جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

سپیلني لوګې کړه!

په خدایږودسپیلنیودبختورلوګي په استشمام لیکنه پیلوم.

هوکې !

درسنیوله لارې خبرشوم چې همدانن داکتوبردمیا شتې ۱۵نیټه دکلیوالومیندواومیرمنونړیواله ورځ ده .همدارازهمدغه نیټه دښوونکي دغه دخوراسپیڅلي اوویاړلي انسان  ورځ ده. همدارازد درنه اوبریمن ولسمشردرنه اوپتمنه میرمن اغلي رولابي بي ګل دارګ ماڼۍ ته دورتګ  ورځ ده .

نودخوشا  لیو په څپانده ولوولوکې مې خپلې ګرانې میرمنې  ته نارې کړۍ چې سپیلني لوګۍ کوه دسترګوپه رپ کې دکډوالۍ په مېنه کې سپیلني لوګۍ شول دکورنۍ ټول غړي دشکرایستلواوخوښې دڅرګندولوپه دوعایه احساساتوکې شریک شوو..

درنو،غیرتمنواوباتورو هیوادوالووروڼوخویندومیندوپلرونواودسترګوتوروشاه ځلمیانوملالوپیغلواوخوږودزړه سرماشومانو!دزړه له تله درته مبارکي وایم اودغوویاړلودرنوسپیڅلوورخوته د درنښت سرټیټوم اوداپه نیک فال نیسم چې لوی نیاومن ذات دی زموږپه ویرجن،غمجن اوټپي ټپي هیوادګران افغانستان کې درښتیني نیکمرغۍ سوکالۍ اوامن امان پړاوراولي.

ملګروملتونوپه ۲۰۰۸کال کې داکتوبر۱۵نیټه دکلیوالو ښځودورځې په نوم ونوموله هغه کلیوالې میرمنۍ چې له بده مرغه تل دګواښ خشونت اوکرکې سره مخامخ دي په داسې حال کې چې ښځه مورده اودمورمقام خورامقدس اودځمکې پرمخ عرش دی اوپرخای ېې ویلي دي چې دمیندودتلولاندې جنت دی اومیندۍ دي چې په یوه لاس زانګواوپه بل  لاس جهان زنګوي اوټول پیغمبران ،اصحاب کرام،اولیا،علما ی کرام،نوابغ اوفلاسفه،اتلان اونړیوال سترشخصیتونه اوګرده بشریت دمورله مقدسې غیږې نړی ته راغلي دي پرځای خبره ده چې موردبشریت وجدان دی دبشریت روزونکي اوپالونکي ده اودځمکی په ګرده کره کې دمور سپیڅلي غیږه دماشومانودروزنې اوپالنې لومړنۍ مدرسه ده .اودمورپالنه اوروزنه دماشومانودراتلونکي برخلیک ټاکونکي ده دبشري ټولنوبنسټ کورنۍ ده اودکورنۍ زړه اوبنسټ مورده له دې کبله پخپله دمیندواوښځوروزنه اوپالنه خورا ارزښت لری دڼ ورځی نجونه اوپیغلې دسبا ورځی میندۍ دي بشري ټولنی هغه مهال دپرمختګ پړاوونه وهي په لومړي ګام کې دنجونواوښځوتعلیم اوتربېې ته جدي پاملرنه وشي ځکه دښځوله ښوونې اوروزنې پرته هیڅ ټولنه اوهیوادپرمختګ نه شي کولی سترفیلسوف تولستوی په خپلو اثاروکې میندواومیرمنوته خطاب کوي اوواېې!

تاسوای میندواومیرمنو!

په دغه بدمرغه اوله طبعیت څخه وتلي نړی کې چې دانسانیت له اړخه څه شی پکې پاتې نه دي یواخې تاسودژوندپه رښتینې مانا پوهیږی بلکې یواخی تاسویاست چې نارینه ووته دژوند دنیکمرغۍ لاری ورښیې هغه نیکمرغي چې هغوی ځانونه ورخیني بې برخی بولي……….دخپل میړه سره دمیني اوعشق په نیکمرغی تاسوپوهیږی هغه نیکمرغي چې ناپایه ده اوهیڅ زوال نه لري اودخپل اولادسره په مینه دنارینه ووپه پرتله تاسوپوهیږی .اوتاسوخپل اولادته دوجدان حیثیت لری.

ګرانوهیوادوالو!

دنړی پرمخ هغه ټولنی چې دپرمختګ لوړیو پوړیوته رسیدلي دي هغوی له توپیرپرته دخوانانوترڅنګ دخپلونجونوروزنې اوپالنې ته خوراجدي پام راګرځولي اودقانون په وړاندې دبرابروحقوقوڅخه برخمن دي اود دوی  دکورنیوبنسټ په مینه ،مرسته اوزیارایستنې ولاړدی.

له بده مرغه زموږ په ټولنه کې ښځې اومیرمنی داسلام دمبارک دین دارشاداتواواحکاموپرخلاف دستروناخوالو،کرکې اوزورزیاتي سره مخامخ دي هغه نادودي،جبراواستبدادچې له هغوی سره کیږي په ځنګلونوکې خناوردیواوبل سره نه کوي چې دردوونکي بیلګې ېې انساني وجدان په دردراولي اودقلم څوکه ېې په لیکلوشرمیږي.

