جامعه دین زده چگونه است؟

عبارت از جامعه می باشد٬ که دیندار از دین٬ چون…

نوای خلقِ غمدیدهء بغلان!

امین الله مفکر امینی       2024-13-05 آسمـان گرفته سخت برما، زمیــــن از سوی…

تنهایی و غربت شناخت نامه ی تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دیگری از تنهایی و غربت روایت تبعید یعنی…

دست یاری 

بر بلای سیل بغلان مبتلا است  ساکنان اش زین مصیبت در…

تجلیل از روزمادردرکشورشاهی هالند

بتاریخ 12می سالجاری درشهرارنهم کشورشاهی هالند محفل باشکوهی ازسوی شوراي…

بجنبید ایکه خود ها، حامییان حقوق بشرخوانید!

امین الله مفکر امینی       2014-13-05! ندانم چطور گویم ویا به تصویر کشمدردوناله…

اینجا بغلان است، آدمیت را سیل برده است!

سیامک بهاری “ما نه غذا داریم، نه آب آشامیدنی، نه سرپناه،…

خشم سیلاب

رسول پویان خانه و باغ و زمین و روستا ویران گشت خـشـم…

 قاضی ی شهر شرف

محمد عالم افتخار مال تاجـر غرق دریا گشـته بود تاجر آنجا محوِ…

خیزش های مردمی نشانه های شکست طلسم وحشت طالبانی

نویسنده: مهرالدین مشید تبعیض، حرمت شکنی و استبداد کار نامه ی…

مادر

ای مادر من فرخ و آباد بمانی پر خنده به لب…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

انتظارم، بوی سیگارهای زر گرفته... و روزهای تلخِ نیمه سوخته میان بغض خاموشت…

جنگ قدرت ها

رسول پویان جنگ قـدرت ها دل زخمین وخونین آورد جـای صلح و…

افراطیت پادزهر خیانت رهبران اسلام سیاسی و یا شکست مبارزات…

نویسنده: مهرالدین مشید علل و عوامل یا چگونگی و چیستی باز…

زبان آریایی یا آریویی چی شد؟

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ——————————— زبان بازتاب خرد آدمی است و انسان…

تعامل 

نور محمد غفوری از چندی به اینطرف در مکالمات و نوشتار…

جمال غمبار

آقای "جمال غمبار"، (به کُردی: جەمال غەمبار) شاعر و نویسنده‌ی…

چین کاوشگری به نیمه تاریک ماه فرستاد

منبع تصویر، GETTY IMAGES ۱۴ اردیبهشت ۱۴۰۳ - ۳ مه ۲۰۲۴ آژانس فضایی…

        تقدیم به ستره محکمه امارت اسلامی افغانستان

معروضه محمد عالم افتخار ولد محمد قاسم دارنده تذکره تابعیت 1401100148058   حضور…

حاکمیت طالبان؛ افزایش بحران و تکانه های بی ثباتی ملی…

نویسنده: مهرالدین مشید استبداد و تبعیض طالبان و به صدا درآمدن…

«
»

دموردورځی په ویاړ

نصیراحمد- مومند

۱۴/۶ /۲۰۲۳م

تر هر څه دمخه دزړه دکومی خپلی مبارکی او نیکی هیلی په سرکی دمومندو کور نی میندواوټولو عزیزانواودافغان ځوریدلی اوکړیدلی میندوته په درنښت سره وړاندی کوم اودلوی څښتن تعالی څخه روغتیا او خوشبختی هیله کوم ا  و  په ځانګړی ټتوګه خپلی مور روح ته دعااوجنت الفردوس غوښتنه کوم۰

پرته له شکه چه موراوپلاردانسانی ټولنو په ژوندانه کې هغه مهم شخصيتونه دي کوم چې شتون يې په هره ټولنه ،هيواداوهره کلتوردژوندپه ډګرکې ډيرمهم اوبا ارزښت دی، دعزت اواحترام په نظرکتل کیږی. کورنی چی دټولنی اوملتونودجوړښت لمړنی بنیادی واحد دی،موراوپلارددی واحد معماران اوبڼست ایښودونکی او شاه تیران ګڼل ګیږی او تاکونکی رول لوبوی. اوهمداسی کورنی دی چی دما شوم دپاره دښوونی اوروزنی دلومړی ښوونځی او پوهنځی حیثیت لری ،موراو پلارپکښیی دلومړنی ښوونکواو روزونکو په ټووګه ماشوم ته پالنه او روزنه ورکوی .

