خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

مخ ته دي رڼا شه

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

په  پوره درنښت او احترام چې ښاغلي حکمتيار صاحب ته مې درلود او لرم يې. کله هم زما مخکې د هغه اړوند ناسم او ناښایسته الفاظ چا نه دي ویلي، هغوی پوهیږي چې زه به يې خامخا جواب کوم. او دا پوښتنه دي د اسلامي حزب وروڼه د سید جمال الدین افغان د لیسې د مدیر طاووس خان له وراره څخه وکړي، چې د طالبانو د نظام پرمهال د حکمتیار صاحب د مرګ اوازه شوه، او زما تر مخ  زموږ د اوسیدو ځای کې چا داسي ونه ویل چې ښه کار شوی.

د اسلامي حزب ټولو هغو دوستانو ته احترام لرم چې پر خپل هوډ پاتي دي، او تګ راتګ ورسره لرم.

باور وکړئ چې د اسلامي حزب اړوند منفي نظر نه لرم،  په عزت کې يې د مشر ژوند او سیاسي فعالیت ته په مثبت نظر ګورم.

زما د یوې لیکنې اړوند (د اسلامي حزب او ګډ حکومت ناکام مذاکرات) غالباً په مستعار نوم په شهادت ویبپاڼه کې لیکنه (مطمئن هم له سوړنو طالبانو درواغ زده كړي، او مطمئن دروغجن ترې جوړ شوى!!) خپره شوې. داچې په لیکنه کې وچ کلک حکمتیار لیکل شوی، سوال دی؟ ځکه د اسلامي حزب غړي د خپل مشر له نوم سره مناسب او ښه القاب یوځای کوی. ویل کیږي چې ښاغلي حکمتیار صاحب په مستعار نومونو لیکل  کوي.  ولي زه فکر نه کوم چې هغه لوی او دروند اسلامي حزب دومره کمزوری شوی وي، داچي لیکوالان ورڅخه کابل ته راغلي، بیا هم کسان به لري. او داچې د طالبانو پر ټوله ډله د درواغجنو اطلاق کوي، زما اړوند خو زه شخص یم؟؟؟

دلیکنې خپرواې لامل زه بل څه ګڼم. پر خپل فیسبوک پاڼه مې د حکمتیار صاحب اړوند د رولا غني نامناسبي او له سپکتیا ډکې څرګندونو لینک خپور کړ. هدف مې دا وو چې د اسلامي حزب وروڼه متوجه شي چې ولي يې لا هم د ولسمشر میرمن سپکاوی کوي. همدې خبره پرون د اسلامي حزب ځینې پخوانې غړې په غوسه کړي وو.  

په خپلو لیکنو کې مې د چا د سپکاوی هڅه نه ده کړي او نه مې بیځایه تور لګولی دي. ولي زموږ وروڼو لومړۍ جمله په سپکاوی پېل کړي.

لومړی داچې د طالبانو سره د اسلامي حزب د غړو اړیکې زما په نظر قوي وي، او ممکن اوس به هم وي، خو له ښاغلي حکمتیار صاحب څخه به یا پټې او یا به ځان نه خبروي.

په ۲۰۱۰ ز. کال کې ترکیه کې یو کانفرانس کې ګډونوال وم، د اسلامي حزب یو مشر غړي راته څوځله وویل چې د ذبیح الله مجاهد سره به له همدې ځایه خبره کو، ما ورته ویل چې نه ورسره اړیکه لرم او نه رابطه، او  باور وکړئ چې نه د مجاهد ایمیل ادرس او نه یې نمبر ما درلود.  بیا هم وایم چې د طالبانو سره د اسلامي حزب د غړو ټینګو اړیکو اړوند دي د اسلامي حزب له مشهور سړي عبدالمالک خان څخه پوښتنه وکړي.

پر طالبانو زما ورتپل هم تر ټولو لومړی شهادت پاڼې پېل کړه، او جالبه داده چې همدا اوس هم د طالبانو لیکو کې ځینې داسي مشران شته چې هغوی فکر کوي د اسلامي حزب سره ټینګې اړیکې لرم. ولي له یوې ډلي هم نه ګیله کوم او نه ورڅخه خفه کیږم.

تذکره مې د طالبانو د نظام پرمهال اخیستي ده، او هغه انځور پکې شته چې لنګوټه مې وهلي ده.

په کابل کې د ژوند کولو پرمهال ډیر ځله د اسلامي حزب مهمو کسانو د امنیت ملي د نوم په کارولو هڅه کړي چې ومې ویروي او تر دي چې تهدید شوی یم.

