خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

څوک، ټرمپ که کلنټن؟

په داسې حال کې د امريکا متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي؛ د ولسمشرۍ دواړه نوماندان په خپلو ټاکنيزو کمپاينونو کې بوخت دي. د دیموکرات ګوند نومانده هيلري کلنټن او د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ خپلو ځانونو ته په رايه ټولو بوخت دي. دواړه یو د بل پر سياستونو او تګلارو نيوکې کوي او هر يو يې په دې هڅه کې دی چې څنګه د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي. تيره ورځ هیلري کلنټن د شمالي کاریلونا په ایالت کې خپلو پلویانو ته وویل چې سيال يې ډونالډ ټرمپ ” په هر ځای کې لومړی د خپل ځان غم خوري او د دې پروا نلري چې څوک خفه کیږي. ” همداراز میرمن کلنټن وویل چې ټرمپ میرمنو او اقلیتونو ته توهین کوي او دا چې هغه ډیر خطرناک دی.

په همدې حال کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ خپلو پلویانو ته ویلي دي که چیرته هیلري کلنټن ټاکنې وګټي، د ایمیلونو او د کلنټن د بنسټ په خاطر به استیضاح شي. ټرمپ وایي چې د میرمن کلنټن خاوند او پخوانی جمهور رئیس بل کلټن هم په 1998 کال کې پدې خاطر استیضاح شوی و چې دروغ یې ویلي و. په ورته مهال د ډیموکراټ ګوند نوماندط هېلري کلېنټن بيا پر خپل سیال ډونالډ ټرمپ غږ کړی چې له مسکو سره د خپلو اړیکو له څرنګوالي پرده پورته کړي. د مېرمن کلېنټن پر وينا، ولسمشر ولادیمیر پوتین غواړي ټرمپ په ټاکنو کې بریالی کړي او زیاته‌ یې کړه چې کرېملېن له ټرمپ سره د مرستې لپاره پر امریکايي اهدافو د انټرنټي حملو امر ځکه ورکړی چې علت‌ یې د دې په وینا ښايي د ټرمپ کرېملېن پلوې پالېسۍ او یا پوتین ته له نېږدې کړیو سره سترې تجارتي معاملې وي.

که څه هم دواړو نوماندانو د افغانستان په اړوند خپل سياست نه دی روښانه کړی خو له شخصيتونو او پخوانيو سابقو يې ښکاري چې څوک د افغانستان او په ټوله کې د سيمي او نړۍ لپاره ښه سياستمدار کيدلی شي؟

د افغانستان لپاره د امريکا سياست او د ولسمشر په توګه د ښه شخصيت ټاکنه ځکه ضرور ده چې امريکا هغه هيواد دی چې افغانستان ورسره ستراتيژيک امنيتي تړون لاسليک کړی دی، د امریکا لپاره افغانستان ځکه مهم دی چې امنيتي ځواکونه يې عملاً په افغانستان کې په جګړو کې ښکيل دي، او د افغانستان لپاره هم امریکا ځکه مهمه ده چې د مرستندويه هیوادونو په سر کې ځای لري. اوس چې په دې پوه شو چې د افغانستان لپاره امريکا؛ او د امریکا لپاره افغانستان مهم دي نو پوښتنه دا پيدا کيږي چې د افغانستان او سيمې لپاره به څوک د امریکا د ولسمشر په توګه غوره وي؛ ډونالډ ټرمپ او که هيلري کلنټن؟

دلته د ميرمن کلنټن او ډونالډ ټرمپ پرتله کوو.

۱ــ د ديموکرات ګوند نومانده هیلري کلنټن يو متعادل او انعطاف مننونکی شخصيت لري خو د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ يو احساساتي شخص دی.

۲ــ ميرمن کلنټن د نړۍ د مسلمانانو پر وړاندې سخت دريځ نلري خو ښاغلی ټرمپ يو سخت دريځه متعصب انسان دی

۳ــ آغلې کلنټن په امريکا کې د کډوالو اړوند نرم دريځ لري خو ښاغلی ټرمپ د کډوالو په ځانګړې توګه د مسلمانانو خلاف دی.

۴ــ د میرمن کلنټن سياسي تګلاره په عقلانيت ولاړه ده خو د ښاغلي ټرمپ تګلاره په احساساتو او عواطفو باندې

۵ــ کلنټن د امريکا په سياست ښه پوهيږي خو ډونالډ ټرمپ دا تجربه نه لري

۶ــ میرمن کلنټن په سياست او ډیموکراسۍ پوره پوهيږي خو ډونالډ ټرمپ يوازې يو سوداګر پاتې شوی دی.

۷ــ میرمن کلنټن په امريکا او نړيوال سياست کې ښه مخينه لري خو ټرمپ بده سابقه لري او يو عياش شخص پاتې شوی دی.

۸ــ آغلې کلنټن يو روښانه کورنی او بهرنی سياست لري خو ډونالډ ټرمپ په سياست نه پوهيږي

۹ــ کلنټن د مذهبونو تر منځ توپير نه کوي خو ټرمپ د مسلمانانو کلک مخالف دی

۱۰ــ ميرمن کلنټن نرم سياست لري او د امريکا او نړۍ لپاره په اوسنيو جګړه ايزو شرايطو کې د هيوادونو تر منځ او د هيوادونو دننه جګړې روانې دي؛ ښه ده ځکه راډيکال سياست نه لري او تر ډیره محافظه کاره ښکاري خو ټرمپ د امريکا او نړۍ لپاره ګواښوونکی راډيکال سياست لري.ټرمپ د احساساتو او عواطفو ښکار کيدونکی شخصيت دی چې د ټاکنيزو مبارزو په خاطر يې له روسيې سره اړيکې ښې کړي دي. که ټرمپ ولسمشر شي نو په امریکا کې به داخلي مخالفتونه ډیر شي، له روسيې سره به امریکا ښکر په ښکر شي او د امريکا او روسيې تر منځ جنجال به دريم نړيوال جنګ ته لار پرانيزي.

لیکنه : خوشحال آصفي