پس از پنج سال؛ آغاز شمارش معکوس برای پایان یک…

نویسنده: مهرالدین مشید پنج سال پس از بازگشت طالبان به قدرت،…

جوهر عشق

رسول پویان دلی از جـوهـر عشق آفریدند سری در پیکـر عشق آفریدند سفر…

۱۵ اگستروزی که نه‌تنها جمهوریت؛ بلکه رویاهای یک ملت فرو…

نویسنده: مهرالدین مشید ۱۵ اگست ۲۰۲۱ را نباید صرف به‌عنوان روز…

آیازبان پارسی گویشی مردم کابل و تهران  ویا گویش هزارگی …

نوشته: دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها برخی ماجراجویان…

آسیب شناسی  استقلال افغانستان آن در بعد های سیاسی، اقتصادی،…

نوشته از بصیر دهزاد   روابط بین المللی و تکنالوژی معاصر…

کمدی الاهی یا کمدی انسانی؟ بالزاک و دانته

Balzak, Honore de (1799- 1850) آرام بختیاری بلبشو و شهر فرنگ جامعه…

         پنجساله گی چیره گی تاریکی درافغانستان       

    نوشته ی :اسماعیل فروغی                                                            پنجسال ازفاجعه ی تسلیم دادن…

میرزا تورسون‌زاده شاعر صلح و دوستی تاجیکستان

 برگردان. رحیم کاکایی زویا عثمانووا میهن‌دوستی پرشور که هرگز چیزی را بر…

 افغانستان ؛ در چنبره افراطیت دینی و تندروی قومی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در طول تاریخ معاصر خود، به‌ویژه در…

از دیدگاه علم سیاست !

تلاش و سعی چه به شکل مسلحانه باشد یا غیر…

افغانستان در بن‌بست؛ راه‌های برون‌رفت و چشم‌انداز آیند

نویسنده: مهرالدین مشید فردای افغانستان و چگونگی عبور از وضعیت موجود در…

فرانس مهرینگ؛ تئوریسین ژورنالیست، ژورنالیست صاحبنظر

France Mehring (1846- 1919 ) آرام بختیاری مهرینگ؛ کوشش در راه روشنگری…

افغانستان در آستانه یکخطر وبحران جدید ( تداوم بحران نیم قرنه) 

نوشته از بصیر دهزاد  آغاز جنگ ها و حملات پراگنده گروه…

قرائت های تاریخی و فراتاریخی دینی؛ از بن بست تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در دو سده اخیر، یکی از مهم‌ترین رویکردها…

تضاد دین و حقیقت...!

توهم خدای دین، حقیقتِ بشر را در آزادی او به…

نقدواره پژوهشیِ بر  مفاهیم جمهوری و جمهوریت 

1میرعبدالواحد سادات     از منظر  حقوق اساسی و علوم سیاسی  در راستای :  …

روح و نَفْس چیست؟

برهان الدین « سعیدی»  بادِ نفس مر سینه را ز اندوه…

طبع  شکسته

نوشته نذیر ظفر  2/8/26 ورجینیا  كوچهِ ما پر از گلِ است ،…

تحولات بدخشان؛ نشانه‌های سقوط یا پایان مأموریت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید جرقه‌ای که آتش مقاومت را در سراسر افغانستان…

بردی کربابایف

برگردان . رحیم کاکایی روسلان سمیاشکین نویسنده براستی مردمی و یکی از  بنیان…

«
»

عبدالله غواړي خپله ماتې، د امرخېل ترشا پټه کړي!

   هغه کاندید چې د کاندید مناظرې نه تښتې

هغه به خپله د ټاکنو نتیجې نه، تښتې

د ټاکنو دوهم پړاو کې د لومړي پړاو په کچه د افغانانو پراخ ګډون او بلخوا دې پړاو کې د بدلون او دوام ټیم له بري په اندیښنه، عبدالله او د هغې ډلې ته دا ډار پیدا شو، که وار له مخکې د یوې پلمې په لټه کې نه شي او د ټاکنو د پایلو په اړه په ولسونو کې جړه راپیدا نه کړي، بیا به وخت له وخته تېر او ناوخته وي!

