آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

«
»

طالب سوله کوي، خو له چا سره؟

وروسته له هغې چې نيويارک ټايمز ورځپاڼې راپور ورکړ چې ټرمپ خپلو جګپوړو ډپلماټانو ته امر کړی، چې له طالبانو سره مستقيماً خبرې وکړي؛ اوس په تازه کې د امریکا ان بی سی خبري شبکې د طالبانو د استازو له خولي راپور ورکړی چې د وسلوالو طالبانو استازي له امریکایي استازو سره په خبرو بوخت دي. د طالبانو یو مذاکره کونکي دغې شبکې ته ویلي دي چې دواړو لوریو تر اوسه څو ځلي په قطر کې په یو هوټل کې لیدلي او خبري یي کړي دي. د دغې خبري شبکې د راپور له مخې د امریکا او طالبانو د استازو دا لیدنې په دوستانه ډول تر سره شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نيويارک ټايمز پخواني راپور ته په غبرګون کې طالبانو ويلي و چې دوی له امريکا سره د مخامخ خبرو وړاندې ځينې غوښتنې هم لري چې بايد ومنل شي. طالبانو ويلي و چې له امريکا سره تر مخامخ خبرو وړاندې بايد د طالبانو او امریکا تر منځ د اعتماد جوړولو لپاره د دوی د مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو له تور ليسته وويستل شي. کتونکو د طالبانو يادې غوښتنې له امريکا سره د سولې پر سر د معاملې او يا هم د سولې پر وړاندې د طالبانو د بهانې په توګه يادې کړې.

همدا ډول له طالبانو سره د طالبانو د مخامخ خبرو د پيل په اړه د نيويارک ټايمز راپور ته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم غبرګون درلود. د امريکا بهرنيو چارو وزارت ويلي چې له طالبانو سره د سولې خبرو اړوند په خپل پخواني دريځ ولاړ دي او د افغان حکومت په رهبرۍ له وسله والو طالبانو سره د سولې له خبرو ملاتړ کوي. اوس اساسي پوښتنه دا ده چې د طالبانو سره آيا رښتيا هم خبرې رواني دي او که امریکا يواځې د افغان حکومت په مشرۍ له طالبانو د سولې له خبرو ملاتړ کوي؟

وسله والو طالبانو تل له افغان حکومت سره د سولې خبرې رد کړي او ټينګار يې کړی چې يواځې له امريکا سره خبرو ته چمتو دي. سره له دې  چې افغان ولسمشر غني په وروستيو کې وسله والو طالبانو ته بېساري د سولې وړانديزونه درلودل چې په کور دننه او د نړۍ په کچه ترې هرکلی وشو، خو طالبانو د حکومت هر ډول وړانديز رد کړی او يواځې له امريکا سره په خبرو يې ټينګار کړی دی. اوس په تازه کې امریکا هم د افغانستان او سيمې د سياسي حالاتو په ارزولو سره له وسله والو طالبانو سره مخامخ خبرو ته زړه ښه کړی دی.

امریکا ولې له طالبانو سره مستقيمي خبرې کوي؟

طالب اوس پخوانۍ ډله نه ده پاتې چې يواځې پاکستان به پرې امر چلولو او ملا فضلو يا مولانا سميع الحق په منتر به يې دلته جګړه پيل او شديده کوله. اوس دغې ډلې له نورو سره هم يارانه پيل کړې ده. طالب اوس يوه ورځ په مسکو کې وي، بله ورځ تهران کې، يوه ورځ له چین سره غوږ جنګوي بله ورځ اسلام اباد کې ميلمانه وي، څوک يې له مسکوه د جګړې د تمويل لپاره خيرات غواړي او څوک يې له عربي هيوادونو چنده راټولوي.

خو اوس په تازه کې يې له امريکا سره معاملې ته نيت کړی دی. امريکا هم په افغانستان او سيمه کې د خپلې بقا او له سياسۍ بدنامۍ څخه د خلاصون لپاره له طالب سره معاملې ته چمتو ده. امريکا ځکه له طالب سره د سولې معامله کوي چې له يو لوري به خپل سياسي رقيبان لکه روسيه او ايران چې په تازه کې يې له طالبانو سره يارانه اچولې، له طالب ناهيلي کړي او له بلې خوا به له طالب سره د سولې په نوم د افغانستان په جګړه کې د بريا نوم خپل کړي.

په دغه معامله کې چې طالب يې له امریکا سره کوي له يو لوري به افغانستان ګټه وکړي چې د طالب له جګړې به خلاص شي، خو له بل لوري به ځکه تاوان وکړي چې امريکا به له طالب سره د سولې کولو امتياز له افغان حکومت څخه اخلي. ځکه هيڅ هيواد د بل چا لپاره د سرتيرو او مالي قرباني نه ورکوي. حتماً په جګړه کې د اوښتو زيانونو قيمت به له افغان حکومته پرې کوي. دا لا معلومه نه ده چې افغان حکومت به کوم قيمت پرې کوي خو دا له ورايه څرګنديږي چې له طالب سره د سولې په نامه به افغانستان حتماً امریکا ته امتياز ورکوي.

لیکنه : خوشحال آصفي