جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

«
»

له شماله تر کابله د هند ـ افغان ملېشو جریان او کیسه

لیکوال: قاضي نجیب الله جامع

د افغان ـ امریکا جګړې په ترڅ کې وروسته له هغه چې امریکایي ستراتیژیستانو ومنله چې تیر ۲۰ کلن یرغل یې له ماتي سره مخ دې، د ناټو او او امریکا هغه نړېوال درېځ او داعیی اوس رنګ بایللي چې دوی یې په دفاع کې نیمه نړۍ په افغان وطن یرغل او نیواک کې له ځان سره ملګرې کړې وه.
په همدې موخه او درک امریکا او ستراتیژیکو متحدینو یې د خپل نړېوال برم، حیثیت او درېځ د ساتلو په موخه له طالبانو سره داسي اوږده او پیچلي مذاکرات وکړل چې پایله یې د دوحی د سولې هوکړه وه چې امریکا ته یې بغیر له سرټیټی او د ماتي یا تسلیمي سند څخه بل څه په لاس ورنه کړل.
طالبانو له افغان درېځه د تاریخ دا طلسم مات کړل چې افغانان یوازې جګړې ګټلي شي، د ټوپک خلګ دې او کله چې خبره د سیاست او خبرو میز ته لاړه شي نو دوی ماتی خورې، پاشل کېږی او د یوه ستر ولسۍ انقلاب او ملي مقاومت ټول ارمانونه یې خاورې شي.

د دوحي د خبرو په جریان او را وروسته کې له افغان درېځه او د افغانانو په نوم د سولې د تخریب، سبوتاژ او ماتولو داسي هڅې وشوی چې په ښکاره د سولې د ناکامي، د ښکېلاک او جګړې د دوام مانا یې لرله، هغه چې د دغو تخریبونه تازه هغه یې چې غوټه یې خلاصه شوه د ۵۰۰۰ طالب اسیرانو د آزادولو موضوع وه، کوم چې میاشتي یې ونیوی، شرایط پرې کېښودل شو، خبره یې د جګړې تر اعلانه ورسوله، جرګه یې ورته راوغوښتله او اخیر یې هم تر پرونه د اسټرالیا او فرانسي د سفیرانو په خوله ځنډولۍ وه.

اوس چې د ولس غوښتنه، لومړېتوب او حتا د سیمي او نړۍ اجماع ظاهرا په افغانستان کې په آمن او سوله کې ده، امریکا د موجوده کابل واکي حکومت د ستراتیژیک ملاتړي په توګه د جګړې دوام د امریکا د پاشل کېدو په مانا ګڼي، نو پداسي یوه وضعیت کې هره پردۍ، د پردیو په نغوتو، د پردیو په طرحو او غرضونو ولاړو موخو سره کار او یا ورته کار د افغانستان د تخریب او ماتولو په مانا دی.
کوم چې پدغه سوله ضد او بلواکو هڅو کې چې څو ورځی وړاندې د اسلامي حزب امیر ښاغلي حکمتیار صاحب هم ورڅخه یادونه کړې وه، هغه په شمال کې د سیمه اییزو جګړه مارو په ملتیا د هند له لورې د ملېشو جوړولو تازه بهیر دی.

د ایران شاتګ او د هند علاقه او ګټي په ملېشه جوړونه کې:

د امریکا ـ طالبانو د هوکړې په جریان او را وروسته کې افغان حکومت له دغه هوکړې څخه سخت اندېښمن او ناخوښه وو.
ولې د دې ټولو سربېره ډاکتر غني د هغه مالوماتو او پوهی چې له امریکایی ټولني، فرهنګ او سیاست څخه یې لرل پدې نظر وو چې د یوشمیر معاملو او مانورونو له لارې به د ټرمپ په مشرۍ امریکایي اداره پدې قانع کړې چې دوی ومنې او سوکه ـ سوکه به د وخت په ترلاسه کولو سره دا هوکړه د نوموړې د خپل ذهنیت په اساس وضعیت دې ځای ته ورسوی چې د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه به ماته شي.

