د خیر او شر مجادله
مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغاني »
د بشر په تاریخ کښی د خیر او شر مجادله روانه ده ، په دی مجادله کښی ډیر بیرحمانه تور ټکی لیدل کیږی او د وحشت ، بربریت او د تجاوزونو آثار شته دی ، خو د شکر ځای دا دی چی هر وخت داسی سپیڅلي عناصر پیدا شوی دی چی د خلکو د نجات لپاره ئی نه هیرونکی هاند ویستلی دی .
هغه او هوغه ګوری چی څومره بی عدالتی ئی وکړی ، څومره د مظلومانو او بی وسی انسانانو د آهونو موجب شول ، د یتیمانو او یسیرانو د اوښکو ډکی سترګو خو مو ډیری لیدلی دی ، د کونډو د ژوند زړه سوزونکی صحنی خو در په یاد دی ، لوږی ، تندی ، برنډوالي ، بی کاري ، ناجوړي ، بی علمي او بی سوادي خو تر اوسه د مهم بحث موضوع ده .
حقیقت دادی چی دا ټولی بی نظمی ، بی عدالتي او اقتصادي تنګسي د همغه ملاکي او فیودالي نظامونو د نا معقولو حرکاتو محصول دی خو بیا هم د شکر ځای دادی چی په عین همغه ، د استبداد ، فرعونیت او خود سری په دورو کښی د پاکو، حساسو او مثالی هڅو او هیلو خاوندانو پوره عاقلانه او عاملانه زیار ایسته چی د انسانیت ، بشریت او وطنیت په خاطر اجتماعي او په زړه پوری بدلون راولی نو په دی مناسبت وایم :
تا په هغه تورو تاریکو دوروکښی د نور احساس کولو او د نور په خوادی شدیده هڅه وه ، هیله دی درلودله چی د تاریکی توری پردی به څیری شی او د نور دوره به راشی .
ته هغه وخت مایوسه نه وی بلکه د مایوسی په شرایطو کښی دی د ځوانانو د امیدواری منابع او د هڅو او هیلو مراکز تخنول او د نظم او تشکل د راوستو لپاره دی نه ستومانیدونکی هاند ویسته .
هغه وخت ډیرو د پاکو هڅو او هیلو فکرونه او مغزونه و ټکول شول ، ډیرو په زندان کښی د مرګ د کاسه په سر واړوله ، ډیرو فکر او تعقل خاوندان د مایوسی سره مواجه شول .
ډیرو ښه د استعداد ځوانان مرتجع شول او د ارتجاعي بادارانو او د توری ارتجاع په خدمت کښی ئی لویی ، لویی چوکی واخستلی .
ډیر د لویو او وړو چوکیو خلک چی د ظلم ، استبداد او د انحراف د حرکت سره یی جوړښت ونه کړو په ډول ، ډول ترخو حالاتو مواجه شول ، چور شول ، ترور شول ، له صحنو ووتل ، په دسیسو مبتلا ، پروپاکنډی ورپسی وشوی ، مختلف تورنه ورباندی ولګیدل ، بدنام ، بی حیثته ، په اقتصادي فشار اخته ، په جیلونو کښی بندیان ، فامیل اولادونه ئی تباه شول .
هغه وخت به مو په یاد وی چی د علم او پوهی معیار او مقیاس په ارتجاعي ساز شو نو کښی لیدل کیده .
هغه به موهم په یاد وی چی چالاکانو به سرویس ته دختلو او ور څخه د ښکته کیدلو په وخت کښی د خپل نوبت خیال نه ساتلو.
هغه وخت د مرتجعو عناصرو سره مترقی ذهنیت د خلکو په زورولو او ړبرولو کښی وه .
هغه وخت د اخلاقو ستاینه په چاپلوسی او تملق کښی لیدله کیدله .
هغه وخت ورځی ته شپه او شپی ته ورځ ویل د مستبدو بادارانو د وروځو په اشاره علم ، فضل او کمال حسابیده .
هغه وخت اکثر کاذب شخصیتونه د صحنو په مخ لوبیدل او په ډیری بی شرمی به یی د خلکو په مقدراتو طفلانه لوبی کولی خو سره د دی ټولو آفرین او شابس په تا چی د خلکو د خدمت په لیاره کښی د خپل هوډ او تکل څخه وانه اوښتی او په عاقلانه او عاملانه ډول دی دننه د ارتجاع په سټه کښی مترقی زری داخلی کړی او په یو نه باورکیدونکی تکتیک دی د وطن د دښمنانو ریشی وویستلی .
هیر به می نشی هغه وخت هم چی زه د خلکو ، وطن ، حقیقت او عدالت د مفکورو د تامین لپاره مصمم شوم او د اقبال دا لاندی شعر به می زیات لوسته :
تیشه ام را تیز گردانی که من ـــ محنتی دارم فزون از کوه کن « اقبال »
یاره ! هر څه به می هیر شی . مګر؛ په دی وطن کښی می د مستبدو او مغرورو کسانو نخری ، نه هیریږی .
هو : هغه څه چی ما په دی وطن کښی د بی عقله واک دارانو څخه لیدلی دی؛ هغه د هیریدو نه دی . خو خوښ یم چی د خلکو په ضد می هیڅ کله، هیڅ قدرت ته د تسلیمیدو سر په رکوع او سجده نه دی ایښی .
خوښ یم چی د شرایطو په تناسب می د ترقی ، نهضت او پر مخ تګ په خوا هڅه کړی ده . خوښ یم چی یو عمر می د فرعو نیانو په مقابل کښی د خپلی وسی مجادله جاری ساتلی ده او د مرګ تر آخری سلګی به د خلکو د خدمت په لیاره کښی خپل د توان مساعی جاری و ساتم .
حقیقت دا دی چی : د خیر او شر مجادله کښی ، ستر قهرمانان سرټکوی او د سترو خدمتونو مصدر ګرځی .
****
« سعید افغاني »
۱۳۵۷ هجري شمسي ــ کابل
ترتیب کوونکی : برهان الدین « سعیدی »