جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

د تذکرې پر لومړي مخ افغان کلمې څخه، نه تیریږو!

     

د افغان په ننګ مې وتړله توره

ننګیالی د زمانې خوشحال خټک یم

خوشحال بابا

نن مې د تاجیک میډیا په بریښناپاڼه کې چې د افغانانو ترمنځ د کرکې او بېلتونپالنې په خپراوي کې له څو کلونو راهیسې له بهره دنده لري د یو مشهور سیکټاریست، دریادلي په نوم د « شترهای تان را از شناسنامه های ما بیرون کنید» تر سرلیک لاندې لیکنه کې ولوستل چې « پس از ماه ها گفتگو و کشمکش، نماینده گان شورای ملی متن و شکل و دیگر نکته هایی را که در شناسنامه نمایانده شوند، نهایی ساختند و برای رییس جمهور فرستادند که مهر تایید بر آن بزند. واژه ” افغان ” از شناسنامه برداشته شده است . نام، نام خانواده گی، سن و نشانی و محل تولد و دین در روی شناسنامه به چشم خواهند خورد .

این که کلمه ” افغان ” از شناسنامه زدوده شد، یک پیروزی بسیار بزرگ برای همه کسانی است که به خاطر دور انداختن نام اوغان از شناسنامه های نو، مبارزه کردند و یک ضربه کاری و کشنده است»

همدارنګه د مقالې لیکونکی ملي ارزښتونو او افغانانو ته د یو لړ نورو سپورو ستغو اوکنځلو په ترڅ کې زیاتوي « رستاخیز شانزدهم آذر ( قوس ) سال 1392 در پاک ساختن لکه ننگین نام ” اوغان ” از جبین شناسنامه های نو، نقش بسیار اساسی و تعیین کننده داشت. در آن روز، برای نخستین بار در تاریخ خونین دو صد شصت و چند ساله اوغانستان پنجهزار نفر که بیشتر شان جوانان دلیر تاجیک بودند، به خیابان ها ریختند و فریاد زدند که ” ما افغان نیستیم ! “»

همدارنګه  د ژوندون ملي تلویزیون خپرونې هم ددې خبرې پخلی کوي چې د ولسي او مشرانو دواړو جرګو د شخړیزو چارو د حل ګډ پلاوي هم ، د تړلو دروازو ترشا او د غیبي لاسونو په مرسته، د تذکرو پر مخ د افغان کلمې له لیکنې سرغړولی او د افغانانو له دوه غوښتنو یاني د تذکرې پر مخ د افغان او دین د کلمو له لیکنې څخه يي یوازې یوه غوښتنه، د دین په نوم، د تذکرې پر مخ منلې او د توشیح لپاره يي ولسمشر کرزي ته استولې.

 لکه څنګه چې ټول خبر یوو، د افغانستان ولسي جرګې د روان میلادي کال د مۍ په ۳۰ مه، په غوڅ اکثریت پرېکړه وکړه چې تذکرو کې دې د قوم پر ځای یوازې د ملت (افغان) کلمه ولیکل شي.

په دې اړه د BBC د هغه مهال په یوه راپور کې لولو «  قانون جوړوونکي وايي، په ډېټابېس کې د هر قوم ځانګړنې شته، خو یوازې د تذکرې په کارت کې د افغان ټکی ذکر شوی دی.

د افغانستان د نفوسو د ثبت قانون چې شاوخوا يوه اونۍ وړاندې د ولسي جرگې له خوا تصويب شو اوه څپرکي او نهه ديرش مادې لري، چې تر ټولو لانجمنه برخه يې د شپږمې مادې څلورم بند و چې په هغې کې ويل شوي و چې د هر افغان د قام او ټبر پر ځاى دې د افغان ټکى وکارول شي.

د دغه قانون د تصويب پر مهال هم د دغه بند په وړاندې غبرگونونه په ډاګه شول، خو د رايو له کارونې وروسته دغه ماده په بشپړه توگه تصويب شوه.

قانون جوړوونکي وايي، په ډېټابېس کې د هر قوم ځانګړنې شته، خو یوازې د تذکرې په کارت کې د افغان ټکی ذکر شوی دی.»

