التماس یک گدا

شعر از خاک پای عالم : خلیل پوپل تورنتو - کانادا دوستان…

۸ مارچ؛ روز ایستادگی، مقاومت و مبارزه برای آزادی زنان…

پیام تبریکی جنبش آزادی بخش زنان به زنان مبارز و …

انگلس ؛ تئوریسن سوسیالیسم علمی

Friedrich Engels (1820-1895) آرام بختیاری انگلس، در نظر و در عمل؛ همرزم…

«منطق تاریخ در آموزه‌های کارل مارکس و در تاریخ واقعی…

ترجمه- رحیم کاکایی لئو سورنیکوف:  دیدگاه هایی که مارکس و انگلس هرگز…

نقش‌آفرینی چتر بزرگ ملی افغانستان در مسائل کشور

نور محمد غفوری چتر بزرگ ملی افغانستان که به حیث مجموعهٔ از ائتلاف‌های…

مشرب عشق و عاشقی!

امین الله مفکر مینی     2025-02-03! مشرب عشـق و عاشقی ز شمع و…

سیگون و کابل دیروز و کابل کیف امروز؛ چند قلویی…

نویسنده: مهرالدین مشید رفتن به پای مردم بیگانه در بهشت -…

اعلامیۀ به مناسبت روز جهانی زن

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان بشریت برابری‌طلب و آزادی‌خواه در حالی به…

تلاشی های خانه به خانه و حرمت شکنی مهاجمان انتحاری

نویسنده: مهرالدین مشید جنایت های جلیقه پوشان انتحاری و سفید نمایی…

خانقاى دل

نوشته نذیر ظفر بیا که حضرت می شیخ خانقای منست بیا…

دموکراسي د ګډ کار کولو هنر دی

نور محمد غفوری سریزه: دموکراتان باید پخپله د دموکراسۍ د بنستیزه کېدو،…

نگاهی به یک نگاه نادرست در مورد نام زبان پارسی 

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ————————————‫-‬ از مدت ها به این سو در…

زبان پارسی چون ستاره!

امین الله مفکرامینی                    2025-23-02! درآسمـــــانِ ادب، نورافشان است پارسی چون ستـاره چه بازیب…

چیستی عشق؟

چیستی در پی علت و مبدا گرایی پدیده می باشد٬ که…

میدان هوایی بگرام

گیریم که ادعای غلط ترامپ در مورد حضور چینائی ها…

دلبری مهرورز!

امین الله مفکر امینی                         2025-22-02! دلبـری مهــــرورزی دارم که دیـــده و دلم…

غیابت رهبران طالبان بازی استخباراتی یا آغاز یک سونامی وحشتناک

نویسنده: مهرالدین مشید خود کامگی ملاهبت الله و نارضایتی و خشم…

خانه های مردم افغانستان دور از دسترس مردم

زمانی " خانه ملت " که منظور پارلمان افغانستان است…

عاشق وفاسق!

امین الله مفکر امینی      2025-20-02! درعشـق وعاشقـــــی گردربزم عشق نمیســـــــوزی مشـــــو ز این…

«
»

طالب بيا وارخطا دی؛ پردۍ مردارۍ په ځان حسابوي!

وروسته له هغې چې وسله والو طالبانو د چهارشنبې په ورځ د هلمند پر ګریشک ولسوالي حمله وکړه او د چارواکو په وینا طالبانو ماته وخوړه او زیاتې مرګ ژوبلې ورواوښتې؛ اوس دغې ډلې ويلي چې ياد ځانمرګی بريد د طالب مشر ملا هبت الله ځوی ترسره کړی دی.  د طالبانو یوه ویندوی قاري یوسف احمدي ويلي، د هبت الله مشر زوی خالد د هلمند ولایت په ګریشک کې ځان والوزاوه. احمدي همداراز وویل چې دې برید وښودله چې د دوی جګړه جهاد دی. د طالبانو دغه ویاند ویلي چې خالد په مدرسه کې زده کړې کولې خو غوښتل یې چې ځانمرګی برید وکړي. په خواله رسنیو کې طالب پلوو دا یو ویاړ بللی خو مخالفانو یې ویلي چې ځان چوول افتخار نه دی بلکې د نورو د اوښکو پاکول ویاړ دی.

