سیمون دوبوار،- رفاقت و عشق اگزستنسیالیستی

Beauvoir, Simone de (1908- 1986). آرام بختیاری سیمونه و سارتر،- ازدواج سفید…

کتاب زبدۀ تاریخ

رسول پویان فسانه خوان وفسون سرگذشت موسارا مگـر خـرد بکــنــد حـل ایـن…

چرا مردان از زنان قوی تر نیستند؟ پروفیسور دکتر شمس سینا بخش…

حقیقت فرا ذهنی: بنیاد برترین واقعیت

ذهنیت به مفهوم تفکر٬ و تعقل از جوهر حقیقت٬ بنیاد…

ژرفنای فاجعه در افغانستان و سناریو های فراراه ی طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید ستم طالبان و ایستادگی ملت؛ اراده مردم افغانستان…

پایداری

ثبا ت و پا یداری را نمانده  قدر و مقدارش چنان…

مهر پدر

دستت پدر ببوسم و سر هم به پای تومیخواهم آنچه…

نمونه هایی از کهنترین اشعار فارسی

تا بدانجا رسیده دانش من که بدانم همی که نادانم ( ابو…

ترامپ و بازتعریف روابط بین‌المللی؛ از تنش‌های ژئوپلیتیک تا دیپلماسی…

نویسنده: مهرالدین مشید ترامپ از دور زدن تنش های دیپلوماتیک تا…

چرا مردان از زنان قوی تر نیستند؟

پروفیسور دکتر شمس سینا بخش دوم درین جا می خوانید: -چطور میتواند یک…

پرتو عقل و خرد 

رسول پویان  جهان که در دل دانش می‏کند تابـش  به جهل تیره…

نامه‌ی سرگشاده‌ی محمدعثمان نجیب، بنیادگذار مکتب دینی-فلسفی من بیش از…

آقای ترامپ! تو نه در قامت یک سیاست‌مدار آمدی، نه به…

افغانستان، میان دو لبه تیغ؛ تحول نرم یا سقوط ساختاری

نویسنده: مهرالدین مشید نجات افغانستان در گرو راهی؛ میان تحول نرم…

دولت: کاملِ ناتمام...!

دولت یا خدمات عامه و زمانیکه توسط میثاق مردمی همانا…

فرق بین شادی و لذت

 محمدنعیم «کاکر خیلی ها فکر می‌کنند که شادی و لذت یکی…

شلینگ و هگل،- دعوای 2 فیلسوف دولتی

Schellig, F.W (1775- 1854 آرام بختیاری فلسفه شلینگ،- مفاهیم ناروشن، تعاریف ناتمام. شلینگ…

عید قربان

ای وطندار عید قربان شد قربانت شوم صدقه‌ی حال خراب و…

حامییان حق!

امین الله مفکر امینی !    2025-03-06   نترسم زدشمن تکیه برحـــق کــــــــــرده ام باتکیه…

چرا مردان از زنان قوی تر نیستند؟

پروفیسور دکتر شمس سینا بخش نخست درین جا می خوانید: -چطور میتواند یک…

افغانستان در تلاقی آشوب و رقابت؛ قرائتی تازه از فروپاشی…

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی طالبان؛ تلاطم‌های داخلی و بازتاب‌های جیوپولیتیکی منطقه‌ای…

«
»

زمونږکلي اوبانډې دریمه برخه

د سمیع الدین افغاني لیکنه

 کليوالي ژوند اودځوانانوبوختیاوې   

 

د لغمان په کلو او باڼډو کې  دخلکو ژوند د زحمته ډک ژوند وه ،هلکان  به کله چې د ښوونځۍ له درسونو څخه فارغ شول په کورکې له څه دمې وروسته دمالدارۍ او زمیندارۍ په کارنو به بوخت شول،د څارویو څخه به یې څارنه او پالنه کوله،کورته به یې  د سون مواد برابرول، څارویو ته به یې شوتله ریبله او دژمي لپاره به یې دوچو وښو زیرمه  جوړوله ۰

په همدې ډول هلکانو د ځمکو په یوي کولو  ، کرلو ،خړاوبولو ، لو او لور ، د شولو دنهالونو په کرلو او ډیرو نورو برخو کې  دکور د مشرانو مرسته او لاس نیوی کوه ۰

 

ددې مصریوفتونو تر څنګ به د کلي هلکانو تفریحي پروګرامونه هم لرل  ،مازیګربه هلکان دکلي ومخې  ته راوتل او د والیبال ،فوټبال خوسي ، پهلوانی ،  توپ ډنډه ، الله داد او په نورومحلي لوبو به بوخت شول چې دا کلیوالي  لوبو به د سپوږمۍ په شپوکې تر ناوخته پورې دوام درلود۰

 

لکه مخکې چې مو وویل: په لغمان کې دکرنې ځمکه  دخـلکو په پر تله لږه وه نو ځکه د لغمان دخلکو دکورنیوعواید د کرنې ، مالداري ، لو او لور او نورو حرفوي کار او زیار لـه لارې څه نا څه تامینیده۰

 