دذکر وړده چی دمورنقش اورول دپلارپه انډ دری ځله زیات دی . لهذا پدی مهال چی  افغانستان دمورد ورځی رسما نمانځل کیږی، غواړم پخپل وارسره  دمیندو دمقام اومسوولیتونو په اړوند په لنډ ډول نظرواچوم.

زمونږ په افغانی ټولنه او هیوادکښی دموردنړيوالې ورځې هرکال دځانګړي پروګرامونو په ترڅ کی نماځل کيږي اوميندوته د سوغاتونه اودګلانو ګيډۍ په ورکولوسره درناوی کيږي دغه عمل خپله دمور په مقابل دټولنی دحقوقواحترام  اوقدرشناسی یوه څرګنډ نښه او بیلګه شمیرل کیږی .

خودعقیدتی اواخلاقی ډندوله مخی دموردرنښت اوعزت یی پرځای اوادا کول نه دیوه ځاصی ورځی یامیاښت یا کال وجیبه نده بلکی هره شیبه اوهره مهال داولادونواوټولنواونظامونوله ډندو اومسوولیتونوڅخه ګڼل کیږی .

یقیناچه مورډي مهربانه موجوده ،دقدروړاوشتون یی یولوی برکت اونعمت ده. دمورپه کلمه کښی یوډیرښه اوپه زړه پوری غږ اوسرود دی دمورکلمه دنړی په سټره قاموس کښی بهترینه معنی او دګیتی په انتخاب شوی او ښایسته سموفونیوکښی ډیرپه زړه پوری غږ ده . ددنیا دمعرفت په کتاب کښی مورهغه نخبه کلمه ده چه زمونږدهریوی دژوندانه دلاروپه مخ دیوی ښکلی تابلوپه ټوګه قرارلری  ۰

مور،دعشق اوالفت زیږونکی اودمهراوعطوفت پالونکی دی ، مورهغه موجود دی چه دخپل ځان او نفس نه کموی اود وجود دعصاری نه خپل ماشوم روزی . داهغه موجوددی چه په شهامت اومیړانی له ناخوالیوسره مشت اوګریوان دی ترڅو وګولای شی چی خپل ماشوم دهررازاړتیا،درد ورنخ ، ظلم اوبیعدالتی په مقابل کی پیاوړی کړی .

 مورماشوم دپاره دامن یومضبوط پناه ګاه اولوړحصارګڼل کیږی ، مورماشوم دپاره نږدی غمخور، مونس، مرستندوی اولومړنی روزونکی او پالونکی دی . په هره مهال اوهره ځای کله چه دمورښکلی اوخوږه نوم واوریدل شی ، ددی په مقابل کی سړی بی له ځند اوپرته له ارادی ځان پورولی اومدیون احساسه وی. ترڅوچه خپل مورترڅنګه لرو، ځانته دنړی شته من ترین شخص احساسه وو. دا موردی کله چه دمینی اوشفقت نه ډ ک اوپه دقت سره ماشوم ته نظرواچوی  ، هغه ماشوم په نعمتونواومهربانیوکی دوپیږی .

