بگذریـــد!

امین الله مفکر امینی          2026-27-04! بـگذرید زحرف وسخن های ممــلو ا زریـــــــــا نـــــدارد…

شب سیاه

رسول پویان شب سیاهی گریخته ماهی، شکـسته چنگی گـرفته نایی سحـر نیامد…

همدیگر ناپذیری

نفاق ، همدیگر ناپذیری ، بلند پروازی ، امتیاز طلبی…

مدافعان خط دیورند؛ واقع گرایان ژیوپلیتیک یا متهمان به همسویی…

نویسنده: مهرالدین مشید موافقان دیورند؛ بازیگران واقع گرا در برابر ستون…

‬‬نه به جنگ و نابرابری، آری به همبسته‌گی جهانی کارگران‬‬‬‬

 ‬‬‬‬اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به‌مناسبت اول ماه می، روز…

توهم برتری و بازی قدرت

«جستاری در خودبزرگ‌ بینی و بازی‌های پنهان برتری» تهیه و تدوین…

بالیستیک چی‌ست؟

چرا این واژه‌ی صفت را به جای نام اصلی کار…

طالبان؛ پیامد فساد ساختاری و سازمان یافته حکومت‌های کرزی و…

نویسننده: مهرالدین مشید از امید تا انحطاط؛ فساد ساختاری و بازگشت…

قلۀ پیروزی

از قلـب خراسـان کهـن آمده ام با یعـقوب لیث و تهمتن…

بخاطر انفاذ قانون اساسی به مثابه شاه کلید نجات افغانستان

اعلامیه و فراخوان ملی بنام خداوند حق و عدالت با اتکا بر…

 لیبرالیسم، جنبش روشنگری، و نبوغ جان لاک

john locke (1632- 1704) آرام بختیاری جان لاک ؛ آغاز تئوری تقسیم…

از ترور میر اکبر خیبر تا کودتای ثور؛ بهای سنگین…

نویسننده: مهرالدین مشید تروریکه هنوز هم مردم افغانستان بهای آن را…

با عاشقان وعارفان همصحبت!

امین الله مفکر امینی                     2026-19-04! دل منــــــور میکـــند صحبت بـــا اهلـی عشق…

اهمیت و ضرورت آسیب شناسی تاریخی ، برای امروز و فردا های…

نوشته از بصیر دهزاد   این  مقاله که در کنفرانس علمی انجمن سراسری حقوقدانان…

داستایفسکی شوروی: داستایفسکی در فرهنگ، ایدئولوژی و فلسفه شوروی

 برگردان . رحیم کاکایی سه گفتار در واکاوی جایگاه داستایفسکی، نویسنده…

در مرز سایه و روشنایی انسان

 « از عشق تا خشونت ؛ سفربه درون انسان » تهیه…

نظم نوین

رسول پویان سازش به دشمنان وحشی ننگ است افـتــادن پا بـه پنجـۀ…

از  روح الله خمینی تا هبت الله؛ دو گلوله، دو…

نویسنده: مهرالدین مشید هبت الله گلوله ای از اعماق تاریخ؛ اما…

اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

«
»

