خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

ګروه خاکستري؛ د نظام د سقوط په هڅه کې

د کندوز ښار د تلې یا میزان په اوومه نېټه وسله والو طالبانو د لنډې مودې لپاره ونیوه. د کندز له سقوطه وروسته افغان دولت بیا په دې وتوانیده چې له دریو ورځو جګړې وروسته یاد ښار تر خپلې ولکې لاندې راولي. د یاد ښار د سقوط  پر اساس افغان دولت په کور دننه او بهر له یو شمیر غبرګونونو سره مخ شو چې بیا د یادې مسالې د څیړلو لپاره یې د امرالله صالح او فاروق وردګ په مشرۍ د حقیقت موندنې کمیسیون وټاکه څو معلوم کړي؛ په یاده پيښه کې څوک پړ او ملامت دی. اوس یاد کمیسیون له ځنډ وروسته تیره ورځ خپل دوه سوه مخیز راپور ولسمشر ته وړاندې او ځینې معلومات له رسنیو سره شریک کړل.

د کندوز د حقیقت موندنې کمیسیون وايي، د کندوز په سقوط کې نامسولو وسله والو، مافیا، غاصبینو او وکیلانو لاس درلود. د دغه کمېسیون چارواکو خپلې موندنې له رسنیو سره شریکې کړې او زیاته یې کړه، په کندوز کې امنیتي ځواکونه په ښه ډول مجهز وو او د پوځي وسایلو او تجهیزاتو هیڅ ډول کموالی نه احساسیده. د کمېسیون يو مشر امرالله صالح وویل، په کندوز کې مدیریت کمزوری وو چې له همدې امله کندوز له سقوط سره مخ شو. صالح په کندز کې د خاکستري ډلې یادوونه وکړه چې په خبره یې نه توره ده او نه سپینه. دغه ډله د دولت د کمزوري کولو لپاره کار کوي او د وسله والو طالبانو مخالفه ده، خو ګټې یې ټولې شخصي دي او ډيره مضره ده. د کندوز ډېر اوسېدونکي هم وايي د خپلسرو ملېشو، چې د ځینو پخوانیو قوماندانانو له لوري رامنځته شوي، ظلمونه او بې بندوبارۍ سبب شوې چې طالبان په کندوز کې پیاوړي شي.

خو دلته ډيرې پوښتنې دي چې باید ځواب شي. دا ګروه خاکستري ډله څوک ده؟ څوک یې ملاتړ کوي؟ چا وسلې ورکړې؟ څوک یې مالي ملاتړ کوي او ولې دومره پیاوړې دي چې د ټول ښار د سقوط لامل شوه؟

دلته د حقیقت موندونکي کمیسیون په حقیقت موندنې خبرې نه کوو. په دې نه غږيږو چې حقیقت موندونکي پلاوي یاده مساله یو اړخیزه او که هر اړخیزه څېړلې ده، په دې څه نه وایو چې د یاد پلاوي لخوا؛ په قضیه کې ښکېل کوم لوری ډير ټکول شوی او کوم لوری بيخي له پامه غورځول شوی دی او په دې هم بحث نه کوو چې آيا د کندوز د سقوط لاملونه يوازې همدا دي چې یاد کميسيون یي بیانوي. دلته په یو بل مهم اړخ چې د کندز د سقوط تر ټولو ستر لامل بلل کيږي (ګروه خاکستري) باندې تم کيږو.

د کندز د سقوط د پيښې د حقيقت موندونکي پلاوي یو رييس امرالله صالح په داسې حال کې تیره ورځ د یاد کميسيون د څيړونو په اړه رسنيو ته معلومات ورکړل چې پخپله د کميسيون بل رييس فاروق ورګ شتون نه درلود. امرالله صالح وویل، په کندوز کې مدیریت کمزوری وو چې له همدې امله کندوز له سقوط سره مخ شو. صالح په کندز کې د خاکستري ډلې یادوونه وکړه چې په خبره یې نه توره ده او نه سپینه. دغه ډله څوک ده؟
دغه ګروه خاکستري که څه هم امرالله صالح یې په اړه بشپړ معلومات ورنکړل خو دوی په اصل کې له شوروي لښکرو سره د جنګيدونکو پاتې شوني، له هغه وروسته د کورنیو خپلمنځي جګړو عاملين او د هغوی پاتې شوني، او بیا وروسته د طالبانو سره د جنګيدونکو ډلو ټپلو پاتې شوني دي چې په جنګ، جګړې، وژنو، غلاوو او اختطافونو روږدي شوي دي. اوس دغه پاتې شوني د خپل طبیعي فطرت او عادت له مخې د نظام پر ضد جنګيږي. دغه ډله داسې هم نه ده چې یوازې په کندز کې دې مرکزي رهبریت ولري بلکه د دوی لوی مشران له مرکز کابله دوی رهبري کوي او د خپلو شخصي، ګوندي، ژبني او سمتي موخو د ترلاسه کولو لپاره يي کاروي. د دوی لوی مشران په بیلابیلو نومونو په کابل کې اوسيږي او د حکومت له بدنې تغذیه کوي چې دوباره بیا د حکومت پر ضد جنګيږي. دوی که څه هم په ښکاره ځانونه د خلکو او دولت ملاتړي حسابوي خو په حقیقت کې دوی د ولس او د حکومت پر ضد دي. دوی یوازې خپلې شخصي ګټې ويني او د ترلاسه کولو لپاره یې په هیڅ رنګه جنایت اړ نه دي. که کور وسوځيد نو دیوالونه خو یي پاخه شول. هوښیاران په تاوان کې هم خپل ګټه پيدا کوي. افغان دولت باید د حقیقت مندونکي پلاوي راپور په هر اړخیزه توګه وارزوي او بیا يي  اړند جدي اقدامات وکړي. تر هر څه د مخه د دغه ګروه خاکستري غم خوړل اړین دي ځکه که یي مخنیوی ونشي نو په راتلونکي کې به بیا نه یوازې د کندز ولايت امنيت وګواښي بلکه د نورو همجوارو ولايتونو تر څنګ آن د نظام د سقوط کيدو لامل به هم وګرځي.

لیکنه : خوشحال آصفي