فلسفه هایدگر میان تبلیغ فاشیسم و آنتی کمونیسم

Martin Heidegger(1889-1976)  آرام بختیاری کج فهمی فیلسوفان مذهبی دانشگاهی وطن از هایدگر. چرا…

سفر ملاهبت الله به کابل ؛ نشانه های زوال یا…

نویسنده: مهرالدین مشید نبض زمان و رقم خوردن شمارش معکوس در…

جامعه دین زده چگونه است؟

عبارت از جامعه می باشد٬ که دیندار از دین٬ چون…

نوای خلقِ غمدیدهء بغلان!

امین الله مفکر امینی       2024-13-05 آسمـان گرفته سخت برما، زمیــــن از سوی…

تنهایی و غربت شناخت نامه ی تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دیگری از تنهایی و غربت روایت تبعید یعنی…

دست یاری 

بر بلای سیل بغلان مبتلا است  ساکنان اش زین مصیبت در…

تجلیل از روزمادردرکشورشاهی هالند

بتاریخ 12می سالجاری درشهرارنهم کشورشاهی هالند محفل باشکوهی ازسوی شوراي…

بجنبید ایکه خود ها، حامییان حقوق بشرخوانید!

امین الله مفکر امینی       2014-13-05! ندانم چطور گویم ویا به تصویر کشمدردوناله…

اینجا بغلان است، آدمیت را سیل برده است!

سیامک بهاری “ما نه غذا داریم، نه آب آشامیدنی، نه سرپناه،…

خشم سیلاب

رسول پویان خانه و باغ و زمین و روستا ویران گشت خـشـم…

 قاضی ی شهر شرف

محمد عالم افتخار مال تاجـر غرق دریا گشـته بود تاجر آنجا محوِ…

خیزش های مردمی نشانه های شکست طلسم وحشت طالبانی

نویسنده: مهرالدین مشید تبعیض، حرمت شکنی و استبداد کار نامه ی…

مادر

ای مادر من فرخ و آباد بمانی پر خنده به لب…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

انتظارم، بوی سیگارهای زر گرفته... و روزهای تلخِ نیمه سوخته میان بغض خاموشت…

جنگ قدرت ها

رسول پویان جنگ قـدرت ها دل زخمین وخونین آورد جـای صلح و…

افراطیت پادزهر خیانت رهبران اسلام سیاسی و یا شکست مبارزات…

نویسنده: مهرالدین مشید علل و عوامل یا چگونگی و چیستی باز…

زبان آریایی یا آریویی چی شد؟

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ——————————— زبان بازتاب خرد آدمی است و انسان…

تعامل 

نور محمد غفوری از چندی به اینطرف در مکالمات و نوشتار…

جمال غمبار

آقای "جمال غمبار"، (به کُردی: جەمال غەمبار) شاعر و نویسنده‌ی…

چین کاوشگری به نیمه تاریک ماه فرستاد

منبع تصویر، GETTY IMAGES ۱۴ اردیبهشت ۱۴۰۳ - ۳ مه ۲۰۲۴ آژانس فضایی…

«
»

د افغانستان د ملي شناخت امتحان او د ډیپلوماسۍ دستګاه ملي ـ تاریخي فرض!

لیکنه: قاضي نجیب الله جامع

د فرانسي ولسمشر امانویل مکرون تیر کال د اروپایی ټولنی سرمشریزې ته په خطاب کې د چین اړوند وویل: کله چې د پاریس د اقلیم د بدلون د تړون خبره وی نو چین زموږ یو نږدی شریک دی، همدارنګه که د سوداګرۍ او اقتصادی تعاملاتو موضوع وی نو چین زموږ رقیب دی، ولی که د سیمه اییزو سیاستونه او امنیتي بحثونو خبره وی لکه د هندي پېسېفېک موضوع، بیا چین زموږ حریف دی.

