جامعه دین زده چگونه است؟

عبارت از جامعه می باشد٬ که دیندار از دین٬ چون…

نوای خلقِ غمدیدهء بغلان!

امین الله مفکر امینی       2024-13-05 آسمـان گرفته سخت برما، زمیــــن از سوی…

تنهایی و غربت شناخت نامه ی تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دیگری از تنهایی و غربت روایت تبعید یعنی…

دست یاری 

بر بلای سیل بغلان مبتلا است  ساکنان اش زین مصیبت در…

تجلیل از روزمادردرکشورشاهی هالند

بتاریخ 12می سالجاری درشهرارنهم کشورشاهی هالند محفل باشکوهی ازسوی شوراي…

بجنبید ایکه خود ها، حامییان حقوق بشرخوانید!

امین الله مفکر امینی       2014-13-05! ندانم چطور گویم ویا به تصویر کشمدردوناله…

اینجا بغلان است، آدمیت را سیل برده است!

سیامک بهاری “ما نه غذا داریم، نه آب آشامیدنی، نه سرپناه،…

خشم سیلاب

رسول پویان خانه و باغ و زمین و روستا ویران گشت خـشـم…

 قاضی ی شهر شرف

محمد عالم افتخار مال تاجـر غرق دریا گشـته بود تاجر آنجا محوِ…

خیزش های مردمی نشانه های شکست طلسم وحشت طالبانی

نویسنده: مهرالدین مشید تبعیض، حرمت شکنی و استبداد کار نامه ی…

مادر

ای مادر من فرخ و آباد بمانی پر خنده به لب…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

انتظارم، بوی سیگارهای زر گرفته... و روزهای تلخِ نیمه سوخته میان بغض خاموشت…

جنگ قدرت ها

رسول پویان جنگ قـدرت ها دل زخمین وخونین آورد جـای صلح و…

افراطیت پادزهر خیانت رهبران اسلام سیاسی و یا شکست مبارزات…

نویسنده: مهرالدین مشید علل و عوامل یا چگونگی و چیستی باز…

زبان آریایی یا آریویی چی شد؟

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ——————————— زبان بازتاب خرد آدمی است و انسان…

تعامل 

نور محمد غفوری از چندی به اینطرف در مکالمات و نوشتار…

جمال غمبار

آقای "جمال غمبار"، (به کُردی: جەمال غەمبار) شاعر و نویسنده‌ی…

چین کاوشگری به نیمه تاریک ماه فرستاد

منبع تصویر، GETTY IMAGES ۱۴ اردیبهشت ۱۴۰۳ - ۳ مه ۲۰۲۴ آژانس فضایی…

        تقدیم به ستره محکمه امارت اسلامی افغانستان

معروضه محمد عالم افتخار ولد محمد قاسم دارنده تذکره تابعیت 1401100148058   حضور…

حاکمیت طالبان؛ افزایش بحران و تکانه های بی ثباتی ملی…

نویسنده: مهرالدین مشید استبداد و تبعیض طالبان و به صدا درآمدن…

«
»

له افغانستان سره د هند مرستې او د پاکستان په کولمو درد

Foto in bericht weergeven

که څه هم وړاندې هم په بار بار ويل شوي چې له افغانستان سره د پاکستان د دښمنۍ سرچينه د کابل او اسلام آباد له نيږدې اړيکو پيل شوې خو په تازه کې يو ځل بيا پاکستان په  همدې واقعيت اعتراف کړی دی. د پاکستان لومړی وزير چې د ملګرو ملتونو په ۷۲ غونډې کې د ګډون په موخه نيويارک ته تللی ويلي؛ دوی په افغانستان کې د هند هیڅ راز سیاسي او پوځي رول نه مني. خاقان عباسي ويلي «موږ په افغانستان کې د هند لپاره هیڅ سیاسي یا پوځي رول نه شو اټکلولی. فکر کوم دا به یوازې حالات نور هم پېچلي کړي او هیڅ شی به حل نه کړي. نو که دوی (هند) غواړي چې اقتصادي کومک وکړي، موږ ورسره مخالفت نه لرو، خو موږ په افغانستان کې د هند لپاره هیڅ راز سیاسي یا پوځي رول منلی نه شو.»

