خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

پاکستان د نوک په ځای کې سوک ځايوي

پاکستان هغه هېواد دی چې، افغانستان ورسره کلتوري، مذهبي، اقتصادي او دې ورته نورې ګډې اړيکې لري. دغه هيواد له جوړېدو بيا تر اوسه يو د افغانستان په جګړه کې ستره ونډه درلودلې ده. په دغه موده کې پاکستان له هر لوري هڅه کړې چې په يو نه يو ډول افغانستان ته سرخوږی جوړ کړي. کله يی په کورنيو چارو کې ښکاره لاسوهنه کړې، کله يی د مذهبي ايډيالوزۍ له لارې د جګړې ډګر ګرم ساتلی، کله يي له سرحدي سرو کرښو تجاوز کړی او کله يي د افغان دولت سره پټه دوه مخې ډيپلوماسي پر مخ وړې ده. له کلونو راهيسې د پاکستان د شف شف موخه د ډيورنډ کرښې ته رسميت ورکول دي چې په يو نه يو ډول دغې کرښې ته رسميت ورکړي او افغان دولت ته په نړيواله کچه د دغې کرښې د رسميت اسناد پيدا کړي.

په ډيورنډ کرښه له اغزن سيم له غزولو نيولی بيا په سرحدي سيمو (د ننګرهار په ګوشته کې دروازه، د پکتيکا په انګور اډه کې دروازه، د کندهار په سپن بولدک کې د افغانستان خاورې ته راننوتل) په دغو سيمو کې د افغانستان په خاوره کې تاسيسات جوړول، پر ډيورنډ کرښه خندق کيندل او په ورستيو کې له افغان ګډ حکومت سره د استخباراتي معلوماتو پټ تفاهم ليک لاسليکول؛ د پاکستان دغه ټولې هڅې يوازې  او يوازې د ډيورنډ کرغيړنې کرښې ته درسميت ورکولو په خاطر کوي. پاکستان اوس په دې هڅه کې دی چې د نړيوالو لپاره د ډيورنډ کرښې د رسميت لپاره له افغان دولت څخه سند تر ګوتو کړي.

اوس په وروستيو ريپوټونه وايي پاکستاني ځواکونه يو ځل بيا پر ډېورنډ کرښه د امنیتي پوستو پر ډېرولو بوخت دي. پاکستاني رسنۍ د دې هېواد د لوړ پوړو پوځي چارواکو له خولې لیکي چې د امنیتي تدابیرو د لا ټینګښت په خاطر غواړي پر ډېورنډ کرښه امنیتي پوسته ډېرې کړې. د سرچينې له قوله پاکستاني پوځيان پر ډېورنډ کرښه په باجوړ سیمه کې د امنیتي پوستو د ډېرولوو هوډ لري، چې د ایکسپریس په وينا پوځي چارواکي يې د مخالفينو اوښتو را اوښتو لاره بولي. پاکستان وروسته له هغه دا اقدام کوي چې د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني اسلام اباد ته پخپل وروستي سفر کې ومنله، چې د پاکستاني طالبانو په خلاف به په افغانستان کې عمليات کوي. محمد اشرف غني د اسلام اباد په سفر کې له پاکستاني چارواکو سره ژمنه وکړه، چې د ملا فضل الله په لټه کې به پوره هڅې کوي. پاکستان اوس د ډيورند کرښې په شاوخوا کې د ترهګرو د تګ او راتګ د مخنيوي په نوم پوځي تاسيسات جوړوي او لويه هڅه يي دا ده چې په افغان دولت کې د نوک په ځای کې سوک ځای کړي او نړيوالو ته د ډيورنډ کرغيړنې کرښې د رسميت لپاره مدارک او شواهد په لاس راوړي.

پاکستان په وروستيو کې په پرله پسې توګه هڅه کړې له اوسني افغان دولته د ډيورنډ د رسميت اړوند اسناد ترلاسه کړي خو په مقابل کې يي افغان دولت ګونګه روژه نيولې او پر وړاندې يي چوپتيا غوره کړې ده. د اوسني ګډ حکومت له يوې کلنې دورې څخه پاکستان دومره ګټه ترلاسه کړې چې په تيرو ديارلسو کلونو کې يي له پخواني حکومته نه وه ترلاسه کړې. د ګډ حکومت له پيله اشرف غني پاکستان ته يو طرفه امتياز ورکړی او اړيکې يي ورسره د پخواني ولسمشر او ولس د هيلو خلاف؛ له صفره شروع کړې. له پاکستان ته سره د افغان دولت د استخباراتي معلوماتو د شريکولو د تفاهم ليک او همداشان د (ايس، او، پي) سند لاسليکول؛ د ګډ حکومت له لوري پاکستان ته د امتياز ورکولو ښکاره بيلګې دي او ليرې نه ده چې د همدغو سندونو د لاسليک په پايله کې د ډيورنډ د رسميت لپاره هم سند ترلاسه کړي.

که ریښتیا ووایو نو افغانستان د پاکستان دپاره هیڅ ډول پالیسي نه لري د افغانستان دولت په پکار دي چې خپله پالیسي د پاکستان اړوند یو څه بدله کړي او همدا راز د پاکستان حکومت سره د اعتماد فضا منځته راوړل شي ـ د دې ترڅنګ د عامه خلکو په کچه چې په هغې کې رسنۍ ، زدکړیالان ، مدني ټولنې او داسې نور هم د اعتماد جوړولو په بهیر کې راګډ کړې شي. که افغان دولت دغه دریځ خپل کړي نو د ارامۍ یو څه تمه شته که نه نو همدا اوسنى حال به وي.

لیکنه : خوشحال آصفي