په دې لامل، د عبدالله ډلې د دوهم پړاو د پایلو په اړه په خلکو کې د اندیښنې په موخه، لومړی د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر ښاغلی امرخېل مخې ته راواچاوه او شاته يي د توطیو له پېټاره نورې توطيي رسنیو ته یوپه بل پسې راشېوه کړې!

په رسنیو کې ویل کیږي چې د عبدالله ډلې له ټاکنو مخکې یوه غونډه جوړه کړې وه. دغه غونډه کې چې ویټیوب کې يی انځور د لید وړ دی، د دولتمشر لومړی مرستیال یونس قانوني، د ملي دفاع وزیر کمکی بسم الله جان او د کابل امنیي قومندان جنرال ظاهر ظاهر لیدل کیږي. په سبا يي د ټاکنو په ورځ جنرال ظاهر ظاهر، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر امرخېل چې له پخوانه د نظارشورا له توطيو سره لاس و ګریوان وو، د ښکار موخه ګرځي. جنرال ظاهر سربېره پر دې چې سروبي ولسوالۍ ته د کمو شویو سپینو رایپاڼو په لیږد کې چې رسمي دنده يي ده، مرسته نه کوي، د رایپاڼو د لیږد مخه نیسي، د سروبي ولسوالۍ د زرګونو خلکو د رایو د ورکړې حق سلبوي او پر امرخېل د رایپاڼو په نا قانونه لیږد تور پورې کوي!

خو د امر خېل په اړه لګېدلي تورونه، نه یوازې داچې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په کلکه رد کړل او هغه يي وغندل بلکې د ولسې جرګې ځینو غړو او د افغانانو لوی اکثریت هغه د یوې پلان شوې توطیي برخه وګڼله او بلخوا دداسې توطيی په وړاندې د سروبي ولسونو لاریونونو راوویستل او غوښتنه يي وکړه چې که جنرال ظاهر ظاهر ته قانوني جزا ورنه کړل شي او ددوی د خوړل شویو حقوقو پوښتنه ونه شي، دوی به خپلو سوله یزو لاریونونو ته ادامه ورکړي.

په حقیقت کې د ټاکنو د دوهم پړاو په اړه د نظارشورا توطیه، ښاغلي امرخېل سره، له ناقانونه چلنده راپیلیږي او روسته د چلوټې نورې خواوې یوبل پسې راڅرګندیږي.

د توطيي نورې برخې، عبدالله عبدالله خپلو وړاندې شویو شرایطو کې داسې څرګندوي:

تیم «اصلاحات و همگرایی» به رهبری داکتر عبدالله عبدالله امشب مواضع خود را در سه مورد ذیل اعلان نمود:
1. رقم هفت ملیون اشتراک کننده در دور دوم انتخابات که از طرف رئیس کمیسیون مستقل انتخابات اعلان شده است، سوال برانگیز است. تعداد رای کمتر از این رقم است.
2. با درنظرداشت آنچه بعد از ظهر روز انتخابات گذشت، وظیفه ضیاالحق امرخیل به حیث رئیس دارالانشاء کمیسیون مستقل انتخابات باید هرچه زودتر به حالت تعلیق درآید. موضوع انتقال غیرقانونی مواد حساس انتخاباتی باید مورد پیگیری عدلی و قضایی قرار گیرد.
3. نتائج انتخابات در ولایاتی که تعداد رای زیادتر از واجدین شرایط رایدهی باشد مورد قبول ما نخواهد بود.
»

دې شرطونو په څنګ او ځغلنده تفصیل کې عبدالله، نورې ناویلې او پټ رازونه هم لري چې یوڅه يی د دوشنبه په ورځ رسنیو ته وتوغول.

د تاند په وینا« د افغانستان د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ وویل چې سیال یې په دوهم دور انتخاباتو کې تر ده یو میلیون رایي مخکې دی او دا ځکه چې پراخې درغلۍ شوې دي.