داچې دویاړلي ولسمشردرنه میرمن دافغانستان دغمیدلواوزوریدلوښخودنیکمرغی په هیله دتاریخي اوستروګامونوداوچتولوتکل لري دسترویاړاوخوښی خای دی اودسیاست اوخپلومحروموښخوته دخدمت په ډګرکې دهغه جسورانه حضورموږته دخدای بښلي ملکه ثریا یاد راتازه کوي هغه له وجاهته اوافغاني عظمته ډکه مورچې کابویوه پیړۍ وړاندی

ېې دافغاني میرمنواونجونودروزنې اونیکمرغی لپاره سترې هیلې اوارزوګانې درلودې خوزموږ دهیواد دتاریخي دوښمنانواودهغودلاس پوڅوتورمخوجاسوسانو،غلواومتعصبه متحجرومذهبي کړیوله خوادناکامی سره مخامخ شوی چې له بده مرغه دالړۍ ترڼه پوري په لاسترو وحشیانه ابعادوسره روانه ده.د دغوزهرجنومرخیړیوسره کلکه مبارزه یوازی دهیوادپه زعامت پوري اړه نه لري بلکې بایدټول افغان ملت اوولسونه پکې رغنده برخه واخلي اوزموږهیوادپه یوویشتمه پیړۍ  کې دتوحش اوبربریت له پړاوه راوباسي.

اغلي رولابي بي ګل دارګ په ماڼی کې دیوی مرکې په ترڅ کې وویل!

اصلي کاربه ېې پرټولنیزوفعالیتونواوبې وزله خلکوسره په لاس نیوي اوملاتړورټول وي.اوښاغلی احمدزی هم په هیوادکې دسوکالۍ اوپرمختګ لپاره ډیرپروګرامونه لري.

هغوی ته دسترو بریوهیله کوم.داچې نن په هیوادکې دښوونکي ورخ ونمانځل شوه د دغه ویاړلي ورځی مبارکي ټولوښاغلواواغلواستاذانو،ښوونکواوپوهانوته مبارکې وایم.ښوونکي په رښتیني توګه دهیواداوټولنې اصلي معماران دي اودټولنې  دپرمختګ بنسټ په ښوونه اوروزنه ولاړدی .حضرت علي بن ابیطالب رض فرماېې! هر هغه چا چې ماته یوټکی وښودهغه مې باداردی.لوی سکندرواېې!پلاراومورزما سترګې اوغوږونه جسماني نړۍ ته پرانیستي دي خوزماښوونکي زماباطني سترګې معنوي اوعلوي دونیاته غړولي دي له دې کبله دهغه زیات پوروړې یم.

رښتیاهم ښوونکي زموږدروحي روغتیاساتونکي اومعنوي  ډاکتران دي.ښوونکي زموږروح اوزړه په خپل روح اوزړه سره تغذیه کوي ښوونکي زموږدهیواد اواولادونوراتلونکي ټاکي له نیکه مرغه دهیواداوسنی ولسمشرتکړه استاذاومجرب ښوونکی دی .ده دفسادسره د مبارزې په برخه کې له ښوونکوڅخه دمرستې غوښتنه وکړه چې په بریالی مبارزې سره به دهغوی په معاشونوکې ډیروالی رامنځته شي اوژمنه ېې وکړه چې ښوونکوته به سیمه ییزه امتیازات ورکړي اوبریالیوښوونکوته پخپله مډالونه ډالۍ کوي.

په زړه پوري اوهیله منې خبرې دي هیله ده چې په عمل کې پلي شي خوزماپه اندترټولوغوره اوخوراجدي اړتیادښوونې اوروزنې کیفي لوړتیاده اوبې کیفیته کمیت نه یوازې ستونزې ډیروي بلکې هیواد دستربحران اوکړکیچ سره مخامخ کوي اودټولنی په اوږوباروي اوداتشه اوستونزه دباکفایته اومسلکي ښوونکوپه وسیله له منځه وړل کیږي چې همدا اوس دښوونې اوروزنې وزارت د دغه جدي ستونزې سره مخامخ دی اوپه دې برخه دیونسکواونورونړیوالوټولنوپاملرنه اومرسته راجلبول داهمولومړیتوبونوڅخه شمیرل کیږي باورلرم چې په هیوادکې دبشپړامنیت په ټینګښت سره به دهیوادڅخه بهرډیرژمن،هیوادپال افغانان په دغه داعیه اوسترملي ارمان کې دزړه له کومې برخه واخلي

څانګه به نن سباکې ګل شي      ماېې په سرکې سري غوټۍ لیدلي دینه

په ګران هیوادکې پرټولوستونزودبري په هیله.

ژوندی دی وي افغان سرلوړی اوباتورملت.

مړه دی وي دهیواد دپرمختګ،سوکالی،امن اوملي یووالي کرغیړن دوښمنان.

بسم الله اکبري هالند ۱۵/۱۰/۲۰۱۴