جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

ګوند، ائتلاف او خوځښت

نور محمد غفوری  په ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون وسیلې   د سیاسي…

«
»

لونګۍ او چادري؛ هغه ارزښتونه،چې سپک شول

لونګۍ، پګړۍ او لنګوټه،چې ځینې يې شمله هم بولي؛ اسلامي سنت او بیا په افغانستان کې د افغانانو لرغونی ملي دود دی،چې ځینو شاعرانو هم په خپلو شعرونو کې اشاره ورته کړې ده.
لونګۍ د افغانستان په ګډون په ډېرو هېوادونو لکه پاکستان،هندوستان، ایران، تاجکستان او د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې کارول کېږي.
ترڅنګ یې د ښځو لپاره چادري ده؛که څه هم د چادرۍ او حجاب په اړه نظرونه مختلف دي،خو کلونه کېږي،چې چادري زموږ په هېواد کې د حیا او پناه د یوه ارزښت او سمبول په توګه پېژندل شوې او استفاده ورڅخه کېږي.

لونګۍ او چادري په افغانستان کې د ډېرو پلویانو ترڅنګ ځینې مخالفین هم لري،چې په یو نه یو ډول خپل مخالفتونه ورسره څرګندوي او په زړه پورې یې لا دا ده،چې چادرۍ ته د ښځو او لونګۍ ته د نارینه وو لخوا سپکاوی کېږي.
ستاسو به په یاد وي،چې څه موده وړاندې یوې بهر مېشتي سندرغاړې د چادرۍ او افغان مېرمنو پر وړاندې خوله خلاصه کړه او له سپکاوي ډکې خبرې یې وکړې،چې د افغانانو، په ځانګړي توګه د مېرمنو له سخت غبرګون سره مخامخ شوه.
دا دی اوس یوې بلې سیاستوالې؛ ظاهراً د عدالت د تأمین په نوم؛ زموږ د عزت او حیا منل شویو سمبولونو باندې ملنډې ووهلې.
دلته څو موارد د پام وړ دي:
لومړی،خو دوی د خلکو له حساسیتونو خبر ندي.

دویم دا،چې له دې لارې غواړي ځان د خلکو په منځ کې مهمه څېره وښيي.
او دریم د پروژو مسئله ده،چې د پیسو وږي دا ډول کړنې ترسره کوي؛څو وکولای شي پروژې ترلاسه کړي.
له دې وړاندې هم ځينې نورې ورته پروژې په کابل ښار کې نندارې ته وړاندې شوې،چې یوې مېرمنې د ځان مظلوم ښودلو په نوم اوسپنیزې جامې په غاړه کړې او اوسمهال په فرانسه کې چکرې وهي.
له شک پرته،چې دا ډول حرکتونه د مادیاتو په نیت کېږي؛نه د ښه والي او سمون په نیت.

ولې دا ډول ملي او منل شوې ارزښتونه سپکېږي؟

که پخوا به د چا له سره سهواً پګړۍ یا لونګۍ ولوېده یا ونړیده،نو ویل به یې خدایه ته مې عزت ته خیر کړې او که چا به په زوره ونړوله؛ نو دا به د بدۍ زېری و.همداسې چادرۍ ته به ډېر درناوی کېده؛ که کومه چادري والا مېرمن به له کومې کوڅې تېرېده،نو حاضرو کسانو به مخامخ ور کتلی نشول،خو نن د ځینو مغرضو کسانو لخوا غلطه استفاده ورنه کېږي،سپکاوی یې کېږي او بیا سرې سترګې او خلاصې تڼۍ هم ګرځي.

ټولو ته معلومه ده،چې لومړی وسله وال مخالفین او په دویم ګام کې بیا ظاهراً روڼ اندي کسان د دې ارزښتونو لومړی درجه سپکوونکي دي.

په تېرو کلونو کې له لونګۍ او چادرۍ نه ناسمې استفادې وشوې،چا بمونه پکې ځای پرځای کړل او خپلې موخې ته د رسېدو لپاره یې کار ورڅخه واخیست،چا په چادرۍ کې نارینه زموږ تر خاورې راولېږل او دا چاره اوس هم دوام لري.

د بهرنیانو او کورني پیسه دوستو کړیو لخوا هم د چادرۍ او لونګۍ سپکاوي ته لمن وهل کېږي، ځیني کسان بیا د عقدو له مخې دا کار کوي،داسې کسان هم شته،چې دا دوه ارزښتونه د بنسټ پالو او ترهګرو سمبولونه بولي.

بل مهمه پوښتنه دا ده،چې له طالبانو سره د امریکا د سولې خبرې جریان لري؛ داسې مهال د یوې مېرمنې لخوا د چادرۍ او لونګۍ په اړه خندوونکی نندارتون څه معنا درلودای شي؟

 

څنګه یې مخنیوی کېدای شي؟
د تاریخ په اوږدو کې دا ډول کړنې تر منزله نه دي رسېدلې او اوس به هم دا ډول کسان هېڅکله خپلو موخو ته و نه رسېږي،خو هغه کسان،چې دا ډول حساسیت پاروونکې پروژې پر مخ بیایي باید خپله سزا وویني،څو بیا دغسې اقدام ته زړه ښه نه کړي،ځکه ډموکراسي دا نده،چې تاسې د بل چا ارزښتونه سپک کړی او د پیسو د ترلاسه کولو لپاره لنګه غوا ترې جوړه کړئ.
– که څوک په راتلونکې کې دغه ډ‌ول فعالیتونه کوي؛په لومړي ګام کې باید د اساسي قانون له مخې او د فعالیت د بڼې د څرنګوالي پر بنسټ او له مطالعې وروسته اجازه ورکړل شي.
– هغه بنسټونه، چې دا ډول پروژې تمویلوي باید مشخص او خلکو ته وروپېژندل شي.
– د دې ډول پروژه یی نندارتونو له تنظیموونکو باید وپوښتل شي،چې له دې کاره یې موخه څه ده؟

– ښځه دې د ښځو پر ضد د وسیلې په توګه نه کارول کېږي.

ځکه که دغه ډول فعالیتونه دوام پیدا کړي؛ سبا به د افغانانو پر نورو ارزښتونو هم ور ودانګي.

لیکنه: خوشحال آصفي