 دمورمینی ماشوم سره ملکوتی مینه ده، مونږنشوکولای چه په ژبه یا څو تکویا  کرښوښکلی او رنګینه کلمواو جملوذکرکړواو وستایو ، یا یی ولیکو، خکه چه دموردوجود تقدس له نورهرشی نه زښته ډیراولوړدی ، خو که خبره لنډ کړوچه مورهغه مقدس موجود دی چه وروسته له الله تعالی دپاک ذات نه هره ښایسته وصف ورته پرځای او ښکلی دی . دغه ډیرعالی ا وله معنی نه دکی ویل چه :

« بهشت دموردرضا اودمورترقدمونولاندی دی»۰

اویا:

جنت که رضای مادران است        در زیر قدمهای مادران است

یابل ځای کی:

       ګویند مرا چو زاد مادر              پستان به دهن ګرفتن آموخت

        شب  ها برګهواره من               بیدار نشست وخفتن آ موخت

دستم بګرفت و پا به پا برد        تا شیوه راه رفتن آموخت

پس هستی من زهستی اوست

تا هستم و هست دارمش دوست

له دی ځایه چی زمونږ پاک دین اسلام یو عدالت پالونکی ټولنیزدین دی اودانسانی ژوند په اړوند په هراړخیز ډول دخیر، ښیګڼی او انتظام دپاره بشپړجامع عا دلانه آیین او نظام لری ،پدی نظام کښی دښځواوپه خاصه ټوګه دمورمقام اومنزلت ډیرلوړی دی. پرهمدی لړدموراو پلار دحقوقود اداکولواواحترام رعایتولودپاره په قرآن شریف او په نبوی احادیثوکی ډومره تاکیدشویدی چی دنورومسایل او برخوپه پرتله ډیرزیات دی. او په ډیروآیتونو دمختلفوسوروکی والدینوسره نیکی اواحسان کول او ددوی خوښی او رضایت ساتل او خدمت کول وروسته دتوحید او یکتا پرستی او دالله تعالی له حقوقونه ذکرشویدی،

دموراو پلارحقونه پیژندل دخداوند تعالی دحقوقو سره همردیف راغلی دی، چی دا خپله دهغه داهمیت او اعتبارڅرګند دلیل دی دبقری په سوره  کښی د «۸۳» آیت چه ترجمه یی ولولو فرمایل شوی : «بغیر دخداوند (نورهیچ شی ) ته پرستش مکوی ، له خپل مورا وپلار سره نیکی وکړی» . دا خپله دمور اوپلارداحترام ددرجی بیانونکی دی .

همدارنګه حدیث رسول کریم «ص» دابو هریره «رض»نه روایت دی چی ویلی دی :« دحضرت محمدرسول الله « ص» نه یو سړی دری ځله په تکراروپوښتل چه ،ای دخدای «ج» رسوله ! زما ددوستی اوملګرتیا اومصاحبت دپاره څرنګه سړی ښایسته او مناسب دی ؟ حضرت«ص» په دری ځله ځواب کی ورته وفرمایل : ستاسی مور .هغه سړی څلورم ځل دپار ه سوال وکړ چه ورپسی  څوک ؟ رسول اکرم «ص» وفرمایل : ستاسی پلار .بناء څرګنده شول چه داسلام داحکامو اوعدالت پربڼست دمورحق دپلارنه مقدم ګڼل شوې ده .

دیوی ټولنی دخلکو توان اوطاقت دهغی ټولنی دافرادودښایستوب اوپوهنی په معیارپوری اړه لری . چه دا دموردغیږی نه تومنه اخلی اوقوام ته رسیږی . دشخصیت رشد دموردغیږی نه شروع کیږی اوتکامل کوی . دمور مهمه ډنده داولاد روزنه ده ۰

زمونږهیواد پخپله غیږ کی داسی نومیالی میندی روزلی چه لویوډګرونواو دپوهنی نړی ته یی سټراولادونه وړاندی کړیدی .څرنګه چی میندی داوسنی نسل اساسی پالونکی او روزونکی او دهیواددسباجوړونکی دی نو په حقیقت کی دبشری ټولنوواقعی تاداو ایښودونکی هم دی .