په افغانستان کې د هند د نظامي حضور سره د پاکستان مخالفت يو ځل بيا په داسې مهال راپورته کيږي چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان لپاره تازه اعلان شوې ستراتيژي، له افغانستان سره د هندوستان د اقتصادي، سياسي او نظامي مرستو او پر پاکستان د فشارونو له مخې ترتيب کړې ده. د افغانستان او سيمي لپاره د امريکا د نوې ستراتيژۍ له مخې هندوستان په نظامي، اقتصادي او سياسي برخه کې د پام وړ رول لوبوي او ټاکل شوې چې دغه هيواد په نېږدې راتلونکې کې له افغانستان سره د پوځي تجهيزاتو مرسته وکړي.

له افغانستان سره د هندوستان په نېږدې او دوستانه اړيکو له امله د پاکستان زړه خوږدی او ګېډه درد لومړی ځل نه دی بلکې له دې وړاندې بيلابيلو پاکستانيو چارواکو ويلي چې په افغانستان کې د هندوستان پراخ حضور ورته د منلو وړ نه دی. د پاکستان کودتايې ولسمشر پروېز مشرف په ځلونو ويلي چې د ولسمشر کرزي پر مهال افغانستان له هندوستان سره ډير نيږدې شوی و او دوی ته د د منلو وړ نه و هماغه و چې د هماغه مهال د افغان حکومت د نړولو او تضعيف لپاره له وسله والو طالبانو سره مرستې کولې.

دا يو ستر حقيقت دی چې پاکستان د کابل ـ ډهلي له نيږدې اړيکو ډير کړيږي او د دغو اړيکو د پرې کولو لپاره يې هر راز هڅې هم کړي، خو دا هم بايد له ياده ونه ايستل شي چې پاکستان دا هر څه پخپله کړي دي. که نن کابل له ډهلي سره نيږدې اړيکې لري او له اسلام آباده بيزاره دی؛ دا هر څه پخپله د پاکستان د منافقانه سياست پايله ده. ځکه چې پاکستان تل د افغانستان په بربادۍ او هندوستان يې په بيارغاونه کې خپلې ګټې لټولي دي.

هندوستان راته پل، ښوونځی، سړک او روغتون جوړ کړي خو پاکستان سره له دې چې په بيارغاونه کې يې مرسته نه ده کړې؛ برعکس يې راته جوړ شوي ښوونځي، روغتونونه، او سړکونه د طالبانو په لاس په بمونو الوځولي دي. هندوستان نه يواځې دا چې د افغانستان په بهرني سياست کې پراخ رول ګټلی دی بلکې د افغانانو زړونه يې هم ګټلي دي خو پاکستان برعکس هم په بهرني سياست کې خپل ځای له لاسه ورکړی او هم يې د افغانانو په زړونو کې د دوی لپاره کينه او بدبيني کرلې ده.

افغان دولت له پاکستان او هندوستان سره په اړیکو ساتلو کې تل د پاڼ او پړانګ تر منځ پاتې شوی دی. کله افغان دولت هندوستان ته ډير نيږدې شوی او کله برعکس د پاکستان سره نيږدې پاتې شوی دی. هر هیواد دا لټه کوي تر څو خپلې ملي ګټې خوندي وساتي او خپل ملي قدرت او پياوړتیا په نړیوال نظام کې وښيي. همداراز د خپل بهرني سیاست او بهرنیو اړیکو څخه له نورو هیوادونو او دولتونو سره خپلو ملي موخو ته ورسیږي. په همدې خاطر هر هیواد کوښښ کوي څو له خپل ځان سره یو ستراتیژيک، پياوړی اقتصادي او نظامي پارټنر له ځان سره ولري تر څو خپلو ملي ګټو او موخو ته ورسیږي.

افغانستان باید له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو سره ښه بهرنۍ پالیسي پر مخ یوسي. د ګاونډیو سره د اړیکو په پراخوالي کې هم باید د یاد هیواد سره د اړیکو مخینې ته پام وشي او د پخوانیو اړیکو سره د عبرت په توګه باید استفاده وشي. پاکستان په افغانستان کې د هندوستان د نفوذ مخه نيسي او افغانستان باید دا حقیقت له پامه ونه غورځوي. اړینه ده چې افغان حکومت بايد يوه داسې جامع بهرنۍ سياسي تګ‌لاره ، سياست او پاليسي جوړه کړي، چې هم يې له بهرنيو په ځانګړي ډول له ګاونډيو هېوادونو سره اړيكي ساتلې وي او هم يې په کور دننه د ګډوډيو او ناکراريو مخه نيولې وي.

لیکنه : خوشحال آصفي