چرا اخلاق در همه‌ عرصه‌های زنده‌گی میان بیش‌ترین بشرِ قرنِ…

اخلاق‌نگری به سیاست‌مدارانِ بد اخلاق: مورد ترامپ محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مکتب-دینی فلسفی من…

برابری حقوی + استعداد ذاتی = شایسته سالاری...!

انسان ها٬ نظر به توانایی های ذاتی برابر آفریده نشده اند.…

مرغ رویا  

رسول پویان  مسوزان بال پـرواز پرستـوهـای زیبا را   میفگـن در قفسهای طلایی…

تعامل که انزوا؟

نور محمد غفوري په نړیوالو اړیکو کې د هېوادونو برخلیک د…

از کابل تا دیاسپورا؛ روایتی از هفت خوان رنج های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ در گره گاۀ تروریسم و مردم این…

هویت و عوامل تعیین‌کننده آن: بررسی علمی و تحقیقاتی

نور محمد غفوری خلاصه هویت یکی از مفاهیم بنیادین علوم اجتماعی و…

نقد متافیزیک؛ شرط انقلابی بودن،شد

Metaphisik. آرام بختیاری متافیزیک؛ میان الاهیات، و هستی شناسی توهمی.   آغاز بحث متافیزیک…

جهان در آستانهٔ زوال دموکراسی

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی اتحاد جماهیر شوروی در سال ۱۹۹۱ نقطهٔ…

اتحاد 

تابکی در رنج  و دوری ها ستیم موج  نا  پید ا…

نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

                یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                               (قسمت سوم…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

گاهی اتفاقی ستاره‌ای  در دفترم چشم باز می‌کند ولی، من هنوز به آفتاب نقش…

ترور عروس خدا، توسط پدران مقدس!

Hypatia(355-415م ). ترور دختر خدا، توسط پدران مقدس! آرام بختیاری نبرد مکتب و…

مخالفان پراکنده، بازیگران متحد؛ مدیریت خلای سیاست در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید اردوگاۀ از هم گسخته؛ فرصتی برای مانورهای منطقه…

«
»

عُمر؛ چې عمر يې د نورو د عمر قرباني کړ

دا خاوره افغاني ده غيرتي او تل يې غيرتي او سرښندونکي بچيان زيږولي دي. د تاریخ پاڼې ګواه دي چې په افغان خاورې ډېرې ککرۍ د ولس د ژوند ژغورلو لپاره قرباني شوي دي. د همدغو ککريو له جملې يوه يې د ملي اردو د سرتيري محمد عمر ککرۍ وه چې د حبل الوطن من الایمان له مخې يې خپل ژوند د هيوادوالو د ژوند ژغورنې په پار قرباني کړ. د تېرې د يکشنبې په ماښام يو ناترڅه بې وجدانه او وحشي ځان وژونکی نمرودي بریدګر غوښتل‌ د ننګرهار ولايت د بهسودو پُل ته نږدې د ملي اردو د پلټنې مرکز سره ځان ته چاودنه ورکړي او بېګناه افغانان يو ځل بيا د غم په ټغر کېنوي، خو د محمد عمر په نوم د ملي اردو سرتېری او د وطن اصلي بچی پرې پوه شوی او په غېږ کې يې د خلکو له ګڼې ګوڼې لیرې کړی.

بريدګر ډېره هڅه کړې چې د عمر له عمري منګولو ځان خلاص کړي او د خلکو په منځ کې ځان ته چاونه ورکړي خو محمد عمر په خپل غېږ کې داسې کلک نيولی چې بريدګر د ځان له چولو بله چاره نه درلوده. ځانمرګي ډېره هڅه وکړه چې ځان د ملي اردو مرکز ته ورسوي په او په منځ کې يې ځانته چاودنه ورکړي خو کله چې له ډيرې خوارۍ وروسته پوهيږې چې د محمد عمر له منګولو يې خلاصون نشته او په خپل شوم پلان کې پاتې راځي نو اړ کيږي او د محمد عمر په معصومه غېږه کې ځان ته چاودنه ورکوي او هم خپله هلاک کيږي او هم محمد عمر ته د شهادت جام ورکوي.

