کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

ترجمه‌ی شعرهابی از دریا هورامی

بانو "دریا هورامی" (به کُردی: دەریا هەورامی) شاعر، دوبلور و…

تلویزیون حقوق ناشر یک اندیشه ملی و روشنگری 

نوشته از بصیر دهزاد  تلویزیون حقوق در پنجشنبه آینده،  ۱۱ جولای، …

افراطیت دینی و دین ستیزی دو روی یک سکه ی…

نویسنده: مهرالدین مشید در حاشیه ی بحث های دگر اندیشان افراط گرایی…

د مدني ټولنې په اړه په ساده ژبه څو خبرې

 زموږ په ګران هېواد افغانستان کې دا ډیر کلونه او…

از پا افتادگان دور جمهوریت

در خارج چه میگویند ؟ انهاا طوری سخن میرانند که افغانستان…

«
»

دنیا څه کوي او طالبان څه کوي!

زمریال اشنا

نوره نړۍ د خپل تخنیک او تکنالوژۍ په پیاوړتیا لګیا ده او زموږ طالبان خلکو ته زړې ببولالې غږوي.

ډېرلرې نه ځو زموږ ګاونډيو هېوادونو ایران، پاکستان او تاجکستان ته کتنه کوو.

کله چې په افغانستان کې جګړه پیل شوه، نو ورپسې په ایران کې هم اسلامي انقلاب وشو او ملایان په کې واک ته ورسېدل. اوس ایران د اټومي انرژۍ په ګډون، توپونه، ټانکونه، الوتکې، بېړۍ او هر ډول څیزونه او وسایل جوړولای شي. له ۴۰ کلونو راهیسې امریکا ورته غاښونه چيچي، خو پرې د تېري او برید جراات نه لري او دا ځکه چې ایران پیاوړی تخنیک او تکنالوژي لري. زموږ پر خاوره کله یو او کله بل رادانګي ان تر دې چې مار خو چیچلو، اوس چنګښې مو هم چیچي. په زرګونه کیلومتره خاوره مو پاکستان رالاندې کړه او تراوسه یوه ستنه هم نه شو جوړولای هغه هم له پاکستانه رانیسو.

همدا ډول پاکستان درواخله، چې له موږ يې ازادي واخیسته او اوس د اټومي بم په ګډون، الوتکې، ټانکونه او هر ډول وسلې جوړولای شي.

تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان چې تر پرونه د شوروي په اسارت کې وو، موږ ته برېښنا راکوي او خوراکي توکي مو له هغوی دي.

که له دې جګړو څه جوړېدای نو موږ او فلسطین به د نړۍ اول نمبر ابرقدرتونه وو، ځکه تر ټولو د اوږدې مودې جګړې مو کړې دي.

  دغو جګړو ورځ تر بلې خوار او ذلیل کړو، ځکه د جهاد په نوم خپلو نفسونو ته جګړه شوې او د پردیو او متجاوزینو پرځای په کې خپل وروڼه او مسلمانان وژل شوي دي.

جهاد چې مقصد يې یوازې د الله ج د رضایت ترلاسه کول دي ډېر فضیلت لري او له لومړي سره د پرمختګ او پراختیا سبب ګرځېدلی دی.

په یوه روایت کې راځي: وايي د هارون الرشید په وخت کې د غلو یوه مشهوره ډله وه چې ان حکومت پرې ډېرې پیسې انعام ایښی و. د غلو دغه ډله نیمه شپه د ډوډۍ خوړلو لپاره د یوه کلیوال دروازه ټکوي او ورته وايي چې مجاهدین دي او ډوډۍ غواړي.

د کور خاوند په ډېر اخلاص سره ورته ډوډۍ ورکوي او د اوداسه اوبه ورته تیاروي. د یوه غله په کوزه کې چې لږې اوبه په کې له اودسه يې پاتې دي، د کور خاوند یې اخلي او د یوه زوی په پښو یې وهی چې له موره شل پیدا شوی و. دی الله ج ته سوال کوي چې د دې مجاهدینو په روی یې زوی ورغوي.

الله ج د دغه سړي دعا قبلوي او زوی یې رغېږي. سبا يي د کور خاوند د غلو له دې ډلې مننه کوي او کېسه ورته کوي.

غله چې له کوره وځي پخپلو منځو کې وايي، کله چې د جهاد نوم دومره فضیلت او ښېګڼه لري، نو خپله جهاد به څومره فضیلت لري، ولې غلا نه پرېږدو او جهاد نه کوو، نو ټول غله د هاورن الرشید دربار ته ورځي او له هغه غواړي چې جهاد ته یې واستوي.

په تذکره الاولیا کتاب کې راځي چې شیخ ابوسعید به چې کله دېوال ته ویل ځه هغه به حرکت کاوه او لکه اس به ته. ابوسعید به خلکو ته ویل چې کله ایمان سم وي؛ نو دېوال د هر چا په خوله حرکت کولی شي. له هغه وخته تر اوسه د خلکو ترمنځ دغه وجیزه پاتې ده چې وايي که ایمان سم وي، نو دېوال هم حرکت کوي.

دلته له ۴۰ کلونو راهیسې یوشمېر کسان د جهاد په نوم جګړه کوي، خو چا یې د جګړې فضیلت ونه لیده او ورځ تر بلې یې بدتري رامنځته کړې ده. هېواد یې د فقر او بدبختۍ لور ته وړی دی او له خپلو ګاونډیانو یې ۵۰۰ کاله شا ته غورځولی دی.

طالبان باید نور خپله جګړه بس کړي، ځکه خلک له جګړې ستړي دي او لکه نور ولسونه په سوله کې ژوند غواړي او هیله لري چې پیاوړی تخنیک او تکنالوژي ولري چې پردي یې خاورې ته په بده سترګه ونه شي کتلای.

طالبان د خپل نفوذ لاندې سیمو کې د پراختیايي کارونو او پروژو مخنیوی کوي او هم پخپله ایډیالوژۍ کې له پراختیا، تخنیک او تکنالوژۍ سره مخالفت لري.

د یوه عاقل او بالغ انسان په توګه هر طالب دې یو ځل خپل سر ګرېوان ته ښکته کړي او له ځانه دې وپوښتي چې دنیا څه کوي او دوی څه کوي؟ او آیا دوی د ټول د پردیو د ګټو خاطر نه کوي او یا آیا دوی د پراختیایي کارونو او پروژو مخنیوي د خپلو بادرانو د خوشالولو له پاره نه کوي؟ او په دې دوی نه پوهېږي چې دوی په دې پاکه خاوره کې خاپوړې کړي دي او د دې ملک له خاورې تغذیه شوي دي او د دې هېواد پاکه هوا تنفس کړې ده او باالخره  دا خاوره ورته د مور حیثیت لري او باید د جګړې پر ځای د سولې لار غوره کړي څو پرمختګ او پوهې ته لاره هواره شي او خلک د ارام ساه وباسي.

پای