مینه د خزان په ټال
![](https://mashal.org/media/Khalil.jpg)
مینه په ښایست او ښکلا کې نه خلاصه کیږي، دا یو احساس دې چې په ظاهره د کوم تعریف او تفسیر ښکارندویي نه کوي؛ خو له بل لوري همغږي هم ورسره نه لری. هغوي چې دمینه په اور کباب شوي نه وي، د مینی په سور تنور سوزیدلي نه وي، د هجران په لمبو یې ساړه نه وي شوي، زړه یې نه وي مات، زړه یې نه وي سوی، د زړه په وینو یې ارامه ساه نه وي اخیستی، د غم په کور کې یې شپې تر سپیدې نه وي رسولی، او لنډه دا چې د پردیس تر خزانه یې سالنډۍ نه وې تجربه کړي دمینی ارزښت او قیمت ورته هسی د باد په وخت شمعه لګول دې او بس!
مینه کله هم پر واحد محور نه ده څرخیدلی، زما پر اند دا یوه نه تعریفیدونکي کیفیت او احساس دی چې تل یې د دوو (میینو) په زړونو کې خپل تفسیرونه او تعریفونه درلودلي او کړي دې. هغوي چې مینه نشی کولای زړونه یې کوچنی دې او د سوزیدو او ماتیدو وس نه لری. ډیر ځله مې داسی انسانان هم لیدلی چې وروسته د زړه له ماتیدو یې خورا سترې سترې فاصلې لنډې کړې او ځانونه یې د بریالیتوب او عروج پر هسکو کینولی.
لیکوال: پوهیالی خلیل الله توحیدیار ساپي