عبدالله عبدالله په داسې حال کې د پراخو درغلیو تور پورې کوي چې د دوهم دور د انتخاباتو لپاره د اروپایي ټولنې څارونکی پلاوی وایي چې د لومړي دور د انتخاباتو په پرتله دا ځل د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې لږې درغلۍ شوې دي.»

همداراز عبدالله وايی « څرنګه کیدای شي چې د هیواد په یوه برخه کې وضعیت په ډراماتیک ډول یو دم بدل شی، خلک خپل ذهن بدل کړي، دوی ټول راووځي او رایي ورکړي»

پر دې سربېره عبدالله غواړي په ۹ هغو ولایتونو کې چې د اشرف غني پلویان زیات دي، له سره ټاکنې وشي.

که د دوهم پړاو له ټاکنو روسته، په تېره دوو ورځو کې، د عبدالله او د هغه د نورو ویاندانو ادعاوې، خبرې او څرګندونې راواخلو په ډېره ساده بڼه موندلای شو چې د ښاغلي امرخېل په اړه د جنرال ظاهر ظاهر د درواغو دعوه ، د هغې لويي توطيي یوه کوچنۍ برخه ده چې د توطيي نورې ریښې یوپه بل پسې ورو ورو رابرڅېره کیږي.

پوښتنه داده، عبدالله عبدالله څنګه او ولې د امرخېل له قضيي سره نورې غوښتنې پیوسته راوړاندې کوي؟

لومړی خو امرخېل غوښتل سپينې رایپاڼې د سروبي د ولسونو په غوښتنه، هلته واستوي. دا کومې ډکې شوي رایپاڼې نه وې چې د کوم ټاکلي نوماند په ګټه کاریدلې وي. په دې خلکو کې خو ددې امکان هم شته چې ځینې رايی د عبدالله په ګټه وکاروي. جنرال ظاهر څنګه پوه شو چې دا ټولې سپينې رایپاڼې به په حتمي توګه اشرف غني ته کاریږي؟ ایا سپینې رایپاڼې په ټول افغانستان کې یوازې د سروبي ولسوالۍ خلکو ته لیږل شوي او که نورو سیمو ته هم؟

په نورو ولسوالیو او ښارګوټو کې دا پوښتنه ولې نه رامنځته کیږي؟ د بېلګې پتوګه اضافي سپینې رایپاڼې د کابل خیرخانې او نورو ښارګوټو ( ناحیو ) ته هم استول شوي.

د ښاغلي امرخېل په اړه راپورته شوې ستونزه ولې د قانوني لارو نه مطرح کیږي. په رسنیو کې په دې اړه دومره غالمغال اخر د څه لپاره؟

بلخوا دې ستونزې سره نورې دعوې ولې تړل کیږي او د ټاکنو په اړه ولې د افغانانو د ذهن د عمومي بدلون لپاره هڅه کیږي؟

همداراز د ټاکنو د پایلو په اړه مخکې له مخکې د پوښتنو او اندیښنو زیږول د نورو کومو موخو لپاره ترسره کیږي؟

ایا عبدالله او ډله يی د ټاکنو په وړاندې دا شرارت په یوازې ځان کوي او که د ګاونډیانو او نورو هیوادو ټاکلې کړۍ يي هم ترشا ولاړې دي؟

افغانان ددې پوښتنو ځواب په حتمي توګه له عبدالله او د هغه له ډلې غواړي!

د ټاکنو په دوهم پړاو کې د افغانانو پراخه ګډون ښۍ چې همدا پرګنې به د خپلو کارشویو رایو پوښتنه وکړي او هیڅوک په دې رایو لوبه نه شي کولای!

عبدالله او ډله يی مخکې له دې چې د ولسونو د لعنت او قهر سره مخ شي، باید د ټاکنو پایلې ومني!

د ۲۰۱۴ کال د جون ۱۷ مه

سرلوڅ مرادزی