وقتی اختلال به قدرت تبدیل می‌شود: چه کسی پس از…

Wahidullah Noorzai Noorzai International Doctrine Academy (NIDA) مقدمه: هرمز؛ میدان سنجش قدرت،…

آلزایمر

آلزایمرم که بیدار می‌شود نمی‌دانم امروز، دیروز است! یا که دیروزم، فردا!!! به…

دوران خونین حفیظ‌الله امین و سرکوب رهبران حزب دموکراتیک خلق…

https://www.youtube.com/watch?v=pxhsNfqSXRE افغانستان پس از قیام ثور؛ دوران خونین حفیظ‌الله امین و…

افغانستان و بحران سیاست‌زدگی؛ جامعه‌ای گرفتار منازعه و محرومیت

 نویسنده: مهرالدین مشید سیاست‌زدگی در افغانستان؛ ریشه‌های ساختاری و پیامدهای انسانی سیاست…

نصیب الله سیماب

*** له پښتو ژبې او پښتني فرهنګ تکړه شاعر، ادبپوه، څېړونکی،…

دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

https://www.youtube.com/watch?v=2d326hWQtcQ&t=12s دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

از فرسایش دولت تا سرایت جنگ: زنجیرهٔ راهبردی بحران در…

Wahidullah Noorzai | Former Senior ANCOP/ANP Officer | Military and…

د سیستمونو ډولونه

نور محمد غفوری د سیستمونو د وېش عمده معیارونه سریزه په تېرو دوو…

سکوت پشتون‌ها در برابر طالبان؛ آتشی زیر خاکستر

 نویسنده: مهرالدین مشید تحلیلی دربارهٔ سکوت سیاسی، نارضایتی اجتماعی و امکان…

کابل چه زمانی می‌تواند ۹۹ درصد آب مورد نیاز خود…

نوشته : کریم پوپل مورخ ۲عقرب ۲۰۲۶ ** پیشنهاد کریم پوپل به…

ژورنالیست یا میکروفونِ خاموش؟

ژورنالیست واقعی نه سخنگوی قدرت، بلکه صدای مردم است؛ کسی…

فوتوریسم ادبی؛ میان توفان انقلاب و هورای فاشیسم

Futurism.   آرام بختیاری فوتوریسم؛ جنبشی ادبی هنری، آینده گرا اعتراضی، و شورشی…

انسان؛ در جست ‌وجوی خویشتن (1)

تهیه و تدوین : فرشید یاسائی پیشگفتار : انسان از نخستین…

انوره دو بالزاک

هغه د (۱۹)مې پېړۍ د فرانسوي ادبیاتو د مخکښانو په…

سیستم څنګه کار کوي؟

نور محمد غفوری د سیستم د فعالیت څرنګوالی - دوهمه برخه سریزه په…

طالبان، تی‌تی‌پی و چرخش به سوی هند؛ رمز یک رقابت…

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از پرسش‌های مهم و پیچیده در تحولات…

میدان، فشار و خطای پیروزی: چه زمانی هزینه به قدرت…

Wahidullah Noorzai | Noorzai International Doctrine Academy (NIDA) تز مقاله در منازعات…

سیستم څه ته وایي؟

نور محمد غفوری سریزه سیستم (System) د انسان د ژوند، طبیعت، ټولنې،…

آیا زمان همگرایی نیروهای سیاسی افغانستان فرا نرسیده است؟

 نویسنده: مهرالدین مشید از راست و چپ تا طالبان؛ ضرورت توافق…

آته ایسم؛ ضرورت انقلاب و روشنگری است؟

Atheism: خدا ناوری  آرام بختیاری 2600 سال بحث و جدل خونین؛ آته…

«
»

له ځنډ وروسته د کابل ــ ډیلي اړیکو نوی رنګ

په دې وروستیو کې، کابل او ډهلی د اړیکو له نسبي ځنډ وروسته یو نوي او متفاوت پړاو ته داخل شوي او په دې ترڅ کې د هند صدراعظم نرندا مودي پریکړه کړې چې په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته سفر وکړي. کابل ته د هند د صدراعظم سفر له لسیزو وروسته نوی ګام دی، چې فکر کېږي، دهندوستان حاکم ګوند غواړي د من موهن سنګ د تګلارې خلاف په جراًت سره له افغانستان سره د اړیکو پاللو لاره خپله کړي. تر اوسه د دغه سفر وخت په دقیقه توګه ندی ټاکل شوی. نریدرا مودي په داسې حال کې کابل ته راځي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر ډیلي ته دوه ورځنی سفر درلود او د هند د ملي امنیت له سلاکارسره له لیدنې علاوه له نورو هندي نظامي چارواکو سره یې ولیدل او د افغانستان د نظامي ځواکونو د تجهیز او اکمال په برخه کې یې ددغه هېواد توجه وغوښته. په دغه سفر کې اتمر له هند سره د دریو هلیکوپترو د قرارداد پرسر خبرې وروستۍ کړې او له افغان ځواکونو سره یې دهند مرسته ځکه ضروري وګڼله چې وسله وال یاغیان پرافغانستان سربیره دسیمې نورو هېوادونو ته په چټکۍ د پراخیدو په لټه کې دي.