دتلویزیون چلونکو نه د کلاوې سر ورک دی 

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن د نوامبر دریمه ۲۰۱۵ کال
قدرمنو هیوادوالو زه کله کله د عمر خطاب تلویزیون وینم یا د مسکین یار تلویزیون وینم یا دسجیېې او یا دا بعضې نور متعصب کسان چې حتما په یوه حزب یا جریان پورې تړلي وو نن هم د هماغو جریانو یا د هماغو حزبونو او یا تنظیمونو نه ددفاع په خاطر دنورو خلکو یا سیاست مدارانو سره مخالفت کوي او ورته بدې ،بدې خبري کوي چې په مجموع کی نادرست کار دی ، نن چې د نوامبر دریمه ده د عمر خطاب سره یوه سړې خبری کولې او له جرمنی څخه مخاطب وو ، نو سړۍ خطاب ته وايي چې را ځۍ نور د خلق او پرچم او مجاهد او طالب قصې پریږدو او نور د ملی وحدت او داسې لاری چارې ولټوو چې زموږ وطن ارام شي او صلحه راشي ، خو عمر خطاب یو وارې لیونۍ شوو وروره ، وروره ، صبروکړه ته سرپه خود چالان ېې خبرې کوې واېې چې امریکا – پاکستان ملامت دی ، ریس جمهور او ریس اجرایه صلاحیت نه لری ټول صلاحیت د امریکا سره دی هر څه ې سفیر دوی ته وایی هغه باید وشي وطن اشغال شوۍ دي ، نو بیرته عمر خطاب لیونۍ کیژي او ددغو نفر خبرې چې له جرمنی نه خبرې کولې قطع کوی او ورته واېې زه پوهیژم هره ورځ زه داخبرې کوم ته اوس که نوي څه لرې ووایه زړي بابولالې مه وایه ؟؟؟ نو عمر خطاب بیا ور ته وایی وګوره علومی پرچمۍ یو خاین دی او ده په پخوانیو رژیمو کې هم خیانتونه کړي او اوس هم د پارالمان څخه بیرته رایه تر لاسه کړه ولې داسې په سادګۍ علومی بیرته خوشي شو او درګرده مجاهدین لرې کوي او پرچمیان مقرروي ، وطندارانو اوس را شۍ تاسې قضاوت وکړۍ چې آیا دا وطن د عمر خطاب په تبلیغاتو او تحریکاتو جوړیژي ؟؟ آیا داوطن به تر کومه زموږ خلک زموږ روشن فکران ، زموږ پاک او تحصیلکرده او متخصصین په پرونیو القابو یادوي ، ته جناب خطاب – نور تاغونته متعصب او ناولي – تالي څټي وطن فروشان په دی پوهیژې چې اکثریت جنرالان – اکثریت پیلوټان – اکثریت مامورین – هماغه پروني خلقیان او پرچمیان دی چې تر ننه د دشمنانو سره مبارزه کوي وطن ساتی ، ستاسې مجاهدین خو په رشوت او چور کی غرق دی له جایدادو – قصرو او لوړمنزله تعمیرو نه ېې وپیژنه ، ، دتاسې دکوم جهادي رهبر – دکوم جهادي قوماندان تخصص نظامی وو ، تحصیلات نظامی مو کړی وو — کومه اکادمی مو چیرته ویلې وه — خریطه مو زده ده — په مثلثاتو ، فیزیک ، تاریخ ، کمیا ، بیولوژی ، انتر نیت ، په څه شي پوهیژي ، د تاسې د جهادی رهبرانو او جهادی قوماندانانو فقط لوړ تحصیلات صرف میر او قدری یا خلاصه یا شرح ملا وو او اخرین تحصیلات مو مدرسه ابوحنیفه وو ، (( کاکا عمر خانه ترکاني دبیزو کار نه دی )) ، حکومت داري د شادی کار نه دی ، دتاسې رهبران او قوماندانان فقط په غلا- چور – غصبولو – رشوت – د ملی اوردو په وسلو او مهماتو خرڅولو – د پاکستان – ایران – عربانو – امریکا نوکران او حلقه به ګوش مزدوران وو او دی ، باور وکړه زه چې د تا خبرو ته غوږ نیسم شرمیژم ته په خپله یو بیسیواده انسان ېې ، دا مهمه نه ده چې د اقتصاد فاکولته د ویلې ده خو د اقتصاد په تعریف اوس هم نه پوهیژې ، ته زما سره په سکایپ کې یو ساعته مصاحبه وکړه چې زه او ته خلکو ته د افغانستان په حالاتو خبرې وکړو او زه له تانه پوشتنه وکړم چې تا تر ننه کوم خدمت وطن ته کړۍ ؟؟ ستا تلویزیون ته در چارپیر کسان هم دتحصیل او تعلیم نه برخوردار نه دی ، سیاست کول ساده نه دی او سیاست کول دهر چړوس کار هم نه دی ، ته په خپله وايي چې ریس جمهور او ریس اجرایه صلاحیت نه لري ، او وطن اشغال شوۍ ، نو بیا د شاه شجاع ریس جمهور او ریس اجرایه نه څه طمع لرې ، ته په خپله واېې چې څوک کودتاه نه شي کولای او یو ولایت هم نه شي نیولای یا تر اخره ساتلۍ ځکه امریکا هلته ده ، نو بیا ولې تمامه ورځ دریس جمهور او وزیرانو غیبت او ور پسې تور او تهمت واېې ، راشه اصلی خبرو ته متوجه شه او نور د افغانستان خلک هم متوجه کړه او هغه دا چې نوۍ فورمول او نوۍ چال خلکو ته ور وښیه او هغه دا چې (( وطنوالو دریس جمهور غنی او عبدالله په موجودیت کی امنیت نه را ځي — بیکاري نه ختمیژي – مریضی نه کمیژي – رشوت نه قطع کیژي – انتحاری او بم ګذاری نه ختمیژي – غلا ، کډنپ کول نه خلاصیژي – د محاجرینو او بیکورۍ موضوع نه حل کیژي – د برق لوی بندونه نه جوړیژي – وسله وال پوځ ته هلیکوپترونه او جټ طیارې او مدرن توپچي نه اکمالیژي – کادرونه یعنی وزیران والیان ، سفیران ، معینان او ریسان د رشوت او واسطېې په ذریه مقرریژي – دکابل او نورو شهرو کانالیزاسیون نه جوړیژي او ډیر نور تاسې ور زیات کړۍ ))  ، ددې کارو د رفع یا برطرف کولو له پاره څه باید وکړو ؟؟؟؟؟؟؟؟
۱ – حکومت را وپرزول شي ؟؟
      ۲ – قیام سرتاسري وشي ؟؟
۳ – موقت حکومت جوړ شي؟؟
۴ – وسله وال پوځ ته مهم او ضروری تجهیزات دروسې نه واخیستل شي ؟؟؟.
۵ – د کوکچې — کمالخان — کنړ سیند – د پاسه بندونه شروع شي ؟؟؟
په څه ډول ؟ د چا له خوانه ؟ د چا په مشرۍ ؟؟  او کله ؟؟ او چیرته؟؟  دغه او نور موضوعات حل او فصل شي او د افغانستان خلکو ته چې د (  ۱۸  )  قدرتو (( غرب په راس کې ېې امریکا — اشرف غنی ریس جمهور -حامد کرزۍ –  اوه ګونه سونی تنظیمی رهبران — اته ګونه شعیه تنظیمونه – د پنجشیر توپک ماران یا حزب جمیعت اسلامی – طالبان – داعشیان –  دازبکانو رهبر جنرال دوستم – د اسماعیلیه رهبر سیدمنصور نادری – پاکستان – ایران – عربانو – چین – روسې- هندوستان – ترکیېې  )) له منګولو څخه په څه ډول خلاصوۍ ؟؟؟؟؟؟