کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

ترجمه‌ی شعرهابی از دریا هورامی

بانو "دریا هورامی" (به کُردی: دەریا هەورامی) شاعر، دوبلور و…

تلویزیون حقوق ناشر یک اندیشه ملی و روشنگری 

نوشته از بصیر دهزاد  تلویزیون حقوق در پنجشنبه آینده،  ۱۱ جولای، …

افراطیت دینی و دین ستیزی دو روی یک سکه ی…

نویسنده: مهرالدین مشید در حاشیه ی بحث های دگر اندیشان افراط گرایی…

د مدني ټولنې په اړه په ساده ژبه څو خبرې

 زموږ په ګران هېواد افغانستان کې دا ډیر کلونه او…

از پا افتادگان دور جمهوریت

در خارج چه میگویند ؟ انهاا طوری سخن میرانند که افغانستان…

«
»

زلمی خليلزاد د افغانستان د ستونزې د حل کيلي ده، خو ولې يې مخالفت کيږي؟

راپورونه وايې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په پام کې لري چې په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکي. که څه هم سپینې ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزارت د خلیلزاد د احتمالي ټاکنې په اړه له څه ويلو ډډه کړې او په خپله خلیلزاد هم په دې اړه څه نه دي ویلی خو د راپورونو له مخې دوو امریکایي چارواکو او د کانګرس یوه همکار چې د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو له دغه پلانه خبر دي؛ ویلي چې خلیلزاد به ډېر ژر جنوبي آسیا ته سفر وکړي.

دلته په افغانستان کې په کور دننه هم د افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خليلزاد احتمالي ټاکنې په اړه ګڼ غبرګونونه تر سترګو کيږي. يو شمېر هغه کړۍ چې د اوسني حکومت او په ځانګړې توګه د ولسمشر غني مخالفان دي؛ د زلمي خليلزاد له ټاکلو سره مخالف دي. خو يو شمېر نور چې د افغانستان په اړه د زلمي خليلزاد له پخوانيو کارونو او سياستونو څخه خبر دي؛ د افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړې استازي په توګه د زلمي خليلزاد له احتمالي ټاکنې خوښ دي او هيله مند دي چې خليلزاد به د افغانستان د ستونزې حل لپاره لازم ګامونه پورته کړي.

د زلمي خليلزاد ځانګړتياوې

خلیلزاد د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې زېږېدلی، په بیروت کې په امریکایي پوهنتون او د شیکاګو په پوهنتون کې یې لوړې زده کړې او د جمهوري غوښتونکو د بهرني سیاست د داخلي کړۍ یوه مهره ګڼل کېږي، په عراق کې د امریکا د سفیر او په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازي په توګه یې هم دندې ترسره کړي دي. يو شمېر مهمې ځانګړنې يې په لاندې ډول دي:

  1. کابو يوه نيمه لسيزه د افغانستان له حالاتو باخبر شخص دی چې د افغانستان لپاره د امریکا د سفیر په توګه يې هم دنده ترسره کړې.
  2. د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال يې د افغانستان د اساسي قانون په جوړولو کې مرسته کړې ده.
  3. کله چې په افغانستان کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال ځينو کړيو د سرکشۍ غږونه پورته کول نو زلمی خليلزاد چې هغه مهال د بوش د ادارې خاص کس و؛ حامد کرزي د خليلزاد له رول څخه په استفادې د حکومت سرکشه کړۍ کنټرول او تر فشار لاندې راوستلې.
  4. د افغانستان په اړه د امريکا په سياست او ستراتيژۍ کې له امریکايي ادارو سره د کار کولو او سلا مشورې کافي تجربه لري.
  5. د افغانستان له رسمي ژبو، کلتور، سياست، اړتياوو او امکاناتو څخه باخبره څېره ده چې د وسله والو طالبانو سره د امريکا په مخامخ خبرو کې خورا ګټور واقع کېدلی شي.
  6. د پاکستان ضد څېره ده چې وخت ناوخت يې پر پاکستان د فشار راوړلو لپاره امریکايې حکومت ته سپارښتنې کړې دي.
  7. په کور دننه د شورشي او له حکومته د باغي کړيو مخالف شخص دی او د مرکزي حکومت او نظام ملاتړی بلل کیږي.