په همدې موخه یې امریکا کې په پیسو لابی شروع کړله، امرالله صالح یې د طالبانو د تخریب په موخه ګڼ شمیر نړېوالو ناستو ته هغه مهال چې لا مرستیال نه وو د پریزنټیشن لپاره له ځان سره بېول، امریکا ته د تګ هڅه یې وکړه، د امریکا د اروپایی متحدینو د راخپلولو هڅه یې وکړه او حتا د امریکا کانګریس ته یې د امریکایی یرغل د دوام په بدل کې د پوځی لګښتونو د کمولو طرحه وړاندې کړله.

ولي دې او دېته ورته زیاتو هڅو او مانورونو کومه ځانګړې پایله ورنه کړله، نو په دوهم ګام کې ډاکتر غني او نږدې ملاتړو یې په هغو طالب ضد هېوادونو کار وکړل چې فکر کوی چې طالبان د یوه سنی ـ مذهبي خوځښت په توګه لکه ایران د دوی سره ممکن جوړ رانشي او دا کار به د ایران منطقوی پرستيژ ته یو بالقوه ګواښ شي، ځکه طالبان د یوې هوکړې له مخې واک ته راګرزی، نو یوې خواته دا ډله مذهبي جوړښت لری او بل لور ته دا ځل به د امریکا ملاتړ هم ولری نو دې خبرو د ایران جدې اندېښنې راپارولي وی.
بلخواه هند چې طالبان د پاکستان تر نفوذ لاندې ډله بولي او عملا پدې باور دې چې واک ته د طالبانو بیا راګرزېدل به په سیمه کې د هند د ګټو جنازی واخلي او شړۍ راټوله کړې او د پاکستان د سیمه اییزی هژموني د قوت په مانا وی.

پدې جریان کې ایران د قطر په لابی او د طالبانو د دوحی دفتر په پرلپسی هڅو په دې قانع شوی چې د طالبانو موخي او ګټی د ایران او سیمي د ثبات په خیر دې، افغانستان به د مذهبي ټکر څخه لری وی او له سولې وروسته افغان حکومت به په کورني او بهرنی سیاست کې کله هم د پردیو اجنډاګانو سره مل نشي او حتا د طالب په راتګ سره به سیمه د پردیو د ټولو شریرانو له کرغېړنو موخږ په آمن کې شي.
ولې په شمالي افغانستان کې د هند په ادرس وروستۍ هڅې او تخریبونه بیا دا رنګ نه لری.

له شماله تر کابله د هند ـ افغان ملېشو جریان کیسه: 
د ډاکتر غني او عبدالله ترمنځ د ګډ حکومت جوړولو مخکې د ملي امنیت شوراه دفتر پدې وتوانېده چې قیصاری او دوستم سره پخلاه او دوستم ته د مارشالۍ ورکړې څخه مخکې نوموړې پدې قانع کړې چې د طالب او سولې په خلاف پروژه کې یې متحد شي، دوستم دا طرحه ومنله او د مارشالي د اعلان په غونډه کې یې له ارګه د طالب خلاف جګړې او ملېشه جوړولو غوښتنه یې وکړه.

