکا سترګې پټول؛ دا ټول هغه موارد دي چې پاکستان ته يې دا جرأت ورکړ چې په افغانستان سور سترګی شي او په پوره بې شرمۍ په دغه خاوره خپلو تيريو ته دوام ورکړي. که چيري افغان حکومت په لومړيو کې د پاکستان کږه خوله په سوک سمه کړی وای او د هر تيري په مقابل کې يې زغرده ځواب ويلی وای نو نن به پاکستان په افغان خاوره کې عمليات نه کول. که چيري په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي له افغانستانه سمه استازولي کړی وای نو نن به پاکستان ته په افغانستان کې پاکستان لاسوهنو ته زړه نه وای ښه کړی. که چيري امريکا له افغانستان سره ترسره شوي هوکړه ليک ته ژمنه پاتې شوې وای او پر افغان خاورې د پاکستان په تيري يې سترګې پټې کړې نه وای نو اوس په پاکستان پر افغان خاورې توغنديز بريدونه نه ترسره کول.

اوس افغان حکومت ته په کار دي چې خپلې تيرې تيروتنې جبران کړي او د پاکستان په مقابل کې قاطع دريځ غوره کړي. په افغان خاوره کې د پاکستاني مليشو د عملياتو ترسره کولو په اړه وضاحت وغواړي. حکومت بايد په جدي ډول د پاکستانيو عملياتو په اړه خپل دريځ روښانه کړي. او همداراز حکومت بايد په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په استازي ټاکلو له سره غور وکړي او داسې يو قوي ديپلومات خپل استازی وټاکي چې چالاکه وي، د پاکستان او ايران په خلاف ښه لابي ګري وکولی شي او په ملګرو ملتونو کې له افغانستانه سمه استازولي وکولی شي.

لیکنه : خوشحال آصفي