افغانستان در چهار راۀ رقابت های ژیوپلیتیک و ا ستراتیژی…

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتژیک پاکستان و هند تا عمق…

جنگ های فناورانه وفکری در عصر جدید ، بررسی جایگاه…

مقدمه . إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلا غالِبَ لَكُمْ وَ إِنْ يَخْذُلْكُمْ…

خطر متافیزیگ نادیده گرفته شد

Metaphisiker. آرام بختیاری فلسفه متافیزیک؛ رونق دین، اعتراض سکولاریسم.  نوع تفکر متافیزیکی در…

مرگ چیست؟

برهان الدین « سعیدی »  به روز مرگ چو تابوت من…

وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

«
»

د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز  پرانیست غونډه

د افغانستان د سوداګریزو شخړو د حل مرکز د پټۍ په پرېکولو سره رسماً پرانیستل شو. په دغه پرانیست غونډه کې شاوخوا ۱۲۰ خصوصی متشبثینو ګډون درلود. دغه مرکز په کابل ښار کې موقعیت لري او په ملی او نړیواله کچه د منځګړیتوب خدمتونه، د حساب د تصفیې خدمتونه او په نږدې راتلونکی کې به د حکمیت خدمتونه وړاندې کړي.

د افغانستان سوداګریزو شخړو حل مرکز د شخړو د حل لپاره یو نوي مرکز دی. چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونېپه نوښت او د حرکت محترمې ادارې په مالي مرسته او د ADR Center په تخنیکی همکارۍ جوړ شوی دی. د دې مرکز موخه په چټکه، مناسب، مسلکي او رڼه بڼه، د شخړو د حل لپاره د بدیل حل لارې وړاندې کول دي. د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز هدف دا دی چې، د ګړندیو، عادلانه، باوري او په لږ لګښت د شخړو د حلولو له لارې، د سیمی شرکتونو د سوداګریزو شخړو د راجذبولو او د سوداګرۍ د بهیر د ښه والی په برخه کې رغنده رول ولوبوي. د دې مرکز د خدمتونو او د منځګړیتوب غوښتن پاڼو د ډکولو څرنګوالی په اړه د لا ډېرو معالوماتو لپاره زموږ ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ.www.acdr.af

د دې مرکز په پرانیست غونډه کې، د سوداګرۍ او صنایعو وزیر، د اتاق د مدیره پلاوی غړي، د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز مدیره هئیټ غړي او د حرکت ادارې اجراییه رئیس ګډون درلود.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوی لومړي مرستیال ښاغلی الحاج خانجان الکوزی، د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز د شخړول د حل و فصل کولو پر اهمیت خبري وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر ښاغلی همایون رسا، د دې مرکز په پرانیست غونډه کې د خپلې وینا په لړ کې، دافغانستان د سوداګریزو شخړو حل له مرکز څخه خپل غوڅ ملاتړ څرګند کړ. نوموړي د دغه شان مرکز جوړېدنه د هېواد سوداګرو او پانګه والو ته د لا ډېرو اسانتیاوو د برابرولو لپاره یو ستر ګام وباله  او زیاته کړه، که چېرته ضرورت وي دی حاضر دی چې د رهبري په کمیټه کې برخه واخلي.

د حرکت ادارې اجرائیوی رئیس ښاغلی نسیم اکبر، د دې مرکز جوړېدنه د هرې سوداګریزې ټولنې لپاره یوه ضروری اړتیا او د کورنۍ او بهرنۍ پانګې اچونې د هڅونې لپاره یوه ښه لاره وبلله.

په همدې توګه نوموړي د دې مرکز  پر کارکوونکو غږ وکړ، چې د خپلو فعالیتونو په ترڅ کې ناپیلتوب ته ډېر پام وکړي.

د حرکت ادارې د ۱.۸ میلیونه امریکایي ډالرو پانګې او تخنیکی همکاریو چې کارکونکی، سیستم او ودانۍ هم پکښې شامل دی، په برابرولو سره، د دې مرکز د جوړولو په برخه کې لویه ونډه درلودلی ده. دلته زموږ موخه د تړونونو اسانول او د منظم منځګړیتوب له لارې د شخړو د بهیر لنډول او له ۲۵ سلنې معمول کچې څخه یو سلنې ته د شخړو د حل د لګښتونو را کمول، د پام وړ دی.

د افغانستان سوداګریزو شخړو حل مرکز د سوداګریزو شخړو د حل لپاره په افغانستان کې په نړیوالو معیارونو برابر د منځګړیتوب خدمتونه وړاندې کوی او په نړیوالو کچه سوداګریزې شخړې، مشروط په دې چې دوی دا مرکز د خپلو سوداګریزو شخړو د حل لپاره وټاکی، حلوي. نو له همدې کبله که چېرته غواړي چې ستاسې سوداګریزې شخړې په افغانستان کې د منځګړیتوب له لارې د افغانستان سوداګریزو شخړو حل مرکز لخوا ترسره شی، تاسې کولای شی چې به آنلاین توګه په خپلو تړونونو کې د د منځګړیتوب فقرې په اضافه کولو سره چې په پښتو، دری او انګلیسی ژبو د دې مرکز په ویب پانه کې موجود دی، دا مرکز د خپلو سوداګریزو شخړو د حل مرکز په توګه وټاکئ؛ هیله من یو چې ښاغلي سوداګر له هېڅ راز سوداګریزو شخړو سره مخ نه شی خو خدای مکړه که چېرته داسې کومه پېښه رامنځته شوه، نو موږ د خپلو شخړو د حلولو لومړني تم ځای وټاکۍ.

ډېری شخړې د بنسټونو ترمنځ راپورته کېږي او تر ډېره یې بهیرنونه اوږده او لګښت یې ډېر وي؛ ډیری سوداګریزې شخړې کړکېجنې بڼې خپلوی او د دواړو لوریو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د له منځه تلو لامل ګرځي. په تېرو (۳۰) کلونو کې د شخړو بدیل حل په لږ لګښت د خدمتونو په وړاندې کولو سره او د دعوی د دواړو لورو په مرسته د هغوی ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ساتنې او ښه والی لپاره هلې ځلې کړی دي.

په ۲۰۱۴ کال کې د سوداګریزو فعالیتونو د رپوټ پر بنسټ، چې د نړیوال بانک لخوا خپور شوی دی؛ په افغانستان کې د تړونونو پلی کول پېچلي پړاونه لری او ۱۶۴۲ ورځو ته اړتیا لري؛ په منځنی توګه د ادعا شوی مبلغ ۲۵ سلنه د افغانستان په رسمي قضایی دستګاه کې د شخړو د حل او فصل لپاره مصرفېږي؛ د تړونونو د پلی کولو واقعیتونه په ښکاره توګه د افغانستان د محکمو کمزورتیا او نا اغېزمنتیا څرګندوي. د تړونونو اغېزمن او نا اغېزمن پلی کېدل د کورنۍ او بهرنۍ پانګې اچونې په برخه کې مهم رول لرلی شی او پر کارګمارنې او عاید منفی اغېزه اچولی شی.

اړیکه:

صیام پسرلۍ، د اړیکو او بازارموندنې د څانګې مسؤل

د اړیکې شمېره: +93793335814

برېښنالیک: communication@acdr.af ستاسو ایمیل آدرس د رباتونو د هرزنامه څخه محافظت شوی، د هغی د خلاصولو لپاره تاسو د جاوا اسکرپت پروګرام ته اړتیا لری

وېب پاڼه:  www.acdr.af