اوسمهال چې ولسې جرګه کې د نظارشورا د یوې ټاکلې کړۍ په توطیه، ټوله ولسې جرګه یرغمل نیول کیږي او په مشرانو جرګه کې هم داسې کړۍ د ولسې جرګې پخوانۍ پریکړه له منځه وړي او بیا په ګډه د تذکرو پرمخ  د افغان کلمې لیکنه غورځول کیږي، دا په حقیقت کې د افغانیت په وړاندې یوه کودتا ګڼل کیږي چې روسته نور ابعاد به يي هم یو په بل پسې ورو ورو راڅرګند شي!

دا د سیکټاریست دریا دلي د څرګندونو خلاف چې وايی « پنجهزار نفر که بیشتر شان جوانان دلیر تاجیک بودند، به خیابان ها ریختند و فریاد زدند که ” ما افغان نیستیم ! “»

د لاریون او افغان ضد نارو پایله نه ده، بلکې په ولسې او مشرانو جرګه کې د نظارشورا د کړۍ، پلان شوې توطیه ده چې سرچینه يي له هیواده بهر پيلیږي. په دې توطیه کې له نظارشورا سربېره، چې ښکاره د دریځ پر سرنڅیږي د ایران او پنجاب لاسونه هم له ورایه څرګند دي.

د افغان او افغانستان نوم په سیمه کې د ایران او پاکستان په زړه تور داغ دی اوغواړي د نظارشورا او په ولسې او مشرانو جرګه کې يي د خپلو نورو لاسپوڅو په مټ د سیمې له نقشې وتوږي.

که په ولسې، مشرانو جرګه او حکومت کې ددغو پردیو دېره تالي څټې نه وي، څنګه کېدای شي د افغانستان د یوې وړې درې لکه پنجشیر یو څو ډاکوان دې د افغانستان په برخلیک لوبې او جوارې وکړي!

که څه هم په ښکاره داسې ښکاري چې د افغانستان  په حیثیت ، راتلونکې او تاریخ لوبې چې نظارشورا او په دولتي واک کې نوره شریکه مافیايي مخته وړي د ولسمشر کرزی له پام او سترګو لیري وي، خو ددې سناریو ټولې برخې یو په بل پسې د کرزي د واک په مهال او دده تر چپن لاندې ترسره کیږي، هیڅوک دا نه شي منلای چې کرزی دې ددې لويي توطيي له بېلا بېلو پړاوونو، نه وي خبر!

اوس چې د ولسې جرګې او مشرانو جرګې لوبغاړو د سریال روستۍ برخه ولسمشر کرزي ته استولې، افغان ملت به وګوري چې کرزی د دوی له برخلیک سره څه کوي؟

که کرزی هم له افغان نوم سره ورته جفا وکړي او د نظارشورا په پل قدم واخلي، پریکړه به يي افغانان ونه مني، هسې به په تاریخ کې خورا بد او تور نوم پریږدي او تاریخ به د نورو په سر کې له کرزي، پوښتنه وکړي!

همدا نن که نظارشورا او د هغوی ایراني او پنجابي ملاتړي، د افغان په کلمه راایسار نکړای شي، نورې توطيي هم یو په بل پسې راروانې دي.

چې افغان کلمه حذف شوه، د افغانستان نوم خپله بې دروازې قلا پاتیږي او دوام ته يي اړتیا نه لیدل کیږي.

د افغانستان د پیسو نوم افغانۍ، ملي سرود، ملي اصطلاحات، عسکري نومونه، د افغانستان خپلواکي، تېر تاریخ ، ویاړنې او ملي اتلان ټول تر نقشې لاندې دي!

ناپوه اکثریت او خاین اقلیت، تل د سراښو ګاونډيانو او د افغانستان د بدخواهانو د لاس اله ګرځي!

موږ د تذکرو پر لومړي مخ د افغان کلمي لیکنه غواړو او له دې څخه، نه تیریږو!

نه تیریږو !

نه تیریږو!

د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۱۵ مه

سرلوڅ مرادزی