د خليلزاد له ټاکلو سره ولې مخالفت کيږي؟

په افغانستان کې په کور دننه چې ځينې کړۍ د زلمي خليلزاد له ټاکلو سره مخالفت کوي؛ دوی ټولې له حکومته باغي کړۍ دي چې د خليلزاد په راتګ سره د ملي يووالي حکومت قوت او خپله سياسي بقا په خطر کې ويني. ځکه زلمی خليلزاد يو د هغه کسانو له جملې څخه دی چې په افغانستان کې قوي سياسي نظام غواړي او د نظام د سرکشه مخالفانو ضد څېره ده. کله چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د موقت حکومت له دورې وروسته يو شمېر کړيو د هغه مهال د حکومت مخالفت او سرکشۍ ته مخه کړه نو حامد کرزي د زلمي خليلزاد په مرسته دغه کړۍ ارامې او تر فشار لاندې ونيولې.

اوس هم ويل کیږي چې خليلزاد د ولسمشر غني او د مرکزي حکومت کلک ملاتړی دی او هغه کړۍ چې د حکومت په مخالفت کې يې ايتلافونه رامنځته کړي دي؛ اوس د زلمي خليلزاد په احتمالي ټاکنې اندېښمن دي. دغه کړۍ پوهيږي چې که خليلزاد د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی وټاکل شي نو په شتون کې به يې بيا نه په اوسني حکومت لازم فشار راوړلی شي او به په راتلونکو ولسمشر ټاکنو کې سياسي غولوونکې بغارې کار وکړي. له همدې امله دغه کړۍ سره وخته د خليلزاد له ټاکلو سره مخالفت کوي او دا پلمه کوي چې ګويا خليلزاد پښتون دی او د يو ځانګړي قوم نمايندګي کوي.

د افغانستان لپاره د خليلزاد د ټاکلو مهمې ګټې

  1. اوسمهال له وسله والو طالبانو سره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستياله اليس ويلز په مشرۍ مخامخ خبرې روانې دي چې که زلمی خليلزاد د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکل شي نو د ميرمن ويلز ځایناستی به شي چې له طالبانو سره به د هغوی په ژبه خبرې وکړي.
  2. خليلزاد د پاکستان ضد څېره ده چې پر پاکستان به د امريکا د فشارونو عملي کولو کې مرسته وکړي او پر دغه هيواد به د لا زياتو فشارونو زمينه برابره کړي.
  3. ښاغلی خليلزاد نيږدې يوه نيمه لسيزه د افغانستان له کورنيو ستونزو او حالاتو باخبره شخص پاتې شوی دی او د افغانستان ستونزې، اړتياوې او امکانات تر بل هر امريکايې چارواکي ښه پيژني نو د نورو په پرتله به ډير ښه وشي کولی چې له موجوده امکاناتو اعظمي استفاده وکړي او د افغانستان د ستونزې د سياسي حل لپاره لاس په کار شي.
  4. خليلزاد د مرکزي دولت ملاتړ کوونکی او د سيمه ايزو قدرت جزيرو مخالف شخص دی چې که د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وټاکل شي نو له يوې خوا به د حکومت ملا وتړل شي او له بلې خوا به د حکومت سرکشې کړۍ په راتلونکو ټاکنو کې جدي خطر پيښ نه کړلی شي.
  5. خليلزاد له ولسمشر ټرمپ سره نيږدې اړيکې او په پوره قوت کولی شي چې د افغانستان د حالاتو په اړه له ولسمشر ټرمپ سره له نيږدې وغږيږي.

لیکنه : خوشحال آصفي