جوهر عشق

رسول پویان دلی از جـوهـر عشق آفریدند سری در پیکـر عشق آفریدند سفر…

۱۵ اگستروزی که نه‌تنها جمهوریت؛ بلکه رویاهای یک ملت فرو…

نویسنده: مهرالدین مشید ۱۵ اگست ۲۰۲۱ را نباید صرف به‌عنوان روز…

آیازبان پارسی گویشی مردم کابل و تهران  ویا گویش هزارگی …

نوشته: دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها برخی ماجراجویان…

آسیب شناسی  استقلال افغانستان آن در بعد های سیاسی، اقتصادی،…

نوشته از بصیر دهزاد   روابط بین المللی و تکنالوژی معاصر…

کمدی الاهی یا کمدی انسانی؟ بالزاک و دانته

Balzak, Honore de (1799- 1850) آرام بختیاری بلبشو و شهر فرنگ جامعه…

         پنجساله گی چیره گی تاریکی درافغانستان       

    نوشته ی :اسماعیل فروغی                                                            پنجسال ازفاجعه ی تسلیم دادن…

میرزا تورسون‌زاده شاعر صلح و دوستی تاجیکستان

 برگردان. رحیم کاکایی زویا عثمانووا میهن‌دوستی پرشور که هرگز چیزی را بر…

 افغانستان ؛ در چنبره افراطیت دینی و تندروی قومی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در طول تاریخ معاصر خود، به‌ویژه در…

از دیدگاه علم سیاست !

تلاش و سعی چه به شکل مسلحانه باشد یا غیر…

افغانستان در بن‌بست؛ راه‌های برون‌رفت و چشم‌انداز آیند

نویسنده: مهرالدین مشید فردای افغانستان و چگونگی عبور از وضعیت موجود در…

فرانس مهرینگ؛ تئوریسین ژورنالیست، ژورنالیست صاحبنظر

France Mehring (1846- 1919 ) آرام بختیاری مهرینگ؛ کوشش در راه روشنگری…

افغانستان در آستانه یکخطر وبحران جدید ( تداوم بحران نیم قرنه) 

نوشته از بصیر دهزاد  آغاز جنگ ها و حملات پراگنده گروه…

قرائت های تاریخی و فراتاریخی دینی؛ از بن بست تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در دو سده اخیر، یکی از مهم‌ترین رویکردها…

تضاد دین و حقیقت...!

توهم خدای دین، حقیقتِ بشر را در آزادی او به…

نقدواره پژوهشیِ بر  مفاهیم جمهوری و جمهوریت 

1میرعبدالواحد سادات     از منظر  حقوق اساسی و علوم سیاسی  در راستای :  …

روح و نَفْس چیست؟

برهان الدین « سعیدی»  بادِ نفس مر سینه را ز اندوه…

طبع  شکسته

نوشته نذیر ظفر  2/8/26 ورجینیا  كوچهِ ما پر از گلِ است ،…

تحولات بدخشان؛ نشانه‌های سقوط یا پایان مأموریت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید جرقه‌ای که آتش مقاومت را در سراسر افغانستان…

بردی کربابایف

برگردان . رحیم کاکایی روسلان سمیاشکین نویسنده براستی مردمی و یکی از  بنیان…

ژورنالیست، راوی حقیقت است، نه مبلغ یک روایت

نور محمد غفوری هر حرفه‌ای چارچوب، قواعد، اصول و معیارهای خاص…

«
»

