امید زنده گی

زنده گی در همه حالات  بسر می آید گاه به تلخی…

از تو جدا نمیشوم 

نوشته نذیر ظفر 08/28/25 از همه گان جدا شوم از تو…

پرسش ۴: ساختار «پرس‌ومان» چگونه از گفت‌وگو به یک نظام…

-خراسان بزرگ دی‌‌روز، دانش‌مند، دانش و سبک کهنی نسبت به…

قهرمان‌پروری‌های احساسی و سقوط افغانستان در چنگال تروریسم

 نویسنده: مهرالدین مشید از اسطوره‌ پردازی های فریبنده تا بحران سیاسی…

پرسش ۵

از مکتب دینی فلسفی من بیش از این نه می‌دانم نقش…

نتیجه گیری از بحث های شبکه های تلویزونی و تحلیل…

بحث های داغ پیرامون این اقدام پاکستان راه افتید ،…

دموکراسي څه شی ده او سوسیال دموکراسي څه ته وايي؟

دا سوال د ډیرو ځوانانو پر مخ کې پروت او…

نام های بیشمار جنبش روشنگری غرب

Helvitius, C.A.(1715-1771) آرام بختیاری مقدمات: اصلاحات، انقلاب، عدالت، و سکولاریسم. روشنگری، جنبش برابری…

توضیحی بر فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان در دفاع از…

نوشته از بصیر دهزاد  ‎فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان در دفاع …

آیا انسان، نسبت به انسان، از ته‌یی دل هم‌دلی دارد؟

پاسخ: محمدعثمان نجیب به نماینده‌‌‌گی از مکتب هم‌دلی!؟؟ شما از موردی پرسان می‌کنید که…

چشم اندازی بر نشست آینده ی مخالفان طالبان در پایتخت…

نویسنده: مهرالدین مشید نشست اسلام آباد ابزار فشار بر طالبان  یا…

طاق ظفر و منار معارف (شیر دروازه) پغمان – یادگار…

پس از به‌دست آمدن استقلال افغانستان در سال ۱۹۱۹م (۱۲۹۸…

پیشرفت های شگفت انگیز فناوری و چالش ها و خطر…

نویسنده: مهرالدین مشید رهایی یا زوال؛ فناوری و چالش‌های نوین جامعه…

استقلال و آزادی

عبدالصمد ازهر از ۲۸ اسد تا ۲۴ اسد هر روز، هر ماه…

وقتیکه تبصره وتحلیل از جمهوریت می نماید دقت کامل داشته…

در این روز ها تحلیل های سیاسی پیرامون سقوط ویا…

کمند غزل

رسول پویان غـزال غـزل ار کمند افکند دل شرزه شیران ببند افکند ز…

فروپاشی شرم آور در اوجی از فساد و خیانت  و…

نویسنده: مهرالدین مشید بازخوانی یک سقوط و روایت های دردناک آن  ۱۵…

ردپای خراب‌کاری آلمان برای کشور ما و حمایت از فروپاشی…

ره‌بران طالبان خواهان پناهنده شدن به آلمان بودند. مولوی دلاور…

اسباب و عوامل سقوط جمهوری تحت اشغال

ماه اسد ماه به زانو در آمدن دو قدرت امپریالیستی…

فراخوان بخاطر انفاذ قانون اساسی

بنام خداوند حق و عدالت بدون پرداختن به چگونگی سقوط سومین…

«
»

پردۍ ناولې پروژې ودروئ

عبدالصمد ازهر                                                                            ۰۶/۰۱۲/۲۰۲۴

طالبانو تاسې زمونږ ګران هيواد او سرلوړي افغانان ونړۍ ته په شرمو وشرمول. تاسې نړۍ ته د اسلام هغه څېره وروړاندې کړه چې نتنياهو او بايدن په کې پاتې راغلي ول.                                                                                                                                                                                                                                                                                                         

زمونږ ښې تمې مو راناهيلې کړې. مونږ تمه درلوده ورځ تر بلې به مو ماغزه رڼا شي او د تحجر له تپو تيارو نه به روڼ اندۍ او مدنيت پلو ته بدلون ومومئ. خو له بده مرغه مخ په شا روان ياست او دا وياړلی ملت تيارې کندې ته غورځوئ. 

ستاسو د استبداد چاړه ورځ تر بلې لا تېره کېږي او د دې پتمن ولس پر مرۍ ننوځي. تاسې دومره بې غيرته ياست چې د نجونو او مېرمنو له زده کړې، هوښيارېدو او بوختيا نه وېره لرئ؛ له ټلويزيون او راډيو نه ډارېږئ؛ له آنلاين زده کړو ته ترها لرئ او د رغنده خبرو د اورېدو شهامت هم نه لرئ.

