نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

د ارواښاد دوکټور نجیب الله د اتلسم تلین په مناسبت

د ۱۹۹۶ کال د سیپټمبر ۲۶ مه، د افغانستان د پخواني ولسمشر ارواښاد دوکټور نجیب الله د شهادت اتلسم تلین دی. په دې نېټه د سیمې خونړۍ استخباراتي شبکې پاکستاني ای ایس ای، د طالب په جامه کې د خپلو ځانګړو پولیسو په وسیله، دوکټور نجیب الله او د هغه ورور ارواښاد احمدزی چې په کابل د ملګرو ملتو دفتر کې يي سیاسي پنا درلوده، د ټولو نړیوالو ارونو او قوانینو خلاف ویستل او څو شېبې روسته يي د کابل اریانا چوک کې شهیدان کړل!

د دوی له مظلومانه شهادته نن اتلس کلونه تیریږي، خو په دومره اوږده مهال کې بیا هم ملګرو ملتونو په کابل کې له خپل دفتره د نوموړو شهیدانو د پخپلسر، بې قانونه او په زور اوجبر سره د یستلو او روسته د هغو د شهادت پوښتنه ونکړه. د نوموړو شهیدانو د کورنیو، خواخوږو او پلویانو له بیا بیا ټینګار او فشار سره سره بیا هم ملګرو ملتونو دا پوښتنه او ګروګینه ونکړه چې کابل کې چا او څنګه د دوي له دفتره د افغانستان پخواني ولسمشر او د هغه ورور چې هلته يي سیاسي پنا اخیستې وه، ویستل او بیا يي شهیدان کړل!

بلخوا د افغانستان حکومتونو هم د ارواښاد نجیب الله او احمدزي د شهادت دوسیه د ملګرو ملتونو پشان شا ته واچوله او کرزي د خپلې واکمنۍ په دیارلس کلن پیر کې په دې اړه خپل غوږ هم ونه ګراوه.

همدارنګه د کرزي د واکمنۍ په ټول پير کې د ارواښاد ماندیني او لوڼو ته دا فرصت ورنکړل شو چې په پکتیا خپل کلي کې د ارواښاد نجیب الله او احمدزي مزارونه وویني او له نږدې دعا ورته وکړي!

کرزي د شهید داوود خان او شهید سردار نعیم پرجسدونو، په دولتي لګښتونو او پرتمینو مراسمو سره چې پرځای کار او اقدام يي ګڼلای شو، مزار جوړ کړ. همدارنګه په دولتي پریمانه لګښت هرکال  د برهان الدین رباني او احمد شا مسعود تلینونه چې ویل کیږي د روستي په وژنه کې پاکستان لاس درلود، لمانځل کیږي او پر مزارونو يي زیات دولتي لګښت شوی دی.

په داسې حال کې چې ارواښاد نجیب الله او احمدزی هم د پاکستان د ای ایس ای په لاس شهیدان شوی، خو د دوی له شهادت سره هم تبعیض کیږي!

د افغانستان د پخواني ولسمشر ارواښاد دوکټور نجیب الله او احمدزي د اتلسم تلین په مهال، موږ یو ځل بیا د لاندې مواردو په ټینګه غوښتنه کوو:

ــ ملګرو ملتونو ټولنه باید په کابل کې له خپل دفتره د ارواښاد نجیب الله او احمدزي د ویستلو او شهادت عاملان او قاتلان افغانانو ته په ګوته کړي او د دوی د شهادت دوسیي د څېړلو لپاره دې یو واکمن پلاوی وټاکي

ــ همدارنګه له افغان نوي حکومته په ټینګه غوښتنه کیږي چې د کرزي د واکمنۍ پر خلاف، د پخواني ولسمشر ارواښاد نجیب الله او احمدزي د شهادت دوسې د څېړلو لپاره پلاوي وټاکي او د دواړو شهیدانو جنازې دې د کابل د شهیدانو پرغونډۍ او یا چیري چې يي کورنۍ غواړي پر دولتي لګښت او پرتمینو مراسمو سره دفن کړي.

ــ د کابل اریانا چوک دی چیري چې دوکټور نجیب الله او احمدزي د ای ایس ای په لاس شهیدان شوي، د نجیب الله په نوم ونومول شي.

د ۲۰۱۴ کال د سیپټمبر ۲۶ مه

سرلوڅ مرادزی