په ورته مهال د افغانستان د ملي امنيت شورا بيا د طالبانو يادې څرګندونې دروغ او پروپاګنډا بللې او زياتوي چې نه د ملا هبت الله ځوی ځانمرګی بريد کړی او نه هم په ځانمرګي بريد کې وژل شوی کس د ملا هبت الله ځوی دی. طالبان د دې لپاره دا ډول څرګندونې کوي چې دغه ډله د خلکو په منځ کې له ګڼو پوښتنو سره مخ ده چې د طالب مشرانو زامن په بهرنيو هيوادونو کې په آرامه ژوند کوي خو د خلکو بچيان د ځانمرګو بريدونو لپاره هڅوي.

که څه هم د طالب په شان لار ورکو (ګمراه) ډلو لخوا دا ډول څرګندونې کومه نوې خبره نه ده خو دا چې ولې دغې ډلې د هلمند د بريد عامل د طالب مشر ملا هبت زوی بولي؛ دوه دليلونه لري.

لومړی: اول خو د طالب مشر ملا هبت د زوی لخوا د ځانمرګي بريد ترسره کول ښکرور دروغ دي. ځکه د طالب ټولو مشرانو زامن د پاکستان په لوړو کالجونو کې لوړې زده کړې او په کراچۍ او لاهور ښارونو کې هوسا ژوند تيروي. دوی هيڅکله د يو ناروا او بې پايلې جګړې لپاره خپل ځانونه نه قرباني کوي. يواځې د افغان ولس له بچيانو د خپلې مردودې جګړې لپاره کار اخلي او يواځې ناپوه او احساساتي ځوانان د دوی د سيسو ښکار کيږي.

بل د طالبانو د يادو څرګندونو په اړه د افغانستان د ملي امنيت شورا څرګندونې کره او پر ځای دي. د افغانستان د ملي امنيت شورا بيا د طالبانو يادې څرګندونې دروغ او پروپاګنډا بللې او زياتوي طالبان د دې لپاره دا ډول څرګندونې کوي چې دغه ډله د خلکو په منځ کې له ګڼو پوښتنو سره مخ ده چې د طالب مشرانو زامن په بهرنيو هيوادونو کې په آرامه ژوند کوي خو د خلکو بچيان د ځانمرګو بريدونو لپاره هڅوي. د ملي امنيت شورا وينا دقيق او کره ده. رښتيا هم طالبانو په افغانستان کې يوه داسې جګړه روانه کړې ده چې نه پرې خپله طالب مشران پوهيږي او نه يې واړه ټوپکماران. دوی د يوې داسې دسيسي ښکار شوي دي چې د ملا فضلو او مولانا سميع الحق په فتوا د خپل ورور وژل روا بولي او د آی ايس آی د ګټو په خاطر له افغان ولسه قرباني اخلي. اوس خلک پوه شوي چې د طالب مشرانو زامن په ارام او هوسا ژوند لري خو د بې ګناه افغانانو زامن د ځانمرګو لپاره هڅوي.

دويم: لکه څرنګه چې اوس افغان ولس د طالب ټوپکمارانو په اصليت پوه شوی دی او ورځ تر بلې ورته د طالب اهداف او د روانې جګړې اصليت معلوميږي نو طالب مشران هم هڅه کوي څو د خلکو ذهنیت ته تغير ورکړي. اوس ا فغان ملت پوه شوی چې په افغانستان کې روانه جګړه د ملا فضلو او مولانا سميع الحق په شان د آی ايس آی د ملايانو په فتوا روانه ده له افغان وژنې او بېګناه وينې تويدنې پرته بله معنا نه لري. افغان ولس پوه شوی چې دوی د يوې مردودې او پردۍ جګړې ښکار شوي دي چې طالب يې عامل دی. ولس نور د طالب او نورو ترهګرو اصليت پيژندلی دی او ورځ تر بلې د خلکو په منځ کې د طالب ځای ورکيدونکی دی. نو دا چې اوس د خلکو ذهنيت بدل کړي او ورته د دروغو داسې تلقين ورکړي چې ګويا د دوی جګړه سپيڅلې ده. که سپيڅلې نه وای نو د ملا هبت زوی به ځانمرګی نه کولو. دوی د همدې هدف لپاره د هلمند د بريد عامل د ملا هبت زوی يادوي.

لیکنه : خوشحال آصفي