نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

ټولټاکني که داستعماري اشغال پنځم پړاو

         انجنير سيد عبدالقادر                                                                 ۲۹ ــ ۵ ــ ۲۰۱۴                                                                            ــــ لومړي برخه : دټولټاکنو لوبو ته يوه لنډه کتنه:

ــــ د وهمه برخه  : د امنيتي تړون دلاس ليک  په اړوند دنوماندو بي له شرطه  وعدي :                                    ـــ دريمه برخه : داشغالي ځواکونو احتمالي ستنيدل :

                        دتاج بيک قصر د استعمار او جهادي غلو دجناياتوپه پايله کي ـ دامريکايي استعمار اړتيا او ټو لټاکني ـ په امريکايي اشغال کي هيروئينو اخته افغا ن ماشومان ــ                                                                                                                                                                                                                                   دوهمه برخه ـــ دامنيتي تړون د لاس ليک  په اړوند دنوماندو بيله شرطه وعدي :                                    ددوهمي برخي تر  ليکلو تر مخه بايد  ووايو ،د ټولټاکنولوبه داشغالی واکمنانو داړتیا له مخی ځکه  شروع سوي ده ، چی ديوه اړخه نړيوالو  څخه خپل استعماري اشغال پټ کړی ، او دبل اړخه  داسي  وښيي چی افغانستان آزاد او دادي ډموکراټيکي  ټولټاکني پکښي تر سره کیږی ۰ دتآ سف ځاي دادي چی افغان( ملي ګوندونه ، مدنی ټولني)  او  جمعي رسنيو دټولټاکنو دلوبي دورځي دښارونو او هم درايې اچونو دمرکزونو حقيقي انځوردخپلو شخصي ګټو له کبله   داينټرنيټ له لاري  افغان ولس او نړيوالو ته ښکاره نه کړ ، چی درايي اچوني  کوم محلات دخلګو دنه ورتګ له مخي خالي او کوم محلات دامنيتي ستونځوله کبله تړلي دی ۰ چی پر لاس پوڅي حاکميت يي تر ډيري فيصدي پوري دتقلب لاره بنده کړي واي ۰ يعني خالي صندقونه به دخلګو درايي اوارادې څخه ليري نه ډکيدلاي ،  چی ددوي دا کړنه به ولس هيڅ وخت ونه بخښي ۰ ديادولو وړ خبره داده چی دمصر ټولټاکني چی  دمۍ دمياشتي د ۲۶ ـــ ۲۷ پوري اعلان سوي وي ، د يوي بلي بله ورځي  دپاره ځکه وغځيدلي چی دخلګو درايو اچوني کچه ډيره لږ وه ۰ چی په دې افشاګريو کي جمعي رسنيوداينټر نيټ له لاري ونړيوالو ته درايی اچوني دمحلاتو انځورونه ښکاره کړل چی ډير يي خالي وه ۰ چی ددوي دا کړنه په ريښتينه توګه دستايني وړ د ه۰  ځکه دمصر دټولټاکنو کميسون  درسنيو په دې کړنه باندي  نه سي کولاي دافغانستان دټولټاکنو په څير د رايه اچوني د خالي محلاتو څخه بيا هم ډک صندقونه ومرکز ته وليږي اوپه رايه اچونه کی  دخلګوشمیر ډیر وښيي او مشروعیت تر لاسه کړی   ۰ دافغانستان دټولټاکنو د  لوبي  په تبليغاتي کمپاين کي  داسي دملي ګټو ضد  هلي ځلي کيدلي او کيږي  ، چی دهغو څخه دافغان ولس دقومونو په منځ کي دبي اتفاقي او دوطن  دتجزيي بوي پورته کيدي ۰ دقوم پلوي او فيدرالي کيدو  پرلورباندي دافغا ن ولس ورټمبول دافغان ولس دارادې انعکاس نه بلکه په نيژدي  راتلونکي کي دملي محکمي څخه  دجهادي بشري او اقتصادي جنايتکارانودتيښتي انعکاس په