جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

زنده باد حزب اسلامي، زنده باد عبدالله عبدالله

نظرمحمد مطمئن

د جمعي (يوځای کولو)  په تعریف کې موږ مشکل درلود، يواځي خبره د متجانس او غیر متجانس وه، اوس هم دلومړنۍ ښوونځي ماشومان همدغه ستونزه  لري، بيا نو ښوونکی مجبور وي چې ساده مثالونه ورته وړاندي کړي.

ګورئ ماشومانو، دوه سړي جمع دوه سړي مساوي په څلور کيږي، دوه سړي جمع  دوه بیرغه نه سره جمع کيږي. ځکه چې لومړی دوه سړي سره متجانس دي، یعني دواړه سړي دي، مګر بیرغ بيا له سړي سره متجانس نه دی، نو ځکه نه سره يوځای کيږي.

موږ ماشومانو به فکر کاوو چې مثلا دوه نخود، دوه چاکلیټ  او دوه خرماوي چې سره يوځای شي دا خو شپږ کيږي، مګر متجانس نه دی، دلته يوه باريکې وه، مطلب د شمیر وو، چې په قاب کې پراته شيان څومره دي، د متجانس خبره نه وه.

د اسلامي حزب او شمال ټلوالي په اړه هم د یادو ډلو ځینو مشرانو ورته نظر درلود، چې دغه دوه ډلې په يوځای والي کې د متجانس او غیر متجانس خبره ده، اسلامي حزب او شمال ټلواله  دومره ستونزي يو له بل سره لري چې يوځای کيدل به يې ستونزمن وي.

د میرویس میدان (کوټه سنګې) بازار کې د ميني بوس موټرونو لوی کار وان روان وو، دولسمشریزو ټاکنو د کمپاین دوه مياشتنی وخت وو، له نن څخه نږدې يوه نيمه مياشت مخکې دغه کاروان زما تر سترګو شو، په شین رنګه لویو ټوټو چې د اسلامي حزب نشان هم پري لګیدلی وو، لیکل شوې وو چې  شاخه حزب اسلامي زون غرب کابل، دغه خلک چې  دځينو مينې بسونو چوکۍ ډکې وي، په ځينو بسونو کې نيم خلک ناست ؤ، په ځینو بسونو کې د ګوتو په شمار کسان ،داسي مينې بسونه هم ؤ  چلونکی او کلینر پکې تنها ښکاریدل، ټول د هزاره توکم خلک ؤ، په همدې ورځ د کابل ښار په يوه څنډه کې د ډاکټر عبدالله عبدالله لویه غونډه جوړه شوې وه.

د کندهار ولایت يو مشهور لیکوال مې ولید، هغه ویل چې نابلده درته کوم، هیڅ مې زړه ته نه ولیدل چې کله به همد اسي يو حالت ووينم، په کابل ښار کې  روان وم، چې د موټرانو يو کاروان مي ولید، چيغې يې وهلي چې زنده باد حزب اسلامي، زنده باد عبدالله عبدالله

لیکوال وایې چې حیران شوم چې د اسلامي حزب او عبدالله عبدالله يې سره څه، عجیبه ده چې د دواړو نومونو سره همهاله زنده باد ناره اوریدل کيږي.

د ګوندونو او سياسي ډلو يو ځای کيدل بده خبره نه ده، مګر تیرو لسیزو ثابته کړي چې د اسلامي حزب ، اسلامي جمعيت او شمال ټلوالي تر منځ پخوانيو تربګنیو ته په کتلو سره دغه دوه ډلې تر ډیره په یو موقف او دريځ کې نه شي سره پاتې کيدلای.

په تیرو انتخاباتو کې ځينې يې د ډاکتر زلمي رسول سره ودریدل، ځينې يې د قطب الدین هلال سره ودریدل او يوه ډله يې له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره ودریدل، په ولایتونو کې د اسلامي حزب ډیرو کسانو د حکمتيار صاحب  داعلان خلاف د قطب الدين  پر ځای ډاکټر اشرف غني احمدزي ته رایه ورکړه، ځینو د اسلامي حزب نظامې قومندانانو خو بيخې خپله خوا واړوله او له طالبانو سره يوځای شول، چې ښکاره مثالونه يې په خوست او چپرهار کې لیدل شوې.

اوس چې دوېيم  پړاو ته ممکن ټاکنې ولاړي شي، ځينې شنونکې فکر کوي چې امريکا او نړيوال هڅه کوي چې مشترک حکومت د مشارکت ملي په نوم جوړ کړي، چې دواړه ډاکټران (اشرف غني او عبدالله عبدالله) دا ډول د کرزي ټیم به هم پکې ونډه ولري. ځينې شنونکې ویره لري چې له موقع نه په استفادې کرزی صاحب لا هم هڅه کوي چې د خپل واک له پاره دوه يا درې کلونه نوره هم موده وغزوي.