تاسې لا تر اوسه په تېرو ليرو پېړيو کې ویده پاتې ياست.  که تصور کوئ چې راويښ شوي یاست، نو په کيڼه ډډه را کښېنستلي او سمدلاسه مو نجونې او مېرمنې د انسانيت او اسلاميت له ډلو حذف او د بې وزلو پرګنو زږېرويو او نالښتونو ته مو د سوټي او چړې غبرګون ښودلی دی. امريکه ولې ملامتوئ چې د افغانستان مالي شتمنۍ يې کنګل يا غصب کړي دي؟ تاسې پخپله د زرګونو متقاعدانو روا حقونه ولې تر ګونډې لاندې کړي او د دوی پر کورنيو مو ولږه او رنځورتيا تحميل کړې ده؟ تاسې د کوم اللهي حکم او يا د رسول الله د کوم ارشاد له مخې ورځ تر بلې نړۍ پر ښځينه و تنګوئ، روا حقونه ترې اخلئ، کار او زده کړې ته يې نه پرېږدئ او پسې را اخيستې مو دي چې څرک يې له ټولنې نه ورک کړئ. 

د منځنيو او ورپسې د لوړو زده کړو له تحريم نه وروسته، هغه يواځنی ور چې پس له ډېرې مودې، د ډېر جدي ضرورت له مخې، د پخواني روغتيا سرپرست وزير په ابتکار د قابله ګۍ، نرسنګ، لابراتور او روغتياپالۍ زده کړو له پاره په طبي انستتوت کې، بېرته پرانیسنل شوی و، همدا و چې وړمه ورځ  د همغو ځپونکو فرمانونو په لړۍ کې بېرته وتړل شو او په سلګونه نجونې او ورپورې تړلي زرګونه د کورنيو غړي يې د يوې غوړې مړۍ  له امکانه محروم کړل. همدا رنګه يې روغتيايي خدمتونه ګوډ او بې لاس او پښې کړل. اوس حدس وهلی شم چې ولې د طالبانو لومړنی روغتيا سرپرست وزير ډاکتر قلندر عباد ، چې د مسلکيتوب او پوهې له کبله د دوی وياړ و او تل به پرې نازېدل، له دندې ګوښه او پر ځای يې له طبابت بې خبره ملا جلال کښېنول شو. په داسې حال کې چې تصور کېده نه نور څه پاتې دي چې طالب بنديز پرې راولي او نه به دوی پخپله دا لټه وکړي، خو ناببره پر نجونو د طبي انستتونو د ورونه وتړل شول. دا تړل په دې مانا دي چې وطندښمنو زمونږ پر ټولنې د خپلو آخري زهرونو د ښيندلو حکم رااستولی دی او لاسپوڅي ماموران يې اجرا کولو ته اړ دي. 

که داسې نه وي نو زما عقل او پوهه خو د دې معما په سپړلو کې هېڅ مرسته راسره نه شي کولی چې ستاسو واکداران ولې د وطن او ولس د حياتي ګټو او د افغانستان د ښېرازې راتلونکي، چې د پر لوړو زده کړو سمبال او خوځنده ځوان نسل په لاسونو رغېدلای شي، پر ضد عمل کوي؟! 

مونږ ته شک رالوېږي چې مونږ به خوشې چټي غولېدلي يو چې طالبانو د وطنپالنې له مخې هيواد له پردي اشغاله وژغوره او د خلکو مرۍ يې د پليتو جنايت کارانو او فاسدو ظالمانو له پوندې نه راوژغوره يا يې د مځکې تماميت خوندي کړ. اصلي موخه به  د له لاسه وتلي قدرت بيا ترلاسه کول، رقيبان ليرې کول او د ځواک پر ګدۍ بېرته کښېناستل وه. ناهيلي خلک اوس ورو ورو همغو زړو کفن کشانو ته زړه ښه کوي او وايي که هر څه ول، نه يې زمونږ په شخصي حریم  کار درلود، نه يې زمونږ د ماشومانو راتلونکی په داسې سپين سترګۍ ړنګاوه او نه يې مونږ له سره ونوي ډول او بېل روايت اسلام ته اړ وېستلو.  که باوري ياست زما قضاوت ستاسو په اړه ناسم دی، نو راشئ سمدلاسه يې په عمل کې  ثابته کړئ او ټول غير عادلانه، غير متمدنانه او استبدادي حکمونه باطل  او زما ادعاوې غلطې وګرځوئ. تاسې ته نه ښايي ځانونه د ملت باداران وبولئ، که په حکومتولۍ کې بری غواړئ اړ ياست په ټول شعور او وجدان سره ځانونه د خلکو خدمتګاران وګڼئ. د ملت  غږ او غوښتنو ته بابېزه مه ګورئ.

په لنډه:

مونږ په لوړ آواز پر تاسو غږ کوو چې ټول بنديزونه له ولس نه او په تېره پر ښځينه و او د دوی پر منځنیو او لوړو زده کړو لغو کړئ. دا د افغان ولس غږ دی چې د افغان دښمنانو د پليتو پروژو پلي کول بايد په هره بيه چې وي ودرول شي.

من آنچه شرط بلاغ است با تو می گویم          تو خواه از سخنم پند گیری خواه ملال

و ما علينا الا البلاغ!

۱۶/۰۹/۱۴۰۳

۰۶/۱۲/۲۰۲۴