تصور وکړي چي دوي د يوه لوي کلي په يوه ۲۰ کوره فاميليو کي ډير خراب ژوند تير کړي يعني ( هلته د څښاک پاکي اوبه نه وي ، هلته برق نه وو فقط شيطان چراغ يعني درنګ بوتل او يوه وړه پلته پکي نصب وه او د شړشمو يا تيلي خاکو څراغ يا اليکين لګيدو او د يو عالم دود او بوي سره ورته ناست او ډودي يي خوړله د د ډوډي پخولو له پاره زموږ ميندو او خوندو د چا پکو يعني خشايو نه استفاده کوله ، څاروي به په غوجل کي د ګرمي او يخني نه وږي نس بغيدل ، درس او تعليم نه وو ، ملانو به ويل لمر سهار د ژوري کندي نه چي زنځيرونه پکي بند وي ملايکي راکشوي او مازديګر په بله کنده کي لويژي ، غلمينه ډودي او جواري يا گډله به په دستر خان کي پرته وه ، تشناب او کناراب اصلا چا نه پيژندل ، نن د هغو کليو خلک جمهور ريسان ، وزيران او معينان ، رييسان ، واليان ، او قوماندانان شوي دي ، د جهاد رهبران شول ، هغوي چي ټولي ناخوالي او بدبختي يي په سترګو ليدلي وي او دير يي خارج ته دتحصيل له پاره لاړل يا محاجر شول خو هيڅ درس يي د هغو پر مخ تلليو هيوادو نه زده نه کړو ،خو بد بختانه او په ډير په تاسف سره يي ډير مهم او زير بنايي کارونه ونه کړل چي پورتني بد بختي ګاني دهغو د تعمير او اکمالولو سره د خلکو بيکاري لغو کيده ، (( د دوو لويو د برق د بندو يعني د کوکچي او کنړ ))، دسيندو د پاسه بندونه دغو کدو سريو پردي پرستو(( رباني ، کرزي او اشرف غني )، جوړ نه کړل ، تر څو برق هر کور ته و رسيژي ، زراعت صنعتي شي ، فابريکي دهر شي له پاره جوړيدلاي شوي ؟؟؟
خو يو خلي بيا وايم “” ترکاني دبيزو کار نه دي “” حکومت داري د مجاهد ينو ، بيسيواده ملانو او طالبانو کار نه دي ؟؟؟
د مجاهدينو او ملانو ، طالبانو تعليم ، تحصيل ، علميت ، کار او وظيفه فقط د افغانانو سرونه غوڅول ، و هل ، بندي کول ، وژل او ډبول ، انتحار او بمونه ايښودل ، او په ښځينه وو د قرون اولي شرايط جبرا تحميلول د ” پاکستان ، ايران ، عربو ، چين او روسانو نوکريدل او د ناتو په راس کي يي د امريکايي غلامي ته سر ټبتول وو دي او وي به “” ، هيح چيرته ملا او طالب نشته چي د دالرو مزدور او نوکر نه وي ؟؟؟
د افغانستان خلکو په ياد ولري چي ۴۰ کاله يي يو په بل ووژلي او دوي ځانونه در باندي مليونران او ملياردران کړل او نن قصر نشينان دي او تاسي معيوب ، معلول او کراچي وانان شولي او کور هم نه لري ، سباته بيا کانديدان دي او تاسي په ۱۰۰ دالره اخلي ، هر څوک که بيا ازمايل شويو ته رايه ور کوي هغه به لوي خاينين او وطن فروشان وي ؟؟؟؟؟