نیکه  به تر مازیګره  دبزګر سره دکروندې  په کارونوبوخت  وه ،مونږ به د غرمې ډوډۍ ورته وړله۰ زمونږ بزګر  محمدجان نومیده ، هلکانو به ورته محمد جان  ماما خطاب کا وه ۰

 

محمدجان ماما شپه او ورځ په ځمکه کې کارکاوه اوډیرزحمتونه  یې ګالل خو دژوند تر پایه  پورې  دسوکاله ژوند خاوند ځکه نه شو چې له یوې خوا د ډیرو اولادوڅیښتن وه او له بلې خوا د فصلونو د کر د موسم په سر کې  به یې غنم ،جوار او نور د اړتیا  وړغلې، دانې  په ګټه یا سود اخستل  اود فصل دحاصل  په وخت کې به یې سودخور ته  یو په یونیم ګټه یا سود ورکوه ،که د فصل په سرکـې به یې دسود خور څخه لس منه غله تر لاسه کړه  بیا  به یې د حا صل په وخت کې پینځلس منه اوکه شل منه به یې ورکړې وه دیرش منه ، هر څومره چې به د غلې قرض  زیاتیده په هماغه اندازه سودخور ګته یا سود ورځینې تر لاسه کوه ۰

دمحمدجان ماما بله چاره نه وه هغه مجبوروه چې اولادونوته خوراک یا ازوقه برابره کړي او د سود خور شرطونه  ومني ۰

هغه کال مې نه هیریږي کله  چې محمد جان ماما د نیکه په ځمکه کې د غنمو لوګډ کړ بیا یې دلو شوو غنموګیډۍ و چلولې د غنمو په غوبل او  بادولو کې یې دیر  زحمتونه وګالل ، د درمند په جوړولو کې نه یواځې محمدجان ماما بلکه دهغه میرمنې او اولادونوهم ډیر زحمتونه  وګالل، خوبیا  کله چې درمند تیار او تللو ته برابرشو، سودخور یې سرته کیناست ، د کلي او سیمي رواج داسې  وه چې بزګر ته بـه د درې برخو څخه یوه برخه په تقسم کې  رسیده،  دمحمد جان  ماما د خــپلې برخې سربیره دلو اولور،درمندجوړولو،با دولواو اودغنمو صدریو دچلولوسره بس همدومره برخه شوه چې د سود خور  قرض پکې مجرا شی۰

سود خور چې همیشه به یې لکه ملا شا ګل  ږیره په  نکریزو سره وه، دغنمو بوجۍ  په خره بار او دکورپه لور روان شو،محمد جان  له ځایه پا څید ،خپلې  میرمنې  او اولادونو ته یې  وکتل  اوسوړ اوسیلی یې تر خولې  وخوت  ۰

 

نیکه چې  دا حالت  ولیده  ، محمد جان ته  یې د خپلې برخې څـخه دولس  منه غنم جدا کړل او ورته  یې وویل : چې اوس دا در سره واخله خدای مهربانه دی کله چې مو جوار وټکول او د توکو څـخه مو جلا کړل بیا به سمه مرسته در سره وکړم۰

 

نیکه به هره د جمعې ورځ دتیرګړو بازار ته  تلو  او  کله کله به یې مونږ هم له ځانه سره بیولو هغه به دجمعې لمونځ د تیرګړیو په جامع جومات کې ادا کاوه  نو کله چې به لمــونځ وشو بـیا به د تیرګړیو په بازار کې چې د الیشنګ د سیند پرغاړه جوړیده د نرخونو پوښتنه کوله او د کور د اړتیا وړتوکي به یې رانیول ، ددې بازار څخه مونږ کور ته چای ، بوره ، ګوړه ،تیل ،مالګه او نور دضرورت وړ توکی را نیول  ۰

 

د تیرګړو بازارته به دجمعې په ورځ له لرې ځایوڅخه خلک د تجارت  لپاره راتلل چې د تیرګړو په هر جمعه بازارکې به دخلکو ډیره ګڼه ،ګوڼه او جم و جوش وه ۰

 

 کله چې حسن خان په لغمان کې والی شو دهغه په واکمنۍ کې د لغمان  ولایت  دنوي ښار دبنسټ ډبره کیښودل شوه او د تیرګړو بازارهم  نوی ښارته چې دالیشنګ  اوالینګار د ولسوالیو په ابتدا کې موقعت  لري ولیږدول شو، والی حسن خان دلغمان نوی ښار چې  د مهترلام   په نامه یادیږی د ښاري پلان سره سم په جوړولو  پیل کړ۰

 

حسن  خان د عمرانی چاروسره خاصه  لیوالتیا لرله  هغه د لغمان  ښار ته   ښکلی  بـڼه  ور کړه، کلو او  بانډو ته یې سرکونه وویستل ، که څه هم   پدې کار کې د ستونزو سره مخ وه مګر  هغه وکولای شو چې د خلکو په  مرسته سرکونـو  پلونو ، پـلچکونو او د نوي ښارد ابادولو چارې په پوره  زحمت پر مخ بوځي چې دلغمان خلک د هغه خدمتونه په خاصه توګه دلغمان د نوي ښار په جوړولو کې  د ستاینې وړ بولي۰