نوي ډیلي ته د افغانستان د ملي امینت د شورا سلاکار حنیف اتمر سفر ډیر ګټور و، یوه ښکاره ګټه خو یې دا شوه چې په سیمه کې د افغانستان لپاره د سیالو هیوادونو تر منځ یې سیالي رامنتځته کړه لکه په وروستیو کې افغانستان له روسیي؛ چین او هند سره اړیکې ټینګې کړې او په کې یادو هیوادونو له افغانستان سره د یو شمیر نظامي مرستو ژمنه هم وکړه لکه د روسیي څخه د سپکو او درنو وسلو د ژمنې اخیستل او له هند څخه د جنګي څرخکو د اخیستلو ژمنه. له افغانستان سره دغه د سيمې د لویو قدرتونو ژمنې ددې سبب شوې چې په افغانستان کې ښکیل سیال هیوادونه دلته د خپل سیاسي نفوذ پراختیا په فکر کې شي. په دې لړ کې دا دی اوس امریکا هم له افغانستان سره د جنګي الوتکو د ورکړې ژمنه کړې ده.

بل پلو لکه څرنګه چې کلونه کیږي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې په یو حالت سالمې نه دي پاتې. کله یې اړیکې تر منځ خوږې او کله ترخې شي، د پاکستان د دوه مخي سیاست له امله ډیری وختونه دغه هیواد ته د دښمن په سترګه کتل شوي دي. ځکه پاکستان تر هغه وروسته چې د طالبانو د رژیم یو پیاوړی ملاتړی و، پر افغانستان د امریکا او ملګرو تر برید وروسته یې په افغانستان کې خپلو ستراتيژیکو موخو د تر لاسه کولو لپاره له طالبانو د نیابتیانو کار اخیستی او لا هم دا چاره په مخ بیایي. د پاکستان په اړه په وار وار داسي شواهد وړاندي شوي چې ګڼي په افغانستان کې د ټولې جګړې جرړې د ډيورنډ کرښې ها خوا دي. هند ته د افغانستان د ملي  امنیت د شورا سلاکار حنیف اتمر د سفر بله ګټه دا شوه چې په پاکستان هم افغان دولت یو ډول سیاسي فشار راوړ چې نور له خپل دوه مخي سیاسته لاس واخلي کنې افغانستان به د پاکستان د غوښتنې خلاف؛ هندوستان ته ځان نږدې کړي. په پاکستان دغه فشار کولی شي چې دغه هیواد د افغانستان لپاره په خپل سیاست کې یو اندازه تغیر راولي.

له ډیلي سره د کابل د اړیکو بیا غښتلتیا له هغه وروسته ترسره کیږي،‌ چې په افغانستان کې ګډ حکومت یو کال له پاکستان سره د طالبانو پرسر د سولې لپاره هر راز هڅې جاري وساتلې،‌ خو په وروستیو کې د ګډ حکومت شریکان په دې پوه شول چې پاکستان د طالبانو د مهار کولو او د سولې میز ته کینولو ته لیواله ندی.

افغانستان تل د پاکستان د شومو موخو او ناوړې ارادې ښکار شوی دی. په تېرو څو لسیزو کې دغه هیواد په افغانستان کې مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه یو خطرناک سیاست مخ ته وړی دی. د دې سیاست ګټه که نورو استخباراتي کړیو یا پاکستان پورته کړې، خو زیان یې افغانستان لیدلی دی. بل پلو د ګډ حکومت په لمړیو کې پاکستان ته د افغانستان نږدیوالی ددې سبب شو چې هند له دې وضعیته اندېښمن شي. د هند دا اندېښنې هغه مهال په ډاګه شوې، چې هندي چارواکیو په افغانستان کې په اوږدمهاله او بنسټيزو پروژو کې له پانګونې ډډه وکړه. نو په ډاګه ویلی شو چې د هند د دې اندېښنو د لرې کولو او کمولو لپاره دغه هیواد ته د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر سفر او په مقابل کې یې کابل ته د هند د صدراعظم نریندار مودي ډیر ګټور دی.

همدا راز په عین وخت کې یو بل حقیقت دا هم دی چې له هندوستان سره د افغانستان د اړیکو نږدې والی به پاکستان په ژوره توګه اندیښمن کړي او د افغانستان سیاست او افغان دولت به یو ځل بیا د پاکستان تر سختو نیوکو لاندې راشي.

لیکنه : خوشحال آصفی