د افغانستان خلک یوه بل خطر ناک بحران ته ور داخل شول


لیکونکۍ :: پوهندوی دکتور طاوس وردک لندن د اګست لسمه ۲۰۱۴ کال

قدرمنو هیواد والو دیوه کاله زیات ما د لندنه د ویب سایټو او فیس بوک له
لارې اقایون (اشرف غنی احمد زي- جلالی – خلیل زاد –، اتمر ، جنرال دوستم
او سرور دانش )  ته کمپاین کولو او تر بل هر یوه افغان نه چې په کابل او
ولایاتو کې په کمپاین مصروف وو ما ډیره ونډه لرله ځکه د مضمون لیکل او
دخلکو دهنیوتونه روشانه کول د مخالفینو سره دلایل ویل او هر ډول ناسزا په
ځان منل یو ګران او طاقت فرسا کار وو ، ، په سر ددې چې دغه اشخاص ما ډیر
دقیق پیژندل چې ددوی په چانټه کې څه شۍ نشته او د نږدې نه می دوی پیژندل
او ددوی خوی او عادت او کرکتر می هم ډیر ښه مطالعه کړۍ وو نسبت دکتور
عبدالله عبدالله او ټیم ته ېې خو بیا هم ما انتخاب وکړو د هغو متل په
حساب چې ( در شهر کورها یک چمه پادشاه است ) او جناب خلیل زاد ته می ډیر
جدی کمپاین وکړو او یوه بیانیه می په انتر کاننټال کې د سلهاوو
روشنفکرانو – علماوو ، خویندو او ورونو په وړاندې واوروله چې د هغو ځایه
می په کرزي او حکومت ېې شدید تاخت وتاز وکړو هغه تاسې د شمشاد او نورو
تلویزیونو نه تر لاسه کړۍ او واورۍ ، زه نه پوهیدم چې خلیلزاد یو ډارن ،
ابن الوقته ، بیسیواده او مزدور افغان دی او د کرزي په یوه پش وډاریدو او
خپل ځای ېې اشرف غنی ته ور پریښوو ، بیا می اشرف غنی ته په سل هاوو
مضامین دده ایمیل ته ولیږل او هره ورځ می یو مضمون د فیس بوک او سایټو له
طریقه ورولیږلو ( د وطندار او مشعل – کوفی – بینوا – بامداد – اصالت
سایټونه ووینۍ ) او ددې تر څنګ می په فیس بوک کې د عبدالله د طرفدارانو –
پخوانیو ملګرو (پرچمیانو ) نه ډیر خراب ځوابونه – کنایی – تاساف اوره –
جدی او بیشرمانه ځوابونه چې توهین او تحقیر پکې نغښتۍ وو د اشرف غنی په
خاطر او دده نه ددفاع په خاطر په ځان قبول کړل ، او شاګردانو – افسرانو –
وطندارانو – ملګرو او هواخواهانو ته مې په ټول افغانستان کې خاصتا ( خوست
کې زیارمل صاحب چې ګوند لري – هرات کې نعمت الله خان ، تاجرانو او مولوی
خداد او پخوانیو ملیشه قوماندانانو ته لکه سیا خان – عزیزجان – حاجی غلام
غوث – قادری ) او ډیرو نورو ته او  په کابل کې دوسله وال پوځ منسوبینو او
هم مسلکانو ته ولیکل چې د افغانستان د بحران دختمولو له پاره یوازنۍ سړۍ
اقای اشرف غنی احمد زۍ دی ، خو یوه ور ځ ما ددغو اقایونو له خوانه نه
شاباس – نه د افرین – نه د بدکوی نورزموږ نه دفاع می کوه یوه خبره وا نه
اوریده ، دلیل ېې دا وو چې زه هم ددوی شان ته او تر دوی نه ډیر زیات
تحصیلات او تخصص لرم او بیو ګرافی می په فیسبوک کې او وطندار سایت کې
ولونۍ ،ما هم غوشتل خپل غم ځپلي هیواد ته دیوه نوي ټیم په چوکاټ کې خدمت
وکړم خو کله می چې ولیدل د اشرف غنی څلور طرف د دلالانو له خوانه احاطه
شوي او هلته داسې پخوانیو متعصبو مریضو اخوانیانو – ماویستان – کمونستانو
او تکنو کراتانو احاطه کړې ده چې اشرف غنی ددې حلقی نه، نه شي وتلای او
ډیره مهمه خبره چې زما تاریخی ارمان وو هغه داوه چې د تاریخی نامداره (
غلو – قاتلینو – تروریستانو – غاصبینو – بیسیوادانو دغه د پاکستان او
ایران ) مزدورانو سلطه د ابد له پاره د افغانستان د حکومت دارۍ نه پاکه
او ختمه شي خو په ډیر تاسف سره چې اشرف غنی احمد زۍ په زړه کې فقط لکه
سردار داود خان د چوکۍ او قدرت له پاره غلۍ وو او دهغو لافو ، پټاقو ، نه
چې ده د لاسونه می په وینو او رشوت ککړ نه دی یوه ډیر خراب او شرمیدلي
اتلاف ته د ( حکومت وحدت ملی ) تر عنوان لاندې د جان کیري ټر فشار لاندې
غاړه کیښوله او بهانه څه وه ( د ملی منافعو په خاطر ) ورور جانه ملي
منافع د سهامی شرکت په جوړیدو سره چې ستا اصطلاح ده امکان لرې امنیت
تامین او ترقی را منځ  ته شي او د اصیلو پشتنو ملاېې یو ځلې بیا دیوې
ولسوالۍ غلو او تروریستو قاتلینو او غاصبینو ته  ما ته کړه د کرزي د
مصلحتی او سهامی  حکومت نه بدترین اتلاف تاسیس شوو ، زه یوځلې بیا اشرف
غنی ته وایم چې لویه ماتې او شکست د مبارک شه او د افغانستان خلکو ته
وایم چې هیڅ کله ددغو حکومت نه د امنیت – ترقۍ – ورورۍ او ملي وحدت توقع
ونه کړۍ ، زما سوال د سیاسیونو او تحصیل کرده ګانو نه دادي چې ایا دغه
حکومت کولای شي د رشوت – اداری فساد – غاصبینو – غلاوو – قاچاق – دښځو په
وړاندې د خشونت – توپک سالارانو – زورواکانو – انتحاریو – بم ګذاریو مخه
ونیسی؟؟؟ ځکه په حکومت وحدت ملی کې بیرته هماغه پرونی کفن کشان شامل شول
.