خو څرګنده ده هرڅومره چه مقام ،حقوق او امتیازات اوصلاحتیونه علم اوپوهی لوړ او زیاتیږی په هماغه پیمانه دمسوولیت او ځواب دهی لمن هم پراخیږی، په همدی لړدمیندو دمسوولیتونواو وجیبو د ښه ترسره کولو په اړه زمونږ په مقدس دين کې ویل شویدی چه په هغومیند ورحمت نازلیږی چه دژوندانه د ستونزوسره سره دخپل اولادونو په سالمی روزنه کی زیار باسی او مسوولیت احساس وکړی چی ایمانداره او باعقیده خذمتګار زامن ټولنی اوهیواد ته وړاندی کړی چی دهغی ټولنی دهوساینی ،افتخاراوسرلوړلی لامل وګرځی.  دجیبه هغه مهال  ترسره کیدای  شی چی خپله ښځی او مور د علم اوپوهی په سلاح  سمبال وی اوزده کړه وکړی، په اړه شاعر ویلی  دی  چی:

چوشمع از پی علم باید ګداخت *** که بی علم نتوان خدا را شناخت

یوبامسوولیته مورماشوم ته دژوندانه سمی لارښیی ، په ژوندانه کی دستونزو په مقابل ورته ټینګاربخښی څوچه دژوندانه په مبارزی او دخپلو انسانی ټولنیزودینی اوملی وجایبوپه ترسره کولو کی بریالی اوسی .مورپه جدی او نه سټری کیدونکی ډول دخپل ماشوم روغتیا که جسمانی وی که روانی اوذهنی څاری او دټولنی دروغتیا اوسلامتیا تاداوایږدی .ځکه چه دروغتیا اساس د ژوندانه دپیل نه ایښودل کیږی .

څرنګه چه مخکی هم ذکرشول ماشوم لومړنی زده کړه اوپوهنه له موره اخلی او دا مور ده چه په سړه سینه او مینه اونه سټړی کیدونکوکوښښ او تلاش دخپل اولاد دلومړنیوورځو زده کړی څارنه کوی .همدا ډول داولادوداخلاق پالنه او څارنه دمورله ډندو څخه شمیرل کیږی ځکه چه دشخصیت سټرعنصراخلاق اوهیواد پالنه ده .

له دی ځایه چی دمورمقام او منزلت ډیرلوړاوواجب الاحترام دی چه داسلامی آیین او اصولو سره سم دبی احترامی یا ځورولو په وجه باندی اولاد کنهکارکیږی . نوپردی بناءدهغه مسوولیتونه هم دروند دی . هغه میندوچه خپل پورتنی ذکرشویووجایب په څومره چه دمور وظیفی مهمی او درنی دی او احساس مسوولیت وکړی، همدومره مقام او منزلت اواحترام ښه ټوګه ترسره کږی په حقیقت کی خپل ټولنی اوهیوادجوړوی اوددایم دیاره پری ویاړی. څرګنده ده ، چی زیاتیږی او لوړلیږی . 

هغه میندوبختوراوکامیاب دی او تل پاتی ویاړنی ورپه برخه کیږی چه خپلو دغومهمواولوړومقام اوسټرو ډندوته په ټوجه سره دټولنی اوهیواد داړتیا او دزمانی داقتضاء سره سم خپل اولادونه دتقوااو فضلیت اود خلکو دغوښتنی سره سم چه د هیوادپه درد دوا شی اودا اعتقاد او توان ولری چه دنن اوسبا جوړول ډندو په غاړه لری . انصاف ولری ،دردمن اووطن پالونکی وی ،دخپلو خلکواوټولنی دهوساینی اونیکمرغی دپاره د وروری ، برابری اوعقیدتی لاره غوره اوعملی کړی ۰په پای کیی دیومسلمان افغان په ټوګه خپله جدی ډنده بولم چی افغانستان اسلامی امارت مشرانو پام راجلب کړم اودلوی خدای«ج» نه وغواړم چی اسلامی نوی نظام ته مستقر او توفیق راپه برخه کړی چی دښځواوپه ځانګړی ټوګه دنجونو تعلیمی رامینځته شوی ستونزه حل اوچاپیریال اوشرایط ورته برابرکړی چی دغه۰ نیمګلړتیا وی ژرتر ژره لری شی ۰

                                                                                                                        په درنښت سره.