لدې څخه وړاندې ارګ پخپل محور د سولې د تخریب او د جګړې د دوام منظم ټیم د دې طرحی د پرمخ بېولو لپاره د امنیت شوراه د سلاکار او د ولسمشر غني د لومړی مرستیال امرالله صالح د ګډې همکارۍ په موخه رامنځته کړې وو.
صالح د شمالي په نوم شوراه ته د دې کار لپاره طرحه او د نظار شوراه د تنظیمي جګړو د جګړه مارانو د راټولولو او منظم کولو په موخه پریمانه پیسي ورکړې، په کابل، پروان، پنجشیر، جوزجان، بلخ، فاریاب او سمنګان کې ورته د همغږی دفترونه جوړ شول او تازه اونۍ وړاندې کابل میشتي شمالي شوراه ته د ملي امنیت شوراه ۳ کاری دفترونه په وزیر اکبر خان، ششدرک او تایمني کې وسپارل شوی.
د دغه پروژی د لویی همغږی اصلي مسوولیت ارګ د امرالله صالح په غوښتنه د شمال شوراه ته ورکړې او دوستم او قیصاری د انساني ځواک د راټولولو د سهم په کچه په ۵ شمالي ولایتونو کې د دغه پروژی مهم ملاتړي دې.
تازه قیصاری کابل ته د دفاع وزارت په ځانګړو الوتکو کې د همدې پروژی د لا همغږیو په موخه راغلي، هغه چې لومړۍ کتنه یې هم د شمالي شوراه له مشر حاجی الماس زاهد او بیا وروسته له حکمتیار صاحب څخه تللي جمع خان همدرد سره وه.
ویل کېږی د حکمتیار او همدرد د مخالفت یو دلیل د سولې د تخریب په پروژو کې له ارګ سره د حکمتیار نه ملتیا وه.
قیصاری نږدې دوه اونۍ کېږی چې د حکومت لخواه په کانټیننینټل او سریناه هوټل کې میلمانه دې، له سیاستوالو سره لیدني کوی، له ځوانانو سره انځورونه اخلي او د تنظیمي جګړو د مخکښو قومندانو سره په لېدنو کتنو بوخت دې.
د دې سربېره ډاکتر غني اونۍ وړاندې د امرالله صالح په کور کې د شمال یا شمالي شوراه له نږدي ۱۰۰ غړو سره په کتنه کې مخامخ پدې هڅو خبرې کړې او د هند ـ افغان ملېشو په جوړولو یې خبرې کړې وی.
د مالوماتو له مخې تراوسه په پروان، جوزجان او بلخ کې پدې موخه سلګونه پخوانی جګړه ماران همغږی شوی او دا بهیر په جدیت سره د یادو شویو خواو او افرادو له لوری روان دې.

څه کول پکار دې؟
د قیصاری له لوری د دغه پردۍ او سولې ضد پروژی څخه غیری مستقیم ملاتړ او د امرالله صالح طالب او سوله ضد دریځونه د دې ښوودنه کړې چې حکومت او په ځانګړې توګه ارګ لا اوس هم په سوله کې خپل پاېښت نه ګورې، د ولس غوښتنه ـ لومړیتوب او د نړۍ اجماع ورته مانا نه لری.
ځکه دوی په ولس تکیه نه لری، ولس د ځان نه بولي، په سوله کې د ولس خیر او د افغانستان ژغورنې څخه ورته خپلي ګټی مهمی دې.
پداسي یوه وضعیت کې ولس او ملت محوره مدعي مشران باید وطن ته د ژمنتیا ازموینه ورکړې، خپلي لارې د زوال د ورځو له غټانو بېلې کړې، د افغانستان او سولې دښمنان لکه د ښاغلی حکمتیار په څېر رسواه کړې، مخه یې ونیسې او د خپل ملت فرض او د تاریخ دا قرض پرې کړې چې نور به افغانستان نه بېلیږی، د پردیو دسیسو مخه به نېسي او دا خاوره، ملت او تاریخ به د کورنیو او بهرنیو ناوړه نیتونو لرونکو بدخواحانو او شریرانو ساتي.
ولس او ولسي خوځښتونه دې پدې حساس او نازک وخت کې د جګړې د دوام په پلویانو، د هند غوندې د ملېشه جوړونې او اربکي جوړونې په افغان ضدو او سوله ضدو هېوادونو د خپل غږ او فشار له لارې د سولې ضد هڅې وننګوی او ماتې دې کړې.
ځکه که خدای مه کړه موږ یوځل بیا خپل تاریخ ته په لوری ورکولو، د خپل تاریخ او برخلیک په ټاکلو کې کمزورې راشو، غفلت وکړو او زړوره هڅه ونه کړو، نو د هر څه په اوبو لاهوه کېدو او د تاریخ د بیا بد تکرار ملامت به یو.
درنښت