افغانستان در آستانه بحران چند لایه؛ ابتکار خروج از جنگ

 نویسنده: مهرالدین مشید چه کسی باید ابتکار خروج از جنگ را…

فراتر از امیر؛ درون معماری قدرت طالبان

قسمت دوم: از هویت تا قدرت؛ چگونه یک سازمان خود…

نیهلیسم؛ محصول شکست سیاسی یا فردی؟

Nihilism. آرام بختیاری نیهلیسم یعنی پوچی، انفعال، زوال، بطالت، و فاقد هدف.  نیهلیسم…

گزیده‌ی اشعار شرمین ولی

اشعار کتاب اندوه ارغوانی یک سیب گزیده‌ی اشعار شرمین ولی مترجم: زانا کوردستانی (۱) پاییز…

فراتر از امیر؛ درون معماری قدرت طالبان

قسمت اول: مسئله فقط امیر نیست وقتی درباره طالبان صحبت می‌کنیم،…

بعد از ضربه چه می‌ماند؟

افغانستان و منطقه در عصر جنگ‌های فرسایشی Wahidullah Noorzai — Former…

دل دادن و دل بردن!

امین الله مفکر  امینی                2026-25-09 دلـــــدادن ودل بردن ودل بستن نباشد…

ایدئولوژی سایه ای سنگین برفراز اندیشه ها

 نویسنده: مهرالدین مشید              زنجیر های ناپیدای ایدئولوژی  انسان موجودی معناجو است. او…

علم ګل سحر

له ګران علم ګل سحر سره، چې د علم او…

فاصله میان قدرت و اثر

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

چند شعر کوردی با ترجمه 

چوون خەم و پەژارە  وڵاتمی داگیرکرد دەسوری داکوو دڵخۆشیان خەسان. ◇ در این سرزمین  غم حاکم…

نورستان؛ از خاطره یک جنگ تا آغاز یک دوره تاریخ

 نویسنده: مهرالدین مشید آغاز دوباره درگیری‌ها در منطقه کامدیش نورستان، خاطره…

افغانستان میان مهندسی قدرت و بازی امنیتی طالبان و پاکستان

 نویسنده: مهرالدین مشید درگیری طالبان  با مردم؛ فرار از حل بحران…

اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا

طرح دوسیه ۹۷ ملیونی اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا شامل…

ابو نواس اهوازی؛ نمایندۀ شادخواری های عصر ساسانی

(بخش 1)، علی میرفطروس ۳۱٫ شهریور ۲۵۸۵ شاهنشاهی هم باده، گوارا وُ هم…

نگاهی هنری و زیبایی‌شناختی

به آثار آیبک (موسی تاش‌محمدوف)  نویسنده بزرگ ازبکستان دوران شوروی برگردان. رحیم…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد؛…

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

دیوانگان نفت و ثروت

رسول پویان از خواب بخیز که دشمنان بیدار اند غافل منشین که…

میان مبارزه طبقاتی- و هنر عشق ورزیدن

Erich Fromm (1900- 1980 ). آرام بختیاری اریش فروم؛ التقاط مکاتب جهت…

  تاریخ در آینهٔ نویسنده؛ از حقیقتِ روایت تا روایتِ حقیقت

 نویسنده: مهرالدین مشید باور بر این بوده است که نویسندگان داستان‌ها…

«
»

امام برهان‌الدین مرغیناني رحمه الله د اسلامي فقهې تلپاتې شتمني او د افغانستان د نړیوال علمي دریځ د پیاوړتیا فرصت


لیکنه: قاضي نجیب الله جامع

د ملتونو علمي سترتیا د هغوی د پوهانو په فکري میراث، د علمي ښوونځیو په روزنه او د بشري پوهې په پراختیا کې د ونډې له مخې شنل کېږي. اسلامي تمدن د فقهې او حقوقو په برخه کې داسې ستر عالمان روزلي چې علمي آثار یې د پېړیو په تېرېدو سره هم خپل ارزښت ساتلی دی. امام برهان‌الدین علي بن ابي‌بکر مرغیناني رحمه الله د همدې علمي بهیر له مخکښو څېرو څخه دی، چې نوم یې په ځانګړي ډول د حنفي فقهې له مشهور اثر «الهداية» سره تړلی دی.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ له لوري د امام مرغیناني د علمي میراث په اړه د نړیوال علمي کنفرانس د جوړېدو پلان د اسلامي فقهې د څېړنې، د سیمه‌ییز علمي میراث د پېژندنې او په نړیوال علمي ډګر کې د افغانستان د شتون د پیاوړتیا لپاره مهم فرصت ګڼل کېدای شي. د دې نوښت ارزښت هغه مهال بشپړېږي چې د تاریخي ویاړ ترڅنګ د نوې پوهې د تولید او علمي همکاریو دوامداره زمینه هم برابره کړي.

