اعلامیۀ به مناسبت روز جهانی زن

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان بشریت برابری‌طلب و آزادی‌خواه در حالی به…

تلاشی های خانه به خانه و حرمت شکنی مهاجمان انتحاری

نویسنده: مهرالدین مشید جنایت های جلیقه پوشان انتحاری و سفید نمایی…

خانقاى دل

نوشته نذیر ظفر بیا که حضرت می شیخ خانقای منست بیا…

دموکراسي د ګډ کار کولو هنر دی

نور محمد غفوری سریزه: دموکراتان باید پخپله د دموکراسۍ د بنستیزه کېدو،…

نگاهی به یک نگاه نادرست در مورد نام زبان پارسی 

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ————————————‫-‬ از مدت ها به این سو در…

زبان پارسی چون ستاره!

امین الله مفکرامینی                    2025-23-02! درآسمـــــانِ ادب، نورافشان است پارسی چون ستـاره چه بازیب…

چیستی عشق؟

چیستی در پی علت و مبدا گرایی پدیده می باشد٬ که…

میدان هوایی بگرام

گیریم که ادعای غلط ترامپ در مورد حضور چینائی ها…

دلبری مهرورز!

امین الله مفکر امینی                         2025-22-02! دلبـری مهــــرورزی دارم که دیـــده و دلم…

غیابت رهبران طالبان بازی استخباراتی یا آغاز یک سونامی وحشتناک

نویسنده: مهرالدین مشید خود کامگی ملاهبت الله و نارضایتی و خشم…

خانه های مردم افغانستان دور از دسترس مردم

زمانی " خانه ملت " که منظور پارلمان افغانستان است…

عاشق وفاسق!

امین الله مفکر امینی      2025-20-02! درعشـق وعاشقـــــی گردربزم عشق نمیســـــــوزی مشـــــو ز این…

«حزب باد»: تحلیل پدیده فرصت‌طلبی و تبعیت از جریانات غالب…

«حزب باد Opportunism»: تحلیل پدیده فرصت‌طلبی و تبعیت از جریانات…

        زیارتگاه امام صاحب ولایت کندز دومین شهر مذهبی افغانستان

  نوشته کریم پوپل مورخ ۲۱ فبروری ۲۰۲۵    مقدمه  ولسوالی امام صاحب با داشتن…

روایتی از کشت زار های خستۀ رنگین کمان خاطره ها

نویسنده: مهرالدین مشید این هم می گذرد ما مرده ایم، مرده ی در…

             تاریخچه نام گردیز

نوشته : کریم پوپل مورخ ۱۵فبروری ۲۰۲۵ بسیاری از دوستان یکی از…

مماشات خویشتن دارانۀ غرب با طالبان و پراگنده گی مخالفان…

نویسنده: مهرالدین مشید نشست های بیرونی پیرامون افغانستان؛ بستر سازی برای…

چاپنداز

بزکش، پهلوانی که  با سواری اسب، بز را به دایره…

انارستان دل 

رسول پویان  دل ز درد و داغ هجران بی‏نوا افتاده است  برگ…

«
»

د کورنيو جبهو له لوري د سولې پروسې د سبوتاژ هڅې

د څو لسيزو راهيسې په افغانستان کې د آی ايس آی، د پاکستان د پوځ، د ايران او ځينې نورو کړيو له لوري د جنګ ډګر ګرم ساتل شوی دی. که څه هم دلته د وخت هر واکمن ولسمشر په يو نه يو ډول په افغانستان کې د سولې هڅې کړې دي خو پايله يی منفي وه. علت یې دا دی چې آی ایس آی، د پاکستان پوځ، ايران او نورې استخباراتي کړۍ خپلو افغاني او بهرني لاسپوڅو ډلو ته د جګړې د روانې ساتلو لپاره په وجود کې انرژي تقويه کوي. دوی ته د وخت سره سم او په عصري تکنالوجۍ سمبال د جنګ ابزار ورکول کيږي. د دوی مالي او معنوي ملاتړ کيږي. خو کله چې ځينې جګړه مارې ډلې له جګړې لاس اخلي، نو له هغوی څخه هغوی چې ټوپک په ځمکه ږدي او سوله ايز ژوند غواړي نو بيا د همدغو جنګ غوښتونکو هيوادونو لخوا، ځينې وژل کيږي، زنداني کيږي او ترور کيږي چې ښې بيلګې يي په پاکستان کې د طالب مشرانو وژل کيدل، بندي کيدل او ترور کيدل دي. خو ځيني نور يي بيا لکه کباړ شوې وسپنه او پلاستیک ويلې کېږي، او په يو بل شکل ترې ګټه اخيستل کيږي.