ګوته کوي ۰ په دې تبليغاتي کمپاين کي ځينو نوماندو کوښښ کاوه چی په مصنوعي ډول  په يوه او بل  قوم پوري ځا ن وتړي ،  څو دهغوي پلوي تر لاسه کړي ۰ که داسي تلاښونه ځيني کسان په اګاهانه ډول مخ ته بيايي او غواړي ددې لاري څخه ديو قوم پلوي دځان کړي ، دابه يو لويه سياسي او ملي  تيروتنه وي ۰ حتا په ځينو وختونو کي کيدلايسی که دداسي اشخاصودهڅو مخه ،دځان  او ګروپ له  پاره دحاکميت او ثروت لاس ته راوړل وي  ، په دې حالت کي کيدلايسي ، چی داسي کسان په ملي خيانت  متهم کړل سي۰ دا ځکه چی ددوي دا ډول هڅي دملي ګټو په زيان باندي تماتيږي ۰ ځيني کسان غواړی دقوم او سيمي څخه  ديوه  سياسي تجارت په توګه استفاده وکړي ، اودقومونو په منځ کي دبي اتفاقي او دښمني اورونه بل کړي  ۰په داسي حال کي چی دغرب څخه وارد سوي تيکنوکراتانو او کورني  جنګ  سالارانو دتيرو دريالسو کلونو په حاکميت کي ددوي نا روا هڅواو دملي شتمنيو لوټول ،  ټولو افغانانو ته ښه درس ورکړي دي ۰ ځکه نو ملي ګټو ته ژمن افغانان  په دې نظر دي چی افغان ولس د  دوه ډوله اشغال سره مخامخ  دي ۰ يو دامريکا تر رهبري لاندي دغربي نړي استعماري ، او بل  دکوردننه د  تيکنوکراتي او جهادي ( بشري او اقتصادي ) جنايتکارانو داشغال سره لاس او ګريوان دي ۰ چی دواړه  اشغال ګردافغان ولس په وړاندي دملي شتمنيو دلوټولو په مخه  يو موټي دي ۰ لازمه ده چی افغان ولس په ځانګړي توګه ، سياسي ګوندونه ،  اجتماعي سازمانونه او مستقل سیاسي کارپوهان  خپل ترمنځ دملي ګټو په نظر کي نیولو سره ديوه سيمينار او ګډوجلسو له لاري  پرداسي یوه  اجندا باندي  خبري وکړي ، چی هغه نه يوازي دسياسي حل دلاري څخه  وبهرني اشغال ته دپاي ټکي کښيږدي ، بلکه دکورني جنايتکارو ډلو او افرادو څخه هم ولس نجات پيدا کړي ، کوم چی ولس یی يرغمل کړي دي ۰افغان ولس  داسي يوه واکمن او لارښود ته اړتيا لري چی دولس داکثريت ارادې او راېې په پايله کي راميدان ته سي ، چی دافغانستان ټولو قومونو ته په يوه سترګه وګوري ۰  افغان ملي کټو ته  د داسی واکمن ريښتينه  ژمنتيا به دولس په منځ کي  دهغه دمحبوبيت دکچی سره  مستقيم تناسب ولري۰                                               بايد ووايو چی  دافغانستان او منطقي  په دې حساسو سياسي شيبو کي چی د اشغالي ځواکونو احتمالي شاته تګ  ګنګوسي په غوږو کيږي ، لازمه ده چی  افغان ملي ګټو ته ژمن ( سياسي ګوندونه ،  مستقل سياسي کار پوهان او روشنفکران ) دافغان ولس سره لاس يو کړي ، او پرينږدي  چی تر اشغال وروسته افغانان  خپل تر منځ  دعراق او ليبيا په څير په قومي او مذهبي شخړو باندي اخته سي  ، اوکه نه  کورني شخړي  به  داشغالګرو واکمنانوله پاره  ښه لاس ته راوړنه وي۰                                                                                                               دلیکنی ددوهمی برخی په اړوند لومړی باید ووایو ، چی  په دې لوبه کي ولي دونه ډيرو کسانو ځانونه نوماند کړل ؟ هغه دا چی ديوه طرفه بهرنيانو غوښتل چی دافغان اوغربي  نړي دولسونودتيروتلو له پاره  ددوي په  زريعه دا لوبه ګرمه وساتي ، او دبله طرفه دنوماندو ځیني کسا نو هم  داسي فکر کاوه او  هڅه يي  کوله  چی د پيسو اوتقلب له لاري په ولس کي دخپلي پلوي کچه و بهرنيانوته لوړه وښي ، او وڅنګ ته يي  بیا دا  نوماندانو د  ولس دشرم او بيري پرته دامريکا سره بي له کومه شرطه   دامنيتي ( وطن پلورني ) تړون  دلاس ليک کولو ناري هم  وهلي ۰ څووکړايسي  بهرني استخبارات يي لاس نيوي وکړي ، او پرافغان يرغمل  ولس باندي يي حاکم کړي ۰دامنيتي تړون دمحتوا څخه داسي معلوميږي چی  دافغانستان دهوا او مځکي تر پلورني تر څنګ اشغالګرو ته باید دافغان وژني واک او قضايي خونديتوب هم ورکړل  سي ۰ دقضايي مصؤنيت په هکله په لنډه توګه بايد ووايو:   څه رنګه چی  افغا نستان يواسلامي هيواد دي اود ولس  نيژدي ۹۸ فيصده يي داسلا م په مبارک دين باندي مشرف دي ، او  په دې باندي عقيده لري ، چی پاک خداي ( ج) ديوه بنده دحق څخه بل بنده ته نه تيريږي يعني دا( حق العبد ) دي۰ دا په دې معني چی که يو انسان دبل انسان په زريعه په قتل رسيږي دا حق يوازي دهغي کورني دي ، چی مقتول پوري اړه پيدا کوي چی هغوي دا قاتل بخښي ،او که داسلامي شريعت سره سم جزا ورکوي ۰ځکه نو په افغانستان کي هيڅ داسي يو ارګان او لوړ پوړي حاکميت شتون نه سي پيدا کولاي ، چی د  يو ه خارجي هيواد پوځ ته دقضايي مصؤنيت حق ورکړي ۰ حتا که په افغانستان کي مشروع قانوني حاکميت هم شتون ولري ، دقضايي خونديتوب حق وبهرني پوځیانو ته نه سي ورکولاي ، چی بهرني پوځيان دبشري اواقتصادي جناياتو په کولو سره بياهم خوندي وګرځي ۰  او يا دتيرو کلونو په څير ځيني  بهرني جنايتکاران   د رواني  مريضي او ځيني بيا په خپلو هيوادونو کي دمحکمي تر نامه لاندي دافغانستان څخه و ايستل سي ۰  ځکه نو ددې تړون امضآ کوونکي به  دملي خاينينونو په نامه ياد سي  ۰دبله طرفه وسله وال مقاومت هم دا تړون غير قانوني او نا مشروع بللي دي ۰دامنيتي تړون په لاس ليک کولو سره  به د بي امنيو لمن  پراخه ، افغان به  يي دافغان سره په جنګ اچولي  او دمنطقي هيوادونو ته به يي ښه پلمه په لاس ورکړي وي ۰ځکه نو افغان ملی ګټو ته ژمن افغانان باید  ژرتر ژره  د يوه سياسي حل په لټه کي سی ۰ دلته به د بي ګناه افغانا نو د وژني او  دبهرنيانو دقضايي خونديتوب په هکله يوه بيلګه رانقل کړو ، چی اشغالګر هيوادونه څنګه خپلو جناياتو او افغان وژني ته قانوني او مشروع بڼه ورکوي ۰ دآلمان دبن په ښارکي د ۱۲ ــ ۱۲ ــ ۲۰۱۳ نيټه باندي دهغو ۷۹ کورنيوو دجملي څخه د دوو کورنيو په غوښتنه چی يوه ښځه چی شپږ اولاده او يو بل سړي چی دوه زامن يي دلاسه ورکړي وه  ،د ناټو دهغه هوایی بمبارد له کبله چی المانی پوځ تر سره کړي وو،  محکمه جوړه سوله ۰ ددې دوو کورنيو دجملي  څخه نوموړي  ښځي د پيځوس زرو ايرو او بل سړي دڅلويښت زرو ايرو غوښتنه کړي وه ، چی بايد دآلمان دولت يي دوي ته ورکړي ۰ ددوي دغوښتني په مقابل کي محکمي پريکړه وکړه چی دآلمان پوځ دخپل دغه ماموريت په چارچوب کي تر حد ډير تيري نه دي کړي ۰په داسي حال کي چی دسپټمبرپه څلرمه د۲۰۰۹ کال دکندوز ښارته نيژدي  دالمان دپوځ په دغه هوايي بمبارد کي ۷۹ کورنيو خپل اولادونه  او غړي چی په مجموع کي ( ۱۴۰ ) تنو ته رسیدل  له لاسه ورکړل ۰ دمحکمي پريکړي ودوي ته داسي وويل سول :چی  دبمبارد امر هغه وخت ورکول سوو چی ودوي