۱. امام مرغیناني څوک و او علمي مقام یې څه و؟

امام برهان‌الدین علي بن ابي‌بکر مرغیناني رحمه الله د شپږمې هجري پېړۍ نامتو حنفي فقیه و. نوموړی د ماوراءالنهر د مرغینان سیمې و، چې نن د ازبکستان په جغرافیه کې راځي. د هغه زېږون عموماً په ۵۱۱ هـ ق او مړېنه یې په ۵۹۳ هـ ق، چې له ۱۱۹۷م کال سره سمون لري، یادېږي.

مرغیناني په داسې علمي چاپېریال کې وروزل شو چې د فقهي استنباط، علمي مناظرې، افتاء او د شرعي احکامو د تدوین دود پکې پیاوړی و. د هغه علمي ځانګړنه یوازې د فقهي مسئلو په پراخه پوهه کې نه وه، بلکې د اقوالو په پرتله کولو، د دلایلو په بیان، د فقهي شخړو په شننه او د احکامو په منظم وړاندې کولو کې هم څرګندېده.

د حنفي فقهې په تاریخي پرمختګ کې د مرغیناني ځایګی د پام وړ دی؛ ځکه هغه د پخوانیو فقهاوو علمي میراث په یوه منظم او استدلالي چوکاټ کې وړاندې کړ. د هغه آثار د فقهي تدریس، افتاء او د اسلامي حقوقي تفکر د تاریخ لپاره مهمې سرچینې ګرځېدلې دي.

۲. د مرغیناني مهم آثار او علمي ـ حقوقي ارزښت یې:

۱. الهداية في شرح بداية المبتدي: دا د مرغیناني تر ټولو مشهور اثر دی او د حنفي فقهې له مهمو درسي او استدلالي کتابونو څخه شمېرل کېږي. په دې کتاب کې د عباداتو، مااملاتو، کورني ژوند، قضا او نورو فقهي موضوعاتو بحثونه راغلي دي. لیکوال د حنفي مذهب اقوال بیانوي، د فقهي اختلافونو یادونه کوي او په مناسبو ځایونو کې د نورو مذهبونو آندونه او دلایل هم څېړي. له همدې امله، «الهداية» د حنفي فقهې، مقایسوي فقهې او د اسلامي حقوقو د تاریخ په مطالعې کې ځانګړی مقام لري.

۲. بداية المبتدي: دا د فقهي مسئلو یو منظم لنډیز متن دی چې «الهداية» یې شرح ده. علمي ارزښت یې د فقهي زده کړې لپاره د مسئلو په لنډ او منظم وړاندې کولو کې دی.

۳. كفاية المنتهي: د مرغیناني له یادو شویو آثارو څخه دی. د دې اثر د نسخو، جوړښت او له نورو اثارو سره د اړیکو کره څېړنه د فقهي ادبیاتو د تاریخ لپاره ارزښت لري.

۴. مختارات النوازل: د نوازل فقهي ادبیات له هغو عملي پېښو او مسئلو سره تړاو لري چې د شرعي حکم او افتاء غوښتنه کوي. د دې اثر څېړنه د تاریخي فقهي تطبیق او د عملي مسئلو د حل د لارو د پېژندلو لپاره ګټوره ده.

۵. التجنيس والمزيد: دا هم د مرغیناني په ځینو علمي نوملړونو کې یاد شوی دی. د دې اثر د متن او نسخو کره څېړنه د حنفي فقهي ادبیاتو د پراختیا په اړه د لا زیاتو مالوماتو زمینه برابروي.

د دې آثارو معاصر ارزښت په دې کې دی چې د اسلامي حقوقو تاریخي مفاهیم، د فقهي استنباط اصول او د حقوقي فکر د پرمختګ بهیر پرې څېړل کېدای شي.

۳. د د امام مرغیناني رحمه الله اړوند د افغانستان د علومو اکاډمۍ د نړیوال کنفرانس ارزښت:

لومړی: دعلمي هویت پیاوړتیا. د مرغیناني د میراث څېړنه افغانستان ته فرصت ورکوي چې د اسلامي تمدن د ګډ علمي تاریخ په پېژندنه کې خپله ونډه څرګنده کړي.

دویم: د فقهي او حقوقي څېړنو پراختیا. کنفرانس کولای شي د «الهداية» د استدلالي تګلارې، د احکامو د ترجیح، د فقهي اختلافونو او د اسلامي حقوقو د تاریخي پرمختګ په اړه تخصصي بحثونه رامنځته کړي.

