زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

«
»

قندهار نظامي سقوط نه دی کړی، سیاسي سقوط یې کړی!

نور محمد غفوری

دا چې په کمه موده کې د قندهار تر لسو زیاتې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې، د قندهار د برحاله والي په قول، طالبانو په زور او جګړه نه دي نیولې، بلکې د هغو کسانو لخوا په تلفوني تماسونو تسلیم شوې چې په کابل کې ناست دي او په یوه تلفوني تماس «پنځوس – پنځوس پوستې» طالبانو ته تسلیموي.  

د قندهار ولایت محترم والی صاحب دا خبرې د جولای د میاشتې په ۱۷مه نېټه په هغه مطبوعاتی کنفرانس کې کوي چې تر څنګ یې د کورنیو چارو وزارت لوی امنیتي معین، د کوماندو قوماندان او نور مهم کسان هم ناست دی. د والي صاحب روح الله خانزاده دا خبرې د طالبانو د قطر د ویاند ډاکټر محمد نعیم وردګ له هغو خبرو سره جوړې راځي چې ويلی یې دي چې طالبانو جګړه هومره نه ده تیزه کړې چې په کم وخت کې تر سلو زیاتې ولسوالۍ ونیسي، د هیوا په شمال او نورو برخو کې پرتې پوستې او ولسوالۍ یې په زور او جنګ نه دي نیولې، بلکې دولتي ارګانونه او نظامیان پخپله خوښه او بې له جګړو ورته تسلیم شوې دي. 

محترم والي صاحب دا هم یادوي چې د قندهار ولس دا اتلس کاله خپلو دولتی «مشرانو په سر وهلي»، خو دی خپلو خلکو ته اطمینان ورکوي چې اوس یې امنیتي قواوې د «سر، مال او ناموس دفاع او د خاورې ساتلو ته آماده دي.» د قندهار له ټولو مشرانو ګیله کوي «چې په کابل کې ناست دي او د دولت مشرانو ته غلط ذهن ورکوي»، د خپل نفوذ  په اړه ورته غلط او غولوونکي خبرونه او اعداد وړاندې کوي او په مقابل کې یې د چوکیو او امتیازاتو غوښتنه کوي. خو دادي پنځه – شپږ ورځې کيږي چې د کورنیو چارو لوی امنیتي معین د ولسمشر په مستقیم هدایت قندهار ته د وضعیت د ارزونې او تحلیل په خاطر راغلی دی، ولې عملا د «خپل ملت ساتنې ته هيڅوک» او يو ولایتي «مشر هم نه حاضریږي» او لیدو ته یې نه راځي. دوی «خالي د چوکۍ ساتلو ته حاضر» دي، له عملي او رښتینې کارڅخه ځانونه وباسي. دی د قندهار ټول ملت ته وايي چې دا د قندهار «مشران» «اوس هم هره ورځ په ارګ کې زورونه وهي» او «د ملت له غوښو او وینو څخه ځانونه اوبوي». د قندهار محترم والی وايي چې د تیرو اتلسو کالو د واکمنانو د چور او فریبکاریو په اړه ډیر ثبوتونه لري چې تر اوسه یې نه دي رسوا کړي، خو خلکو ته وعده ورکوي چې تر لوی اختر وروسته به یې ملت ته افشأ او د فسادونو اته لس کلنې دوسیې به یې راپورته کړي. دی په تکرار دا وايي چې «کندهار نظامي سقوط نه دی کړی، کندهار سیاسي سقوط کړی دی. د ځینو مشرانو په یوه یوه تلفون باندې یې سربسته سربسته ولسوالۍ ايله کړي دي. که دا نظامي سقوط وای، په یوه ولسوالۍ کې خو به یو شهید او يو زخمي ‍شوی وای، بیا به یې (ولسوالۍ) ور ایله کولي». چې نه په یوه ولسوالۍ کې يو زخمي او نه یو شهید شوی وي، مانا داچې هيڅ جګړه نه ده شوې او نظامي پوستې او ولسوالي پريښودل شوې دي. «په زرو زرو عسکر تللي دي پخپلو کورو کښیناستلي دي.» محترم خانزاده وايي چې ده ته «داسې ځایونه ورمعلوم دي چې څلور ورځې کيږي چې ایله شوي، خو طالبان لا تر اوسه هم نه دی ورغلي.» 

دی په جهر وايي چې د قندهار ادارې په قومي بنسټ راجوړې دي او سره د ډیرو وړانديزونو چې په تیرو کالونو کې لوړو مقاماتو ته شوي چې باید دولتي او خصوصا نظامی ادارې له قومي اړیکو او د قومي سوداګرو له نفوذه راوباسي، خو دا کار لا نه دی عملي شوي. تر اوسه پورې دولتي ملکي او نظامي ادارې د اڅکزیو، نورزیو، احمدزیو او نورو په قومي تړاو جوړې دي او په ځينو غټانو پورې تړلې او د غټانو تر تاثیر لاندې دي. اوس د همدې پوستو او ولسوالیو پرسونل چې د ځینو غټانو تر تاثیر لاندې وې، د هغوی د یوه تلفون په واسطه «ولاړل او په کور کښیناستل» او د کندهار ښار او دا بیچاره ولس یې په همداسې جنجال کې واچاوه چې جنګ د ښار دروازو ته رارسیدلی دی. 