ته د دوي داطلاع رسوونکي له خوا  اوه ځلي وويل سول ،  چی په دې ساحه کي ملکي کسان شتون  نه لري ۰ د آلمانيانو دتيلوپردغه ټانکر چی دطالبانو له لوري تښتول سوي وو ، طالبانو عامو خلګو ته پري ايښي وو چی  تيل ځيني واخلي ، چی ۱۴۰ ملکي وګړي پر راټول سوي وه چی نا ببره  دناټو آلماني آلوتکي دتيلو پر ټانکر او شاوخواه ټولو ماشومانو او ښځوباندي  بمبارد وکړ او  په شهادت يي  ورسول ۰ په داسي حال کي چی دوي دخپل عصري تخنيک څخه هر وخت  څرګندوني کوي چی موږ په څو زره کيلو متري کي هدف معلومه ولايسو ، مګر ۱۴۰ ملکي وګړي بيا دوي نه سي معلومولاي چی دا بۍ وسلي وګړي او ماشومان دي اوکه دطالبا نو وسله وال ګروپ دي ۰ ښکاره خبره داده چی اشغالي ځواکونوپه تيرو ۱۳ کلونو کي دجناياتو په کولو سره  دهغه تړون څخه استفاده کړي ده ، کوم چی په د ۲۰۰۱ کال کي د ائيساف دځواکونو اود افغانستان دوخت دکورنيو چارو دوزير محمد يونس قانوني تر منځ لاس ليک  سوي اود بهرنيو چارو دوزير له خوا هم تا ئيد سوي  دي ۰                                                                          دحيرانتيا خبره لا داده چی نوماندانو په خپلو مصاحبو کي ويلي دي ، که ارګ ته ننوزي دکرزي صاحب دتجربو او مشورو  څخه به ګټه اخلي  ۰ کومي تجربي ؟ کومي مشوري ؟  دکرزی په حاکميت کي به  دا لاندی څو بیلګی ستاسودحاکميت د چلولو او بقا له پاره ښي تجربي وي ، چی دده دکړونو لړي ته ادامه ورکړي ؟                           ــ دکرزي په حاکميت کي افغانستان دمخدره ټوکو دکښت او اداري فسادله کبله دنړي په کچه لومړي مقام ګټلي چی ګټه يي بهرنيو اوکورنيو مافيايي ډلو لاس ته ورغلي او په پايله کي يي  ديرغمل ولس (۶ ، ۱ ميليونه ماشومان ، ښځي  ځوانان او زاړه)  په هيروئينو باندي اخته سوي دي ،  چی  لوړ انځور يي يوه کوچني  ښکاره بيلګه ده ۰دحاکميت دلوړ پوړو اقتصادي جنايتکارانو او هم ددوي سره په اړوند کي جنګ سالارانو د  ملت نيژدي ددرو ميليونو هکتارو مځکو غصبول ، دبيکاري دکچي دلوړ والي له کبله و ګاونډي هيوادونو ته دلس هاوو زرو ځوانونو مهاجرت ، او په ايران کي په يوه او بله بهانه  د سلګونو افغاني مهاجرينود شرعي اوبشري قوانينو څخه په ښکاره سرلغړونه اعدامول ،  تيکنوکراتي ، جهادي   اويو شمير نورکسان چی دولس له خوا په اقتصادي جرمونو او فساد باندي متهم دی  دملي تجارانو تر نامه لاندي ميدان ته راوتل اودحاکميت له خوا څخه  دوي ته  دافغانستان داقتصاد څرخ په لاس ورکول او ددوي په زريعه دملي شتمنيو چورول  ،  دکابل په ښار کي دپټو کليساوو جوړيدل او ددې لاري څخه داسلام دمقدس دين څخه وعيسويت ته تبليغ او  ديو شمير افغانانو اړول ،  دمملکت په کچه دبدلمنيو ( فحشا ) ډيريدل ۰ او هم دا رنګه  دلاس انجلس ټايمز ورځپاڼي نيژدې دوي اوني مخکي هم داسي  ليکلي وه ، چی کرزي ترخپل حاکميت وروسته  په فساد ککړ حکومت او پر نړيوالو باندي تکيه اقتصاد وشاته  پريږدي ۰آيا دا ټوله به دکرزي دواکمني ښي تجربي او مشوري وي چی راتلوونکي واکمن بايد ګټه ځني پورته کړي ؟             نوربیا

                                                                                                     تمت باالخير