محمد عمر خپل ژوند د ولس لپاره قرباني کوي او خلکو ته يو ځل بيا ثابتوي چې د ملي اردو هر سرتيری د خلکو د ژوند ساتونکي او خپلې خاورې او ولس لپاره قرباني ورکوونکی دی. محمد عمر يواځې د ځان قرباني نه ده ورکړې بلکې ځانمرګي ته په غېږ ورکولو سره د خپلې ځوانې ناوې، خپلو بچيانو او خپلې بوډۍ مور د هيلو قرباني هم ورکړې ده. له محمد عمر ځوانیمرګ څخه ځوانه مېرمنه کونډه او څو معصوم ماشومان يتیمان پاتې کيږي خو نه پريږدي چې د هيواد نورې په لسګونو ناوې کونډې او بچیان يې يتیمان شي.

دا يواځې محمد عمر ځوانیمرګ نه دی چې په خپل ولس او خپلې خاورې ځان قربانوي بلکې افغان امنيتي سرتيري ټول د مېړانې او شجاعت سمبولونه دي. هر سرتيری مو د ولس، خاورې او ملي نواميسو ساتونکی او مدافع دی. که ملي اردو کې دي، که په ملي پوليسو کې دي، که په سرحدي پوليسو کې دي، که په ملي امنيت ځواکونو کې دي او که په کومانډو ځواکونو کې دي، ټول سرتيري مو د خاورې ساتونکي، د ولس مدافعین او د نواميسو ساتونکي دي.

له محمد عمر ځوانيمرګ ايله څو ورځې وړاندې په ننګرهار کې د ملي اردو يو بل سرتيري هم ورته کارنامه کړې او د قابلو په مرکز د ترهګرو په بريد کې يې په دغه مرکز کې بند پاتې نورو سرتيرو او خلکو ته نجات ورکړ. شهید حاجی اکبر درزیابي د څلورمې پلی لوا د سقیله د شپږم کنډک قوماندان وو ، چې دوه اونۍ وړاندې يې په جلال اباد ښار کې د عامې روغتیا ریاست اړوند د قابله ګانو د روزنې پر یوه مرکز باندې برید کې بند پاتې سرتېرو ژوند وژغوره او په خپله يې د شهادت جام وڅکلو.

همداشان کابو درې کاله وړاندې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ د سرحدي پولیسو افسر د دوهم ساتمن نجیب الله هم د ولس او خپلې خاورې څخه په دفاع کې د شهادت جام وڅکلو. شهيد نجيب الله هغه مهال د پاکستاني پوځیانو له لوري شهيد شو چې ده او ملګرو یې پاکستاني پوځیان پرې نښوول چې د افغانستان په خاوره کې پوسته جوړه کړي. د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې پاکستاني ملېشو غوښتل چې د طالبانو ملاتړ وکړي او دغلته په افغان خاوره کې پوستې جوړې کړي، خو د افغان سرحدي ځواکونو له چټک غبرگون سره مخ شول چې په پېښه کې اته پاکستاني امنیتي ځواکونه هلاک او د افغان لوري لخوا نجیب الله هم د شهادت جام وڅکلو.

ورته يوه پېښه کابو شپږ کاله وړاندې د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ صفري نقطه کې هم رامنځته شوې وه چې په کې پاکستاني ملېشو غوښتل کې په صفري نقطه کې پوستې جوړې کړي خو د سرحدي پوليسو اتل سرتيري محمد قاسم پرېنښودل او بريد يې پرې وکړ چې په پايله کې يې محمد قاسم له دنيا سترګې پټې او د شهادت جام يې وڅکلو.

دا بېلګې مې د دې لپاره يادې کړې چې د افغانستان ملي امنيتي سرتيرو فرد د هيواد دوستۍ حس لري، په وطن مين دی او د خپلې خاورې او ولس په خاطرې هر راز قربانۍ ته چمتو دی. هر يو يې په خپل ذات کې یو اتل د دې خاورې اصلي بچی دی. حکومت دې هم د دغو اتلانو د کورنيو ژوند، او يتیمانو خيال وساتي او کورنۍ ته دې د دې احساس نه ورکوي چې د خپل شهيد زوی، ورور او مېړه په شهادت پښېماني وکړي. حکومت مو بايد د غو ټولو شهيدانو کورنیو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او هر ډول مرستو ته چې اړتیا لري ورڅخه دې نه سپموي.

لیکنه : خوشحال آصفي