امريکا هم داسي معلوميږي چې د افغانستان له جګړې څخه پښې سپکوي، اوس مهال د هغوی له پاره لومړيتوب اوکراین او دوېيم سوریه ده، افغانستان په درېيم قطار کې راځي.

د دوېیم ځل ټاکنو له پاره  د اسلامي حزب د شوراګانو مجلس چې قاضي آمین وقاد، جمعه خان همدرد، انجنیر وحیدالله سباوون، د معدنواو پټرولو وزیر محمد اکبر بارکزی او د غزني والی فیضان پکې مشرتوب کوي د تیري جمعي (د مئ نهمه ۲۰۱۴) ورځ د کابل په کانټيننټل هوټل کې خپل ملاتړ له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه اعلان کړ، په داسي حال کې چې ډاکټر زلمي رسول چې مخکې دغه د اسلامي حزب ډله ورسره یوځای وه، د ډاکټر عبدالله عبدالله څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. په بله ورځ يې دشوراګانو د مجلس په ځواب کې د اسلامي حزب ارغندیوال  (کابل) ډلې د ډاکتر عبدالله عبدالله سره د ملاتړ ژمنه بياځل تازه کړه، او د يوې غونډې پر مهال يې وویل چې د اسلامي حزب يواځينې استازي همدوی دي، بل څوک حق نه لري چې د اسلامي حزب د نوم له کارولو څخه استفاده وکړي، تر دي مهال ښاغلي هلال له کوم بل کانديد څخه ملاتړ نه دی اعلان کړی.

لويديځ همدا غوښتل چې افغان په افغان وټکوي، د يوه قوم خلک په بل قوم وټکوي، مجاهد په مجاهد، کمونسټ په کمونسټ او روڼ آندی په روڼ آندې وټکوي.

روانه اونۍ  ډیر خلک هغه وخت هیښ شول چې څه ډول د اسلامي حزب د بېلابېلو ډلو استازو د يوې کورنۍ رسنۍ د ټلویزون د پردي پرمخ  یوبل ملامتول، سپکول، ان خبره دي ته ورسیدله چې ښاغلي حکمتيار د ټول اسلامي حزب استازيتوب نه شوي کولای، قاضي آمین وقاد يې له اسلامي حزب څخه وایست، بل خوا بيا د اسلامي حزب (کابل) داجرائیه شورا په غړو د کمونسټ دولت پلوو مهر هم ولګیدی.

خلکو او په ځانګړي ډول د اسلامي حزب کسانو به ویل چې اسلامي حزب کدرونه لري، وړ او باتجربه کسان لري، دا ډول يو منظم او قوي ګوند دی، مګر په روانه اونۍ کې چې هر چا د اسلامي حزب د خپلمنځي شخړو دغه جنجالی بحث لیدلي وي، د دوی دغه دعوه نفي کوي چې دغه ګوند څومره کدرونه درلودل او يا يې لري؟

دا ډول په ټلویزوني بحث کې يو بل ته سپک کتل او يو بل ته سپک ویل هغه څه دي چې اسلامي حزب يې د نورو زخمونو سربیره لانور سخت جرحه دار کړ.

په کار خو نه وه چې داسلامي حزب د بېلابېلو ډلو استازي په دغه ډول بحث کې ګډون وکړي، او بيا که دوی ګډون کولای نو په کار وه چې يو دبل سپکاوی ونه کړي، دسپکاوي پر ځای يې باید يو بل ته مؤدب کلمات کارولي وای، او يو دبل درنښت او عزت يې په خبرو کې په نظر کې نیولی وای، دا بېله خبره ده چې د امتيازاتو په سر اوس يو دبل سره اړم شوې، د همدې بحث په لیدلو به حتما د شمال  ټلواله، ډیموکراټ افغانان، پخواني کمونسټ پلوه افغانان، د ښاغلي کرزي اداره، امريکا او بریتانیا ډیره خوشاله شوې وي. دا ډول به ځينې هغه پخواني د مجاهدینو د ګوندونو مشران او غړي هم خوشاله شوي وي چې د اسلامي حزب د قدرت په وخت کې يې له دغه ګوند څخه ښې خاطرې نه درلودلي.

اسلامي حزب داچې تر هر نامه لاندي وې ددي ګوند مشرانو او غړو يو په بل پسې تيروتنې وکړي، او خپل دروندوالي او وزن ورځ تر بلې له لاسه ورکوي، او تر ټولو ډیر تیروتلي حزبيان هغه خلک دي چې په هیواد کې د امريکا او یرغلګرو په شتون کې د چوکۍ او پيسو ګټلو هڅې کوي.

تر ټولو مهمه خبره داده چې افغان خپلواک  مشران ، ډلې او غړې به د اسلامي حزب له تیروتنو سمه ګټه پورته کړي، لویدیځوال غواړي چې لومړی اسلامي ګوندونه ټوټه ټوټه کړي او بيا يې غړې سپک  اوبې عزته کړي.