نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

له ریکا مو څه ترلاسه کړل؟

په کابل کې د ریکا شپږم په نوم د افغانستان لپاره د سیمه‌ ییزو اقتصادي همکاریو کنفرانس له دوو ورځو بحثونو څخه وروسته د جمعې په ورځ پای ته ورسید. دغه کنفرانس چې ورته د اویاوو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو لوړ پوړي چارواکي او استازي وربلل شوي وو، په کې د افغانستان او سیمې لپاره د مهمو اقتصادي پروژو پر عملي لارو چارو بحث وشو. دغه کنفرانس ته عبدالله عبدالله وویل چې ، په سیمه کي د ټرانسپورټ، انرژۍ او سوداګرۍ په سکتورونو کې د پروژو د پراخولو مهم نوښتونه په مخ کې دي، چې په پلي کیدو سره به یې د سیمې میلونونو وګړو ته د روزګار زمینه برابره شي. له شک پرته چې د افغانستان کانونه، اوبه، هوا او استراتیژیک موقعیت د ګټورو مالي سرچینو په توګه یادولی شو چې ارزښت یې له یو څخه نیولې تر درې تریلیون ډالرو رسیږي. خو ددغو ټولو سرچینو څخه د سالمې ګټې اخیستنې لپاره پياوړې او واحدې ارادې ته اړتیا ده. سالمې او افغانستان شموله ستراتیژۍ ته اړتیا ده، سالم مدیریت ته اړتیا ده اما له بده مرغه د ګډ حکومت تیر یو کلن تاریخ او خپل منځي اختلاف ته په کتو ترې د خیر هیله نشي کیدای. د عبدالله خبره په خپل ځای سمه ده خو په کابل کې د ریکا تیر کنفرانس او د اوسني ګډ حکومت ستراتیژۍ او د کار کولو ارادې ته په کتو هیڅ داسې خوشبیني نشته او وړاندوینه هم نشې کیدای چې ګویا د افغان ولس په درد دې دغه کنفرانس هم دوا شي.

په دغه کنفرانس کې د ګډ حکومت مشر غني هم له ګډون کوونکو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو څخه وغوښتل، چې د افغانستان له لارې د برېښنا او غازو په لیږدولو، د اوسپنې پټلۍ په جوړولو چې افغانستان د سیمې له هیوادنو سره نښلوي او له افغانستان سره همکاري وکړي. له شک پرته چې یادې پروژې د افغان اقتصاد په پیاوړتیا کې اساسې رول لري خو په اوسنیو شرایطو کې د افغان ولس لومړنۍ اړتیا امنیت دی او د داسې سترو پروژو عملي کول هم له امنیت پرته ناشوني دي. دلته چې په مرکز کې په خپلو کورونو کې مو ولس خوندي نه دی او نږدې هره ورځ قرباني ورکوي نو په لیرې پرتو سیمو کې چې ګاونډیانو سره هم پوله لري؛ ددغو ډول پروژو عملي کول به څومره امکان ولري؟

حکومت چې د ننګرهار په یو شمیر ولسوالیو کې د داعش نفوذ په قابو کولو کې ناغیړي کوي نو له ترکمنستان څخه افغانستان ته د برېښنا د صادرولو او د افغانستان له لارې پاکستان ته د بریښنا دلیږد پروژې ساتنه به څنګه وکړي؟

دوی چې د کندز، هلمند، بدخشان، نورستان او ننګرهار د ځينو سیمو خلکو امنیت نشي ډاډمنولی نو له ترکمنستان څخه هرات او نورو ولایاتو ته د تیریدونکي غازو نللیکې امنیت څنګه خوندي کولای شي؟

حکومت چې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د زورواکانو له لوري د ناقانونه کان کیدنې مخنیوی نشي کولای نو څنګه به په دغه هیواد کې د کان کیندنې په برخه کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو امنیت خوندي کړي؟

د هیواد په روان سیاسي، امنیتي او اقتصادي بحراني حالت کې به ګډ حکومت څنګه وکولای شي چې د اورګاډو پټلۍ، چاه بهار بندر، د لاجوردو لار، د کاسا زر او ټاپي په شان سترو پروژو د عملي کولو لپاره اړین امکانات برابر کړي؟

ریکا کنفرانس چې له هرو دوو کلونو وروسته جوړیږي له نن څخه پوره لس کاله وړاندې هم په کابل کې دایر شوی و خو پوښتنه دا ده چې څه مو ترې ترلاسه کړي ول او له اوسني هغه مو څه مو ترلاسه کړل؟

د مشهور پښتو متل په مصداق چې وایې «ابۍ ټوله بۍ ده « نه یوازې په اوسني ګډ حکومت بلکه د حامدکرزي حکومت کې هم په تیرو کلونو کې د هیواد د اقتصادي ودې د پیاوړتیا او د زیربنایي پروژو لپاره د پام وړ کار ندی شوی. په کابل کې پخواني ریکا کنفرانس وروسته او په ټوله کې له تیرو ۱۴ کلنو راهیسې زیربنايي پروژو ته ډېره کمه پاملرنه شوې ده. نه داچې نوې نه دي جوړې شوي، بلکې پخواني زیربنايي پروژې هم له خطر سره مخ دي.
په ۲۰۰۵ کال کې د ریکا لومړنۍ غونډه هم په کابل کې شوې وه، خو د تېرو غونډو ډېری ژمنې تر اوسه هم ندي عملي شوې.
هغه مهمې اقتصادي پروژې چې په تیرو کنفرانسونو کې پرې بحث شوی و او د سیمې لپاره لومړیتوب لري هیڅ کومه یوه یې تر اوسه نده تمویل شوې. چابهار، ګوادر او کاسا زر پروژې یې د بېلګې په توګه یادولی شو، چې د سیمې لپاره مهمې بلل کېږي خو تر اوسه ورته جدي پاملرنه نده شوې. اساسي دلیل یې له دغه ډول سترو پروژو سره د سیمي هیوادونو سیاسي برخورد دی چې له ژمنو سره سره یې کارونه نیمګړي پاتې دي.