حال: زمانست یا هستی؟

بیت: غم فردا، کز غصه دیروز ریزد به هجوم انرژی، کشف زمان…

درختی سرشار از روح حماسی  و جلوه های معبودایی

نویسنده: مهرالدین مشید تک "درخت توت" و دغدغه های شکوهمند خاطره…

کهن میلاد خورشید 

رسول پویان  شـب یلـدا بـه دور صندلی بـسـیار زیبا بود  نشـاط و…

مبانی میتودیک طرح و تدوین اساسنامهٔ سازمانهای مدنی

نور محمد غفوری شاید همه خوانندگان محترم روش تحریر و طُرق…

انحصار طلبی ملا هبت الله، کشته شدن حقانی و سرنوشت…

نویسنده: مهرالدین مشید ختلاف های درونی طالبان و کش و قوس…

ریحان می شود

قاضی پشتون باسل حرف  نیکو مرکسان را  قوت  جان میشود قوت جسم…

کهن جنگ تمدن 

رسول پویان  نفـس در سـینۀ فـردا گـره افتاده بازش کن  بـرای خــاطــر…

ترجمه‌ی شعرهایی از بانو روژ حلبچه‌ای

هر گاه که باران،  آسمان چشمانم را در بر می‌گیرد. آن، تکه…

سلام محمد

استاد "سلام محمد" (به کُردی: سەلام موحەمەد) شاعر کُرد، زاده‌ی…

آغاز یک توطیه ی جنایت بار و کوچ اجباری پنجشیریان

ویسنده: مهرالدین مشید امروز روستای دشتک پنجشیر و فردا هم دشتک…

آغوش مادر وطن!

امین الله مفکر امینی       2024-08-12! مــرا مادر وطن ومردمش بس گرامیســـت هرکه مادروطن…

نور کهن 

رسول پویان  نـور کهن ز روزن دل جلوه گر شدست  هـور از…

بمناسبت  ۷۶ و مین  سالروز  تصویب اعلامیه جهانی حقوق بشر  

نوشته از بصیر دهزاد  اوضاع وخیم کنونی بین المللی، حلقه تنگ…

دادخواهی برای مهاجرین افغان که از تاجیکستان اخراج اجباری می…

من محمدآصف فقیری نویسنده و پژوهشگر و مدرس حقوق و…

عرفان در سیاست

– دکتر بیژن باران ایران از سده 19 با نپذیرفتن…

دعوت صالح به آمریکا و" هفت خوان رستم "اختلاف های…

نویسنده : مهرالدین مشید  چرخش در سیاست آمریکا یا ابزاری برای…

پردۍ ناولې پروژې ودروئ

عبدالصمد ازهر                 …

حقوق بشر 

تدقیق و نگارشی از سخی صمیم.   حقوق بشرچه نوع حقوق راگویند…

ترجمه‌ی شعرهایی از آقای "آسو ملا"

(به کُردی: ئاسۆی مەلا) شاعر کُرد زبان توسط #زانا_کوردستانی  (۱) مفت مفت‌اند، شلوار،…

فرهاد پیربال

استاد "فرهاد پیربال" (به کُردی: فەرهاد پیرباڵ) نویسنده، شاعر، مترجم،…

«
»

راځئ چې فکرونه او لاسونه سره یو کړو!

نور محمد غفوری

له هغه وخته چې ملي دولتونه رامنځته شوي، هر هېواد د خارجی دښمنانو په وړاندې د خپلو پولو ساتنه او د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او سیاسي آستقلال د حفاظت له پاره هڅې او هاند کوي. د تاریخ په اوږدو کې د هر هېواد په داخل کې هم د مختلفو ټولنیزو ډلو، طبقو او اقشارو تر منځ د مادي نعمتونو او معنوي ارزښتونو په سر کشمکشونه روان وي. په ټاکلي تاریخي دوران کې ځینې ټولنیزې (محافظه کاره) ډلې د هیواد د موجود نظام او مسلط حالت په ساتلو کې خپلې ګټې وینی، خو نورې (ارتجاعي) او په شاتگ غوښتونکې ډلې بیا د نوي نظام په چپه کولو او د پخواني نظام او زړو تولیدی او ټولنیزو اړیکو په بیرته را ژوندی کولو او تسلط کې د خپل واک او ځواک د تر لاسه کولو چانسونه ګوري. دریمه ډله هغه مترقي کسان او ټولنیز ګروپونه دی چې د ټولنیز تکامل په پایله کې نوی رامنځته شوی نظام او نویې تولیدي او ټولنیزې اړیکې تر منسوخ شوی رژیم بهتره بولي، خو په عین وخت کې یې غلطۍ انتقادوي او د سیستم د خالیګاوو د ډکولو له پاره مشخص وړاندیزونه او د ستونځو د حل له پاره مناسبې لارې او چارې لټوي. ټولنیز پرمختګ غوښتونکي ځواکونه د تولیدي قواوو او تولیدی مناسباتو تر منځ د طبیعي کشمکش په پایله کې د ټولنې د قانونمند او حتمی پرمختګ اصول په پام کې نیسي، د تاریخ د جبری بدلونونو په مقابل کې نه دریږی او د دموکراسۍ، ټولنیز پرمختګ، ورورولۍ، سولې او عدالت له پاره هاند او هڅې کوي.

