آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

«
»

حکومت، طالب او ولس ته د اوربند ګټې

اوربند، د دايمي اور د بندولو زمينه

په داسې حال کې چې د افغانستان د ولس او حکومت دښمنانو په ټول هېواد کې خپلو بريدونو ته زور ورکړی؛ ولسمشر غني د تېرې پنجشنبې په ورځ د موقت اوربند اعلان وکړ. ولسمشر محمد اشرف غني په یوه پیغام کې د روژې د مبارکې میاشتې له ۲۷ څخه د کوچني اختر تر ۵ پورې په ټول هیواد کې اوربند اعلان کړ. دا اوربند یوازې طالبانو ته اعلان شوی دی، داعش او القاعده پکې نه شاملېږي. ولسمشر وايي، افغان امنیتي ځواکونه به د داعش او القاعده پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي.

په ورته مهال امريکا هم ويلي چې د ولسمشر غني له لوري اعلان شوی اوربند به رعایت کړي. ملګروملتو او بريتانيا هم د افغانستان د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی. هاخوا وسله والو طالبانو هم په خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې يواځې د اختر په ورځو کې له افغان حکومت سره اوربند کوي. طالبانو په یو خپور شوي بیان کې ویلي، چې د اختر په لومړۍ، دویمه او دریمه ورځ به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ضد یرغلیز عملیات ترسره نه کړي، خو د بهرنیو ځواکونو پر ضد به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

اوربند ولې مهم دی؟

افغانستان يو جنګ ځپلی هيواد دی، لسيزو جګړو له افغان ولس قرباني اخيستلی ده، دا ولس د سولې او ارامۍ تږی دی، ولس د روانو جګړو په هر پړاو کې د سولې او اوربند غوښتنه کړې ده خو له بده مرغه چې د ولس دا غوښتنه د جګړو د ښکېلو لورو په ځانګړې توګه د وسله والو مخالفانو لخوا ناديده نيول شوې او د روژې، اختر او نورو مبارکو ورځو کې هم زمونږ عام ولس د جګړې قرباني شوی دی. اوس چې د حکومت او طالبانو دواړو له لوري په اوربند هوکړه شوې نو د ولس لپاره نيک اقدام کېدلی شي او په ټوله کې څلور عمده ګټې لري.

    1. د دايمي سولې لپاره کلي: د دوه اړخونو تر منځ د سولې لمړنی اصل اوربند دی او دا ځل چې افغان حکومت وسله والو طالبانو سره د اوربند اعلان کړی او په مقابل کې طالبانو هم منلی نو دا د ټول ولس لپاره يو ښه زیری او د سولې راتلونکو خبرو لپاره يو شين څراغ کېدلی شي. ځکه له وړاندې ويل کيدل چې که حکومت او طالبان سولې ته ژمن وي نو لومړی بايد په اوربند هوکړه وشي او بيا دې دواړې ډلې سره کيني او يو و بل ته دې قناعت ورکړي. اوس چې دواړو غاړو په اوربند هوکړه کړې نو يو ځل بيا يې هيلې راژوندۍ کړۍ چې ممکن د دغه اوربند په جريان کې دواړه لوري د سولې پټ تماسونه ونيسي او د سولې په اړه يوې هوکړې ته ورسيږي.
    2. د اختر ورځې او شپې په خوشالۍ لمانځل: د حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند سره په خوشحالۍ سره د اختر لمانځلو هيلې ژوندۍ شوې، ټول عام ولس، امنيتي ځواکونه او آن په خپله وسله وال طالب به هم د خپلو اولادونو او کورنۍ سره د اختر مبارکې ورځې په خوښۍ ولمانځي.

  • په کابل کې د ديني عالمانو د فتوا ارزښت ثابتول: څو ورځې وړاندې په کابل کې چې څه د پاسه ۲۵۰۰ ديني عالمانو په هيواد کې د طالب روانه جګړه حرامه او ناروا وبلله نو په خوا کې يې له حکومت او طالبانو څخه د اوربند غوښتنه هم کړې وه. اوس چې حکومت او طالبانو دواړو د اوربند اعلان کړی نو دا کار کولی شي چې د ديني عالمانو له قوت او ارزښت سره مرسته وکړي.

  1. د طالبانو د حيثيت اعاده: وسله والو طالبانو ته يې ارزښت په دې کې دی چې د ولس په منځ کې د دوی تللی باور بېرته ښه کولی او خلکو ته ښودلی شي چې دوی اوس کولی شي چې د جګړې اصول په نظر کې ونيسي. همدا ډول به ولس هم باوري شي چې طالبان اوربند ته ارزښت ورکوي او د جګړې د پايته رسولو اراده لري.

په افغانستان کې د امريکا د ولسمشر ټرمپ لخوا د جنګي ستراتيژۍ د اعلان سره اوس طالبانو دا هيله نه درلوده چې ګنې ولسمشر غني دې د اوربند اعلان وکړي او بيا دې امريکا هم د اوربند موافقه اوسي. اوس چې طالب د غني د اوربند لپاره ځواب په يوې ورځې ځنډ سره ورکړ، دليل يې همدا دی چې دغه ډله په دې بوخته وه چې څنګه د حکومت د اوربند پرېکړه وننګوي او څنګه وکولی شي دوباره په ولس کې خپل له منځه تلونکی حيثيت وساتي. په همدې خاطر وسله وال طالبانو هم د ولسمشر غني د اوربند هرکلی کړی دی.

 

لیکنه : خوشحال آصفي