از قهرمان‌سازی تا نقد تاریخی؛ بازخوانی کارنامه رهبران در شش…

 نویسنده: مهرالدین مشید بزرگ‌نمایی رهبران؛ ناسپاسی به آرزو های مردم افغانستان رخدادهای…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواری های عصر ساسانی(بخش۲)

علی میرفطروس -« عربِ بادیه نشین را رها کن و او…

پروفیسور استاد  نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد  نصیب الله سیماب سره، چې د…

پیام هستی

رسول پویان ز قلب هستی پیامی بـه گوش دل گفتند چه خوش…

افغانستان در آستانه بحران چند لایه؛ ابتکار خروج از جنگ

 نویسنده: مهرالدین مشید چه کسی باید ابتکار خروج از جنگ را…

فراتر از امیر؛ درون معماری قدرت طالبان

قسمت دوم: از هویت تا قدرت؛ چگونه یک سازمان خود…

نیهلیسم؛ محصول شکست سیاسی یا فردی؟

Nihilism. آرام بختیاری نیهلیسم یعنی پوچی، انفعال، زوال، بطالت، و فاقد هدف.  نیهلیسم…

گزیده‌ی اشعار شرمین ولی

اشعار کتاب اندوه ارغوانی یک سیب گزیده‌ی اشعار شرمین ولی مترجم: زانا کوردستانی (۱) پاییز…

فراتر از امیر؛ درون معماری قدرت طالبان

قسمت اول: مسئله فقط امیر نیست وقتی درباره طالبان صحبت می‌کنیم،…

بعد از ضربه چه می‌ماند؟

افغانستان و منطقه در عصر جنگ‌های فرسایشی Wahidullah Noorzai — Former…

دل دادن و دل بردن!

امین الله مفکر  امینی                2026-25-09 دلـــــدادن ودل بردن ودل بستن نباشد…

ایدئولوژی سایه ای سنگین برفراز اندیشه ها

 نویسنده: مهرالدین مشید              زنجیر های ناپیدای ایدئولوژی  انسان موجودی معناجو است. او…

علم ګل سحر

له ګران علم ګل سحر سره، چې د علم او…

فاصله میان قدرت و اثر

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

چند شعر کوردی با ترجمه 

چوون خەم و پەژارە  وڵاتمی داگیرکرد دەسوری داکوو دڵخۆشیان خەسان. ◇ در این سرزمین  غم حاکم…

نورستان؛ از خاطره یک جنگ تا آغاز یک دوره تاریخ

 نویسنده: مهرالدین مشید آغاز دوباره درگیری‌ها در منطقه کامدیش نورستان، خاطره…

افغانستان میان مهندسی قدرت و بازی امنیتی طالبان و پاکستان

 نویسنده: مهرالدین مشید درگیری طالبان  با مردم؛ فرار از حل بحران…

اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا

طرح دوسیه ۹۷ ملیونی اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا شامل…

ابو نواس اهوازی؛ نمایندۀ شادخواری های عصر ساسانی

(بخش 1)، علی میرفطروس ۳۱٫ شهریور ۲۵۸۵ شاهنشاهی هم باده، گوارا وُ هم…

نگاهی هنری و زیبایی‌شناختی

به آثار آیبک (موسی تاش‌محمدوف)  نویسنده بزرگ ازبکستان دوران شوروی برگردان. رحیم…

«
»

