نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

ژوندی خاطرې او تیریدونکي شیبې

عجیبه اوله له عجایبوډکه نړۍ ده له خپله کوره دخپلې کوچنی باغچې په لور روان وم دګړندیوموټرونوخورا سخته ګڼه ګوڼه وه دبریښنا ټرافیکي څراغونوته مې شیبې څارلي چې ګورم ترڅنګ مې دیوي ښایسته دنګې ونې خاوند زلمی چې په مخکې ېې سپی روان وزما پاملرنه ځانته جلب کړه هغه په دواړوسرګوړوند وخوخپلي سترګې ېې په خوراقیمتې عینکوپوښلي وي څراغونه شنه شول دخپل سپي په لارښونه چې خپله ورسره همسا ېې هم په احتیاط په لاس کې ښوروله دسړک بلې غاړې ته پوریوتوله لنډکې روغبړوروسته مې تري وپوښتل څومره خواخوږی اوګلالی سپی دی له هغه پرته ښاېې ګرځیدل درته  ستونزمن وي په مینه ناکه موسکا ېې راته وویل هوبې له شکه هغه مې ژوندی همسا ده همداشیبه خوراکې پلورنځۍ ته روان یوخوراکي توکي پیروهغه دژوند په ټولوچاروکې زما رښتینی اووفادارمرستندوی دی اودزړه له کومې ترې منندوی یم . دلنډې زړه خوالې وروسته مور خصت سره واخیست اوزه په لاره کې دخپلوخیالاتو په سمندر کې لاهوشوم چې سالمه ښوونه ،روزنه اوپالنه ان سپی لوړکمال اودانسان چوپړپوړي ته رارسوي اودهغه رښتیني خواخوږي اووفاداری لامل دی چې سپی به هم جنت ته ځي هغه سپی یادوم چې په نا پایه مینه ېې کلونه،کلونه داصحاب کف سره په غارکې تیرکړي و.ټول ټال لسوالوتونکواوڅارویو ته ېې شمیر رسییږي چې جنت المکان بلل شویدي لامل ېې نوروهمنوعوته خدمت اوګټه رسول دي ځکه لوی نیاومن ذات فرمایلي چې ترټولوغوره انسان هغه دی چې نوروانسانانوته ېې ګټه رسیږي..

اوجوته ده چې ترټولوناوړه اوناولی انسان هغه دی چې نوروته ېې تاوان اوشرورسیږي

د.بشرپالنې په لوړاحساس اودانساني کرامت په روحیه وحشي ژوي لکه په پورتنی بیلګه کې سپي هم دانسانانودخدمت په موخه روزل کیږي خوله بده مرغه پنجاپي تورلنګې اوتورزړي مولایان اودپاکستان انسان دوښمنه څارګرپه لوی لاس تش په نوم دیني مدرسو کې تنکیوماشومانوته دانسان وژني اودمسلمانانودقتل عام روزنه ورکوي اودمعصوموهلکانواونجونوڅخه داړونکي ژوي جوړوي چې دپکتیکا دوروستي خونړي جنایت په څیرېې په ټول هیوادکې سترې غمیزي رامنځته کړي دي داصحاب کف سپی جنتي خودپنجاپي روزل شوی انسان وژنکی دوزخي دي.

په همدی چورتونوکې خپلي باغچې ته ورسیدم خوخپل غمیدلي اوپه مودو،مودوسخت زوریدلي افغان ولس جګړه ییزناورین ته دخیالونواوغمجنواندیښنو په ټالونوځنګیدم اودزړه د ډاډینی لپاره دخپلوبیلابیلوګلانوپه اوبولواوتماشاکولوبوخت شوم اودکډوالی د دوران ترخې شیبې مې درنګینواوښکلوګلانوپه پلمه غلطولي چې ناببره مې دیوه ګڼ غوړیدلي ښایسته ګلاب دټوکیدلوګلانو پرمخ یوسترجال جلب کړه خدایږوهیښوونکی اوویروونکی جال ووپه زیات شمیرکوچني ژوي اوپه لسګونودشاتو موچۍ په کی ښکیل وي زه به کله ناکله خوشاله وم دشاتودموچیواوښایسته ملخیو په لیدوبه هسې مې انګیرله چې پخپل وطن کې یم اوبیا به مې په زړه کې وګرځیدل چې داهم یوثوابي کاردی چې غالبوزي زما په لاس دروزل شویوګلانوله شیري څخه ګبینه جوړوي .جال نه وسم سمکی دبګرام اوګواتیناموزندان وکله مې چې دشاتوموچۍ په ځیروکتلې زیاتره ېې وچې کلکې وي و ینه تري زبیښل شوي اوځیني نیم ژواندې وي په سخته غوسه مې جال څیري کړاودجال په بل سرکې په ډیرغضب اوویروونکي بڼه یوه غټه غڼي لکه سمندري اخته پوت غوسه ناکه راپیدا اویرغلي تکل ېې درلود هغې دبې شمیره کوچنیوژویواودشاتودغالبوزودوینوپه زبیښلوورځیني ښکیلاکګرپړسیدلی ځناور جوړشوی اوزما دګلالي وطن دبې ګناه ولس دخونړي قاتل په بڼه ښکاریده بې له ډیله مې بیلچي ته لاس کړاوپه خاوروکې مې ښه ژورځای وکینده اوپه هماغه بیلچه مې غڼې په خاوروکې دفن کړه اودحشراتواومړوموچیوډک جال مې پروغوړاوه او خپل ټپي احساس مي یو څه ټکور کړ. .

ماته د دغې ببرې بدشکله غڼي په څیردګران افغانستان دتورمخودوښمنانواوزموږدبې وزله افغان ولس دوینوزبیښونکوپړسیدلي څیرې سترګوته ودریدي چې په څومره سپین سترګی،وحشت اوبربریت ېې کلونه،کلونه افغان غیورملت دستروناورینونواوزړه بوږنوونکوناخوالوسره مخا مخ کړی اودخپلوځانګړوفرعوني موخولپاره ېې دازوریدلي ولسونه یرغمل نیولي اوبې وسه کړیدي خوله نیکه مرغه ملتونه نه مري اودزمانې په یون کې به داستکبارمکرجنې خونړی ککرۍ دخپلو شومو اعمالودروند ټس وخوري.

هیله ده چې په هیوادکې وروستي اوښتونه اوبدلونونه به دافغان ملت سترې غمیزي اوخونړي حمام ته دپای ټکی کیږدي.اودزوراوزرلیوني به نورپه دې زوریدلي اوپه ټوله نړۍ کې بې ساري کړیدلي ولس ورحمیږي.

بسم الله اکبري هالینډ

۱۳.۱.۲۰۱۵