خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

د غني او مودي هڅو رنګ راوړ

وروسته له هغې چې د افغانستان په ګډون څلور هیوادونو هندوستان، بنګله دېش او بوتان د راتلونکې نومبر مياشتې په نهمه نيټه په اسلام آباد کې د د سارک یعني د سیمه ایزې همکارۍ لپاره د جنوبي اسیا د هیوادونو د ټولنې غونډه تحريم کړه؛ پاکستان د دغې غونډې د لغوه کيدو اعلان وکړ. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د سارک سرمشريزې د ځنډيدو اعلان کړی او د هندوستان له خوا د دغې غونډې د جوړيدو پر ځنډ خواشيني ښودلې. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د هندوستان لخوا په اسلام آباد کې په غونډه کې د نه ګډون  کولو پريکړې خواشينې کړي او دا يې د نريندرا مودي د هغو څرګندونو خلاف بللي چې د سيمې د غربت د له منځه وړلو په اړه يې کوي.

پاکستان په اسلام آباد کې په نومبر مياشت کې ترسره کيدونکې د سارک یا د سیمه ایزې همکارۍ لپاره د جنوبي اسیا د هیوادونو د ټولنې غونډه په داسې مهال لغوه کوي چې د هندوستان په ګډون له افغانستان او امريکا سره يې اړيکې خړې شوي دي. خو پوښتنه دا ده چې پاکستان ولې د دغې ارزښتناکې غونډې د لغوه کيدو اعلان وکړ؟

پاکستان د دوه هدفونو لپاره د سارک غونډې د لغوه کيدو پريکړه کړې ده:

۱ــ له نړيوال شرم نه ځان ساتل

پاکستان په وروستيو کې د خپلې ترهګر پالې پاليسۍ له امله په سيمه او نړۍ کې يوازې پاتې شوی دی او راتلونکی يې په انزوا کې ښکاري. د دغې هیواد په خلاف د افغان ولسمشر نه ستړې کيدونکې هڅې او د هندوستان لومړي وزير نريندار مودي سخت دريځ؛ د دې سبب شوی چې نړيوالو ته د پاکستان اصلي ترهګريزه څېره بربنډه شي. اوس هڅې داسې روانې دي چې پاکستان په نړۍ کې د ترهګرپال هيواد نه بلکې د ترهګر هيواد په توګه وپيژندل شي. له همدې امله دی چې لومړی هندوستان په اسلام آباد کې د نومبر په میاشت کې ترسره کيدونکې د سارک غونډه د پاکستان د ترهګريزو کړنو له امله د احتجاج په دود تحریم کړه او ورپسې افغان ولسمشر غني هم د مودي په ننګه او د پاکستان د ترهګرې څېرې د بربنډيدا په خاطر په دغې غونډه کې ګډون رد کړ. همداشان بنګله دېش او بوتان هم ممکن په همدې خاطر چې د پاکستان اصلي څيره په نړۍ کې افشا کړي او يا د نورو ستونزو له امله د سارک غونډه تحريم کړې وي. خو په ټوله کې په لویه کچه په ياده غونډه کې د څلورو هيوادونو نه ګډون د پاکستان لپاره يو نړيوال شرم و چې اوس ځان ته د اوړو پوزې د ايښودو په خاطر يې ياده غونډه لغوه کړه.

۲ــ له هندوستان او نورو مخالفو هيوادونو سره مخالفتونه يو طرفه کول

د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون ويلي چې د کشمير په لانجه کې به د هندو او پاکستان تر منځ منځګړيتوب وکړي. څو ورځې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفيرې مليحې لودهي هم ويلي و چې وضعيت په اټمي وسلو د دوو سمبالو هيوادونو تر منځ په بيړه د خرابيدو په لور روان دی او د ملګرو ملتونو سرمنشي دې په دې برخه کې مداخه وکړي. اوس بانکي مون د دواړو هيوادونو منځګړيتوب ته چمتووالی ښودلی او له دواړو هيوادونو يې غوښتي چې له صبر او زغمه کار واخلي. اوس پاکستان د دې لپاره چې له هندوستان سره د مخالفت مساله يو طرفه شي نو د ملګرو ملتونو منځګړيتوب ته انتظار باسي. کله چې د دوی تر منځ سوله وشي او تر منځ يې اړيکې عادي حالت ته راوګرځيږي نو پاکستان به بیا په دغه هيواد کې د  سارک غونډې د جوړيدو وړانديز کوي.

له پاکستان سره د هندوستان اړيکو په بیرته عادي حالت ته راتګ سره به د کابل ـ اسلام او اسلام ـ واشنګټن تر منځ اړيکو کې هم ښه والی راشي. نو پاکستان اوسمهال د همداسې يوې موقعې په انتظار دی چې د سيمې له هیوادونو سره اړيکې بیرته لومړني حالت ته راوګرځي او وروسته به بیا په دغه هيواد کې د سارک يا د سیمه ایزې همکارۍ لپاره د جنوبي اسیا د هیوادونو د ټولنې د غونډې جوړيدو لپاره وړانديز وکړي.

لیکنه : خوشحال آصفي