خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

ټرمپ؛ پاکستان ته د خطر زنګ

په داسې حال کې چې د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټاکنيزو کمپاینونو په لړ کې په د پاکستان خلاف سختې او توندې څرګندونې کولې؛ اوس د ولسمشرۍ څوکۍ ته د نوموړي له رسيدو سره سم له پاکستانه هم وار و پار خطا دی. داسې معلوميږي چې واک ته د ډونالډ ټرمپ رسېدل به پاکستان ته سخت تمام شي نو یاد هېواد سر له همدا اوسه هڅې پیل کړې، چې ټرمپ ته نیږدې شي.  پاکستان اوس د دې لپاره چې د امريکا نوی ولسمشر ټرمپ هم له خپل مکارتوب او مداريتوب لاندې راولي يا يې کم تر کمه له خطره ځان وژغوري؛ ورته سياسي چرخه نيسي. اوس پاکستان ويلي ، غواړي د امریکا له نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د شریکو ګټو پر بنسټ ولاړې ښې اړیکې ولري او په ګډه له ترهګرۍ سره مبارزې ته دوام ورکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا ویلي، چې په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د امریکا او پاکستان اړیکې ډېرې مهمې دي. ذکریا ټینګار کړی، چې په ځينو مسایلو د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلافات موجود دي، خو ښايي ژر حل شي.

د امريکا د نوي ولسمشر په توګه واک ته د ډونالډ ټرمپ رسيدل د پاکستان لپاره ستر سرخوږی جوړولی شي. ځکه ټرمپ هغه شخص دی چې د ديپلوماسۍ په پرتله زور ته لومړيتوب ورکوي. که څه هم په وروستيو کې د پاکستان او امريکا اړيکې ترينګلې شوې وې خو د ټرمپ په راتګ سره به په پاکستان نور هم فشار زيات شي. مخکې له دې چې ډونالډ ټرمپ ولسمشرۍ څوکۍ ته ورسيږي؛ نوموړي د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال پاکستان د ترهګرو په ملاتړ تورن کړی دی، ټرمپ همداراز ويلي چې پر پاکستان به خپلې نظامي او مالي مرستې بندې کړي، له دې نه پرته بله خطرناکه خبره يې دا کړې وه چې له پاکستانه به اټومې وسلې له دې امله واخلي چې پاکستان کې ترهګر پټن ځايونه لري او امکان لري چې دغو وسلو ته يې لاسرسی وشي. نوموړي ويلي له همدې امله بايد د  پاکستان اټومي وسله خنثی کړلی شي.

د ټرمپ له ولسمشرۍ نه افغانستان هم غير مستقيم ګټه پورته کولی شي. په دې معنا چې په امريکا کې د نويو ټاکنو په پايله کې ډونالډ ټرمپ په کانګرس او سنا مجلسونو کې ګڼې څوکۍ ګټلې دي. په دغه دواړو مجلسونو کې د ډيرو څوکيو ګټل؛ ټرمپ په دې توانولی شي چې د امريکا عمومي سياست او ستراتيژۍ ته بدلون ورکړي. لکه څنګه چې د امريکا په سنا او کانګرس کې جمهوري غوښتونکي له وړاندې نه پاکستان سره د امريکا په مرستو نيوکې کولې نو اوس چې يي ډیری څوکۍ ترلاسه کړي دي نو دا کار کولی شي چې پر پاکستان د امریکا د فشار د زياتيدو لامل شي. پاکستان به له ټرمپ څخه د ويرې چې د پاکستان اټومې وسلې ته يې هم ګواښ کړی دی؛ د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او طالبان به بې سرنوشته پاتې شي. پر پاکستان د امريکا فشار ممکن له روسيې او سره د پاکستان د نيږدې کيدو سبب شي خو روسيې ته له پاکستانه د امريکا دوستي ډیر ارزښت لري او د دغو اړيکو له پاللو لپاره ټرمپ له وړاندې نه ويلي چې له روسيې سره به ښې اړيکې وپالي.

په ورته مهال د ټرمپ په ولسمشر کيدو سره د امريکا په ستراتيژۍ کې احتمالي بدلون کولی شي د افغانستان په جګړې هم اغيز ولري. ټرمپ لکه څنګه چې له وړاندې ويلي چې په افغانستان کې د زرګونو امریکایانو د وینو له بهېدو او د ملیاردونو ډالرو له مصرفېدو سره سره د افغانستان وضعیت ښه شوی نه دی؛ نو ډیر احتمال ددې شته چې له افغانستانه په تدريجي ډول د ناټو ځواکونه اوباسي او په افغانستان کې وسله طالبانو هم د سولې لپاره لومړنی شرط له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل ياد کړي دي. د ټرمپ له پاليسۍ داسې معلوميږي چې امريکا نه غواړي نور په نورو هيوادونو کې پوځي حضور ولري. ځکه ټرمپ له وړاندې نه ويلي چې د امريکا ولسمشر بايد د امريکا ولسمشر وي، نه دا چې د نړۍ ولسمشر.

لیکنه : خوشحال آصفي