د کابل ـ ډهلي اړيکو؛ د آی ايس مشر په زړه خوړین کړی دی

له کلونو راهيسې پاکستاني چارواکي پر افغان حکومت نیوکه لري، چې د پاکستان په پرتله هندوستان ته ډير نيږدې دی او خوږې اړيکې ورسره لري خو په وروستيو کې د آی ايس آی نوی مشر نويد مختار د کابل ـ ډهلي اړيکو نيږديوالي ته په غبرګون کې وايې چې پاکستان کولى شي په افغانستان کې د هند رول د کمزوري کولو لپاره توندو يا يرغليزو لارو چارو ته مخه کړي، چې د نوي ډهلي لپاره د کابل نيابتي دريځ مخنيوى وشي. هندوستان ټايمز هندۍ ورځپاڼه وايې نويد مختار په امريکا کې د زدکړو پر مهال د “افغانستان، بديلې راتلونکې او پايلې” تر سرليک لاندې خپله يوه ليکنه کې ټينگار کړى چې پاکستان بايد په افغانستان کې د هند د اغېز په وړاندې مبارزه وکړي. سرچينه د آی ايس آی د نوي مشر په حواله وايې که افغانستان د يوې بلې غليمې مورچې په توگه را د بره کېږي او د هند لپاره يو نيابتي دريځ خپلوي نو اړينه ده چې پاکستان يې مخنيوى وکړي. د ورځپاڼې په وينا، نويد مختار د افغان طالبانو په وړاندې د پاکستان نورو پوځي مشرانو ته ورته ذهنيت لري، چې هغوى ته يې ځاى ورکړى او پلوي يې کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان، د افغانستان او هندوستان له نيږدې اړيکو زړه خوري او پرې نيوکه کوي بلکې له وړاندې يې هم بيلابيلو چارواکو ورته څرګندونې کړي او آن په افغانستان کې د هندوستان د نفوذ د مخنيوي په خاطر يې د وسله والو طالبانو د ترهګريزې ډلې په جوړولو هم اعتراف کړی. تير کال د پاكستان پخواني كودتايي ولسمشر پروېز مشرف اسامه بن لادن، طالبان، حقاني شبکه او نورې ترهرې ډلې د پاکستان اتلان وبلل. مشرف ويلي: ((په ١٩٩٠ کال کې کله چې کشميريانو د خپلواکۍ تحريک پيل کړ، نو موږ د وسله والو ١٢ ډلې جوړې کړې، هغوى ته مو روزنه ورکړه.))

پاکستان تل له کابل ډهلي نيږدې اړيکو ځوريدلی دی او د دغو اړيکو د شکولو او مخنيوي لپاره يې ډيرې هڅې کړي دي خو په دې يې فکر نه دی کړی چې څه باعث شول چې افغانستان خپل ګاونډی هيواد پاکستان پريږدې او له ليرې هيواد هندوستان سره اړيکې نيږدې او ژورې کړي؟

ډیر ښکاره او لکه د لمر په شان روښانه ځواب لري. لکه څنګه چې کلي په زور نه کيږي، مينه په زور نه جوړيږي او د يو چا په زړه کې ځای پيدا کول هم د زور خبره نه ده. نو همداسې په ډيپلوماسۍ کې هم د دوو هيوادونو تر منځ اړيکې هم د متقابل خوږ نيت له امله جوړيږي. له بده مرغه چې پاکستان هيڅکله د افغانستان لپاره ښه نيت نه دی درلودلی او تل يې د افغانانو په بربادۍ کې خپلې ګټې خوندي کړي دي. کله يې د مجاهد په نوم د ترهګرو ډلو په لاس د افغانانو وينه تويه کړې او کله يې د طالب او داعش په نوم افغان وژنې ته ادامه ورکړې ده. کله يې د اشرار او کله يې د جاسوس په نامه راته قومي مخور وژلی دی، کله يې په خپله او کله يې د طالب په مرسته د افغانانو د زده کړې او سرنوشت جوړولو تاسيسات ويجاړ کړي دي. او …

خو په مقابل کې هندوستان، هم په ډيپلوماسۍ  او هم په اخلاقي لحاظ پاکستان ته ماتې ورکړې ده. هندوستان د افغانستان ابادي او پاکستان يې بربادي کړې ده، هندوستان راته ښوونځي او نورې اړينې ودانۍ رغولې دي خو پاکستان مو د زده کړو ځايونو سوځولي دي. هندوستان مو زيربنايې پروژې پلې کړې دي خو پاکستان يې د تخريب هڅې کړې دي، هندوستان مو د ژوند د خونديتوب لپاره سړکونه جوړوي خو پاکستان يې د طالب په مرسته په دې نوم چې د کفارو په پيسو جوړ شوی دی؛ په بمونو الوځوي، هندوستان مو لکه د ورونو په شان په زړونو پورې نيسې او مينه راکوي خو پاکستان د سکني ورونو تر منځ هم د نفاق اور بلوي او په دښمنۍ مو اړوي. او …

نو تاسې قضاوت وکړئ چې د کابل او ډهلي اړيکې به څنګه نه نيږدې کيږي او له اسلام آباده به ولې واټن نه اخلي. دا چې پاکستان له لومړۍ ورځې راهیسې د طالبانو پټ او ښکاره ملاتړ کوي او روزنه يې کوي، نو افغانان هم اړ دي چې د پاکستان پر ځای د هند دوستي وپالي.

لیکنه : خوشحال آصفي