اوس يو ځل بيا د افغان حکومت له لوري د سولې خبرې ګرمې شوې دي. نه يوازې افغان لوری بلکه دا ځل په دې معامله کې د پاکستان تر څنګ امريکا ، روسیه ، هندوستان ، اروپایې هېوادونه ، ازبکستان ، عربي هېوادونه او چين هم ښکېل دي. افغان حکومت پاکستان ته تر دې وړاندې هم، درې لسیزې باج ورکړی، او په يو نه يو ډول په يو طرفه امتيازاتو هم نازول شوی دی خو پاکستان يي په مقابل کې افغان حکومت په تشو ژمنو غولولی او له نړيوالو یي هم امتیاز ترلاسه کړی دی.

دلته د حامد کرزي له حکومت وروسته د اشرف غني او عبدالله تر منځ د ګډ حکومت په رامنځته کيدو سره د غني د ډیرو هڅو او منډو ترړو په نتیجه کې پاکستان دې ته حاضر شو چې د افغان طالبانو په مشرۍ څو کسان د افغان حکومت د استازو سره د میز پر سر د سولې د خبرو لپاره کینوي. خو دا کار تر اوسه پوری ندي شوي. دلته اساسي ستونزه يوازې دا نه ده چې ځينې بهرنۍ کړۍ د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي بلکه ځينې کورنۍ کړۍ هم شته چې په جنګ کې خپلې موخې، ګټې او خپل سياسي ژوند ويني او نه غواړي چې له طالب سره سوله وشي.

دلته ځينې جبهې دي چې نه غواړي د طالبانو سره سوله وشي ځکه د دوی ګټو او اهدافو ته طالبان ډیر لوی خطر دی او دوی هیڅکله دې خطر منلو ته تیارې ندي. دغه کړۍ په دې فکر کې دي که سوله وشي نو طالبان به هم د افغانستان د حکومت په چوکاټ کې راداخل شي. او طالبان هغه څوک دي چې د هرڅه نه مخکې غواړي د ځينو جبهو سره حساب وکړي. طالبان ځکه له دغو جبهو سره عقده لري چې ددوی نظام يي د بهرنيانو په مرسته له پښو وغورځاوه.

دا څرګنده خبره ده چې د افغانستان په شان د يو جنګ ځپلي هېواد سوله دوه کورني او بهرني اړخونه لري. د افغانستان په څېر هېواد کې سوله بايد لومړی له کورني اړخ سره وشي ځکه همدا کورنی اړخ دی چې د بهرني اړخ لپاره د ملا د تير حيثيت لري. که چيري کورنی اړخ له پامه وغورځولی شي او له بهرني اړخ سره خبرې کيږي نو دا به بيا يوه موقتي او نمايشي سوله وي چې ډير ژر به خپل ماهيت له لاسه ورکړي.

که افغان دولت غواړي چې افغان ولس د يوې رښتونې، سرتاسري او دايمي سولې څښتن شي نو باید لومړی د سولې پر وړاندې کورني خنډونه له منځه يوسي او بيا په بهرني اړخ کار وکړي. د دې تر څنګ افغان دولت بايد د سولې عالي شورا په اوسني جوړښت ، ميکانيزم او ستراتيژۍ کې هم تغيرات راولي. ځکه اوسنۍ د سولې په نوم هسې د معاشاتو يا ځينو ته څوکۍ ورکړې په خاطر جوړه شوې شورا هيڅ ډول موثريت نه درلود او نه به يي ولري ځکه د دې شورا مکانيزم له پيله سم نه وو. همداراز سوله د نورو په سوال او هيله لرلو نه شي راتلی. سوله هغه وخت شونې ده چې ريښتونی افغاني رنګ ولري او له افغاني ادرسونو يي په اړه خبرې وشي.

لیکنه : خوشحال آصفي