محترم خانزاده صاحب وايي چې په تیرو «اتلسو کالو کې زموږ مشرانو هغه پیسې وړې دي چې د کونډو او یتیمانو له پاره راځي… په سلهاوو ميلیونه یې وړې دي». دی په زغرده وايي چې په تیرو کلونو کې ددې ښار او ولایت «واکمنانو د خلکو وينه چښلې ده» 

د قندهار د مهم ولایت د محترم والی صاحب – روح الله خانزاده په جرئت سره پخپل مطبوعاتی کنفرانس کې څو په زړه پورې ټکي یادوي او په برملا توګه یې له خپل ولس او خلکو سره شریکوي. اوس د ولس دنده ده چې ددې واقعیتونو له په نظر کې نیولو سره له بحران څخه د هیواد د خلاصون، خپل مستقبل، د خپل ټولنیز پیوستون او اتفاق له پاره څه تدابیر نیسي؟ 

طالبانو ته پخپل سر او سمه رضا د دولتي ملکي او نظامي پرسونل تسلیمي دا جوتوي چې دولت خپل پرسونل تر خپل څنګ نه شي ساتلای، ترې تښتي. دا ملت ته څرګندوي چې د هیواد سیاسي واکمنان ضعیف دي، ضُعف یوازې د وسله والو ځواکونو په لیکو کې نه، بلکې د هیواد په کچه په سیاسي طرحو او دولتي رهبرۍ کې دې. هغه واکمنان چې خپل لوړپوړي سیاسي ملګري او د امتیازاتو هغه شریکان چې دا شل کاله له یوې چوکۍ څخه بلې او له بلې څخه بلې ته بدلیږي، له ځان سره نه شي ساتلای، نو ولس به څنګه تر خپل څنګ وساتي؟ 

د والي صاحب له خبرو ښکاري چې له پخوا څخه د خاینانو د خیانت اسناد لري، خو لا تر اوسه یې نه دي افشأ کړي، محکمه او جزا ورکول خو یې بیخي یوې خواته پریږده. دی وایي چې که هغوی دده د فعالیت مخه ډب او په وړاندې اقدام وکړي، بیا به یې د فساد او خیانت اسناد افشأ او دوسیې به یې راوسپړي. والي صاحب هم لکه د ډیرو نورو لوړپوړو دولتي چارواکو په شان خاینان د خیانت په دوسیو او شواهدو تهدیدوي چې دده د فعالیت په وړاندې چوپه خوله پاته شي، حرکت ونکړي.  دا يو ډول د برمته نیولو غلط حکومتي اصل دی چې په دا شلو کالو کې د افغانستان په لوړو ادارو کې چليږي او بیلګې یې ډیرې دي.

له نظامي پوستو او ولسوالیو د زرګونو سربازانو تيښته او په کور ناستی ددې معنا لري چې په دولت کې دا انرژی او ظرفیت نشته چي خپل پرسونل له ځانه سره وساتي او چې حکومت له ولسونو پردی دی. د دولت او خلکو ترمنځ فاصله او د دولتي واکمنانو په وړاندې د خلکو کرکه له همدې ځایه قیاس کیدلای شي. همدا ډول عملونه په نورو ولایتونو کې هم شوی دي.

د محترم خانزاده صاحب د خبرو او شکایت سره سم د دولت او حکومت جوړښت د شلو کالو نړیوالو مرستو او نظامي حضور سره سره قومي، بې قانونه او غیر مدني دی. دا د يوه لوړپوړي دولتي چارواکي له خولې اعتراف او سند دی چې د شلو کالو دولتی او سیاسی رهبران د نړیوالو له بې حسابه مالی او د ناتو له بې مثاله پوځي مرستو سره سره نه دي توانیدلي چې د قومی تجارانو او سیمه ایزو قوماندانانو سلطې ته خاتمه ورکړي. اوس چې دولت او حکومت او د هیواد شل کلن واکمنان په سختو داخلي شرایطو او نړیواله انزوا کې قرر لري، څنګه به وکولای شي چې د ښې او پر قانون ولاړې حکومتولۍ له پاره بریالی کار وکړي؟ 

 د محترم والي صاحب له خبرو ښکاري او د خلکو دا نيوکې او تشویشونه تائیدوي چې په دولتي لوړو پوستو کې لا تر اوسه داسې ځواکمن، واکمن او ارګ او سپیدار ته د اعتبار وړ کسان شته چې له وسله والو طالبانو سره ډیرې نږدې اړيکې لري او په یوه تلفون یې (پنځوس – پنځوس پوستې) او بشپړې ولسوالۍ دښمن ته تسلیمیږي. دا کسان د دولتي مقام او اوتوريتې څخه په استفاده په ښارونو او کلیو کې په دولتي پرسونل هومره زیات نفوذ لري چې په یوه تلفوني تماس یې ځوانان دولتي دندې، رتبې او معاش پریږدي، په کورکې بیکاره کښيني او یا د دولت له دښمنانو سره يوځای کيږي. 

د والي صاحب څو لنډې سپینې خبرې چې د دولت ماهیت او په ټولنه کې موجود حقایق څرګندوي، له ټولو افغانانو سره دا سوال هم پیدا کوي چې په دې اوسني سیاسي ليډرشیپ او حکومتي دستګاه د جمهوري دموکراتیک نظام د ساتلو، د سولې او ټولنیز عدالت د پلي کولو، زموږ د وسله والو ځواکونو د حمایت او له دې پیچلي بحران څخه د هیواد د خلاصون باور څوک او څنګه کولای شي؟ آیا دا سمه ده چې د سولې، آزادۍ، دموکراسۍ، ټولنیز پیوستون او د مدون اساسي قانون پر بنسټ ولاړ جمهوریت د ساتلو د دندو په اجرا کې  په همدې ليډرشیپ باور وشي او یا ملت د خپل مستقبل له پاره کومه بله چاره وسنجوي؟ 

نور محمد غفوري

18.07.2021