اسدالله بلهار جلالزي

له خوږ ژبي شاعر، تکړه کیسه لیکونکي او ژورنالیست ښاغلي (اسدالله بلهار جلالزي)سره د سور ریالیسم د نړیوالې ادبي ښوونځی په تړاو ځانګړې مرکه
مرکوال: انجنیر عبدالقادر مسعود
ښاغلی اسدالله بلهار جلالزی د پښتو ژبې او ادبیاتو په ډګر کې پېژندل شوی ادبي او فرهنګي شخصیت دی. دی خوږ ژبی شاعر، کیسه لیکونکی او هڅاند ژورنالیست دی. ډېر ښکلي او په زړه پورې نښیرونه (اثار) یې چاپ شوې دي. نوموړی تکړه ژباړونکی هم دی. هغه ژوره مینه، چې دی یې له پښتو ژبې او پښتونولۍ سره لري، له نورو ژبو څخه یې ډېر ګټور نښیرونه(اثار)ژباړلې دي.
ښاغلی اسد الله بلهار جلالزی د ارواښاد مامور عبدالغفار زوی دی، چې پر (۱۳۴۶)لمریز کال کې د لرغوني غزني د «اندړو» په «خاني بابا» نومې کلي کې د نړۍ ته سترګې پرانیستې دي. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې د علي هجویري لیسې او د غزني د سنایې لیسې تر دولسم ټولګي پورې تر سره کړې دي. همداسې یې لوړې زده کړې یې د غزني خاتم النبیین په پوهنتون کې د حقوقو او د سیاسي علومو په څانګه کې ترسره کړې دي. وروسته یې د غزني پوهنتون د پښتو ادبیاتو په برخه کې د لسانس اخیستی دی. دی په غزني ښار کې د ښوونځي د ښوونکي تر څنګ د خپل مشر ورور محبوب الله جلالزي په مرسته، چې د ادبیاتو پوهنځی یې سرته رسولې وه، ادبي او فرهنګي شخصیت او هغه مهال د پوهنې ریاست ریس وو د سترو لیکوالو له نښیرونو(اثارو) سره اشنا شو. همداسې یې په سنایي ورځپاڼه کې کار پیل کړ. کله چې دی له دولسم ټولګي څخه فارغ شو، په سنايي ورځپاڼه کې یې کار پیل کړ. له څو مودې وروسته ښاغلي بلهار جلالزی صاحب په هېواد کې د سیاسي او ټولنیزو اکربکر(حال احوال) له امله په خپل کلي کې د ماشومانو په زده کړو د ښوونکي په توګه خپل کار ته دوام ورکړ. د کرزي له راتګ وروسته یو ځل بیا له سنایي ورځپاڼې سره، چې هغه وخت اونیزه وه د خبریال په توګه خپله دنده پیل کړه او د دغې اونیزې د پازوال(مسووُل) مدیر وټاکل شو. ورپسې په غزني کې د استاد جیلاني جلالي د فرهنګي انجمن د اونیزې زمزمې مرستیال چلوونکی او بیا پر (۱۳۸۴) کال کې د تهران رادیو په پښتو څانګه کې دنده ترلاسه کړه. همداسې په غزني کې د پیوند په نوم اونیزه مجله خپرېده، چې دی د دې مجلې د مرستیال په توګه او له صبح بخیر افغانستان سره خپله دنده مخ ته بیوله. شاغلي بلهار جلالزي صاحب د خپل کارونو او فعالیتو په بهیر کې د ځینو رسنیو له لارې د ژورنالیزم په برخه کې ځینې کورسونو او ورکشاپونو ته هم دوام ورکړ. د پښتو تر څنګ په دري ژبه هم ليكنې كوي تر دې وړاندې يې د مينې په نوم ناول، چې هغه هم ژباړه ده چاپ شوی دی.
ښاغلی علم ګل سحر د پښتو ژبې هغه ادبي، فرهنګي او ملي شخصیت دی چې په خپلو ګټورو او اغېزناکو منظومو او منثورو نښیرونو(اثارو) یې پښتو ژبې او ادب ته د پام وړ خدمتونه او چوپړ ترسره کړی دی. دی په خپله یوه لیکنه کې د ښاغلي اسدالله بلهار جلالزي د شخصیت په تړاو داسې وایي:
((…اسدالله بلهار جلالزی مې له نږدي څلويښتو کلونو را هيسي ملګری دی او ملګرتیا مو هم د کتاب ملګرتیا وه، غزني هغه وخت يو نسبتآ مجهز کتابتون درلود موږ دواړو به له دې کتابتون څخه کتابونه اخیستل بیا به مو یو بل ته د مطالعه شوي کتاب په اړه معلومات ورکول، پر کتابونو به مو د خپلې نیمګړې پوهې له مخې نقدونه کول. کله داسې هم شوي چې یو کتاب مو پیدا کړی او په ګډه مو لوستی دی، د جلالزي صاحب مشر ورور ارواښاد محبوب جلالزی زموږ دواړو استاد و او موږ به یې د کتاب لوستلو ته هڅولو نو ښاغلي بلهارجلالزی له ماشومتوبه له کتاب سره رالوی شو، په تنکۍ ځواني کې يې شعرونه لیکل او لا هغه وخت يې شعرونه په تول پوره ګڼل کیدل بیا یې داستاني ادبیاتو ته هم مخه کړه د لنډو کيسو لیکل پیل کړل او خوندورې لنډې کیسې یې وليکلې، د دې تر څنګ يې د ادب تیوري په برخه کې هم کار وکړ او ځينې ارزښتمنې مقالې يې وليکلې. د بلهار جلالزي یو بل مهم کار د فولکلور په برخه کې دی چې نوې او ښې څيړنې يې تر سره کړې.
جلالزی صاحب د ليکوالي تر څنګ يو ژمن او لايقه ژورنالست هم دی چې په بیلابیلو ورځپاڼو او راډیو ګانو کې يې کار کړی دی. خپلې دندې یې پخپل وخت او په ښه ډول تر سره کړې دي ، افغان فرهنګ او ادب ته د دوی د لا زیاتو بریاوو په هیله.))
د ښاغلي اسدالله بلهار جلالزي نښیرونه(اثار) دا دي:
«له ماشوم سره زموږ چلند»، «دی هم خان شو، طنزونه»، «د غزني د پښتنو سیمو دودونه او فولکلور»، «مات بنګړي او ماتا کودوړې، شعري ټولګه»، «حیرانوکې مړینه، ژباړل شوی ناول»، « غزنۍ د لوړو کلاګانو سیمه»، «اطفال خود را چګونه آموزش دهیم»، «کټ مټ لکه یوه مور»، «د الفرد هیچکاک پولیسي کیسې، ژباړه»، «سوزېدلي بوراګان د لنډو کیسو ټولګه»، «وړکتون منظوم شعرونه»، «د ابن بطوطه د سفر نامې ژباړه» همداسې یو شمې نور ناچاپه نښیرونه(اثار)…
ورځنۍ پېښې، دا هم د ښاغلي بلهار جلالزي د هغو رپورتونو يوه برخه ده، چې له بي بي سي راديو او ځينو نورو رسنيو له لارې خپاره شوې دي او اوس د كتاب په بڼه د چاپ وار لپاره چمتو دي.
ښاغلی کریم حیدري د پښتو ژبې او ادبیاتو تکړه لیکوال د اسدالله جلالزي صاحب په اړه په خپله یوه لیکنه کې داسې وايي:
«…. اسدالله جلالزی په پښتو داستاني ادبیاتو کې تر ایرو لاندې پټ ځلانده غمی دی.د پښتو ادبیاتو مینه وال اړ دي چې د جلالزي په څېر غمیو پسې پلټنه وکړي، هغوی اول ځان او بیا جهان ته وپېژني. د جلالزي په لنډو کیسو کې له بهر وارد شوي ادبیات نه دي ځای شوي، خو د کیسې لیکنې نړیوال معیارونه تر ډېرو نامتو لیکوالانو ښه رعایتوي. د پښتنو کلیو او بانډو ناخوالې، کړاو او ښایست په سوچه ریښتینې ژبه لیکي او لوستونکی ځان پکې لیدی شي.»
ګرانو مینه والو د ښاغلي اسدالله بلهار جلالزي د پوره پېژندګلوي لپاره، دا دی د هغه خبرو ته غوږ ږدو او پوښتنې ترې کوو.
ګران اسدالله بلهار جلالزی صاحب زما سلامونه او نېکې هیلې ومنئ. اجازه راکړئ خپلې پوښتنې پیل کړم.
ګران انجنیرعبدالقادر مسعود صاحب زه هم خپل سلامونه تاسو او ټولو مینه والو ته وړاندې کوم.زه ستاسو په چوپړ کې یم.
مسعود: تاسو ادب څنگه راپېژنئ؟ د نړۍ د اغېزمنو او ارزښت لرونکو پېژندل شوو پخوانیو ادبي نښیرونو(اثارو) او پېژاندو لیکوالو په اړه یې څه اند لرئ؟
بلهار جلالزی: زما په اند ادب، هنر دی. یو ژبنی هنر، د ژبې له نښو او نښانو څخه ادبي متن را ټوکیږي او عاطفي، خیالي او فکري بنیادونه لري. ادب له ژوند څخه د خوند اخیستلو له پاره په انسان کې نوې نوې ولولې را ژوندۍ کوي. ادب انساني احساست، افکار او د تخلیق شويو انځورونو بیان راته کوي.
ارسطو وايي: ادب کې منطقې رښتیا خو نه وي ولې ادبي صداقت وي.
آرنلډ – د ادب په اړه وايي: « ادب د انساني ژوند تفسیر دی»
میاکن – بیا وايي « قدرت چې انسان ته کوم دایمي څه ورکړي دي د هغې څرګندونه نازک ادب دی»
د هېواد لوی استاد پوهاند حبیبي صاحب د ادب په اړه وايي« په اصطلاح کې ادب هغې پوهې او هنر ته ویل کیږي چې سړی د هغه په برکت د ښو څیزونو په تړاو زده کوي او هغه پوهه چې سړی د هغې په بڼه څیزونه زده کړي.»
استاد الفت بیا وايي« اصطلاحاً ادب هغه پوهه ده چې انسان د خپلې وینا او پوهې په بیان کې له خطاو او تېروتنو څخه ساتي ځکه ادبي علوم هم هغه علوم ګڼل کیږي چې د وینا، ښه والی او بدوالی صحیح او غلط، خوږوالی او پیکه والی ښايي» له دې ټولو تعریفونو او د پوهانو له خبرو دا جوته کیږي چې ادب لکه د ریاضی غوندې ثابت فورمول دوه جمعه دوه مساوي څلور نه لري.
د پخوانیو په اړه هغوی تر وسه وسه په دې برخه کې اغیزمن کارونه کړي.
د هغوی هڅې زموږه د لارې مشالونه بللای شم.
د نړۍ په ادبي تاریخ کې، ځینې ډېر اغېزمن لیکوال او د هغوی بېساري آثار تلپاتې او ارزښت لرونکي ګڼل شوي دي. دلته د څو نومونو یادونه کوم:
هومر: د لرغوني یونان شاعر چې د “اوډیسه” او “ایلیاد” په نوم شاهکارونه یې لیکلي. ویلیم شکسپیر: د انګلستان ډرامه لیکونکی او شاعر چې “هملټ”، “مکبیت”، او “رومیو او ژولیت” یې خورا پېژندل شوې ډرامې دي.
داستایوفسکي: روسي لیکوال دی چې د “جرم او سزا” او “د کارامازوف وروڼه “په څېر ژور ناولونه یې لیکلي دي.
مولانا جلال الدین رومي: د فارسي ژبې شاعر په خپلو روحاني او صوفیانه شعرونو مشهور دی، نوموړی د “مثنوي معنوي”. په لیکلو سره صوفی فلسفي بلل کیږي.
همدا ډول د پښتو ژبې د نوموتو شخصیتونو لکه: صوفی شاعر رحمان بابا، حمید مومند او خوشال خټک نومونه یادولای شو. چې دوی هر یو په پښتو ادب کې خپل ادبي مکتبونه هم لري.
مسعود: ستاسو په اند کوم ډول نښیرونه (اثار) د ادبي نښیرونو (اثارو) او ادبیاتو په توګه وېشل کېدای شي؟ او دا راته ووایاست څه وخت لیکوال او شاعر یو ادبي اثر پنځولای شي؟
بلهار جلالزی: ادبي پنځونې او اثار چې هنري ځلا او ښکلا ولري یعني دا چې تخیل، عاطفه او اند یې په رامنځته کیدو کې بنسټیز رول ولري، له عادي ژبې سره یې توپیروي. دا ډول اثار د منځپانګې او جوړښت له اړخه په بیلا بیلو ډولونو وېشل کېدلای شي. لکه نثر، نظم، حماسې او …
ستاسو د پوښتنې دوهم بند په اړه دا چې یو لیکوال او شاعر څه وخت ادبي اثر پنځولای شي؟ باید ووایم: کله چې شاعر یا لیکوال ته لاندیني عوامل برابر وي نو بیا کولای شي یو ادبي اثر وپنځوي.
کله چې له فکر، احساس او الهام څخه ورته یو تازه او نوښتګر مفهوم را پیدا شي. بل دا چې د ژبې د فنونو او قواعد سره بلد وي.د تجربې تر خوا د تاریخ او کلتور په اړه هم ژوره مطالعه ولري. که داسې څه شاعر یا لیکوال لرل، اثر یې هم په ټولنه کې اغیز ښندي.
مسعود: ویل کېږي: چې د ادب توکي عبارت دي له: خیال، احساس، اندېښنه، مینه او ټکر یا ”تضاد” څخه، تاسو په دې اړه څنګه اندئ؟
بلهار جلالزی: هو! دا عناصر چې تاسو یې یادونه وکړه د ادب توکي ګڼل کېږي، چې د اثر ښکلا، ژوروالی او اغیز زیاتوي.داځکه چې احساس، اندیښنه او مینه په عاطفه کې شامل دي. شوني ده چې دا توکي په هره ادبي لیکنه کې د کمیت له اړخه سره ورته نه وي په ځینو کې به یو ډیر او بل به بیا کم وي. په یوه کې به فکرغالب وي. ښايي په بل کې د تخیل او عاطفې رنګ زیات وي. ګورئ خیال – د تخیل ځواک څرګندوي، احساس د ادب روح دی، اندیښنه د فکر ژورتیا بیانوي. مینه د انساني اړیکو فطرې هیلو ارزښت بلل کیږي او ټکر یا تضاد د کیسې جالبوالی زیاتوي.. چې دا ټول لیکوال ته د نویو مفاهیمو رامنځته کولو زمینه برابروي. کله چې دا ټول سره ګډ شي نو بیا له موسیقي سره ادب نور هم ښکلی او پیاوړی کوي. مسعود: ستاسو په اند، د ادبیاتو د موخو او دندو، همداراز د ژمنو او نا ژمنو ادبیاتو او د ادبیاتو د نورو اړخونو په اړه که لږ څه رڼاوی ورکړئ؟
بلهار جلالزی: که په لنډه توګه ووایم ادب دوه موخې لري. لومړی دا چې انسان ته به خوشحالي ورکوي او بل دا چې ورته علم، پوهه او فکر ورکړي. که دا نه شي ورکولای نو بیا خو ادب نه شو ورته ویلای. ادبیات د انسان د فکري، احساسي، او ټولنیزو تجربو انګۍ هم کیدای شي یا دا، چې د انساني ټولنې او د نړۍ د درک او احساس له پاره ځانګړی رول لري. د ادبیاتو د موخو او دندو نور اړخونه د فکري، تفریحي، ټولنیزو او اخلاقي ارزښتونو په بنسټ تعریف کیدای شی.
د فکر وده، د احساساتو بیان او تفریح چې د هنر، خیال او کیسې له لارې لوستونکو ته خوشحالي، الهام او خوند ورکوي.
اوس به د ژمنو او ناژمنو ادبیاتو په اړه خبرې وکړو.
دمګړۍ خو، ژمن او ناژمن ادبیات ډیر نه مطرح کیږي. په تیرو کې د سوسیالیستي ایډیالوژي پلویانو د خپلي ایډیالوژي ادبیاتو رایج کول جبري او لازمي بلل، له دې ورهاخوا یې ناسوسیالیستي ریالیستیک ادبیات بورژوايي ادبیات بلل، د همدې ایډیالوژي ادبیاتو ته په پخواني شوروي کې ماکسیم ګورکي او نیکولای استروفسکي، په امریکا کې هاوارد فاست په فرانسه کې ژان پل سارتر او لويي اراګون، په چیلي کې پابلو نروادا، او په المان کې برتولت برشت ډیر کار وکړ او په لوړه کچه یې ورته اثار هم وپنځول. خو اوس د ا بهیر په نوره نړۍ او زموږ په هېواد کې پڅ او په نشته حساب دي. اوس د دغې ایډیالوژۍ په بنسټ د ادب پنځونې په برخه کې څوک زړه نه ښه کوي. ځکه دا فکر او ایډیالوژي اوس لکه د پخوا په څیر واکمنه نه ده.
مسعود: د ادبیاتو د وېش، د ژبې او ادبیاتو د اړيکو په اړه څه لید لرئ؟
بلهار جلالزی: هر نوی څیز یا پدیده، انساني پوهه د څیړنیزو رودو یا مېتودونو له مخې وېشي. ژبه او ادبیات ډیرې ژورې اړیکې لري، ادبیات د ژبې په وسیله رامنځته کیږي او د تورو یا کلمو معنی ته پراختیا ورکوي.
مسعود: ژان پل سارتر(۱۹۰۵-۱۹۸۰) چې د شلمې پېړۍ له پنځونکو، سرلارو او مهمو فیلسوفانو او اندیزو څخه وو، دغه تکړه لیکوال د خپلو نوموتو اثارو تر څنگ د (ادب څه شی دی؟) په نوم یو نښیر (اثر) هم کښلی دی او دا کتاب د لمړي ځل لپاره پر(۱۹۴۸)زېږدیز کال کې خپور شو. تاسو د سارتر د ادبیاتو، په اړه څه اندۍ؟
بلهار جلالزی: هو! ژان پل سارتر د شملې پیړۍ له مهمو فیلسوفانو، لیکوالو او مفکرینو څخه و. نوموړی د اګزیستانسیالیزم فلسفې یو له سر لارو ګڼل کیږي.
د هغه یوه خبره ده چې وايي:( فلسفه. پوهیدنه ده، نه دا چې حفظ شي.)
د هغه اثار نه یوازې د فلسفي ژور فکر ته انعکاس ورکوي بلکې د فردي آزادۍ، مسوولیت او د ټولنیز ژمنتیا مفاهیم هم په کې مطرح کیږي.
سارتر باور درلود چې ادبیات باید د ټولنیز بدلون یوه وسیله وي او یوازې د ښکلا او تفریح لپاره هم ونه پنځول شی. . د هغه “ادب څه شی دی؟” اثر د همدې نظریې یوه روښانه او څرګنده بیلگه ده. سارتر کوښښ کړی چې د هغه مهال د سوسیالستي او ناسوسیالسي نظریو تر منځ په یو ډول همغږي را منځته کړي.
سارتر د خپلو ادبي فعالیتونو په ترڅ کې ګڼ شمیر داستانونه، ډارمې او اثار وپنځول چې ادب څه شی دی؟ یې هم یو اثر دی.
مسعود: د تمدن، فرهنگ، هنر او کلتور د وییو(اصطلاحاتو) د پېژندلو(تعریفولو) په اړه ستاسو اند څه دی؟ ادبي ځېلونه، ټوټې (ژانرونه) څنګه ارزوئ؟
بلهار جلالزی: تمدن، فرهنګ، هنر او کلتور د بشري ژوند بنسټیز توکي دي. تمدن د انسانانو د مادي او معنوي بدلون پایله ده. چې دا بدلون او پایله د علم په مټ را ټوکیدلی. فرهنګ هم د ټولنو هویت، ارزښتونه او د ژوند بڼه او په دې تړاو د فکر کولو رودې ته انعکاس ورکوي. فرهنګ او هنر له یو او بل سره تړلي دي. هنر د احساساتو، نظرونو او خلاقیت اظهار دی؛ او کلتور د ټولنیزو ارزښتونو، دودونو او راکړې ورکړې مجموعه ګڼل کېږي.
ادبي ژانرونه یا ځېلونه د ادبیاتو بېلابېل ډولونه دي، لکه نثر، نظم چې بیا په شعر، داستان، ډرامه، حماسي ادبیاتو، طنزي نثر او نورو ویشل شوي. ژانرونه خپل ځانګړي سبکونه، موضوعات او تاثیرات لري. د ادبي ژانرونو ارزونه د هغوی ادبي ارزښت، تخلیقي ځواک، د ټولنې پر فکري بڼه اغېز او د انسان د احساساتو بیان ته په کتو ترسره کېږي.
اوس به راشو د ادبي مکتبونو او سبکونو په تړاو خبرو ته.
مسعود: تاسو ادبي مکتبونه، ادبي سبک، تگلوري او ارزښت یې، همدا راز ادبي ځېلونه (ژانرونه) څنګه راپېژنئ؟ کوم مکتوبونه کولای شو د ادبي مکتبونو په نوم ونومولای شو؟
بلهارجلالزی:ادبي مکتبونه د ادبياتو هغه جریانونه دي چې د ځانګړو نظریو، سبکونو، او ارزښتونو پر بنسټ رامنځته شوي وي. دا مکتبونه د ادبياتو د پرمختګ دلیکوالو د افکارو د بیان، او د ټولنیزو، سیاسي، او فرهنګي شرایطو د انعکاس لپاره مهم بلل کیږي.
د ادبي مکتبونو پېژندنه.
ادبي مکتبونه د لیکوالو او شاعرانو د ځانګړو ادبي اصولو، سبکونو، او نظریو مجموعه ده، چې د یوې دورې یا جغرافیې د ادبياتو ځانګړتیاوې بیانوي. دا مکتبونه د ادبياتو د تاریخ په اوږدو کې د بېلابېلو ټولنیزو، سیاسي، او فلسفي شرایطو له امله رامنځته شوي دي.
مهم ادبي مکتبونه.
د نړۍ په کچه ګڼ ادبي مکتبونه شته، چې ځینې یې دا دي:
کلاسیکزم- د یونان او روم د کلاسیکو ادبي اصولو پر بنسټ ولاړ مکتب.
رومانتیزم- د احساساتو، تخیل، او طبیعت ستاینه کوي.
ریالیزم- د ژوند حقیقي انځور وړاندې کوي.
ناتورالیزم- د ریالیزم پراخه شوې بڼه، چې چاپېریال او وراثت ته ډېر اهمیت ورکوي.
سمبولیزم- د ژور معنوي او فلسفي مفاهیمو بیان.
اکسپرسیونیسم- د داخلي احساساتو او تجربو بیان.
سورریالیزم- د تخیل، خوبونو، او غیر منطقي افکارو ترکیب.
سوسیالیستي ریالیزم- د ټولنیز عدالت او کارګرې طبقې انعکاس.
د پښتو ادبي مکتبونه.
روښاني ادبي مکتب- د تصوف، عرفان، او اخلاقي ارزښتونو انعکاس.
خوشحال ادبي مکتب- د ملي، رزمي، او حماسي روحیې بیان.
رحمان ادبي مکتب- د عرفاني، فلسفي، او ملي افکارو ترکیب.
مسعود: ادبي مکتبونه او ادبي ژانرونه څنګه توپیر لري؟
بلهارجلالزی:ادبي مکتبونه او ادبي ژانرونه دوه بېلابېل مفاهیم دي، که څه هم دواړه د ادبياتو په نړۍ کې مهم رول لري. دلته یې توپیرونه توضیح کوم:
ادبي مکتبونه:
ادبي مکتبونه د ادبياتو هغه نظریاتي جریانونه دي چې د ځانګړو فلسفي، ټولنیزو، او سبکونو اصولو له مخې رامنځته شوي وي. دا مکتبونه د لیکوالو د ادبي سبک، فکرونو، او د موضوعاتو انتخاب اغېزمنوي. د بېلګې په توګه:
ریالیزم- (Realism) د واقعیاتو صادقانه انځور.
رومانتیزم- (Romanticism) د احساساتو، تخیل، او طبیعت ستاینه.
سورریالیزم- (Surrealism) د خوبونو، تخیل، او غیر منطقي افکارو جوړښت.
سمبولیزم- (Symbolism) د ژورو معنوي او فلسفي مفاهیمو بیان.
ادبي ژانرونه :(Literary Genres)
ادبي ژانرونه د ادبياتو هغه ډولونه دي چې د موضوع، سبک، او د بیان طرز ته پام کوي. ژانرونو کې د ادبياتو بېلابېلې بڼې شاملي دی، لکه:
ناول (Novel) – اوږده کیسه چې تفصیل، کرکټرونه، او پېښې لري.
لنډه کیسه (Short Story) – لنډ روایت چې محدود کرکټرونه او موضوعات لري.
شعرونه (Poetry) – د وزن، قافیه، ردیف او احساساتو سره ادبي جوړښت.
ډرامه (Drama) – د صحنې لپاره لیکل شوې کیسه چې مکالمې او کړنې لري.
ادبي مکتبونه د ادبياتو د بیان فلسفي، ټولنیز، او نظریاتي اصول تشریح کوي، او ادبي ژانرونه د ادبياتو بڼې او جوړښتونه دي.
مسعود: تاسو د ادبي مکتبونو په بهیر کې د ادبي ځېلونو (ژانرونو) د بنسټیزو بدلونونو د ودې او پرمختیا په اړه څنگه اندئ؟
بلهارجلالزی:په ادبي مکتبونو کې د ادبي ژانرونو بدلون او پرمختګ د ټولنیزو، سیاسي، کلتوري او فلسفي تحولاتو له امله رامنځته کېږي. هرادبي مکتب د خپل وخت ځانګړني ارزښتونه، او نظریات منعکسوي، چې له مخې یې د ادبیاتو بڼه او محتوا بدلېږي.
مسعود: د هیڅ ادبي مکتب رامنځته کېدنه ناڅاپه او له سریزې پرته نه وي، د هر یوه ډېرې نښې د پخوانۍ دورې په ادبي نښیرونو (اثارو) کې موندل کېدای شي. تاسو هغه لاملونه او توکي څنګه ارزوئ چې د ادبي مکتبونو د پیدایښت، جوړېدنې، بدلون، ودې، پرمختگ او د له منځه تللو لامل ګرځي؟
بلهارجلالزی:ادبي مکتبونه د ټولنې د فکري، ټولنیزو، سیاسي او فرهنګي بدلونونو محصول وي. د دوئ پیدایښت، پرمختګ، او نړیدل په ګڼو عواملو پورې تړلې دي:
تاریخي او ټولنیز شرایط:
د ادبي مکتبونو د رامنځته کیدو بنسټیز لاملونه اکثراً له یوه مشخص تاریخي او ټولنیز حالت څخه سرچینه اخلي، لکه انقلابونه، جګړې، یا هم د فلسفي تفکر پراختیا. هو دا سمه ده د هر نوي ادبي مکتب د پخوانیو سبکونو پر بنسټ را منځ ته کیږي یا له دوی سره مخالفت کوی یا یې نوې بڼې ته رااوړي.
فلسفې، ایډیالوژي او رواني افکار- د ادبي مکتبونو بنسټونه د وخت فلسفي مفکورو، دیني باورونو، او سیاسي ایډیالوژیو سره ژورې اړیکې لري.
لیکوال او مفکرین – یو یا څو نوښتګر لیکوال، شاعران، یا ادیبان د ادبي مکتب بنسټ جوړوي، د نوي سبک، ژبې، او مفاهیمو معرفي کول، او د نوي ادبي دود رامنځته کول.
ادبي نقد او تفسیر- د ادبیاتو څېړنه، تحلیل او تفسیر دمکتبونو ودې ته زمینه برابروي،
وخت او د لوستونکو تمايل – یو ادبي مکتب دومره دوام کوي، څومره چې د لوستونکو غوښتنې سره همغږي وي؛ که د وخت د غوښتنو سره برابر نه وي، زوال ته مخه کوي.
تکنالوژي او د لیکوالي نوي وسایل – د چاپ صنعت، رسنۍ، او د انټرنټ له لارې د ادبیاتو خپرېدل د ادبي مکتبونو د پراخوالي لپاره مهم لاملونه دي.
مسعود: تاسو سورریالیستي ادبیات څنګه راپېژنئ؟ د دې ادبیاتو تر ټولو اړینې ځانګړنې او مهمې ځانګړتياوې کومې دي؟
بلهارجلالزی:(سورریالیستي ادبیات د تخیل او واقعیت ترمنځ پولې ماتوي، نا اشنا مفاهیم راژوندي کوي، او د ذهن پټو او ژورو ته لاره مومي، دا ادبیات معمولاً د شعور جریان، د خوبونو تعبیر او تفسیر، او د غیر منطقي جوړښتونو کارونې ته پام کوي چې مهمې ځانګړتیاوې یې دا بللای شو.
غیرمنطقي روایت: پیښې او کرکټرونه ممکن بې قاعدې، خو پېچلي اړیکې ولري.
خیالي او سمبولیکه ژبه: ژور استعارات، سمبولونه او داسې صحنې چې معمولي منطق نه لري.
د شعور جریان: د کرکټر داخلي افکارو ته مستقیم لاسرسی، پرته له دې چې د دودیزو ګرامري یا منطقي محدودیتونو ومني.
داخلي ازادي: لیکوال خپل احساسات، اندونه او تصورات له سانسور پرته بیانوي.
خوبولې فضا: د خوبونو، وهمونو، او خیالونو نړۍ ته ژوره کتنه.
سورریالیستي ادبیات د حقیقت له دودیزو تعریفونو تېرېږي او د ذهن ژورې طبقې سپړي، چې د ادبي هنر لپاره یوه نوې نړۍ پرانیزي.
مسعود: تاسو د سورریالیسم ښوونځی څنګه راپېژنئ او ارزوئ،هغه ښوونځی، چې له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته پر (۱۹۲۰) لسیزه کې د ادب او هنر په ډګر کې په فرانسه کې راڅرګند شو. مهرباني وکړئ د دې مکتب د تاریخ، آر او بنسټ په اړه لنډ مالومات راکړئ، چیرته، کله او د چا لخوا جوړ کړای شوی او لومړني بنسټ ایښودونکي یې څوک ول؟
بلهار جلالزی: سورریالیزم موږ ته د ټولني د رواني او روحي حالت انځورونه په لاس راکوي. سوریالیرم د هنر او ادبیاتو يو ځانګړې ښوونځی ده، چې د ۱۹۲۰ مو کلونو په ترڅ کې په فرانسه کې رامنځ ته شو دا مکتب د انسان د بی هوښۍ او بیسدۍ او تخیل ځواک ته پاملرنه کوي.
د سوریالیزم هنر د غیرمنطقي او غیرمعمولي انځورونو په کارولو سره د انسان د داخلي احساساتو او فکرونو څرګندنه کوي. د دې مکتب موخه دا ده چې د انسان د شعور محدودیتونه مات کړي او د تخیل له لارې نوې نړۍ ته لاره هواره کړي.
د دغه مکتب بنسټ ایښودنکی اندرې بریټون دی. نوموړی چې یو ارواپوه او په ورته وخت کې شاعر هم وو. ده له دادا ایزم سره تر مخې ښې وروسته د سوریالیزم ادبي مکتب بنسټ کیښود. بریټون (۱۸۹۶- ۱۹۶۶م) غوښتل چې له رښتیا ور هاخوا یا ترې لوړ څه په اړه نورو ته پیغام ورسوي. دا مکتب په لویدیځ کې ځوان مکتب وو.
مسعود: تاسو د سورریالیسم مکتب، موخې، اندې، مهمې ځانګړتياوې، ليدلوري او بنسټیز آرونه څه ډول ارزوئ؟ او دا راته ووایاست چې د سوریالیسم تګلوری او د سبک مهمې ځانګړتیاوې څه دي؟
بلهارجلالزی:سورریالیسم یو هنري او ادبي مکتب دی چې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې په فرانسه کې رامنځته شو دا مکتب د واقعیت تر شا، تر واقعیت وراخوا، تر واقعیت پورته یا د مافوق واقعیات مانا ښندي او ورباندې یې تمرکز درلود. د سورریالیسم بنسټګر انډري برټن په ۱۹۲۴م کال کې د سورریالیسم مانیفیسټ ولیکه.
د سورریالیسم موخې او فکر:
د لاشعوري خیالونو بیانول، پرته له دې چې د دیني، فرهنګي یا ټولنیزو محدودیتونو تابع وي.
د واقعیت او خیال ترمنځ یو نوی ارتباط رامنځته کول، چې د انسان ذهن ته نوي څه ورکړي.
د ارواپوهنې، په ځانګړي ډول د فرویډ نظریاتو څخه الهام اخیستنه، څود انسان ذهن ته ژور کتنه وشي.
مهمې ځانګړتیاوې او لیدلوری:
د تخیلي او غیر منطقي صحنو انځورول، چې د انسان ذهن ته نوې تجربې وړاندې کوي.
د خودکار لیکنې (Automatic Writing) کارول، چې د لیکوال ذهن ته آزادي ورکوي، ترڅو پرته له محدودیتونو خپل فکرونه بیان کړي.
د خوب او وهمي فضا رامنځته کول، چې د واقعیت او خیال ترمنځ یو نوی ارتباط جوړوي.
دوی ناخبره ذهن ته ارزښت ورکاوه ترڅو د انسان پټ احساسات او فکرونه څرګند شي . د نا پیژاندو جوړښتونو کاورونه چې د شیانو او مفاهیمو تر منځ غیر منطقي اړیکه رامنځته کړي.
د سیمبولیکو او پټو معناوو کارونه، چې لوستونکي ته د ژور فکرکولو موقع ورکړي.د رنګونو، شکلونو او غیر عادي بڼو کارول، چې د هنر او ادبیاتو نوې بڼې رامنځته کوي.سورریالیسم نه یوازې په نقاشۍ، بلکې په ادبیاتو، فلم، موسیقۍ او نورو هنرونو کې هم ژور اغېز لري.
مسعود: ویل شوې دي: د سورریالیسم د هنري جریان ریښې د «زیګموید فروید» اُتریشي ارواپوه په لیدتوګو او نظریاتو کې لیدل کېږي. تاسو د سورریالیسم ریښې او د دوی اندونه، عقاید او لید توګي د ارواپوهنې په رڼا کې څنګه ارزوئ؟
بلهارجلالزی:باید ووایم چې زیګموند فروید(۱۸۵۷-۱۸۹۴) د یوه اتریشي ارواه پوه په توګه د دغه مکتب د لوړتیا او ځواکمن کیدو له پاره اغیزمنې کړنې تر سره کړې دي. که د سورریالیزم هنري غورځنګ ته نظرواچو نو راته ښکاري چې د زیګموید فروید ارواپوهنې په دې بهیر ژور اغېز لاره. فروید، و چې د انسان د لاشعور، خوبونو، او رواني څیړنو نظریات یې مطرح کړل ، چې دا کار یې د سورریالیستو لیکوالو له پاره د لار ښوونو سرچینه وګرځید.
د ارواپوهنې له نظره سورریالیست هنر د انسان ذهن ته دروازه پرانیزي، چیري چې سر کې فکرونه، پټې هیلي او ناخوداګاه احساسات شتون لري او دا ډول هنر د ذهني تحلیل له پاره د پام وړ وسیله ده.
مسعود: ویل کېږي: سوریالیسم د «دادایېزم» له هنري مکتب سره پیوستون لري. تاسو د سورریالیسم او دادایېزم د ښوونځیو تر منځ مهم او ځانګړی توپیر او ورته والی څه ډول ارزوئ؟
بلهارجلالزی:سوریالیسم او دادایېزم دواړه د هنر او ادبیاتو مهم مکتبونه دي چې د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې رامنځته شوي دي. سره له دې چې دواړه مکتبونه د نوښت او عصیان پر بنسټ ولاړ دي، د دوی ترمنځ ځینې مهم توپیرونه او ورته والی شتون لري:
دادایېزم د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال رامنځته شو، او د دودیزو هنري اصولو پر ضد یې بغاوت وکړ. دادایېزم د بېمنطقۍ، تصادفي ترکیبونو، او طنز له لارې د ټولنیزو ارزښتونو نقد ته لاره هواره کړه. سورریالیسم بیا د دادایېزم له بنسټونو الهام واخیست، خو تمرکز یې له ځانه نا خبره ذهن او خوبونو باندې و.
دادایېزم د ټولنیزو او سیاسي حالتونو پر وړاندې د اعتراض او بغاوت یو ډول و، په داسې حال کې چې سورریالیزم د انسان د بې هوښۍ او تخیل ځواک ته ځانګړې پاملرنه کوله. دادایېزم د هنر د تخریب او غیرمنطقي بڼې په توګه څرګند شو، په داسې حال کې چې سوریالیسم د تخیل او رواني ناخودآگاه له لارې د نوې نړۍ د را منځته کولو هڅه کوي.
دادایېزم د جګړې او سیاسي کړکیچونو پر وړاندې د اعتراض په توګه رامنځته شو، په داسې حال کې چې سوریالیسم د فروید د ارواپوهنې له نظریاتو نه الهام اخیستی دی.
دواړه مکتبونه د هنر د دودیزو بڼو ماتولو او نوې لارې رامنځته کولو لپاره هڅه کوي. چې دا یې ورته والی بلل کیږي. دواړه د موجوده ټولنیزو او فرهنګي حالتونو پر وړاندې د اعتراض او مخالفت څرګندونه کوي.
سوریالیسم د دادایېزم له پای ته رسیدو سره سم را منځته شو او دا دایېزم ځینې اصول یې ومنل.
مسعود: مهرباني وکړئ د سوریالیستي ښونځی نامتو هنرمندان راته په ګوته کړئ او دا راته ووایاست، چې د سوریالیسم او امپرسیونیسم مکتب تر منځ کوم توپیرونه شتون لري؟
بلهار جلالزی: مشهور سورریالیستي هنرمندان سالوادور دالي، رنه ماگریت، فریدا کالو، من ری، او مکس ارنست دي.
سورریالیزم او امپرسیونیزم دواړه په خپلو کې سره توپیر لري، ځکه چې امپرسیونیسم رڼا، رنګونو، او فوري اغیزو ته ارزښت ورکوي، پداسې حال کې چې سورریالیسم د ذهن پټو ریښو او جرړو ته ورننوځي او له منطقه لیري ترکیبونه وړاندې کوي.
مسعود: ستاسو په اند د سورریالیسم، ریالیسم او جادويي ریالیزم مکتبونو تر منځ ورته والی او توپیرونه څه دي؟
بلهارجلالزی:سورریالیزم، ریالیزم، او جادويي ریالیزم درې مهم ادبي مکتبونه دي چې هر یو ځانګړی اصول او ځانګړتیاوې لري.
ریالیزم: د واقعیت انعکاس ورکولوته ژمن دی. ریالیستي آثار د ژوند رښتیني صحنې، ټولنیز حالات او انساني تجربې پرته له مبالغې یا تخیل څخه وړاندې کړي.
سورریالیزم: لاشعور، خیال، او غیر منطقي عناصرو ته ارزښت ورکوي. اود رواني تحلیلونو څخه په الهام اخیستی سره یې هڅه کوله چې د داقعیت تر شا پټ احساسات، خیالات، او غیر منطقي تجربې بیان کړي.
جادويي ریالیزم: دا مکتب د ریالیزم او خیال ترکیب دی. په جادويي ریالیزم کې، جادويي یا غیر معمولي عناصر د ورځني ژوند یوه طبیعي برخه ګڼل کېږي، پرته له دې چې د لوستونکي لپاره حیرانوونکي ښکاره شي. دا مکتب په ځانګړي ډول د لاتیني امریکا ادبیاتو کې مشهور دی.
توپیرونه:
ریالیسم د واقعیت انعکاس ته ژمن دی او سورریالیزم لاشعور او خیال ته ارزښت ورکوي.
جادويي ریالیزم د ریالیزم او خیال یو جوړښت دی چیرې، چې جادويي عناصر د واقیعت یوه طبیعي برخه ګڼل کیږي.
سورریالیزم ډیر وخت د غیر منطقي او اروایي تجربو په بیانولو را چورلي ، پداسې حال کې چې جادويي ریالیزم د جادويي عناصرویوه عادي نړۍ وړاندې کوي. یادا چې: په سورریالیزم کې داسې پېښه چې ناڅاپه یو انسان وزرې ولري او د اسمان په لوري والوزي. ټول چاپیریال هم بې منطقه شي. لکه ونې چې خبرې پیل کړي.
په جادويي ریالیزم کې بیا لکه یو کس چې د باران له اوریدو سره سم تری تم شي، خو خلک دا عادي بولي او ژوند ورته همداسې روان بریښي؟ یعني جادويي پیښې کیږي خو خلکو ته عادي ښکاري.
مسعود: «اندري برتون» هغه فرانسوي لیکوال دی، چې په ټوله نړۍ کې د سورریالیزم غورځنګ د بنسټ ایښودونکي په توګه پیژندل کیږي. هغهٔ پر (۱۹۲۴) زېږدیز کال کې د سورریالیسم بیانیه یا اعلامیه یې خپره کړه. که د دې اعلامیې یا بیانیې د منځپانګې، سکالو، مضمون او پیغام په تړاو یو څه مالومات ورکړئ.
بلهار جلالزی: اندري برتون د سورریالیزم غورځنګ بنسټ ایښودونکی ګڼل کیږي، او د ۱۹۲۴ کال سورریالیسم وینا یې د دې هنري او ادبي مکتب رسمي پیل بلل کیږي. دا بیانیه د واقعیت او خیال ترمنځ د پولو ماتولو هڅه کوي، او د انسان د ناخبره ضمیر ته ارزښت ورکوي. برتون په دې بیانیه کې د دودیزو ادبي او هنري اصولو پر ضد دریږي او د تخیل، آزادي، او رواني اتوماتیزم
(automatic writing) ملاتړ کوي.
په دې بیانیه کې برتون استدلال کوي چې سورریالیزم باید د هنر، ادبیاتو، او آن د سیاست په ډګر کې د نوې لارې پرانیستونکی وي.
مسعود: د سورریالسم په جوړښت کې ډېر زیات توکي ترکیب شوې دي، دغه هنري خوځښت د خپلې ادعا د ملاتړ لپاره له فلسفې او ارواپوهنې څخه مرسته غواړي. تاسو د سورریالیسم اندونه، عقاید او لید توګي د فلسفې او ارواپوهنې په رڼا کې څنګه ارزوئ؟
بلهار جلالزی: سورریالیسم د فلسفې او ارواپوهنې تر ژور تاثیر لاندې رامنځته شو، چې د انسان په ناخبره ذهن، خوبونو، او اروایي تجربو باندې یې تمرکز درلود. سورریالیستانو هڅه کوله چې د هنر له لارې د ناخبره ذهن پټ رازونه ښکاره کړي، دوی د اروایي اتوماتیزم تخنیکونه وکارول، چې د فکر جریان پرته له شعوري کنټروله بیان کړي.
له فلسفي اړخه، سورریالیزم د واقعیت او خیال ترمنځ د پولې ماتولو ته هڅه کوي، او د هیګل، مارکس، او نورو فیلسوفانو نظریات یې د خپل هنري لیدلوري د پراخولو لپاره کارول. دغه خوځښت نه یوازې د هنر یوه بڼه، بلکې د ژوند د درک کولو یوه نوې فلسفه یې هم وړاندې کړه، چې د انسان اروایي او ټولنیزې ازادۍ ته یې ارزښت ورکاوه.
مسعود: «هربرت رید» هغه تاریخ پوه، هنرپوه، شاعر، ادبي کره کتونکی او انګلیسي فیلسوف وو، چې په خپله یوه لیکنه یې کې داسې کښلې دي: «رومانتیزم طبعن او حتمن د سورریالیسم خوا ته میلان پیدا کوي؛ ځکه چې سورریالیسم هم د رومانتیکو لیکوالو په شان له تخیلي، غیر عقلي او اریانوونکیو پېښو سره علاقه لري.» تاسو په دې تړاو څه لید لرئ؟
بلهار جلالزی: د نوموړي خبره پر ځای ده. رومانتیزم که په ژوره توګه مطالعه شي موږ له همداسې څه سره مخ کوي. د بیلګې په توګه به دلته د دغو مکتبونو ترمنځ ګډو ټکیو ته نغوته او اشاره وکړم.
هربرت رید یوه جالبه کتنه کړې ده، چې دا د ادبي بهیرونو ترمنځ د متقابل تاثیر یو ښه مثال کیدای شی. که رومانتیزم ته وګورو، دا جریان د احساساتو، فردیت، خیال پردازۍ او طبیعت سره ژوره علاقه لري. سورریالیزم بیا کوښښ کوي، چې د شعور تر پولو واوړي، پټ نا تشریح شوي احساسات، او د خیالونو دنیا بېرون ته را وباسي.
که څه هم دواړه جریانونه توپیر لري، خو دا حقیقت چې دواړه د واقعیت له حدودو تېرېږي، خیال ته ارزښت ورکوي، او د انسان نا سپړل شوي اړخ ته ګوري، البته، سورریالیزم یو ګام وړاندې ځي او د لا غیرمنطقي، لا ازاد او لا غیرعادي تخیل پلوي کوي، په داسې حال کې چې رومانتیزم لا هم د احساساتو او طبیعت سره تړاو ساتي.
مسعود: ویل شوې دي: د سورریالیسم په منځته راتللو کې لومړۍ نړېوالې جګړې هم زیات اغېز درلود. مهرباني وکړئ په دې اړوند خپل مالومات راسره شریک کړئ.؟
بلهار جلالزی: هو، لومړنۍ نړېواله جګړې د سورریالیسم په رامنځته کېدو کې خورا اغېز درلود. دا هنري او ادبي خوځښت د جګړې له ویجاړونکو تجربو، اروایي کړاونو، او د سنتي ارزښتونو له پوښتنې سره را پیدا شو. جګړې ته ورغلو سرتېرو، لیکوالو او هنرمندانو د بشري ذهن، خیال او ناخبره ذهن کشفیدو ته مخه کړه، چې دا د سورریالیزم اصلي اصول جوړوي. د جګړې وحشت، وېره، او نهیلې د دې لامل شوې چې هنرمندان د حقیقت نويو لارو ته وګوري، چې له دودیزو معیارونو او محدودیتونو څخه آزادې وي
مسعود: په ادبیاتو او شعر کې د سورریالیزم بنسټیزې ځانګړتیاوې، عقاید او اندونه څنګه ارزوئ؟
بلهارجلالزی:سورریالیستي شاعران او لیکوال هڅه کوي چې له منطقي محدودیتونو پرته خپل افکار بیان کړي.
ناخوداګاه ذهن ته وفاداري لري د اروايي څیړنو او نظریو نه یې الهام اخیسته چیرې چې لیکوال د خپلو ذهنونو پټ کوډونه او خیالات کشفوي.
عجیبه او غیر متوقع تصویرونه، تخیلي صحنې او شکلونه، یې چې دعام درک
خلاف وي. د لوستونکو مخې ته کیښودل
سورریالیزم د دودیز حقیقت له شتونه انکار کوي او د خیال نوي نړیوال مفهومونه وړاندې کوي.
سورریالیست لیکوال او شاعرانو باور درلود چې هنر باید ناخوداګاه ذهن ته ور نږدې شي او تخلیقې آزادي باید له ټولو قیدونو خلاصه وي دوی د ټولنیزو، سیاسي، او فلسفي مسایلو په اړه نوي لیدلوري وړاندې کړ، چې له عام واقعیت سره یې تضاد درلود.
مسعود: په هنر کې د سورریالیزم تر ټولو ښکاره څرګندونه په “شعر” پورې اړه لري. دوی شعر د ژوند بنسټیزه ستنه ګڼله. له همدې امله يې “ناول” او “لنډو کيسو” ته ډېره پاملرنه ونه کړه. ځکه چې د دوی په وینا یوازې په شعر کې تخیل ته زیات ځای ورکولی شي. تاسو په دې تړاو څه لید لرئ؟
بلهارجلالزی: سورریالیزم، د خپل ماهیت له مخې، تخیلي ازادۍ ته په درنه سترګه کتل او شعر یې یوه مناسبه وسیله بلله.
البته، په دې معنا هم نه وه چې سورریالیزم ناول یا لنډه کیسه له پامه غورځوله، بلکې د دې ژانرونو دننه هم د سورریالیزم تخنیکونه لیدل شوي، لکه د اندرې بریتون “نادیا” او د فرانسوا پیر په اثارو کې، نو ځکه ویلای شم چې سورریالیستي تخیل یوازې په شعر پورې محدود نه دی، بلکې د هنر هره بڼه ترې اغېزمنه ده.
مسعود: «زیګموید فروید» اُتریشي ارواپوه ویلي دي: «چې شاعران د روح په پېژندنه کې زموږ معمولي خلکو استادان دي؛ ځکه دوی له داسې چینو څخه ځانونه مړوي، چې هلته لاتر اوسه د علم لاس نه دی ور رسېدلی…» تاسو د فروید دا خبرې څه ډول ارزوئ؟ او دا راته وویاست چې سورریالیستانو د شعر او شاعرانو په تړاو څه لید درلود.
بلهارجلالزی:زیګموند فروید، ځکه شاعران د روح د ژورې پېژندنې استادان بللي، چې دوی د لاشعور له هغو سرچینو تغذیه کېږي، چې علم لا نه دی ترې خبر شوی دا نظر د فروید د ارواپوهنې له اساسي اصولو سره همغږي لري، ځکه هغه باور درلود چې لاشعور د انسان د شخصیت او اروایي حالت بنسټیزه برخه ده، او شاعران د دې پټې نړۍ د بیانولو ځانګړې وړتیا لري.
په دې توګه، د فروید نظر او د سورریالیستانو لیدلوری یو له بل سره نږدې اړیکه لرله، دا دواړه د لاشعور، خیال او د انسان د پټو احساساتو ارزښت تهنغوته او اشاره کوي.
مسعود: په ادبیاتو او شعر کې د سورریالیسم تر ټولو مهم او د مخکښو څېرو لیکوال څوک ول؟ که یې د نامتو نښیرونو (اثارو) نومونه راته په گوته کړئ؟
بلهارجلالزی:اندري برېتون وو چې د دې مکتب د اصولو تعریف یې وکړ. د هغه مشهور اثر «سورریالیستي مانیفست»د دې غورځنګ بنسټیز کتاب دی. بل هم پل الوار، دی نوموړی هم د سورریالیستي شعرونو پنځوونکی او مخکښ شاعر ګڼل کېده.
لوئی آراګون، چې د سورریالیستي ادبیاتو بل مهم لیکوال وو.
رابرت ډیسنوس، یو بل شاعر وو چې د تخیلي او غیر منطقي شعرونو له امله مشهور وو او همداسې د سورریالیستي ادبیاتو نوموتي اثار هم لاندې کسانو پنځولي دي.
مرشد ومارگاریتا» د میخائیل بولګاکف» لخوا، لیکل شوی او له غوره سورریالیستي ناولونو څخه دی.
نادجا د«اندري برېتون» لخوا ولیکل شو.مسخ « فرانس کافکا» او«وکیښ»، چې دا اثار د سورریالیستي ادبیاتو ښې بیلګې دي.
مسعود: «ګیوم اپولیز»هغه په فرانسه کې د شلمې پیړۍ د لومړۍ لسیزې تر ټولو مشهور شاعر ګڼل کیږي. په حقیقت کې، هغه لومړنی څوک دی چې د “سورریالیسم” کلمه یې جوړه کړه او د دې طرز یو له هڅوونکو او مخکښو څخه وو. د ده لومړی شعر د «میرابو پل» په نوم یادېږي. که د نوموړي ادبي اوهنري شخصیت او د ده د لومړي شعر د منځپانګې، مضمون او پیغام په تړاو یو څه مالومات راکړئ.؟
بلهار جلالزی: ګیوم اپولینر د فرانسوي شاعرانو په کتار کې په دې وتوانیده چې د خپلو اثارو په لیکلو سره د ادبي نوښتونو مخکښ شی. ده د “سورریالیسم” اصطلاح را منځته کړه.
د “میرابو پل” شعرد اپولینر له مشهورو او زړه راښکونکو شعرونو څخه دی، چې د 1912 کال په فبرورۍ کې خپور شو. دا شعر د وخت د تېرېدو، مینې او د ژوند د پایښت سکالوڅیړې . د شعر اصلي انځور هغه سیند دی. چې د میرابو تر پله لاندې بهېږي، دا شعر د تېر شوي وخت او له لاسه وتلې مینې استعاروي انځور وړاندې کوي.
موضوع او پیغام: شاعر د مینې د تېرېدو، د وخت د نه تم کېدو، او د یادونو دوام ته اشاره کوي. هغه د پل لاندې د اوبو بهېدل د ژوند د دوام او د تېرشوي وخت د نه بېرته راتلو سمبول ګڼي. شعر یو ډول نوستالژیک احساس لري، چیرې چې شاعر د خپلې له لاسه تللې مینې یادونه کوي، خو په پای کې د ژوند د دوام حقیقت ته تسلیمېږي .
دا شعر نه یوازې د اپولینر د شخصي احساساتو انعکاس دی، بلکې د عصري فرانسوي شعر د پرمختګ یوه مهمه بېلګه هم ګڼل کېږي.
مسعود: «پل الوار» یو فرانسوی مخکښ شاعر او د سورریالیزم د فکري غورځنګ یو له سرلارو څخه وو. نوموړی د سوریالیزم د مکتب د ټولو شاعرانو په منځ کې هغه څوک دی چې د نوي نسل په شاعرانو یې تر ټولو زیات اغېز درلود. ګټور او اغېزمن اثار یې کښلې دي. كه د نوموړي په ادبي او فرهنگي شخصیت او اغیزمنو نښیرونو(اثارو) او د شعرونو د منځپانګې، مضمون او پیغام په تړاو یې یو څه رڼا واچوئ.؟
بلهارجلالزی:پل الوار، چې اصلي نوم یې اوژن امیل پل گرندل و، د فرانسې یو نامتو شاعر، لیکوال، سیاستوال، او مبارز و. نوموړی د سورریالیزم د ادبي غورځنګ له بنسټاېښودونکو څخه دی، چې
د ۱۹۹۱-۱۹۳۸کلونو ترمنځ یې د دغه مکتب د ودې له پاره مهم رول ولوباوه. الوار نه یوازې د سورریالیزم د اصولو پیرو و، بلکې د سیاسي مبارزې او ټولنیز عدالت له پاره یې هم شعرونه ولیکل چې د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال یې د مقاومت د شاعر په توګه شهرت وموند. د الوار یو له مشهورو شعرونو څخه “آزادي” نومېږي، چې د فرانسې د اشغال پر مهال لیکل شوی و او د مقاومت د سمبول په توګه وپيژندل شو.
د الوار د شعرونو منځپانګه عشق، آزادي، عدالت او بشري ارزښتونه دي او پر همدې محور راڅرخېږي. د هغه شعرونه، نه یوازې د سورریالیزم د تخیلي سبک ښکارندويي کوي، بلکې د سیاسي او اجتماعي مبارزې انعکاس هم پکې لیدل کېږي.
پل الوار ګڼ شمېر مهم آثار لیکلي، چې ځینې یې دا دي:
دنده او ښورښ” – د اجتماعي عدالت او مبارزې په اړه..
عشق او شاعر” – د عشق او هنر ترمنځ اړیکه توضیح کوي.
آزادي” – د مقاومت سمبول ګڼل کېږي.
مسعود: «ژاک پري ور» فرانسوي لیکوال، نوموتی شاعر، داستان او کیسه لیکونکی وو. نوموړی د فرانسوي سورریالیستو شاعرانو له ډلې څخه دی. ګټور او اغېزمن اثار یې کښلې دي. كه د نوموړي د ادبي او فرهنگي شخصیت او اغیزمنو نښیرونو(اثارو) د ارزښت او د شعرونو د منځپانګې، مضمون او پیغام په تړاو یې په لنډه توګه مالومات راکړئ.؟
بلهارجلالزی:هو،ژاک پري ور (Jacques Prévert) یونوموتی فرانسوي شاعر، لیکوال، او فلم لیکونکی و، چې د سورریالیستي سبک له مخکښانو څخه ګنل کیږي دهغه شعرونه د فرانسوي ژبې د ادبیاتو مهمه برخه جوړوي، او د ښوونیزو کتابونو له لارې د فرانسوي ژبو خلکو ترمنځ ډېر مشهور دي.
د پري ور شعرونه معمولا ساده، روان، او د عامو خلکو د ژوند انعکاسوي. هغه د عشق، آزادۍ، عدالت، او ټولنیزو موضوعاتو په اړه شعرونه لیکلي، چې د خلکو له احساساتو سره ژور ارتباط لري.
د هغه د مشهورو آثارو له جملې څخه « سمندري څراغونو ګل شوو«د جنت هلک» یادولی شو د هغه فلمي لیکنې هم د فرانسوي سینما په تاریخ کې مهم ځای لری.
مسعود: «دیوید ګاسکوین» یو برتانوی شاعر او سورریالیست لیکوال وو. نوموړي د( نغوتو نړۍ) په نوم یوکتاب چاپ کړی چې په حقیقت کې د انګلیسي سورریالیسم لومړنی اثر دی. كه د ده په ادبي او هنري شخصیت او اغیزمنو نښیرونو(اثارو) او په تېره بیا د یاد شوي نښیر (اثر) د منځپانګې، مضمون او پیغام په تړاو یې یو څه رڼا واچوئ.
بلهارجلالزی:«دیوید ګاسکوین» د انګلیسي سورریالیسم په پراختیا کې مهم رول لوبولی .نوموړي د “A Short Survey of Surrealism” کتاب لیکلی، چې د سور ریالیستي غورځنګ مهم اثر دی.
ګاسکوین د سورریالیستي شاعرۍ له لارې د خیال، سمبولونو، او غیر منطقي تصویرونو کارولو ته وده ورکړه. د ده لومړني آثار، لکه “Roman Balcony and Ot her Poems” (1932 او “Man’s Life Is This Meat” (1936)، د سورریالیستي سبک څرګندونه کوي.
“A Short Survey of Surrealism” د سورریالیستي غورځنګ تاریخ، اصول، او د دې مکتب مهم شخصیتونه معرفي کوي. دا کتاب د سورریالیستي هنر او ادبیاتو تحلیل وړاندې کوي، او د دې غورځنګ د راتلونکي اهمیت په اړه بحث کوي.
ګاسکوین د فرانسوي سورریالیستي شاعرانو آثار هم وژباړل، چې د دې مکتب نړیوال تاثیر ته یې وده ورکړه.
مسعود: «فیډریکو ګارسیا لورکا» شاعر، موسیقي پوه، انځورګر، ډرامه لیکونکی او یو ښه ویناوال وو. «لورکا» د اسپانیې د کورنۍ جګړې د ازادۍ د لارې یو له نامتو شهیدانو څخه وو. «لورکا» د خپل یو کتاب (شاعر په نیویارک کې) په نوم دی خپل سورریالیستي عقاید او اندونه بیانوي. كه د نوموړي په ادبي او هنري شخصیت، اغیزمنو نښیرونو(اثارو) او په تېره بیا د یاد شوي نښیر(اثر) په تړاو یې لږ څه رڼاوی ورکړئ.
بلهار جلالزی: فیډریکو ګارسیا لورکا، چې د اسپانیا د سورریالیزم سبک یو مشهور شاعر، لیکوال او ډرامهلیکونکی و، د ۱۸۹۸ کال د جون په ۵مه نېټه زیږیدلی او د ۱۹۳۶ کال د اګست په ۱۹مه نېټه د اسپانیا د کورنۍ جګړې پر مهال ووژل شو.
دی په اسپانیا کې یو له غوره شاعرانو او ډرامه لیکونکو څخه و.
د هغه ادبي او هنري شخصیت د اسپانیا د ادبیاتو په تاریخ کې ځانګړی ځای لري. ده په نظم او نثر سر بیره له موسیقي، انځورګري او تیاتر سره هم مینه لرله
د هغه مشهور آثار عبارت دي له:
Gypsy Ballads (1928)دا مجموعه د اسپانیې د دودیزو او فولکلوریکو موضوعاتو ته انعکاس ورکوي.
- Blood Wedding (1933), Yerma (1934)
- The House of Bernarda Alb(۱۹۳۶) دا درې ډرامې د اسپانیې ټولنیز واقعیتونه او تراژیدي بیانوي.
- Poet in New York – دا اثر د لورکا سورریالیستي عقاید او اندونه بیانوي، چې د نیویارک ښار ته د هغه سفر پر مهال لیکل شوی دی.
. د هغه آثار لا هم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لوستل کېږي.
مسعود: په یونان کې، د « امبیریکوس» په نوم یو شاعر پر(1935)زېږدیز کال کې هغهٔ هیواد ته سوریالیزم معرفي کړ. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته سوریالیزم یوناني شعر ته په شانداره توګه ننوځي. كه د نوموړي په ادبي او هنري شخصیت، ګټورو نښیرونو(اثارو) او په تېره بیا د یاد شوي نښیر(اثر) په تړاو یې لنډ مالومات راکړئ.
بلهارجلالزی:اندریاس امبیریکوس(Andreas Embirikos) د یونان یو مهم سوریالیست شاعر، لیکوال، عکاس، او د یونان لومړنی اروايي شنونکی و. هغه د ۱۹۰۱ کال د سپتمبر په ۲مه نېټه په برائیلا، رومانیا کې زېږېدلی و، خو کورنۍ یې ډېر ژر یونان ته کډه وکړه. امبیریکوس د فلسفې زده کړې پیل کړې، خو وروسته یې په فرانسه کې د اروايې شننو زده کړې وکړې.
د هغه لومړنی شعري ټولګې “یپسیکامینوس” (Ipsikaminos) په ۱۹۳۵ کال کې سوریالیزم یوناني ادب ته معرفي کړ، چې د یونان د سوریالیستي ادب بنسټیز اثر ګڼل کېږي.چې د ژبې، ښکلا، او اخلاقو د آزادۍ لپاره یې نوې فضا رانځته کړه.
امبیریکوس داتوماتیکې لیکلنې (automatic writing) تخنیک ته ځانګړې پاملرنه وکړه، چې د سوریالیزم یوه مهمه برخه ده .
د هغه یو بل مشهور اثر “لوی ختیځ” (The Great Eastern) دی، چې د څو لسیزو په اوږدو کې لیکل شوی او د یوناني ادبیاتو تر ټولو اوږد ناول ګڼل کېږي. دا اثر یې له ستاینې او نیوکو سره مخ شو، خو د امبیریکوس ځانګړی ادبي سبک یې لا نور مشهور کړ . نوموړي د ۱۹۷۵ کال د د اګست په دریمه نیټه په اتن کې له نړۍ نه سترګې پټې کړې دي.
مسعود: ویل شوې دي: «…. پر کومو پرنسیپونو چې د سورریالیسم ادبي جریان درېدلی دی هغوی کوم علمي بنسټ نه لري، سورریالیستان له منطق سره مخالفت کوي په دې دلیل چې د دوی په ګومان منطق لکه کوږ بار د حقیقت منزل ته نه شي رسېدلی.» تاسو په دې تړاو څه لید لرئ؟
بلهار جلالزی: سورریالیسم د هنر او ادب یو زړه راښکونکی جریان دی چې د دودیز منطق او واقعیت پر ضد یې بغاوت کړی. سورریالیستان باور لري چې ناخوداګاه ذهن، خیال، او داخلي احساسات ډېر ژور حقیقتونه افشا کولای شي—هغه حقیقتونه چې منطق او عقلي استدلال نشي درک کولای.
که د دوی نظریه ته وګورو، نو دا د روایتي فکر، استدلال، او علمي اصلونو نه یو ډول ازادي ده. سورریالیستان هڅه کوي چې د فکر د کنټرول شويو چوکاټونو نه ووځي او تخلیقي الهام ته زمینه مساعده کړي. البته، دا نظر تر ډېره پورې فلسفي اړخ لري او د علمي بنسټونو پر اساس نه دی ولاړ.
خو بیا هم، سورریالیزم د هنر او ادب په نړۍ کې ډېر بدلونونه راوړي او د تخیل نوي ابعاد یې معرفي کړي دي.
یوه پوښتنه دا هم ده چې آیا لیونتوب د واقعیت ضد دی که د واقعیت یوه بله بڼه؟ ډېر سورریالیستان دا باور لري چې لیونتوب، یا له دودیز عقل نه تیښته، انسان ته دا امکان ورکوي چې د رښتینې حقیقت ژوره سطحه درک کړي. شاید د تخیل، احساس، او ناخوداګاه تفکر یوه بله دنیا وي چې د منطق محدودیتونه پکې شتون نه لري. تخیل د انسان د نوښت او پرمختګ یو بنسټیز عنصر دی. ډېری سترې اختراعګانې او علمي لاسته راوړنې د تخیل له لارې پیل شوي، او وروسته د څیړنو، تجربو، او عملي کار له لارې حقیقت ته رسېدلي دي.
ادیسون، انشتاین، او نور نوښتګرو اشخاصو، د تخیل له قوې نه ګټه اخیستې ده، او بیا یې هغه د علمي اصولو، سخت کار، او تجربو له لارې عملي کړي. که تخیل نه وای، نو شاید بشریت هېڅکله د بریښنا، فضا ته د سفر، یا د تکنالوژۍ حیرانوونکي پرمختګونه نه وای تجربه کړي.
دا ښیي چې تخیل نه یوازې د هنر او ادبیاتو برخه ده، بلکې د ساینس، تکنالوژۍ، او حتی فلسفې لپاره هم حیاتي نقش لري.
مسعود: د (اندري بروتن) او (فلیپ سویو) یو اثر چې (مقناطیسي مېدانونه) نومېږي، د تشبیهاتو او استعاراتو له لیده ډېر زیات شهرت لري. كه د نوموړو په ادبي او هنري شخصیتونو، اغیزمنو نښیرونو(اثارو) ارزښت او په تېره بیا د یاد شوي نښیر(اثر) په تړاو یې یو څه رڼا واچوئ.
بلهارجلالزی:اندري بروتون او فلیپ سویو د سورئالیسم بنسټ ایښودونکي ګڼل کېږي، او د دوی ګډ اثر “مقناطیسي مېدانونه” (Les Champs Magnétiques) د سوررئالیستي ادبیاتو لومړنی کتاب بلل کېږي. دا اثر د خودکار لیکنې تخنیک ته وده ورکړه، چې د شعور له محدودیتونو پرته د فکر جریان ته اجازه ورکوي.
اندري بروتون د سورئالیسم نظریاتي مشر و، چې د دادائیزم له تجربو وروسته یې د سورئالیستي غورځنګ مشري وکړه. د هغه لیکنې، لکه “سورئالیستي بیانیې” (Manifesto of Surrealism)، د دې غورځنګ فلسفه تعریف کړه، چې د لاشعوري فکر ازادي یې ستایله. فلیپ سویو هم د سورئالیستي ادبیاتو مهم شخصیت و، چې د بروتون سره یې د سورئالیستي تجربو بنسټ کېښود.
“مقناطیسي مېدانونه” د سورئالیستي غورځنګ لپاره یو مهم اثر دی چې د استعارو او تشبیهاتو له پلوه ډېر بډای دی.
مسعود: ویل کېږي: «…. د سورریالیسم او واقعیت تر منځ لوی خلیج پروت دی. سورریالیسم نه واقعیت تمثیلوي او نه له واقعیت نه پورته واقعیت. سورریالیسم د کپیټالیزم له مزمنو ناروغتیاوو څخه یو ډول ناروغتیا ده، چې په هغه کې هذیان او اوتې بوتې ویل کېږي…» تاسو په دې اړه څنګه اندئ؟
بلهار جلالزی: دا خورا ژور او بحث جوړونکی لیدلوری دی!
د دې نظر سره موافق کسان استدلال کوي چې سورریالیسم د کپیټالیزم د ارواېي اغیزو انعکاس دی، چیرې چې د مصرف محورې ټولنې فشارونه د انسان ذهن ته غیرمعمولي بڼه ورکوي. خو مخالفین بیا باور لري چې سورریالیزم یوازې د تخلیقي بیان یوه بڼه ده، نه ناروغي، بلکې د هنر او ادبیاتو د نوښت یوه وسیله ده. زما په اند دا دوهمه نظریه سمه نظریه ده.
مسعود: «هاروکي موراکامي» یو له سترو معاصرو سوریالیستو لیکوالو څخه دی. نوموتی یو جاپانی لیکوال دی او د هغه اثار او کیسې په جاپان او نړیواله کچه خورا پلورونکي لري او په «5۰» ژبو ژباړل شوي دي. د ده یو نامتو نښیر(اثر)، «کافکا په ساحل کې» نومېږي. كه د نوموړي د ادبي او فرهنگي شخصیت او اغیزمنو نښیرونو(اثارو) ارزښت او په تېره بیا د «کافکا په ساحل» نښیر(اثر) د منځپانګې، مضمون او پیغام په تړاو یې په لنډه توګه مالومات راکړئ.
بلهار جلالزی: لکه تاسو چې وویل. هاروکی موراکامې یو له سترو معاصرو جاپاني لیکوالو څخه ، چې د سورریالیستي، فلسفي او جادویي واقعیتونه ترکیب یې د نړۍ په کچه شهرت موندلی. د هغه آثار، چې په لسګونو ژبو ژباړل شوي او د لوستونکو د ذهنونو د ژور تحلیل او تخیلي سفرونو لپاره یې زمینه برابره کړې ده.
« کافکا په ساحل کې» یو له نوموتو نښیرونو څخه دی، چې دوه متوازي کیسې لري: یوه د کافکا تامورا، یو ۱۵ کلن هلک، چې له خپل کور څخه تښتي، او بله د ساتورو ناکاتا، یو زوړ سړی، چې له پیشوګانو سره خبرې کولی شي. دا اثر د هویت، تقدیر، آزادې ارادې، او د واقعیت او خیال ترمنځ د اړیکو په اړه ژور بحثونه کوي.
موراکامي د موسیقۍ، ادبیاتو، او جاپاني اسطورو له لارې د کیسې فضا بډایه کوي، او لوستونکي د یو متافزیکي سفر په لور بیایي، چېرته چې د زمان او مکان حدود له منځه ځي. دا اثرد ځان پېژندنې، د تقدیر منلو، او د داخلي ازموینو د اهمیت پیغام وړاندې کوي.
مسعود: «میخایل بولګاکوف» هغه د شلمې پیړۍ په لومړۍ نیمایي کې یو نامتو روسی لیکوال، ډاکټر او ډرامه لیکونکی دی. نوموتي د خپل ژوند وروستي «۱۲» کلونه د (مرشد او مارګاریتا) نښیر(اثر) په لیکلو تېر کړ، چې بې له شکه د روسیې د ادبیاتو او همدارنګه د سورریالیستي ادب تر ټولو غوره نښیر(اثر) بلل کېږي. كه د نوموړي په ادبي او هنري شخصیت، اغیزمنو نښیرونو(اثارو) ارزښت او په تېره بیا د یاد شوي نښیر(اثر) په تړاو یې یو څه رڼا واچوئ.
بلهار جلالزی: میخایل بولګاکوف ۱۸۹۱-۱۹۴۰، د کیف په ښار کې زیږیدلی. نو اوس یې اوکراینی بللای شو. هغه له طب لوستلو وروسته لیکوالي ته مخه کړه.
بولګاکوف د طنز، سورریالیزم او فلسفي ژور فکر له لارې ځینې آثار و پنځول او د هغه وخت د شوروي اتحاد د سانسور له امله، د هغه ډیر آثار د ده د ژوند په مهال نه خپریدل. خو وروسته یې نړیوال شهرت وموند.
د هغه مشهور آثار دادي:
سپي زړه ـ یو طنزي اثر دی چې علمي تجربو او ټولنیزو بدلونونو ته اشاره کوي.
د توربینونو ورځې – یوه ډرامه ده چې د روسیې د انقلاب پر مهال د خلکو ژوند انځوروي.
“مرشد او مارګاریتا،د بولګاکوف تر ټولو مهم اثر بلل کیږي، چې د خیر او شر، ازادۍ، عشق او قدرت سکالو څېړي. او د سورریالیستي ادب له غوره بېلګو څخه دی چې د فلسفي ژور فکر او طنز له لارې د شوروي په ټولنې انتقاد کوي .
بولګاکوف د خپل وخت یو له نوښتګرو لیکوالو څخه و، چې له سانسور سره سره یې خپل ادبي میراث ژوندی وساته.
مسعود: تاسو په معاصرو ادبیاتو کې د سوریالیزم ځانګړی اغیز څه ډول څېړئ؟
بلهارجلالزی:سوریالیزم په معاصرو ادبیاتوهم اغیز لري، څرنګه چې لیکوال غیر متوقع ترکیبونه کاروي، همداسې یې د بیان بڼې تحلیل مهم دی. د سوریالیزم د آثارو ځانګړي موضوعات، لکه د آزاد فکر، وهم او د خوبولي فضا، څېړل ګټور تمامېږي. سوریالیستي آثار د لوستونکو احساسات پارول، له دې اړخه هم لیکوال ورته پام کاوه. د بیلګې په ډول د معاصر ادب لیکوال لکه هاروکي موراکامي او ځینې افریقایي یا د منځني ختیځ لیکوال د سوریالیزم تخنیکونه کاروي ترڅو خپل ادبي پیغام ته ژورتیا ورکړي. زموږ د سیمې په لیکوالو کې د ایران د صادق هدایت بوف کور اثر هم یادولای شو. چې تر همدې اغیز لاندې لیکل شوی.
مسعود: د سورریالیستانو، د انځورګرۍ او نقاشۍ هنر، ځانګړتیاوې، د دغې هنر تګلوری او د سبک مهمې ځانګړنې څه ډول ارزوي؟
بلهارجلالزی: دا سبک د فرانسوي شاعر گیوم اپولینیر لخوا نومول شوی و، چې د سورریالستۍ انځورګري ځانګړتیاوې را په ګوته کوي. په دغه سبک کې ناپیژندل شوی جوړښتونه چې د هیښتیا لامل کیږي را منځته کیږي. د سیمبولونو او استعارو له کاریدو کار اخلی. اوس دغه سبک نه یوازې په انځورګري بلکې په ادبیاتو، فلم، موسیقي، او نورو هنري برخو کې هم نفوذ کړی دی.
مسعود: د انځورگرۍ او پژۍ (مجسمو) په هنر کې د سورریالیسم د ښوونځی تر ټولو مهم او پېژانده استازي څوک ول؟ هیله ده كه تاسو د دې هنرمندانو د هنري او نامتو نښیرونو (اثارو) په اړه لږ څه رڼاوی ورکړئ.
بلهار جلالزی: د دغه مکتب پیروانو د مجسمو هنر په برخه کې هم کار کړی دی په دوی کې په ځانګړې ډول ژان آرب د مجسمو جوړولو په برخه کې د سورریالیزم اصول عملي کړل.
د دې مکتب تر ټولو مشهور هنرمندان سالوادور دالی، خوان میرو، ماکس ارنست، رنه ماگریت، ایو تانګی، آندره ماسون او ژان آرب دي.
سالوادور دالی: د سورریالیسم تر ټولو پېژندل شوی استازی دی، چې د “دوامداره حافظه” (The Persistence of Memory) اثر یې د دې مکتب یو له مهمو نښیرونو څخه دی.
خوان میرو: د انتزاعي او خیالي بڼو په کارولو سره یې د سورریالیسم ځانګړی سبک رامنځته کړ.
ماکس ارنست: د وهمي او خیالي صحنو په انځورولو کې مهارت درلود، چې د ” دوه سر لرونکی ښځه” (Two-Headed Woman) یې یو مشهور اثر دی.
رنه ماگریت: د واقعیت او خیال ترمنځ تضادونه یې په خپلو انځورونو کې انځور کړي، لکه “د انسان زوی” (The Son of Man).
ایو تانګی: د نرم، سیال او خیالي بڼو په کارولو سره یې د سورریالیسم ځانګړی سبک رامنځته کړ.
آندره ماسون: د ناخودآگاه ذهن د بیان لپاره یې د “خودکاري رسم تخنیک وکاراوه.
دا کسان د سورریالیزم د مکتب بنسټګر او مهم استازي وو چې د هنر نړۍ ته یې نوی لید لوري په لاس ورکړل.
مسعود: «ماکس ارنسټ» آلمانی انځورګر، مجسمه جوړونکی، ګرافیک هنرمند او شاعر وو. که «پل الوار او اندره برټون» په ادبیاتو کې د سوریالیزم بنسټ ایښودونکي وپیژندل شي، نو «ماکس ارنسټ» په انځورګرۍ کې د سوریالیزم نوښتګر هنرمند ګڼل کیدای شي. كه د نوموړي د ادبي او هنري شخصیت او اغیزمنو نښیرونو(اثارو) ارزښت په تړاو یې په لنډه توګه مالومات راکړئ.
بلهار جلالزی: هو«ماکس ارنسټ» آلمانی انځورګر، مجسمه جوړونکی، ګرافیک هنرمند او شاعر وو. ماکس ارنست، د سوریالیزم او دادائیسم د یوه مخکښ هنرمند په توګه، د انځورګرۍ، مجسمې جوړونې ، ګرافیک هنر او د شعر په ډګر کې د پام وړ ونډه لرله. هغه د فلسفې او ارواپوهنې زدهکړې کړې وې، خو د نقاشۍ سره یې ځانګړې لېوالتیا لرله، چې د نوو تجربو او تخنیکونو لامل شو.
ارنست د سوریالیزم د “اتوماتیزم” تخنیک ته وده ورکړه، چې د هنر د تخلیق لپاره د لاشعوري ذهن کارولو ته اشاره کوي . د هغه مشهور آثار، لکه “د اروپا وروستی باران” او “د دوو ماشومانو سزا”، د سوریالیزم د ژور تخیل، اروایي تحلیل، او د رویاوو د بیان غوره مثالونه دي.
مسعود: «سالوادور دالي» یو اسپانوي سوریالیست انځورګر او د شلمې پیړۍ یو له مهمو او نامتو هنري شخصیتونو څخه دی. د نوموتي یو پېژندل شوی نښیر(اثر)، «استمرار حافظه» نومېږي. كه د نوموړي په ادبي او فرهنگي شخصیت، اغیزمنو او نامتو نښیرونو(اثارو) ارزښت او په تېره بیا د یاد شوي نښیر(اثر) په تړاو یې یو څه رڼا واچوئ.
بلهارجلالزی:سالوادور دالي، د خپل ځانګړي سبک او تخلیقي لید له امله د هنر په نړۍ اغیز درلود. دالي نه یوازې د نقاشۍ په ډګر کې، بلکې د فلم، مجسمه سازۍ او لیکوالۍ په برخو کې هم فعالیت کړی، چې د هغه کارونه هم د اروایي تحلیل، خیالپردازۍ، او غیرمعمولي ترکیبونو له امله مشهور دي.
« د حافظې دوام »، نومی اثر یې جې په ۱۹۳۱ کال کې وکیښ د هغه په نوموتو اثار کې ګڼل کیږي دغه یې خورا اغیز وکړ. دا اثر د نرمېدونکو ساعتونه له امله شهرت لري، چې د وخت د انعطافپذیرۍ او نسبیت نظریې ته اشاره کوي.
په دې اثر کې، ساعتونه داسې ښکاري چې د تودوخې له امله نرم شوي، چې دا د وخت د غیر ثابت طبیعت او د حافظې د دوام سمبول ګڼل کېږي.
مسعود: (خوان میرو)، هسپانوي انځورګر او ډیزاینر (1893-1983) د سورریالیزم یو له مخکښو استازو څخه شمیرل کیږي. د (خوان میرو) سورریالیست اثار د نړۍ په لویو موزیمونو کې شتون لري. خو تر ټولو مهم او غوره شوي اثار یې په هغه ځای کې ساتل کیږي چیرې چې لویه برخه یې د (خوان میرو) بنسټ دی چې د «بارسلونا» یو له موزیمونو څخه دی. که د نوموړي هنرمند د هنري سبک او هنري شخصیت او نوموتو هنري نشیرونو(اثارو) د ارزښت په اړوند لنډ مالومات راکړئ.
بلهارجلالزی:خوان میرو، د خپل ځانګړي سبک له امله د هنر په نړۍ کې ځانګړی مقام لري. د هغه آثار د خیال، شاعرانه تاکیداتو، او د مدرن ژوند د د شخصي تاوو لري. تریخوالی یو جوړښت دی. میرو د سورریالیسم اصولو ته وفادارو، خو خپل ځانګړی هنر یې رامنځته کړ.چې د نورو سورریالیستي انځورګرانو له سبک څخه توپیر لري .
د میرو آثار د ساده، بیومورفیک شکلونو او روښانه رنګونو له امله مشهور دي، چې د هنر د دودیزو اصولو پر ضد یو نوښتګر حرکت ګڼل کیږي.
مسعود: « فرانسیس پیکابیا»، د شلمې پیړۍ فرانسوی لیکوال او انځورګر وو. د نوموړي نقاشي او انځورګري له رنګونو او غښتلي تضادونو څخه ډک وو. هغه د دادایزم او سورریالیزم له پلویانو څخه وو. تاسو د نوموړي هنرمند هنر، هنري سبک او پېژندل شوي نښیرونو(اثارو) ارزښت څنګه ارزوئ؟
بلهارجلالزی:فرانسیس پیکابیا یو له نوښتګرو او تجربي لرونکو هنرمندانو څخه و، چې دشلمې پیړۍ د هنر پر بهیر یې ژور اغېز درلود.
د هغه هنر هم د دادایزم او سوریالیزم له اصولو څخه الهام اخیستی و.
پیکابیا د کوبیسم، دادایزم، او سوریالیزم تر اغېز لاندې کار کړی، خو دهغه هنرتل د شهوانیت، آشوب، او تجربې ځانګړتیاوې لرلې دي. د هغه مشهور اثر (۱۹۱۳)، «ګرانه اودني» مې په خاطر کې وینم.چې دا هم د کوبیسم، ماشینونو ته د علاقې، او د شهوانیت ترکیب ښیي.
او د هنر د بیان نوې لارې معرفي کوي.
مسعود: د تیاتر او ډرامو په هنر کې د سورریالیسم د ښوونځی نوموتي او مهم استازي څوک ول؟ هیله ده كه تاسو د دې هنرمندانو د هنري سبک او د هنري نامتو نښیرونو (اثارو)د ارزښت په اړه لنډه رڼا واچوئ.
بلهار جلالزی: د تیاتر او ډرامو په هنر کې د دغه ښوونځي مهم استازي ګیوم آپولینر، آندره برېتون، لوئس آراګون، راجر ویتراک، او انتونین آرتو وو.
د ګیوم آپولینر “د تایریساس سینې (Les Mamelles de Tirésias) اثر د سورریالیسم د تیاتر لومړنی مثال ګڼل کېږي.
آندره برېتون د سورریالیسم نظریاتي بنسټونه رامنځته کړل، او د هغه “د سورریالیسم مانیفیسټ” د دې مکتب اساسي اصول بیانوي.
انتونین آرتو د “ظلم تیاتر” (Theatre of Cruelty) نظریه وړاندې کړه، چې د سورریالیسم د تیاتر پر پرمختګ یې ژور اغېز درلود.
مسعود: په سینما کې سوریالیستانو د سینما هنر له دودیز داستان څخه د خلاصولو لپاره، نوي تخنیکونه او طریقې کارولې دي. هیله ده كه تاسو د سینما او فلم جوړونې په برخه کې د سورریالیستو هنرمندانو د هنري سبک، د سورریالیستو د فلمونو او نامتو نښیرونو(اثارو) د ارزښت په اړه لنډ مالومات وړاندې کړئ.
بلهار جلالزی: د سینما په برخه کې هم سورریالیستانو هڅه وکړه چې د فلمونو له دودیزو او روایتي چوکاټونو څخه وتښتي. او د انسان د ناخبره ذهن، خیالاتو او وهمي نړۍ ته لاره ومومي. دوی مشهور فلمونه تولید کړل چې یادونه یې اړینه ده. په ۱۹۲۹کال کې د Un Chien Andalouد لویس بونوئل او سالوادور دالي لخوا جوړ شوی، دا فلم د سورریالیستي سینما یو له مهمو آثارو څخه ګڼل کېږي.
L’Age d’Or (1930)
د لویس بونوئل بل فلم چې د بورژوا ټولنې پر ضد انتقادي نظر وړاندې کوي.
Eraserhead (1977)
د ډیوډ لینچ فلم چې د وهمي او سورریالیستي سینما غوره مثال دی.
The Holy Mountain (1973) د الیخاندرو جودوروفسکي فلم چې د فلسفي، مذهبي، او سورریالیستي موضوعاتو ترکیب وړاندې کوي.
مسعود: «لوئیس بونوئل» یو اسپانوی لیکوال او ډایرکټر دی چې د سینما په تاریخ کې یې مهم رول لوبولی دی. هغه په خپلو فلمونو کې د سورریالیزم له ځانګړنو څخه کار اخلي او په خپلو اثارو کې یو خیالي فضا رامنځته کوي. تاسو د نوموړي هنرمند ځانګړی هنر، هنري سبک په بېلابېلو فلمونو کې او د ده پېژندل شوي نښیرونو(اثارو) د ارزښت په تړاو څه لید لرئ؟
بلهار جلالزی: لوئیس بونوئل د سینما د سورریالیزم یو له مهمو شخصیتونو څخه دی، چې د فلمونو له دودیزو روایاتو څخه د تېښتې لپاره یې نوې لارې غوره کړې. د هغه فلمونه، لکه Un Chien Andalou (1929) او L’Age d’Or (1930)، د سورریالیزم اصولو ته ژمن دي، چیرې چې منطقي تسلسل ته شا اړول شوې او د خیال، ناخوښۍ، او غیر متوقع صحنو ترکیب کارول شوی دی.
بونوئل نه یوازې د سورریالیزم له لارې د انسان د رواني پیچلتیاوو انعکاس وکړ، بلکې ټولنیزو موضوعاتو ته یې هم پام واړاوه. د Los Olvidados (1951) فلم، چې د مکسیکو د بېوزلو ماشومانو ژوند انځوروي، د هغه د ټولنیز واقعیت پالنې یوه غوره بېلګه ده. همداراز، د Viridiana (1961) فلم د مذهبي او اخلاقي ارزښتونو ته انتقادي نظر وړاندې کوي.
مسعود: سورریالیسم د ګرافیک په شمول په ډیرو برخو کې ژور اغیز درلود. تاسو په ګرافیک باندې د سورریالیزم بنسټېزې اغیزې څه ډول ارزوئ. په دې برخه کې نامتو او پېژندل شوي هنرمندان او د هغوی نښیرونه(اثار) راته په ګوته کړئ.
بلهار جلالزی: سورریالیزم د هنر یوه انقلابي بڼه وه. سورریالیستانو د هنر هرې برخې ته پام کاوه نو ګرافیکي هنر یې هم له پامه نه دی غورځولی. په دغې برخه کې هم دوی خلاقیت اوخیال، د لاشعور بیان او بصري تضادونو ته ښه توجه کړي. مشهور هنرمندان یې لاندې کسان دي.
سالوادور دالي (Salvador Dalí) – د “The Persistence of Memory” اثر، چې د ذوبېدونکو ساعتونو له امله مشهور دی.
رینی مګریټ (René Magritte) – د “The Treachery of Images” اثر، چې د
انځور خیانت جمله لري، د واقعیت او تصور ترمنځ تضاد څرګندوي.
ماکس ارنست (Max Ernst) – د “Europe After the Rain” اثر، چې د اتوماتیک تخنیک له لارې جوړ شوی.
فرېدا کاهلو (Frida Kahlo) – که څه هم د هغې هنر شخصي او سمبولیک بڼه لري، خو سورریالیستي عناصر پکې لیدل کېږي.
سورریالیزم لا هم د معاصر هنر، ګرافیکي ډیزاین، او حتی د فلمونو او ویډیوګیمو یا لوبو په بڼه کې ژوندی دی.
مسعود: «سالوادور دالي» د خپلو سورریالیستي انځورونو لپاره پېژندل شوی دی، خو هغهٔ یو شمیر پوسټرونه او ګرافیک ډیزاینونه هم جوړ کړل. دالي، ډیری وختونه تت او ناڅرګند انځورونه انځوروي، چې ننګوني او فکر هڅوونکي دي. تاسو د نوموړي هنرمند نوښتونه د پوسترونو او ګرافیک په برخه کې څنګه ارزوئ. په دې برخه کې د ده د نامتو اثارو بېلګې را ته په ګوته کړئ.
بلهار جلالزی: سالوادور دالي نه یوازې د سورریالیستي انځورونو له امله مشهور دی، بلکې د پوسترونو او ګرافیک ډیزاین په برخه کې یې هم نوښتونه کړي دي. د ده کارونه د تخیل، رمزیت، او غیر متوقع عناصرو له جوړښتونو څخه مالامال دي. چې لیدونکو ته ژورو فکرونو احساس ورکوي.
د دالي د پوسترونو او ګرافیک ډیزاینونو ځینې مشهورې بېلګې دا دي.
The Persistence of Memoryد حافظې دوام) – دا انځور د “ویلې شوي ساعتونو” له امله ډېر مشهور دی، چې د وخت انعطافپذیر طبیعت ښيي.
Swans Reflecting Elephants بیاګرځېدونکي ژوندي ساري یو انځور چې پکې د ژوندي سارو انعکاس د فیلانو بڼه غوره کوي، د خیال او واقعیت ترمنځ کرښه له منځه وړي.
The Elephants فیلونه – پکې فیلونه اوږده، نرۍ پښې لري، چې د وزن او سپکوالي ترمنځ تضاد ښيي.
Metamorphosis of Narcissus د نارسس بدلون) – د یوناني اسطورو الهاماخیستی انځور، چې د ځانپالنې موضوع بیانوي.
Dream Caused by the Flight of a Bee وب(جال) چې د یوه مچۍ له الوتنې پیدا شوی) – یو خیالانګیز انځور دی، چې د خوب او ویښې ترمنځ حالت ښيي.
د دالي کارونه نه یوازې د هنر نړۍ ته نوې لارې پرانیستې، بلکې د ګرافیک ډیزاین په برخه کې هم د الهام سرچینه ګڼل کېږي.
مسعود: د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې، ګڼ شمېر سورریالیست هنرمندان لکه د ( اندره برتون او ماکس ارنسټ) په ګډون له اروپا څخه وتښتیدل. ډیری یې په متحده ایالاتو کې میشت شول او د امریکایي هنرمندانو پراخه لړۍ یې اغیزمنه کړه. هغه نوموتي امریکايي هنرمندان، چې د اروپايي هنرمندانو له سورریالیستیکو عقایدو او باورونو په وسیله اغېزمن شول، څوک ول.که د هغوی د هنري سبک او د نوموتو نښیرونو(اثارو) په تړاو یې په لنډه توګه مالومات وړاندې کړئ.
بلهار جلالزی: کله چې د سورریالیست غورځنګ اروپايي هنرمندان، لکه اندری برتون او ماکس ارنسټ، د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال له اروپا وتښتېدل او په متحده ایالاتو کې یې د امریکایي هنرمندانو پر هنر ژور اغېز وکړ. له هغو امریکایي هنرمندانو څخه چې د سورریالیستي عقایدو له امله اغېزمن شول، دا لاندې نومونه د پام وړ دي:
- جوزف کورنل (Joseph Cornell) – د ” هنري بکس ” یا Assemblage Art مخکښ و، چې د خیال او حافظې ترکیب یې په خپلو اثارو کې انځور کړ.
- مان ری (Man Ray) – یو امریکایي سورریالیست عکاس او نقاش و، چې د تجربوي عکاسي له لارې یې سورریالیستیکو مفاهیمو ته انعکاس ورکړ.
- ویلیم بزیوتس (William Baziotes) – د انتزاعي سورریالیست سبک پیرو و، چې د روښانه رنګونو او نرم اشکالو له لارې یې د خیال نړۍ انځوروله.
- دوروته تانینګ (Dorothea Tanning) – د سورریالیست نقاشۍ او مجسمهسازۍ له لارې یې د خیال او وهم ترکیب وړاندې کړ.
- کی سیج (Kay Sage) – د انتزاعي او وهمي منظرو له لارې یې د سورریالیست هنر ته نوې بڼه ورکړه.
مسعود: سوریالیزم هغه غورځنګ دی چې په فرانسوي شعر او هنر کې راڅرګند شوی، او بنسټ یې په بشپړ ډول د فرانسوي ذوق پورې تړلی دی. خو هغه په چټکۍ سره د فرانسې څلور دیوالونه پریښودل او د نړۍ په څلورو کونجونو کې یې د ځان لپاره د پښو ځای پرانیست. پر(1936)زېږدیز کال کې، په لندن کې د سورریالیستانو د نښیرونو(اثارو) نندارتون پرانیستل شو. “اندره برتون” د منځنۍ اروپا هیوادونو ته سفر وکړ. د سورریالیسم په نړیوال نندارتون کې چې پر(۱۹۴۸)ز کال کې په پاریس کې پرانیستل شو، څوارلسو هېوادونو ګډون کړی وُ. تاسو د سورریالیستانو فعالیتونه، کارنامې او د نښیرونو(اثارو) کېښودل په نندارتونونو کې چې هلته د بېلابېلو هیوادونو استازي ګډون درلود، څنګه ارزوئ؟
بلهار جلالزی: دا خبره سمه ده چې سورریالیزم، د فرانسوي هنر او ادب له بطنه راټوکېدلی، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپور شو. د 1936 کال لندن نړیوال سورریالیستي نندارتون د دې غورځنګ د پراخېدو یوه مهمه نښه وه، چې د نویو برلینګټن ګالریو کې ترسره شو. دا نندارتون د بریتانیا، فرانسې، بلجیم، سکاندیناوی او هسپانیې د استازو لخوا تنظیم شوی و، چې پکې د اندری برتون، پال الوار، مان ری، جورج هوګنیټ او نورو نوموتو سورریالیستانو آثار نندارې ته وړاندې شول.
د 1948 کال پاریس نړیوال سورریالیستي نندارتون بیا د دې غورځنګ د نړیوال کیدو او نفوذ بل ثبوت و، په د دغه نندارتون کې د څوارلسو هیوادونو د استازو ګډون د دغه ښوونځي او هنر د پراختیا له پاره زمینه برابره کړه.
د سورریالیستانو فعالیتونه، نندارتونونه، او د دوی کارونه د دې غورځنګ د نړیوال کیدو ښکارندویي کوي. دا نندارتونونه نه یوازې د سورریالیستي هنر د پراختیا لپاره مهم وو، بلکې د بېلابېلو فرهنګونو په یوځای کیدو کې یې هم رول درلود.
مسعود: د سورریالیسم د غورځنګ نوموتي او مخکښ سرلاري په امریکا، انګلستان، آلمان، سویس، بلجیم او اسپانیا کې څوک ول. كه د نوموړو په ادبي او هنري شخصیتونو، او د دوی د ادبي او هنري سبک او اغیزمنو نښیرونو(اثارو) د ارزښت په تړاو یو څه رڼا واچوئ.
بلهار جلالزی: د دغه هنري او ادبي غورځنګ را منځته کیدو د بېلابېلو هېوادونو د هنرمندانو او لیکوالو په کارونو ژور اغیز وکړ. په امریکا ، انګلیستان، آلمان، سویس، بلجیم او اسپانیا کې د سورریالیسم پلویان او مخکښان ښه وځلیدل د امریکا دوروتیا تانینګ ،جوزف کورنل، الکساندر کالدر،هغه هنرمندان وو چې د سورریالیسم تخنیکونه یې د امریکایي هنر له ځانګړتیاوو سره یوځای کړل.
انګلستان کې لیونوراکارینګټن، رولان پینروز او نور د د غه غورځنګ مهم غړي ول. په المان کې د ماکس ارنست په سویس کې د میرټ اوپنهایم او په بلجیم کې هم د ریني مګریټ او اسپانیا کې د سالوادوردالي یادونه کولای شو چې نړیوال شهرت یې موندلی وو.
مسعود: په چکسلواکیا، یوګسلاویا، افریقا، جاپان، مکزیک او برازیل کې د سورریالیسم نامتو او پېژندل شوي مخکښان څوک ول. مهرباني وکړئ، د دغو هېوادونو د نوموړو ادبي او هنري شخصیتتونو او د دوی د اغیزمنو نښیرونو(اثارو) د ارزښت په تړاو په لنډه توګه مالومات راکړئ.
بلهار جلالزی: زه به یې ستاسو د پوښتنې په ترتیب را پیل کړم.
کارل تایگه (Karel Teige)
په چک کې د سورریالیزم بنسټګر، لیکوال کارل تایګه و. چې د پاریسي سورریالیزم له تحریک سره یې اړیکې درلودې او د هنر، معمارۍ او ادبیاتو په نظریو کې یې ژور بدلونونه راوستل… نوموړی د مارکسیستي سورریالیزم د خپراوي لپاره مهم شخصیت و. د ده نظریات د اروپا په ختیځه برخه کې د ادبي نوښت یوه سرچینه وه.
مارکو ریستیک (Marko Ristić)
شاعر او نقاد مارکو ریستیک په یوګوسلاو کې د دغه خوځښت مهم غړی و.
همدا ډول په افریقا کې ویفریدو لام (Wifredo Lam) – یادولای شو،که څه هم دی د کوبا و، خو د افریقایي اصل له کبله د افریقایي سورریالیزم له مخکښو سره تړل کېږي. ده د افریقایي روحانیت او سورریالیزم ترمنځ ګډ ټکي یې راپیدا کړل.او د افریقایي کلتوري شناخت، د استعمار ضد فکر او نړیوال سورریالیزم ترمنځ یې پُل جوړ کړ . همدا ډول په چاپان کې شیرو تاتسومي (Shirō Tatsumi).
د فرانسوي سورریالیزم تر اغېز لاندې و، ده د جاپاني ذهنيت سرهیې تطبیق ورکړ.
په مکسیکو کې هم فرېدا کالو (Frida Kahlo)د انځورګرۍ له لارې سورریالیزم ته نوي رنګونه ورکړل.که څه هم دا پخپله سورریالیسته نه بلله کېده، خوانځورونو یې د سورریالیستي مفاهیمو انعکاس درلود.
په اثارو کې یې د ښځو، درد، هویت، او کلتوري توکي د انځورونو له لارې بیان شويدي.
په برازیل (Brazil)کې ماریو پدېرا (Murilo Mendes)یو شاعر و چې د سورریالیستي سبک له لارېیې مذهبي، ټولنیز او فلسفي موضوعات بیان کړل.
مسعود: ویل شوې دي: چې هیڅ داسې هیواد شتون نلري چې د سوریالیزم له اغیز څخه لرې پاتې شوی وي. په ايټاليا، ډنمارک، رومانيا، هنګري او مصر کې سترو شاعرانو او هنرمندانو په خپلو اثارو کې د سورياليزم د غورځنګ په اړه خپل باورونه او اندونه څرګند کړي او تر اغېز لاندې یې دي. ښه به وي که د دغو نوموړو هیوادونو په نامتو او پېژندل شویو ادبي او هنري مخکښانو او د دوی په ګټورو نښیرونو(اثارو) د ارزښت په تړاو رڼا واچوئ.
بلهار جلالزی: محترم مسعود صاحب! هو داسې هیواد به نه وي چې ځینې لیکوال او شاعران به یې د سورریالیزم تر اغیز لاندې نه وي راغلي. ځکه چې دا موضوع ډېره مهمه ده، زه به په لنډو کې ځینې در معرفي کړم:
په ایټالیا کې جیورجیو ډي کریکو (Giorgio de Chirico)و.
نوموړی که څه هم چې خپله د غورځنګ برخه نه و، خو د ده “متافزیکي هنر” د آندري برېتون او نورو سوریالیستانو لپاره مهم او الهامبښونکی و. د هغه انځورونه له زمان، ځای او منطق څخه خلاص تعبیرونه لري.
په ډنمارک کې ویلم فریدریش (Vilhelm Freddie)دی چې په سورریالیستي رنګ انځورونو سره یې د اروپايي سورریالیزم استازيتوب کاو ه د هغه آثار د جنسیت، فانتزۍ، او آزاد شعور ته انعکاس ورکوي.
په رومانیا کې جیون ګیراسو (Gellu Naum)و چې په شعرونو او او ناولونه کې یې د تخیلي آزادۍ، د شعور جریان، او اروایي ژورې تجربې له ورایه ښکاري.
د هنګري (Hungary)لاجلو موهولي-ناجي (László Moholy-Nagy)
د باوهاوس له مکتب سره تړلی، خو د سوریالیزم تخنیکونه یې په خپل هنر کې وکارول. چې دا کار یې د مدرنیزم او سوریالیزم ترمنځ پل جوړوي. بل لیکوال او هنرمن چې د یادونې وړ دی هغه په مصر کې جورج حنین دی چې دی په مصر کې د سورریالیزم د مکتب بنسټګر یادیږي. جورج حنین (Georges Henein) له فرانسوي سوریالیستانو سره نږدې اړیکې لرلې او د مصر فرهنګ ته یې سورریالیزم معرفي کړ. تر خوا یې اینس الحداد هم د یادونې وړ انځورګر او لیکوال دی چې د سیاسي مقاومت له لارې یې سورریالیزم بیان کړ.
مسعود: تاسو د سورریالیسم د مکتب د زوال او د له منځه تللو، اصلي لاملونه، انګیزې، او دلیل څنګه ارزوئ؟
بلهار جلالزی: د سورریالیسم (Surrealism) د ښوونځي زوال یا ړنګیدلو ته په ورو، ورو زمینه برابره شوه چې څو اصلي لاملونه لري.
۱. سیاسي او تاریخي عوامل
دوهمه نړیواله جګړه (1939–1945): دا جګړه د سورریالیستانو د افکارو پر ضد یو واقعیتي او ظالمانه حالت راوست. د سورریالیسم خیالمحور او ازاد فکري طبیعت له دې سخت واقعیت سره تضاد پیدا کړ.
له کمونیزم سره اړیکې: د ځینو سورریالیستانو، لکه آندره برېتون، د مارکسیزم او شوروي اتحاد سره اړیکو ورو ورو سیاسي تناقضونه او شخړې راوپارولې، ځکه کمونیزم د هنر لپاره واضح چوکاټ غوښت، خو سورریالیسم د مطلق آزادۍ پلوی و. نو ویلای شو چې په دغه مکتب کې خپل منځي تضادونه، فکري بې ثباتي، د رهبري او مشرتوب شخړې د هنر بازاري کیدل او تجارت، د نوېو هنري مکتبونو راڅرګندېدل، له اصلي افکارو څخه واټن او لیرې والی هغه لاملونه ول چې د دغه ښوونځي د زوال سبب شول، دا مکتب د خپل وخت لپاره انقلابي خوځښت و. خو زوال یې طبیعي او تاریخي بهیر هم و.
مسعود: د پښتو ژبې د ادبي اثارو او ځانگړي ډولونو (ژانرونو) په اړه د سورریالیسم د ښوونځی تگلوری، سبک، آرونه او اصول څنګه ارزوي؟
بلهار جلالزی:
سورریالیسم او پښتو ادب:
که څه هم سورریالېزم د پښتو ادب یوه اصلي او دودیزه برخه نه وه، خو د معاصر ادب په پرمختګ کې، په ځانګړي ډول د شاعرۍ او افسانې په برخو کې، ځینو لیکوالو او شاعرانو سورریالېستي عناصر کارولي. دا عناصر اکثره وخت د ټولنیزو بندیزونو، اروایي کشمکشونو، او د فرد د باطني حالتونو د انځورونې لپاره کارېږي. سوریالیزم باور لري چې اصلي حقیقت د انسان په لاشعور کې پروت دی نه په ظاهري واقعیت کې. دوی به ویل چې لیکنه باید له سانسور پرته مخامخ له ذهن نه راووځي. سوریالیستان خوبونو او تخیلي انځورونو ته ارزښت ورکوي.ځکه خو خوبونه، وهمونه او خیالونه د هنري الهام یوه سرچینه ګڼي، پر سنتي منطق او اخلاقیاتو نیوکه کوي. بې ترتیبه او خیالي تصویرونه د بیان تخنیکونه ګڼي، نه خطي روایتونه، کیسي یا نظمونه. همدا بیلابیلو لاملونه، ضد اونقیض لوري تر یوه بریده د دې لامل شوي چې په پښتو ادب کې د دغه ښوونځي پلویان یا مخکښان را ونه ټوکیدل. خو په ټوله کې بیا د ځینو پښتنو شاعرانو په شعرونو کې د دغه ښوونځي ځانګړنی لیدلای شو.
مسعود: په پښتو ادبیاتو کې د سورریالیسم لارویانو تر ټولو نامتو لیکوال څوک دي؟ ایا دوی د سورریالیسم له ښونځي او تگلوري او سبک څخه اغیزمن دي که نه؟ مهرباني وکړئ د دې لیکوالو او د نوماندو نښیرونو(اثارو) نومونه واخلئ.
بلهار جلالزی: په پښتو ادبیاتو کې د سورریالیسم (Surrealism) سبک دومره پراخ او منظم نه ترسترګو کیږي، لکه مخکي چې مې وویل:خو بیا هم په د یو شمېر لیکوالو او شاعرانو په اثارو او شعرونو کې د سورریالیستي فکر، تخیل او ناتجربه احساساتو څرکونه او رنګ لیدل کیږي. دا رنګونه هغوی په شعوري ډول یا دا چې د سورریالیزم اغیز ورباندې وي نه دي کارولي.
د پښتو ژبې د معاصرو شاعرانو لکه، غني خان غني، اجمل خټک، شهنواز باقر، کمال الدین مستان، ومان نیازی او ډیرو نورو په شعرونو کې په غیر مستقیم ډول د سورریالیزم ځینې عناصر او ځانګړنې شته. خو غني خان او دوئ ټول د سورریالیزم له مکتب سره مستقیماً تړاو نه لري، د دوئ شعري تخیل، ازادي، ذهنیت، او تصویرونه د سورریالیزم سره څه ناڅه ورته والی لري. البته یوه یادونه اړینه بولم چې زموږ په اوسنیو ځوانو شاعرانو کې بیا باقر داسې څوک دی چې په ځینو شعرونو یې د سورریالیزم رنګ غالب ښکاري. بلکې ځینې لیکوال یی سرلاری بولي دلته به د باقر د شعرونو څو بیلګې له خپلو لوستونکو سره شریکې کړو.
لیکوال تاج ولي وحدتیار د شهنواز باقر په شعري ټولګه (( دهواسترګو کې شګې)) کې د سورریالیزم ځینې بیلګې داسې را په ګوته کوي.
عجیبه غوندې باران یم
ورېدلی په اسمان یم
د شپې وي د ورځې نه وي
له خپل سیوري سره وران یم
د هوا سترګو کې شګې
غورځومه بیان یم
***
تاسو د دې بیتونو د انداز اندازه ولګوئ. و به منئ چې په پورته بیتونو کې د سوریالیزم نښې شته. لومړی دا چې موږ لاندې او اسمان پورته دی او باران پر موږ اوري. خو دلته بر عکس او تر واقعیت پورته ادعا شوې. ګورو چې شاعر باران شوی او پر اسمان اورېدلی، چې ناممکن بیان دی. دا دویم بیت یې تر لومړی هغه هم یو څه لوړ دی. د ژوند قانون خو داسې دی چې لمر سهار راخیژي او ماښام پريوځي او چې لمر وي نو سیوري خو حتمي وي. خو دلته اپوټه خبره شوې. بیت کې شاعر وایي چې سیوری راسره د شپې ملګری دی؛ خو د ورځې رانه مرور دی.) زه د باقر د شاعرۍ په اړه د ښاغلي وحدتیار دا خبره چې وايي (موږ په پښتو ادب کې شهنواز باقر ته د لومړی باقاعده سوریالیست شاعر ویاړ ورکوو او د ده د پنځونو درناوی کوو.) ورسره منم او د باقر صاحب یو شمیر شعرونه د سورریالیزم په رنګونو کې رنګ دي او دی د دغه ښوونځي یو داسې سرلاری دی چې په غیر ارادي توګه یې پرته له دې چې د سورریالیزم تابع وي په دغه میدان ورګډ شوی.
یا د ښاغلی کمال الدین مستان دا شعر چې پکې د سورریالیزم عناصر او نښې
نښانې ښکاري.
یو غړپ خوب پسې مې سترګې هره شپه
د شپو تړلې دروازې ټکوي
خو دواړه تش لاس بیرته راګرځي
پیړۍ وشوې
چې مې سترګې کله هم سره ورغلې نه دي
خوب به څنګه راشي
زه چېی هره شیبه ددنګو دنګو هیلو جنازې خښوم
د مستان صاحب په دې شعر کې، د سوریالیزم د مکتب رنګونه او ځانګړنې تر سترګو کیږي، د بیلګې په توګه: په ډېرو تخیلاتو ټینګار شوی چې دا د شعوري او لاشعوري نړۍ ترمنځ یو لړ اړیکې څرګندوي.
د مستان صاحب په ډیرو شعرونو کې هر وخت نوی مفاهیم لیدل کیږي . داسې چې لوستونکی هم یوه ښه شیبه تخیل ته اړباسي په دغه شعر کې هم د “یوغړپ خوب ” خبره کې شاعر له یو لړ محدویتونو سره مخ دی چې دا د لاشعور د ترکیب یوه نښه ده چې خوب څنګه لکه غړپ داسې کیدای شی.چې دا د سورریالیزم د مکتب یوه نښه او ځانګړنه ده.
۲ـ د شعوري او لاشعوري نړۍ اړیکې:
د “خیال له درانه خوبه” دا اصطلاح د انسان په لاشعور کې د ژورو حالتونو نښه ده. چې د حقیقت او تخیل ترمنځ نازک والی را په ګوته کوي.
۳ـ د احساساتو استعاره:
“د سرو اوښکو په ځوانیمرګو څاڅکو سر کیښود” دا حالت نو د احساساتو تل ته د ورتګ او د هیلو د له منځه تلو اومړینې انځورونه د لوستونکي مخ ته ږدي.
۴ـ له حقیقت څخه ورهاخوا ته:
په یاد شوي شعر کې د ” زه چی هره شیبه د دنګو دنګو هیلو جنازی خښوم” کلمات هم هیښونکی انځور د لوستونکي مخ ته ږدې، وینو چې هیلې فزیکي شتون نه لري. کوم څه چې فزیکي شتون ونه لري خښوم یا خښول به یې هم زما په نظر له حقیقت نه ورهاخوا خبره وي. د سوریالیستانو شاعري له عامې شاعري سره توپیر لري. دوی هېڅ قانون ته غاړه نه ږدي. چې اوس لږ او ډیر د پښتو ژبې د شاعرانو په شعرونو کې داسې څه لیدل کیږي.
مسعود: د افغانستان د معمارۍ، نندارې”تياتر”، ډرامې، موسيقۍ، انځورگرۍ او مجسمه جوړونې په هنرونو کې د سورریالیسم تگلاری، سبک او هنر، اغېز څنګه ارزوئ؟
بلهار جلالزی: د سورریالیسم (Surrealism) تګلاره، سبک او هنر د افغانستان د هنرونو په بېلابېلو برخو لکه معمارۍ، تیاتر، ډرامه، موسیقي، انځورګرۍ او مجسمه جوړونه کې خورا محدود دی،. بله خبره چې د مجسمې جوړونې هنر برخه ده په افغانستان کې د دیني محدودیتونو له کبله په دې برخه کار نه دی شوی. په ډارمو او تیاتر کې هم د دغه سبک نښې نښانې ځکه نه لیدلې کیږي چې د افغانستان تیاتر هم دودیز او ریالیستي دی. د تیاتر په اړه هم ویلای شو چې د افغانستان تیاتر دودیز سبک درلود. رئالیستي یا ټولنیز و. موسیقي د سورریالیزم له تعریف سره لږ تړاو لري، ځکه یې هم زموږ په موسیقي او همدا ډول په معمارۍ کې رنګ تت دی.ځکه چې د افغانستان معماري اسلامي، بودايي او په سیمه ایزو ارزښتونو ولاړه ده.
په درنښت او ادبي مینه : انجنیر عبدالقادرمسعود