د هېواد د ملي اقتصاد وده، په ټولنیزه- کلتوري برخه کې د وخت له مقتضیاتو سره سم مثبت بدلونونه او د قانونمداره ولسي سیاسي نظام په پښو درول یو دم له آسمانه ځمکې ته نه رالویږي او لکه چې د نړیوال تاریخ او د افغانستان تجربو وښوده د خارجي عسکرو په زور او یوازې د بهرنیو بشري مرستو په واسطه هم نه شي عملي کېدای. دا د هر څه تر مخه د هیواد د داخلي فکټورونو د قانونمند عمل او د خپلو خلکو د ابتکار، زیار او زحمت په پایله کې منځته راتلای شي؛ ځکه چې د هرې طبیعي او اجتماعي پدیدې په راپیداکیدو، وده او انحلال کې د داخلي ضدینو مبارزه اساسي او د داخلي فکټورونو عمل غوره رول لري.

لکه چې وویل شول، د هېواد په هر اړخیزه وده او د ټولنې په پرمختګ کې د خپلو خلکو زیار او زحمت او په تیره بیا د مترقي ځواکونو رغنده رول د ډیر اهمیت وړ دی. د سولې او ټولنیز عدالت پلوي پرمختګ غوښتونکي ځواکونه د ټولنې په عامو ګټو او د ملی اقتصاد په وده کې او د هغو تر سیوری لاندې خپلې شخصي او ډله ایزې ګټې لټوي، نه دا چې پر عامو ملي ګټو باندې خپلو شخصي او ګروپي ګټو ته ترجیح ورکړي. سوله غوښتونکي مترقی مبارز ځواکونه د ولسي کتلو په زور د وطن د آبادۍ او د خلکو د هوساینې په خاطر د پر له پسې ریفورمونو د رامنځته کولو له پاره نه شلیدونکې او نه ستړې کیدونکې دوامداره مبارزه کوي. د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو- کلتوري مثبتو بدلونونو د دوام او پایښت له پاره د ولس د ډیرکیو ملاتړ اړین دی او دا ملاتړ هغه وخت تر لاسه کېدای شي چې د ټولنې د پراخه کتلو د شعور سطحه لوړه شي، له استثنا پرته د ملت د ټولو غړو له پاره د قانون په چوکاټ کې په سیاسي پریکړو کې د آزاد ګډون شرایط چمتو شي او په هېواد کې د افرادو او مختلفو ګروپونو فردي او ټولنیزې آزادۍ مراعات شي.

 د سوله ایز ژوند، ملی یووالی او ټولنیز پیوستون (همبستګۍ) په رامنځته کولو او ساتلو کې په هېواد کې د ټولنیز عدالت ټینګښت، له هر ډول تبعیض پرته د هېواد د ټولو افرادو د حقوقو برابري او په سیاسي ژوند کې د ټولو وطنوالو د آزاد ګډون امکانات اغیزمن فکټورونه دي. د خلکو د ژوند د سطحې د لوړوالی په خاطر د ملي اقتصاد تقویه او د تولیدي قواوو د مؤلدیت او مثمریت لوړوالی، د تخنیک او آی ټي (IT) رواجول او د ټولنیز ژوندانه مدرنیزاسیون او قانونمند پرمختګ غواړي. د همدې یادو شوو اساسي موخو د تحقق له پاره مبارزه د زحمتکښو تودو او ولسي پراخه کتلو د هڅو او مبارزې اساسي محور او مضمون جوړوي. هر وطنپال افغان او هرڅوک چې په افغانستان کې ژوند کوي د یوه داسې اساسي قانون تر سیوري لاندې چې بې له تبعیض او تعصبه د ټولو افغانانو حقوقو او آزادیو ته احترام ولري، د قوی ملي دولت په مټو د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا، ملی حاکمیت او سیاسي استقلال له پاره کار کول يې ملی او اخلاقي دنده ده. په اوسنیو سختو حالاتو کې چې هېواد مو نوی له جګړې څخه راوتلی، په افغانستان کې د مهارت او لیاقت پر بنسټ د ولاړ قانون مند او ملی حکومت موجودیت د هر افغان د زړه هيله ده. د علم او هنر په زور له غوړیدلي قوی اقتصادي بنسټ پرته د خلکو د ژوند د شرايطو ښه والی ناممکن دی. دا ټول هغه څه دي چې ټول افغانان په ګډه ورته کار کولای شي. 

د یادو شوو عامو ملی او شریکو عالي هدفونو د ترلاسه کولو له پاره د سترې ملی اجماع د جوړولو له لارې د ملی مبارزې اعلان او د ستونځو د حل له پاره د ټول ملت د فزیکی او فکري انرژۍ څخه ګټه پورته کول همدا نن د تاریخ اړینه او عظیمه غوښتنه ده. د تاریخ حکم دی چې نن افغانان او افغاني ډلې هر ډول کینې او کدورتونه شاته وغورځوي او د پورته یادو شوو محدودو، خو خورا اړینو موخو د ترلاسه کولو له پاره ګډه سراسري مبارزه وکړي. کله چې په هیواد کې د ټولو هېوادوالو په ګډون د سترې ملي اجماع له برکته د عامو وطنی اهدافو په ترلاسه کولو کې بریالي شوو، هلته بیا د نورو دوهمې درجې مهمو ارزښتونو د تر لاسه کولو له پاره د فکري تمرکز او جدی مبارزې د پیل وخت را رسیږي.

نو راځئ چې د وطن د خدمت او د ولس د سوکالۍ له پاره فکرونه او لاسونه سره یو کړو!

11.01.2024