آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

«
»

ولسي جرګې خپل اصلي کار پرېښی او د دولت په ټولو چارو کې لاسوهنه کوي

رښتین بانډه وال

د ولسي جرګې د دندو لایحه اساسي قانون روښانه کړې چې اصلي دنده یې د قوانینو تصویبول او د بودجې پر لګولو څار دي.

په ټوله موږ باید د هېواد پالنې روحیه غښتلې کړو؛ ځکه هېواد د مور حیثیت لري خو په هر صورت؛ د ولسي جرګې یوشمېر غړي د ناوړې استفادې لپاره تل د ولس د استازۍ له سنګره پر حکومت تېز ورځي، خو دا په داسې حال کې ده چې له ښاغلي رمضان بشر دوست او یو څو نورو ګوته په شمارو وکیلانو پرته په ولس کې حتا تش دعا ګوی هم نه لري او خلک ورته تل خیرا کوي او په بده سترګه ورته ګوري. که څوک دا خبره نه مني نو د خلکو منځ ته دې ورشي او یو وار دې وازمايي.

له بل پلوه، دا چې څومره وکیلان په درغلیو راغلي او ولس ورته رایې نه دي ورکړې، دا خو یې بل عیب دی. پر دې سربېره چې له دوو کلونو راهیسې په غیر قانوني ډول دغه وکیلان په خورا الم سره پر څوکیو ناست دي دا يې بله بدنامي ده.

کله چې یوه کابینه او حکومت پارلمان وټاکي او په غیرقانوني ډول یې د کار موده اوږده کړای شي، نو هغه پارلمان بیا څنګه کولای شي ځان د ولس نماینده وبولي او حکومت ته لکه یوه بلا چې بلې بلا ته وايي بو، بو ووايي.

په دې وروستیو کې په افغان حکومت کې یوشمېر صادقو او د ولس په درد خبرو چارواکو د سولې لپاره هڅې پیل کړې دي، خو یوشمېر نور چې د جنګسالاران، د پردیو لاسپوڅي او جنګي جنایتکاران دي په رنګارنګ چمونو او حیلو د سولې مخالفت کوي.

دغه فراریان چې د امریکا او نورو بهرنیانو له برکته د خلکو له رټنې وروسته بېرته هېواد ته راوستل شول او پردیو ته د غلامۍ په بدل کې ورته لوړې څوکۍ د بهرنیو سفارتونو له خوا ورکړل شوې او په دې توګه د افغان جګړې د یو اړخ په توګه رامنځته کړای شول، نو اوس طبیعي ده چې په سوله کې ځانونه او خپلې څوکۍ په خطر کې ویني او د سولې مخالفت کوي.

ډېری داسې کسان چې د دولت په لوړو څوکیو او په تېره په ملي شورا کې ځای کړل شوي دي، اوس د حکومت په سوله غوښتونکو هڅو نیوکې کوي او د خپلو دندو پرخلاف له دولت څخه په دې برخه کې حساب غواړي. دا په داسې حال کې ده چې حکومت یوازې د بودجې په لګولو کې شورا ته په حساب ورکولو مکلف دی.

جمهور رییس غني دوی ته په خطاب کې پرځای خبره وکړه چې هر وکیل دې لومړی خپل د مشروعیت حساب ورکړي، چې په جعلي رایو راغلی که د خلکو په رایو او که رایې یې اخیستې نو څومره رایې یې اخیستې دي او د خپلو رایو او خولې په اندازه دې بیا خبره کوي.

یو سړی چې په جعلي رایو او یا شل یا څلوېښتو رایو راغلی، هغه د ټول ولس استازي نه شي کولای. له بل پلوه، سوله د ټول ولس غوښتنه ده، ملي اړتیا ده او د دیني عالمانو رسمي غوښتنه ده چې له دولت نه یې کړې ده.

دا د ولس د چوپتیا له کبله ده چې اوس په حکومت کې فاسدان دومره سپین سترګي او بې حیا شوي، چې ځانونو ته پر ولس ترجیح ورکوي، ولس ورته ولس نه ښکاري او یوازې یو څو غله چې له دوی نه راتاو دي همغه ورته یوازې د سړي زامن ښکاري. زه په ولس غږ کوم، چې نور وېښ شئ، هیچا ته دومره وخت مه ورکوئ چې پر تاسو د بطلان کرښه وباسي او خپل وکالت پخپله وکړئ.

تاسو وګورئ چې د ولس دې شاهزاده او ښکلو استازو څه ښکلې استازي کړې، یو ښوونکی او د حکومت یو مامور ۵۰۰۰ افغانۍ معاش اخلي او دوی ته درې لکه افغانۍ اوس کمې دي چې ډالر پورته تللی دی. څه ښه د ولس استازي، څه ښه لورېنه او څه ښه عدل او انصاف. د دوی اولادونه په اکسفورد کې زده کړې کوي، خو هغه چې د کور څوارلس غړي په جهاد او هېواد نه د دفاع په لار کې له لاسه ورکړي، اوس د سبزي کراچۍ ته ولاړ دی او اولادونه يې په دولتي بې څوکیو ښوونځیو کې زده کړه کوي، په نمناکه ځمکه ناست دي، د دوا پیسو ته یې نه رسېږي، کتاب او کتابچو ته یې پیسې نه لري، ځکه د ده مسلمان ورور، د جهاد د سنګر ملګري، د ډموکذاسې د لارې همسفر او د ده استازي او وکیل ورته یوازې ۵۰۰۰ افغانۍ لازمې لیدلې دي.

تاسو ای وکیلانو! فکر وکړئ که یوه ورځ موکلین مو درباندې لاس بري شول، د بهرنیانو له سیوري، حمایت او حفاظته راووتئ او یا سر مو له تنې جلا کړای شو او د خدای حضور ته سره ودرېدئ، نو بیا به وکالت او عدالت څه ډول وي؟

یو ځل بیا پر ولسمشر غږ کوو، چې دغه ناقانونه شورا او پارلمان باید ختم کړای شي او کوم معاشونه چې په ناروا ډول دوی په جېب کې اچوي، والله په محشر کې یې درڅخه پوښتنه کېږي او والله په بالله که په دغو معاشونو کچالو واخیستل او سرچوک او د کوټه سنګي د چوک پر مزدورانو ووېشل شي، هغه به ډېر غوره والی ولري.