په یاد لرۍ افغانانو چې د ( امریکا او غرب په مجموع کې – پاکستان او
ایران – عربانو ) تبر دوه لاستي پیدا کړل او په دغو حکومت کې بیرته زاړه
داړه مار تروریستان ، غله ، غاصبین ، زورواکان ، د وزیرانو – معینانو –
ریسانو – والیانو ولسوالانو په حیث مقرریژی او بیا یوه بله ډیره خطر ناکه
بازي را منځ ته کیژي چې د ( تحول او تداوم او همګرایی د ټیمو تر منځ
فیزیکی برخوردونه را منځ ته کیژي ) ددغو دوو ټیموتر منځ  د افغانستان خلک
د یوه داسې شکار حیثیت غوره کوي چې زمریان – لیوان – شغالان ور باندې یو
بل وژني او بل اخره افغانستان د تجزېې خواته بیاېې ، ځکه مخالفین (
طالبان – حکمتیار – حقانی ) او نور چپی او راستي احزاب او مدنی ټولنې
ددغو چوکاټه بیرون پاتې کیژي په خاطر ددې چې یو هم نه غواړی د قاتلینو
–غاصبینو – توپک مارو زورمندانو سره په یوه کابینه کې حضور ولري ، اوس
طالبانو ته لازمه ده دیوه نوي حکومت د را منځ ته کیدو په خاطر هلې ځلې
وکړي اود انتحاری – بم ایښودلو – جنګ په ځای د خلکو سره خاصتا مامورینو
او افسرانو سره ارتباطات محکم کړي  او د غلو ، قاتلینو – تخریبکارانو –
غاصبینو – توپک سالارو – رشوت خورو او په اداری فساد کې شریکو کسانو ته
په نوی حکومت کې ځای ور نه کړي .