نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

د ښوونکي ورځ که د مېلې ورځ..؟

د اکتوبر ۵ مه نیټه د نړۍ په ډيرو هیوادونو کې د ښوونکي نړیواله ورځ پیژندل شويده. دغه ورځ د یونسکو سازمان لخوا د ۱۹۹۴ کال د اکتوبر له پنځمې نيټې راهیسې د ښوونکي د ورځې په نوم نومول شویده. د ښوونکي د نړيوالې ورځې د يادونې څخه هدف دا دی چې د ښوونې او روزنې کيفيت لوړ او اوچت شي. د ښوونکو د کار او ژوندانه کچه غوره شي او په خپله ټولنه کې خپل مناسب ځای او مقام لاسته راوړي. له بل پلوه دغه راز د ښوونکي نړيواله ورځ د خبرو اترو، منطق او په علم او پوهې سمبالو وګړو سره د يووالي او نړيوال پېوستون څرګندونه ده. دا ورځ موږ ته دا اصل را زده کوي چې غوره ښوونکي د ښې زده کړې ورکوونکي دي. د ښوونکي نړیواله ورځ د نړۍ له سلو په ډیرو هیوادونو کې لمانځل کیږي. په دې ورځ زیات شمېر زده کوونکي مقالې لولي، ښوونکي ستايي او معلمان یې فخر کوي او خوشحالېږي. دلته په افغانستان کې دغه ورځ په داسي حال کي لمانځل کيږي؛ چې د دغه هېواد ډېری ښوونکي له اقتصادي ستونزو سر ټکوي. ښوونکي شکایت کوي، چې د دوی تنخاګانې د دوی کورنۍ اړتیاوې نشي پوره کولای. دلته زمونږ په هیواد کې ناامني، اقتصادي ستونزې او کلتوري ننګونې د ښوونکو د ژوند د تامین پر وړاندې درې ستر خنډونه دي. د دې تر څنګ ډېر ښوونکي د سرپنا یا کورونو له نشتوالي سره هم مخامخ دي. ډېر داسې ښوونکي شته چې له خپلو تنخاګانو د کورونو کرایې هم ورکوي، چې له دې امله د دوی ستونزې څو برابره زیاتېږي. دا خو هغه ستونزې دي چې ښوونکي ترې سر تګوي، خو دلته ځینې نورې داسې ستونزې هم شته چې د ښوونځیو زده کوونکي او د زده کوونکو کورنۍ بیا له استادانو سر ټکوي.

یوه ستونزه خو دا ده چې دلته په هیواد کې د ګډ حکومت له جوړیدو سره سم رخصتۍ دومره زیاتې شوي چې په حقیقت کې زمونږ د ملت لپاره زهر ګڼل کيدلای شي، ځکه ملت له دومره کړاو او ستونزو سره لاس او ګريوان دی چې که د افغانستان هر وګړی ماشين هم شي نو باید یوه شيبه هم ونه دريږي،. له بده مرغه چې اوس زمونږ رخصتۍ د قانون له سرو کرښو هم واوښتلې. افغانستان په تیرو کلونو کې  تر سخت ناورين وروسته اوس اړتيا لري څو شپه او ورځ ورته کار وشي، خو د هیواد وګړي په وروستیو کلونو کې په يو کال کې ۱۱۵ ورځې رخصتی کوي، دې رخصتيو له دې سره سره چې يو لوري ته يي کاري کفیت ټيت کړی دی بل لوري ته يي  په کاري برخه کې هم ډيرې ستونزې را ولاړې کړي دي. له بل لوري زمونږ ډیری ښوونکي هم له ویش نه په تالا خوښ دي. که د حکومت له لوري یوه ورځ رسمي رخصتي اعلانیږي؛ ښوونکي مو زده کوونکو ته دوه ورځې له ځانه رخصتي ورکوي، په دې معنا چې له رسمي رخصتۍ یوه ورځ وړاندې او یوه ورځ وروسته په خپل سر رخصتي کوي. همدا شان د اختر څلور ورځې رخصتۍ مو آن پنځلسو او شلو ورځو ته رسیږي. او د ښوونیز کال په لومړیو کې کله چې ښوونځي پيلږي نو تر پنځلسو ورځو مو زده کوونکي ښوونځي ته سر نه ورښکاره کوي او بیا کله چې لږ شمیر زده کوونکي راشي نو ښوونکي؛ د زده کوونکو د کمښت له امله ښوونځیو ته نه ورځي.

دلته زمونږ یو شمیر ښوونکي داسې هم شته چې یوازې درس حفظ کوي او بیا یې د زده کوونکو په مخ کې له یاده وایي، ټول کمال یې همدا وي. نه شاګرد فکر کولو ته هڅوي، نه په درسي موادو، شکلونو، رسمونو، موډلونو، نقشو، او عملي کارونو درس ورته اسانه کوي.
له ورهاخو ډیری نورې ستونزې هم شته چې ډیری ښوونکي یې لري او د زده کوونکو په سرنوشت لوبې کوي. ښوونکي په بیلابیلو نومونو له زده کوونکو پیسې ټولوي او بیا پرې لکه د بیکاره ځوانانو مېلې کوي. دلته د ښوونکي د ورځې په نامه له زده کوونکو آن درې درې سوه افغانۍ ټولیږي او بیا پرې استادان میلې کوي. دا سمه ده چې د ښوونکي ورځ باید ولمانځل شي او د ښوونکي درناوی باید وشي خو داسې هم نه ده په کار چې یو زده کوونکی چې پلار بیچاره یې د ورځې دوه سوه افغانۍ دیاړي کوي؛ ښوونکی دې ترې ددغې ورځې د لمانځلو په خاطر درې سوه افغانۍ وغواړي.

د ښوونکي ورځ دې مبارک او نیکمرغه وي خو یوازې هغو ښوونکو ته چې په رښتینې معنا یې لکه شمعه ځان سوزلی او نورو ته یې روښنایې ورکړې ده، هغه ښوونکو ته دې مبارک وي چې د خپل سپیڅلې مقام په لمنه یې د ناغیړۍ تور داغ نه دی پریښی.