 

وايي  مخکې لدې  چې حسن خان  دلغمان په ولایت کې په دنده وګمارل شي هغه  دبغلان په ولایت کې والی  وه،  هلتـه یې هــم دبغلان دنـوي ښار تهداب اواساس ایښی وه نوکله چې په بغلان کې دنوي ښار کارونه بشپړ شول  ،والی امروکړ چې تمام دولتي دوایر دې نوي ښار ته انتقال شي ، مسولین والي ته ورغلل  اود ترانسپورت د نشتوالي  ستو نزه یې والي  ته وړاندې کړه، هغه چې ددې ستونزې نه خبر وه نو ټولو کار مندانو ته یې امروکړ چې دخپل دفترونو څخه میز ، چوکۍ اویا کوم شی چې دوړلوتوان  یې وي له ځانه  سره واخلي چـې په همدې ډول حسـن خان خپله چوکۍ په اوږه کړه اوبې له کوم ترانسپورته دنورو مامورینو سره یو ځای دبغلان نوي ښار په لور روان او په همدې ډول یې نوی ښار  افتتاح اودفاتر یې د کارمندانو په مټ  انتقال کړل۰

 

د لغمان په کلو کی د اختررواجونه

 

د لغمان په کلوکې د اخترونو دودنه او رواجونه ډیر په زړه پورې دي، کلي والو به د اختر په ورځو کې تفریحې پروګر امونه درلودل ،نجونو اوهلکانو ته به یې مور او پلار نوې جامې رانیولې چې د اختر په سهار به هرچا خپلې نوې جامې اغوستلې او دکور د مشرانو سره به د اختر د لمانځه د ادا کولو په موخه جومات ته ور تلل ، کله چې به  لمونځ وشو نو په جومات کې به د همزولو او مشرانو سره د اختر مبارکۍ روغبړ وروسته د نژدې خپلوانو او عزیزانو کورنو ته د اختر مبارکۍ په مقصد ورتلل او دمبارکۍ تحفې به یې تر لاسه کولې ۰

 

  په اخترونو کې دلغمان ولایت په مختلفوځایونوکې لکه دمهترلام بابا زیارت ، دولایت په مرکز ، دتیرګړو  په پخواني  بازار ، داستانې کلی  چې دچاردهی په سیمه کې مـوقعت  لري، بي بي هاجره ، بي بي صيب  ،مندروړ ،قرغه یي ،علیشنګ اوعلینګار په ولسوالیوکې په زړه پورې  میلې او پروګرامونه  جوړیدل چې هلکان به دخپلو مشرانوسره  ورتلل ، رنګ شوی هګۍ به یی جنګولې   او دکور لپاره به یې ماهي،ځلوبۍ ،کجورې ، وچې  او تازه میوې  او نورخوندور خوراکي توکې  له ځانه سره  را وړل۰

 

د اخترپه اړه یوه لنډه ادبي ټوټې

کوم اختر؟

زموږ دکلي دتروږمۍ مـاښام څخه څوشيبې دمخه دکلي يوتنكې لس کلن هلک خوشحـاله بريښيده ،دهلک دخوشالۍ وجه  يو هم دا وه چې هغه د سبا ورځي د اختر د راتګ څخه خبر شوي وه۰هلک ته دهغه مور او پلار د اخترلپاره نوي جامي،څپلي اوواسـکت رانيولـي وه چې هغه په همـدي مازيګر قضا د سباورځې لپاره نوې جامې اود نــژ دي دوستانو داختر مبـاركــۍ تحـفي په خپل وجودكې تمثيلولي اوهمدا وجــه وه چې هلک ته يې خوشحاله بڼه ورکړي وه،په رښتيــاسره هم  کـوم اختر چې هلک ته سبا راتلـونكې وه، نه تنها هغه ته بلکې دکلي ټولواوسيدونکو ته  دخوشحالي زيــري ورکاوه.

هو، کوم اختر ؟ دکور،کلي اوبانډو اختر اوکه د مهاجرواخترکوم چې د خپل کور ، کلي اوبـانډو څخه یې لرې په پردي وطن كې لمانځي ؟

دا يوڅـرګنده خبره ده چې اخترهرچاته هرچيرې او په هرځاې كې چې وي پوره اويانيمه خوله خندا اوخوښي وربښي.

 

نو اختر کوم اختر؟


دا دځـوانـانـودخـوښیو اختر
د پیغـــلونجـنو دټـالیو اختر


د کـــور او کــلـي اخـــتـــر
چــي لــوړ دودونه لـــري


د ســپـــوراو پـــلی اخـــتر
ښـــه رواجــونــه  لــري


دا د خـوښیـواټـنـونو اختر
دا دخوشحاله سرودونواختر


دی دبیـوزلوکونډو رڼـډواختر
د یتیـمانو او بربــنډو اختر


د غریبـانو او خـانـانو اختر
د مسلمـانودینـدارانو اختر


وي مبارک دې په تمـاموخلکو
وي برکت دې په تمامو خلکو


ښه افغاني دود او رسمونه لري
خدایږوچې ښکلي رواجونه لري

 

——————–

نور بیا