در مرز سایه و روشنایی انسان

 « از عشق تا خشونت ؛ سفربه درون انسان » تهیه…

نظم نوین

رسول پویان سازش به دشمنان وحشی ننگ است افـتــادن پا بـه پنجـۀ…

از  روح الله خمینی تا هبت الله؛ دو گلوله، دو…

نویسنده: مهرالدین مشید هبت الله گلوله ای از اعماق تاریخ؛ اما…

اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

«
»

د نواز شريف مکارتوب

په داسې حال کې چې پاکستان د روان کال د دسمبر یو دېرشمه نېټه په پاکستان کې د مېشتو افغانانو لپاره وروستی ضرب الاجل ټاکلی و؛ تيره ورځ د دغه هیواد صدراعظم نوازشریف د افغان کډوالو د اوسېدو موده د ۲۰۱۷ م کال د مارچ تر میاشتې اوږده کړې ده. نواز شریف ویلي چې د افغانستان کډوال د ۲۰۱۷ کال د مارچ میاشتې ترپایه پاتې کېدلی شي. نوموړي، دا پرېکړه د پاکستان د کابینې په غونډه کې کړې، او د سرحدونو وزیر عبدالقادر بلوچ ته يې امر کړی، چې په دې لړ کې دې د افغان کډوالو د مشرانو ترڅنګ له ځايي سیاسي او قبایلي مشرانو سره هم سلا مشورې وکړي. د کابل او اسلام اباد ترمنځ په دې وروستیو کې پر سرحدي مسايلو تر شخړو وروسته پاکستان کې کډوال ددغه هېواد د پولیسو لخوا ځورول کيږي او بنديان کیږي. په دې لړ کې ډېر شمېر کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي چې د رسمي سرچینو په وینا دا بهیر ډېر توند شوی. خو د پاکستان لومړي وزیر ویلي؛ د افغانستان خلک ددوی ورونه او مېلمانه دي او څوک به پرېنږدي چې هغوی د پاکستان په خاوره کې وځوروي. دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د افغان مهاجرو کمیشنر ډاکتر عمران زېب ويلي و، له لوی اختره وروسته به هره میاشت ۲ لکه ۴۰ زره افغانان خپل هیواد ته استول کېږي.

له دې وړاندې د پاکستان د لومړي وزیر نواز شريف ځانګړي استازي طارق فاطمي ويلي و نور افغان کډوال په خپل هېواد کې نه شي زغملی او هغوی باید په خپل خوښه افغانستان ته لاړ شي. نوموړي زياته کړې وه، چې پاکستان له تېرو څو لسیزو راهیسې نېږدې ۳ میلیونه افغانانو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی و، خو نور دا کار نه شي زغملای. همداشان څه موده وړاندې پخپله نواز شريف د سما ټلويزيون سره په مرکه ويلي و چې افغان کډوال په پاکستان کې په يوه امنيتي ننګونې بدل شوي دي. نوموړي ويلي و چې ترهګر د افغان کډوالو کمپونو ته انتقال شوي دي.

اوس پوښتنه دا ده چې داسې کومه خبره پيدا شوه چې د نواز شريف په نظر کې يې ۱۸۰ درجې بدلون راوست؟ همدغې نواز شريف خو په غير مستقيم ډول افغان کډوال تروريستان بلل؛ اوس څنګه په خپله خاوره کې د نوموړي پر وينا ترهګرو ته د اوسيدو موده غځوي؟ او همداشان اوس په پاکستاني چارواکو خو ويلي و چې نور افغان کډوال نه شي زغملی نو څنګه يې ناڅاپه د افغان کډوالو د منلو زغم پيدا کړ؟

نواز شريف د دوه اهدافو لپاره په پاکستان کې د ميشتو کډوالو د اوسيدو موده وغځوله.

لومړی : په افغانستان کې د خپل بازار له لاسه ورکولو ډار: د راپورونو له مخې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې له دې وروسته پاکستان هېواد ته اجازه نه ورکول کيږي، چې خپل سوداګريز مالونه د افغانستان له خاورې د منځنۍ اسيا هېوادونو ته ورسوي. په وروستيو کې چې اسلام اباد د واګې بندر له لارې د افغان سوداګرو مالونو ته اجازه ورنه کړه، چې هندوستان هېواد ته يې ورسوي، او همداشان يې د افغان سوداګرو پر مخ د چمن ـ سپين بولدک لاره د څو ورځو لپاره وتړله نو ولسمشر غني هم د پاکستان دغه عمل ته په کتو سره په ورته او ځوابي اقدام لاس پورې کړ. ولسمشر غني ويلي پاکستان ته نور له افغان خاورې د تجارتي مالونو د لېږد رالېږد اجازه نشته.

له بل لوري څو ورځې وړاندې افغانستان د لومړي ځل له پاره د چین په شان لوی اقتصادي هېواد سره وصل شو او د ۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت حیرتان بندر ته يې لومړني تجارتي مالونه ورسېدل. همدارنګه ایران هم ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به د هرات ـ خواف ریل پټلۍ هم جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپاري. نو نواز شريف پوه شو چې هيواد يې د خپلو توکو لوی بازار (افغانستان) له لاسه ورکوي نو د دې لپاره چې د پاکستان پر وړاندې د افغان حکومت دريځ نرم کړي او پاکستاني مالونو ته اجازه ورکړي څو افغانستان ته او د افغانستان له لوري نورو اسياسي هيوادونو ته صادر شي؛ په دغه مکارتوب لاس پورې کړ چې ګويا افغان کډوال ددوی ورونه او مېلمانه دي او څوک به پرېنږدي چې هغوی د پاکستان په خاوره کې وځوروي.

دويم : پر افغان حکومت د فشار د الې ساتل: دا چې له کلونو راهيسې پاکستاني حکومت په پاکستان کې ميشت کډوال په افغان حکومت د فشار د آلې په توګه کارولي دي او اوس چې په شدت سره يې هیواد ته د راستنيدو بهیر روان دی نو پاکستان په دې فکر کې شو چې پر افغان حکومت يې د فشار آله له لاسه ورکوي. د همدې لپاره چې په راتلونکې کې که د کابل او اسلام په اړيکو کې شګه پيدا کيږي نو پاکستان به يو ځل بيا د تیر په څېر له افغان کډوالو د فشار د آلې په توګه کار واخلي؛ اوس يو ځل بيا غواړي په پاکستان کې د افغان کډ‌والو د اوسيدو موده وغځوي. خو په پاکستان کې ميشتو افغان کډوالو ته په کار ده چې د نواز شريف په مکر او فريب ونه غوليږي او د تل لپاره خپل هيواد ته راستانه شي. همدا شان افغان حکومت ته هم په کار ده چې له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنيدو لړۍ چټه کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي