آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

«
»

که تاسو مو نه وژنئ نو څوک مو وژني؟

افغان گل علم

د ننګرهار د کرکټ پر سټډیم برید او د خلکو وژل هېڅ توجیه نه لري، پرته له دې چې یو وحشیانه برید یې وبولو.

د دې برید مسوولیت د جګړې یوې خوا هم پرغاړه نه دی اخیستی. په هېواد کې تر ۲۰ زیاتې ډلې د حکومت پر ضد په جګړه لګیا دي او د افغان حکومت په ملاتړ هم تر ۴۰ زیاتو هېوادونو ځواکونه دلته په جګړه اخته دي.

د جګړې سنګرونه بیا دوه دي، یو د افغان حکومت د جګړې سنګر دی، چې د ناټو په وینا د دوی له خوا یې ملاتړ کېږي، خو په عین وخت کې ناټو دا هم وايي چې دوی افغانستان ته د ترهګرۍ پرضد د ماموریت لپاره راغلي دي.

د جګړې بل سنګر د طالبانو دی، چې اصلي نښه یې د افغان حکومت دی، خو په خوله بیا وايي چې دوی د بهرنیو ځواکونو د اشغال پرضد جنګېږي.

که د جګړې د تلفاتو شمېرو او واقعیتونو ته وکتل شي، نو په دې جګړه کې تر ټولو زیات عام وګړي وژل شوي. تراوسه په دې جګړه کې د ناټو ۲۸۰۰ سرتېري او یوازې یو جنرال وژل شوی، د افغان حکومت تر ۱۰۰۰۰ سرتېرو وژل شوي، چې د بېوزلۍ له کبله یې امنیتي ځواکونو ته مخه کړې او د هېڅ یو لوړپوړي چارواکي زوی او یا پخپله نه دی وژل شوی.

د طالبانو په لیکو کې هم خبره همداسې ده، د هېڅ یو قوماندان زوی او یا مشر یې نه دی وژل شوی، بلکې ‌ډېری یې د پښتورګو او زړه ناروغیو له کبله د پاکستان په عصري روغتونونو کې پخپل مرګ مړه شوي او د هېڅ یو قوماندان او مولوي زوی او یا پخپله دوی کوم انتحاري برید نه دی کړی او نه به یې وکړي.

په جګړه کې د طالبانو تلفات هم په تېرو اوولسو کلونو کې تر ۱۰۰۰۰ زیات نه دي، خو په دې جګړه کې د ملکي تلفاتو شمېر تر ۳۸ زره زیات ښودل کېږي.

که دغه شمېرې تعبیر او تفسیر شي، په یوه روایت کې په دې جګړه کې تر ۵۸ زره زیات افغانان وژل شوي او تر ۲۸۰۰ زیات بهرنیان په کې وژل شوي.

په بل روایت کې تر ۱۳۰۰۰ په کې د طالبانو مخالفان او تر ۱۰۰۰۰ پورې په کې طالبان وژل شوي دي. ټول چې سره جمع شي، د ۲۳ زرو په شاوخوا کې کېږي، خو ملکي تلفات بیا تر ۳۸ زره زیات دي.

دغه شمېرې په ښکاره په ډاګه کوي چې ټولو غاړو چل افغان ولس ته جوړ کړی، په داسې حال کې چې د جګړې د ټولو غاړو جنګیالي د معاشونو په بدل کې جګړه کوي، ځينې په کې قاچاق لاهم کوي او ځينو ته په کې د پاټک او اختلاس زمینه هم برابره ده. یعنې هغوی چې جګړه کوي، پیسې هم لاسته راوړي، خو ولس په کې وړیا په وړیا مري.

تر دې وړاندې په جګړه کې ښکېلو غاړو د ملکي کسانو مرګ ژوبلې ته یو څه بهانې او پلمې جوړولې او هغه یې توجیه کول او ځان پرې له ملامتۍ خلاصوه، خو د ننګرهار د سټډیم پېښه هېڅ توجیه کېدای نه شي. ځکه د جګړې هر اړخ چې ادعا کوي دوی دغه برید نه دی کړی، نو دوی باید دا پیدا کړي چې دغه برید چا کړی؟ تراوسه چې کومو ګلانو ته اوبه ورکول کېدل، نو همدغه په جګړه کې ښکېل اړخونه په کې شامل وو، اوس هم یو نه یو يې دغه برید کړی، که یو لوری وغواړي یا ونه غواړي، نو مقابل او مخالف لوری به یې په وړاندې ترې افزاري ګټه پورته کړي.

که څه هم ولس د هیچا جګړه نه تاییدوی او په کراتو کراتو یې د جګړې په ښکېلو غاړو  غږ کړی، چې له جګړې څه نه جوړېږي پرته له ویر او غمه، جګړه ودروئ، قهر پرېږدئ، منطق او خبرو ته رجوع وکړئ، خو د ننګرهار له دې پېښې هیچا ته هم تېرېدای نه شي او هرو مرو د خپلو دښمنانو او ظالمانو په وړاندې یوه پرېکړه کوي چې به راتلونکې کې څه چلند ورسره وکړي.

د جګړې هره غاړه مست خانان او ښورېدلي اسان لري، خو وايي د غم لایقه ابۍ ده، نو دا د افغان حکومت دنده ده چې داسې پېښې ټینګې وڅېړي او عاملین يې پیدا او په سزا ورسوي، که نه د جګړې د ښکېلو غاړو ترمنځ به یوه لویه لوبه پیل شي، یعنې هر څوک به راځي خلک به وژني او پړه به يې پخپل مقابل لوري وراچوي.

تر افغان حکومت هم دا په ولس پورې اړه لري، چې څومره زر کېدای شي په هېواد کې د جګړې شلوار وشلوي او نور چا ته اجازه ورنه کړي، چې دوی ته په سپکه سترګه وګوري او د قربانۍ ګډوري يې وګرځوي.