درېیم: له منځنۍ اسیا سره علمي همکاري. له ازبکستان او نورو سیمه‌ییزو علمي بنسټونو سره ګډې څېړنې، د خطي نسخو پېژندنه او د استادانو تبادله د ګډ علمي میراث د مطالعې لپاره ارزښت لري.

څلورم: د معاصرو حقوقي مسئلو څېړنه. د مرغیناني آثار د تړونونو، ماملاتو، ملکیت او قضایي موضوعاتو د تاریخي مفاهیمو د پېژندلو زمینه برابروي او د معاصرو حقوقي پوښتنو لپاره د مقایسوي څېړنې چوکاټ وړاندې کوي.

پنځم: د ځوانو څېړونکو روزنه. د عربي متونو، خطي نسخو، علمي لیکنې او د ماخځونو د کره کارونې روزنیز پروګرامونه د افغانستان د علمي کادرونو په پیاوړتیا کې مرسته کوي.

شپږم: د اسلامي میراث نړیواله پېژندنه. د مستندو لیکنو، علمي ارزونې او څو ژبنیو خپرونو له لارې د مرغیناني د میراث په اړه نوې څېړنې نړیوالو علمي کړیو ته رسېدای شي.

اووم: علمي ډیپلوماسي. نړیوال کنفرانسونه د هېوادونو ترمنځ د پوهې د تبادلې او علمي اړیکو د پراختیا وسیله ده. که له کنفرانس څخه ګډې پروژې او دوامدارې همکارۍ رامنځته شي، د افغانستان نړیوال علمي شتون به پیاوړی شي.

۴. داچې د افغانستان علمي حیثیت لوړ شي نو دې علمي کنفرانس ته څو وړاندیزونه لرم:

د نړیوال کنفرانس نوم او د بهرنیو مېلمنو ګډون په یوازې ځان نړیوال علمي اعتبار نه رامنځته کوي. د دې لپاره لاندې وړاندیزونه کولای شي چې موږ دا بهیر پر یوه علمي دریځ بدل کړو او افغانستان د لویو علمي – فرهنګي نوښتونو په بهیر کې د سیمي او اسلامي نړۍ په کچه د علمي ناستو، کنفرانسونو او همکاریو درشل وګرځوو.

۱. د مقالو لپاره د تخصصي ارزونې روښانه او عادلانه نظام جوړول.

۲. د حنفي فقهې، مقایسوي فقهې، اسلامي حقوقو، تاریخ او خطي نسخو د نړیوالو متخصصانو اغېزناک ګډون.

۳. د کنفرانس د مقالو علمي ارزونه او د باوري خپرنیزو معیارونو له مخې خپرول.

۴. د مرغیناني د آثارو د خطي نسخو، چاپونو او مآخذونو د پېژندنې ګډه څېړنیزه پروژه پیلول.

۵. د پښتو، دري، عربي او انګلیسي ژبو له لارې د څېړنو نړیوال لاسرسی پراخول.

۶. له کنفرانس وروسته د استادانو تبادله، ګډې څېړنې او د ځوانو څېړونکو روزنه دوامداره کول.

۷. د علمي خپلواکۍ، د مآخذونو د امانت، د علمي غلا د مخنیوي او د څېړنیزو پایلو د ارزونې معیارونه ساتل.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ لپاره مناسبه ده چې د کنفرانس له پای وروسته د څو کلونو علمي پلان جوړ کړي، د څېړنو پایلې وارزوي او د نړیوالو علمي بنسټونو سره د همکارۍ لپاره دوامداره لارې رامنځته کړي.

د پای خبرې:

امام برهان‌الدین مرغیناني رحمه الله د اسلامي فقهې او حقوقو په تاریخ کې داسې علمي مقام لري چې اغېز یې له خپل عصره هاخوا غځېدلی دی. د هغه «الهداية» د حنفي فقهې د استدلال، د فقهي اختلافونو او د حقوقي مفاهیمو د مطالعې لپاره مهمه سرچینه ده؛ نور آثار یې هم د فقهي ادبیاتو د تاریخ د څېړنې وړ برخې دي.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ له لوري د هغه د علمي میراث په اړه د نړیوال کنفرانس جوړول د افغانانو د علمي هویت، سیمه‌ییزې همکارۍ او د ګران افغانستان د نړیوال علمي شتون او هڅو د پیاوړتیا فرصت برابروي. نو پکار ده چې له علومو اکاډمۍ منندوینه وکړو او د ورته علمي کنفرانسونو د دوام هیله لرو.