یانې اروپایی ټولنه که څه هم چین په سوداګرۍ کې یو بې خطره شریک ګڼي، ولي په نظامي او سیاسي حضور کې بیا د چین دریځ او رول ته د یوه سرسخت رقیب او حریف په سترګه ګورې. ځکه هم دغه اتحادیه هڅه کوي چې د خپلو ګټو او نفوذ د خوندیتابه لپاره په هند ـ اقیانوسیه سیمه کې تر ټولو ښه ګزینه هند غوره کړې.
همدارنګه په یو بل دریځ کې که څه هم د هند او چین ترمنځ په جیوپولټيک او جیوګرافیکل برخه کې ګڼ ټکرونه او اختلافات شته، مګر په اقتصادی ډګر کې چین په تیر ۲۰۲۰ کال کې د ۷۸ ملیارډ ډالرو په ارزښت د هند تر ټولو ستر او لومړی درجه شریک وو.
له چین غوندې تړلی کمونیستي ځواک سره د اروپایی ټولنی د ګټو او ستراتیژیکو موخو د تعقیب سیاست، چې په هنګ ګانګ کې د ډیموکراسۍ غوښتونکو او په سینکیانګ کې د اقلیت ایغور مسلمانانو په ځورولو متهم چین په هرڅه یې سترګې پټې کړی، یا د ترکیې چالاکه اردوغانې پان تورکیست دکتورین او تر ټولو مهم داچې د کمزورې جیو ستراتیژیک ارزښت لرونکي اردن او د نړۍ له طبیعی مزایاوو خالی سینګاپور د راپورته کېدو تجربو څخه که د ماوتڅه د انقلابی ـ ریاضتي لیدلور ترڅنګ مطالعه شي نو په اوسنې پیر کې د ګڼو نورو ملتونو، هېوادونو او حکومتونو دا بریالۍ تجربي، لیدلوری او لارې چارې افغانستان ته د یوه ځان جوړنکې او ځای موندونکې ملت دولت په توګه مهم چوکاټونه واضح کوی.
د افغانستان اوسنې واکمنان د یوه داسي طرف په توګه چې د تیرې نیمي پیړۍ ناخوالو او د یوې پیړۍ سیاسي بی ثباتۍ ورته یو مات، منزوي او کمزورې افغانستان په میراث پرې ایښی، ددې هرڅه کابو کول، د ولس د انتظاراتو اقناع، د سیاسي ـ استخباراتي جنجالونو حل او په لویه کې د اقتصادي ـ سیاسي ګړبړونو د رامنځته شوی بندون ماتول د یوه هوښیار، زیرکه او عقلانیتګراه سیاسي مصلحتونو د درک او پرې د عمل کولو فعاله او خوځنده سیاست، ډیپلوماسي او لابي غواړي.
طالبان باید د شریک، رقیب او حریف په ستراتیژیکه معادله کې د افغانستان د بهرنی سیاست د دستګاه او یوې قاطع سیاسي داخلی اجماع له دریځ او اړخ څخه د بهرنی سیاست لومړیتوبونه د سیاست، اړیکو او نفوذ لرونکې لابی پر بنسټ راوپنځوی.
همدارنګه د قطر، روسيې، چین، پاکستان او تر یوه کچې د ترکیی، ایران، ترکمنستان او ازبکستان پورې د اقتصادي، سیاسي او امنیتي مبادلاتو بازار ګرم، نږدی او د دوی له اوچت پوټانیشل څخه د اروپا او امریکا د ظالمانه فشار سره د مقابلې او دفعي په لار کې کار واخلي.
د طالبانو له واکمني تر نن پورې د افغانستان د اا چلند او د ډیپلوماسۍ دستګاه په سټیج نړۍ ته مخابره شوی پیغامونه مهم او تر ډیره د ستایني وړ دې.
د ماسکو فرمټ را روانه ناسته بل هغه مهم فرصت دی، چې که طالب مشرتابه د قطر له یوشمیر معقولو انتظاراتو سره تعامل وکړي او دوحی ته تللی پلاوی د قطر په لابی د نړۍ له ارتباطی خونو سره په دوحه کې د مهمو مسایلو په سر، سر وجنګوی او د دروازو ترشاه سیاست او چېنو وهلو باب خلاص کړي، نو دا ممکن او حتمي دی چې، امریکا او د اروپايی ټولنې مهم غړی هېوادونه د ماسکو په فارمټ ناسته کې رغونکی شتون ولری او یا لږ تر لږه جوړونکې پیغامونه مخابره کړي.
زه منم، تاریخ به دا ولیکي او اوسني هرڅه ددې واقعیت ګواه دې چې، د نظامي ډګر اتلو، پښې لوڅو او نیم نسو ـ ټپي، ټپي او د سرښندونکو نظامي معرکې او مجاهدت د ډګر اتلانو اوسنې بدلون، ادلون او تاریخی زمېنه پخپلو سرښندنو او ځان تیریدنو سره رامنځته کړې.
ولي اوس د سیاست ډګر په لرلیدونکو، عمیق فکره او با درایت مشرانو او سیاستوالو پورې اړه لری او دایې کار، قرار او کردار دی چې د سیاست او جګړې د میدانو دا ګټلي عزت څنګه ساتي، پالي او د لری او نږدی شریکانو، رقیبانو او حریفانو سره د ملي شناخت، اعتبار او ګټو په محور څومره تورزنې کولای او په لویه کې له دغه سخت امتحان څخه څنګه ځان، ولس او د یوه ملت تاریخ له بیا تکراره ژغورلی شي.
درنښت