اوس خو دادی اسلامي حزب امنیت ملي ته راځي، نو بیا دي دوی هغه کارډ ورڅخه وغواړي،  الحمد لله چې تر نن ورځي په دغو جالونو کې نه یم راګیر شوی، که ګیر وای نو بیا به مې لیکنې دا ډول نه وای.

دوی لیکلي ((كابل مېشت طالب وياند مطمئن په داسي حال كي د حزب اسلامي په خلاف دروغجنو تبليغاتو ته ملا تړلې چي په يوه جېب كي ئې د كابل حكومت تذكره ده او په بل جېب كي د امنيت ملي مصونيت كارد!!))

د شهادت پاڼې مستعار  لیکوال لیکي چې د امریکا له سفیر څخه ددوی هیئت د لیدو غوښتنه نه ده کړي، متل دی وایې چې زما ګناه دي د دروغجن په غاړه وي، داچې د لیدو غوښتنه يې کړي، او د امریکا سفیر رد کړي، ماته داسي چا وویل چې د اسلامي حزب د هیئت غړي په کانټیننټل هوټل کې ورته ویلي وو، که هغه دروغ ویلي وي نو هغه هم زموږ د اسلامي حزب د وروڼو څخه دی.

په عجیبو الفاظو داسي لیکي: ( د حزب هيئت په كابل كي او په خپلو مركو كي په وار وار او په واضحو الفاظو وويل: افغانستان اشغال شوى او تر هغه چي اشغال پاى ته ونه رسېږي جگړہ پاى ته نه رسېږي!! مطمئن او نور كابل مېشت طالبان كه نران وي او ديني غيرت لري نو د دغي خبري كولو جرأت دي وكړي!!)

قدرمنو! زه د بهرنیو اډو پرضد د ملي یووالي جبهې د اجرایه شورا غړی وم او یم. او موږ دا ږغ ډیر پخوا اوچت کړی. بل داچې ستاسي (شهادت پاڼې) په ارشیف کې به هم زما لیکني موجودي وي ، نور نو زیات تفصیل ته اړتیا نشته.

د اشرف غني استقبال چې هر ډول وو، هغسي به وي، خو دلته ویل کیږي چې ولسمشر ته ډیرې مشورې بي بي ګله ورکوي او بي بي ګله وایې چې :«مجاهدین او ګلبدین حکمتیار عمر پایته رسېدلی دی او بوډا شوي دي. که دوی غواړي چې خپل پاتې عمر د خپل زیږیدو ځای کې تېر کړي نو باید چې اجازه ورکړل شي او ورته شرطونه کېښودل شي. له دغو کسانو سره خبرې اترې نه کېږي. دغه کسان په رسنیو کې ډېرې خبرې کوي؛ ځکه چې په څنډه کې دي او پرېکړه نه شي کولی.»

زما دلیکني ځینې برخې يې دروغ ګڼلي:

((۱ـ مطمین وایی: طالبانو لاهم کابل نه وو نیولی، په پېښور کې د طالبانو او دهغه وخت هم اهنګي شورا (اسلامي حزب، د استاد مزاري ډله، د دوستم د جنبش ګوند) تر منځ د یو دریځ پر سر خبرې رواني وي.

له څو ورځو خبرو وروسته پر سبا به پریکړه لیک اعلانیدی او جهتونو به هوکړه لیک لاسلیک کاوی، چې د اسلامي حزب استازي قطب الدین هلال ته د ښاغلي حکمتیار له لوري پېغام ورسید چې له طالبانو سره هوکړه لیک لاسلیک نه شي او نه هم د مذاکراتو وروستی پړاو رسمي اعلان شي

دا خبره په بشپړه توګه غلطه ده، طالبانو حزب اسلامی سره هیڅ پریکړه لیک نه لاسلیک کړی او نه حتی خبرو ته تیار ول، هغوی هغه مهال همغه خبره کوله چی اوس یی کوی، یعنی بیعت وکړی او بیا چی هرڅه کوی همغه وکړی!!!که مطمئن سره په دی اړه څه وی موږ ته یی ښکاره کړی.او که نه وی دروغ یی ویلی بښنه دی وغواړی.))

نږدې دوه کلونه مخکې موږ (انجنیر احمدشاه احمدزی، دکتور صفت الله قانت، وحید احمد مژده، حاجي فرید او زه) په څلورمه کارته کې له قدرمن قطب الدین هلال صاحب سره دهغه په حویلي کي ناست او مجلس مو درلود، د یادو ګردو کسانو په مخ کې هلال صاحب همدا خبرې وکړي.

بل ځای لیکل شوي چې  (جنرال مومن کمونست هم توره لونګی پر سر کړه او لوی مقام مو ورکړ او په آخره کی هم دوستم او هم مومن ستاسو زرګونه مجاهدین ووژل، خو تاسو په هغوی اعتماد کولی شوی نه پر حزب اسلامی، چی کله جمعیت مجبور شو حزب اسلامی هغوی سره لاسلیک وکړ.)

د جنرال مومن په نوم یو کمونسټ اړوند زما معلومات دادی چې هغه د استاد رباني د حکومت پر مهال د چورلکې لویدو پرمهال مړ شو، د هغه په قبر دوستم مزار جوړ کړی وو، بیا هغه مزار د چا لخوا ونړول شو؟؟؟

د ښاغلي حکمتیار صاحب د ناوخته ملاتړ له طالبانو اړوند ما ځکه ناوخته لیکلي چې که اسلامي حزب د احمدشاه مسعود پرځای  په خپل وخت کې له طالبانو سره ملګری شوی وای، ممکن ډیري ستونزي به ژر حل شوې وای.

لیکوال لیکي: (ده سوړنی خبری ډیری لیکلی له حوصلی وتلی خبر ده چی یو ماشوم په څیر فرد اوس په لیکنو پوه کړو.)

دلته نو زه څه نه لیکم، قضاوت ستاسي قدرمنو لوستونکو سره دی. زه حکم نه کوم چې څوک … دی.

لیکوال لیکي: (مطمئن يو مهال د حكمتيار صاحب لپاره ښه ښه خوبونه ليدل)

زه وایم چې ښاغلي حکمتیار صاحب ته درناوی لرم، هغه خوب چې ما ورته لیدلي هغه چیرته دی؟؟؟

(( په خپلي انټرنيټي پاڼي كي به ئې د ده په اړہ د نورو خوبونه هم ليكل، يو ځل ئې د خپل ملگري څلور خوبونه خپاره كړي وو))

زه تراوسه خپله انټرنیټي پاڼه نه لرم، هو څلور خوبونه مې د بل ملګري له خولي لیکلي وو چې هغه نشر شوي او ښاغلي حکمتیار صاحب په خپل کتاب (خوبونه او تعبیرونه) کې هم خپاره کړي.  د دوو تعبیر يې حکمتیار صاحب لیکلي چې سم نه دی، بل خوب چې تعبیر يې د ښاغلي حکمتیار صاحب په ګټه وو، هغه یې ویلي چې سم دی، او د څلورم خوب تعبیر حكمتيار صاحب په خپل كتاب (خوبونه او تعبيرونه) كي داسي كړى: دا خوب دومره څرگند دئ چي تعبير ته ضرورت نه لري، غر يعني له معنوي پلوه لوړ موقف، د رڼو اوبو چينه يعني د هدايت او معنوي ارزښتونو چينه، په داسي غرونو او لوړو كي اوسېدل چي رڼې اوبه تري راځي او خلك ترې استفاده كوي، او بيا همدا غر د جهاد د سنگر په توگه كارول واضح مطالب افاده كوي او ښيي چي د حزب هغه تگلاره او دريځ سم او جهادي دريځ وو، همداراز دا خوب يوه وړاندليدنه وه چي عملاً ئې تحقق وموند، دا دئ گورو چي جهاد ادامه لري.

زه هیڅ نه لیکم، یواځي داوایم، چې دغه تعبیر چې ښاغلي حکمتیار صاحب خپله کړی، اوس دده راتګ کابل ته ورسره سر خوري که نه؟؟؟

موږ انتظار وو چې د امام مهدي صاحب تر څنګ به یوځای قدرمن  حکمتیار صاحب د خراسان له غرونو څخه راڅرګند کیږي، اوس دوی وایې چې په کندهار یا کنړ او یا لوګر کې به راڅرګند شي.

په دي هیله چې زما سپیناوی د اسلامي حزب وروڼه پر ځان دروند تمام نه کړي، خپله انرژي او زما انرژي په داسي مسایلو کې ونه کارول شي، که صریح شخصیت وژنه ونه شي، زه به اړتیا ونه ګورم چې جوابیه لیکنه وکړم.

ولي یوه خبره واضح ده چې د قدرمن حکمتیار صاحب دغه ډول راتګ زما شخصي تحلیل دادی چې د افغانستان کشالې ستونزه نه حل کوي.

د یو هوسا او سولییز افغانستان په هیله

په شهادت پاڼه کې خپره شوې لیکنه  http://www.dailyshahadat.com/index.php/site/lekani_details/2026

زما پخواني خپره شوې لیکنه http://rohi.af/fullstory.php?id=45515